مشتاق رحیم د شخړې، سولې او امنیت برخې کارپوه دی، او له جګړې وروسته د بیا رغونې په برخه کې عملي تجربه لري. هغه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له لارې په افغانستان او سوریې کې کار کړی. همداراز، نوموړي د افغانستان د سولې پروسې مهم غړی پاتې شوی؛ دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه بورډ غړی و.
ښاغلی رحیم د کابل په کاردان پوهنتون کې د بشري علومو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې د مېلمه استاد په توګه دنده ترسره کړې. د نوموړي ګڼ شمېر تحلیلي لیکنې د یو شمېر معتبرو نړیوالو او سیمهییزو رسنیو لکهThe Diplomat،Arab News،The American Thinker،Pajhwok News AgencyاوBBC Pashtoله خوا خپرې شوي دي.
د نړیوالو اړیکو پوه هانس مورګنتاو په خپل مشهور اثر، د ملتونو ترمنځ سیاست، کې د نړیوالو اړیکو د ریالیزم تیورۍ په ملاتړ وايي: نړیوالې اړیکې د حقیقي قوانینو (Objective Laws)، چې منبع یې د انسانانو ذاتي فطرت دی، تر اغیز لاندې ترسره کېږي. لکه څنګه چې انسانان د خپلو شخصي ګټو، چې معمولاً ځواک یادیږي، د پاللو لپاره له هرې وسیلې کار اخلي، دولتونه، د انساني ټولنې د ټولګې په توګه همدا ډول خپلې چارې سمبالوي. د مورګنتاو استدلال په دې ولاړ دی چې نړۍ، د دولتونو د ټولګې په توګه، د اخلاقو، ارزښتونو او سپیڅلو ارادو پر ځای د ځواک او قدرت په تله تلل کوي. په بل عبارت، په ریالېسته نړۍ کې، عاطفه، احساس او شخصي باورونه د قدرت پالنې تر سیوري لاندې وي. د نړیوالو اړیکو د ریالیست مکتب پوهان نړیوال نظم پر انارشۍ ولاړ یادوي چې پاېیدنه پکې د اخلاقيارزښتونو په پاللو نه، بلکې د قدرت د توازن په ساتلو ممکنه ده. د دوی ټینګار دا دی چې د یو دولت پایښت په دې پورې تړلی دی چې د هغې د ځواک او قدرت انډول له خپل سیال سره څومره برابر دی.
په داسې یوې نړۍ کې دولتونه خپل ځواک او قدرت ډېروي، چې د خپلو سیالانو سیال وي. دا ډول دولتونه هڅه کوي چې خپل قدرت له نظامي پلوه هغه حد ته ورسوي چې له خپل سیال سره یې انډول برابر وي، او سیال یې د ده له ځواکه ووېرېږي. دولتونه هڅه کوي چې د نړۍ له نورو سیالو دولتونو سره د ځواک توازن وساتي، او د توازن له ترلاسه کولو وروسته، په خپل سیال د برلاسۍ لپاره هڅه کوي. د شلمې پیړۍ د دوو نړیوالو جګړو په اوږدو کې، د نړیوالو قدرتونو د ځواک ډېرولو تکل بیا د کور دننه خپل نظامي، سیاسي او اقتصادي پیاوړتیا نه اخوا د ګڼ ملتي تړونونو (Formal Alliances) په بڼه را ښکاره شو په ځانګړې توګه، له دویمې نړېوالې جګړې وروسته، یوه خوا د وخت شوروي د هغه دولتونو چې فکري لحاظ یې همغاړي وو، د وارسا په تړون کې سره را ټول کړل، او د غرب لېبراله نړۍ بیا د امریکا تر مشرۍ لاندې ناټو، سیټو او سېنټو په شان ټولګیو کې سره ملګري شول. او بیا د شوروي او امریکا ترمنځ سیالي څه دپاسه څلویښت کاله روانه وه، او دواړو خواو د قدرت د انډول ساتلو لپاره په نړیوال سټیج بیلا بیل مانورونه نندارې ته وړاندې کول.
د نړیوال سیستم په انارشيکه نړۍ کې که له یوې خوا ستر قدرتونه د خپلو ګټو د پاللو، د قدرت د سرچینو د بډایه کولو په تکل کې وي، دوی په خپلو سیاسي او ډیپلوماټیکو پرېکړو کې ستراتيژیکه ځانواکي (Strategic Autonomy) لري. ستراتیژیکه ځانواکي دولتونو ته اجازه ورکوي چې د نړیوالو اړیکو اړوند خپل سیاسي لرلید، تګلاره او موخې پخپله وټاکي، او له هر ډول باندني اغېز څخه خلاص وي. دا ډول پرېکړې د هغو دولتونو لپاره ممکنه وي چې په لومړي سر کې له نظامي اړخه په ځان متکي وي، او د خپل سیال په مقابل کې د خپل نظامي ځواک په دوامداره توګه د ډېرولو وړتیا ولري، او همدا راز په نړیوال دریځ له خپل سیال سره د ټکر وړتیا ولري. د بېلګې په ډول امریکا، د شلمې پېړۍ په دویمه نیمه کې د خپل اتومي ځواک، لرې واټن ویشتونکو توغندیو، ساینسي او علمي پرمختګونو (لکه په سپوږمۍ د لومړي انسان ښکته کول) نرم ځواک (د هالیوډ فلمونو او د چټکو چمتو شويو خوړو) په مټ نړۍ که د خپل سیال په مقابل کې د خپل ځواک نندارې ته وړاندې کولو. همهاله، واشنګټن په نړیواله کچه د بشري حقونو، پراختیايي مرستو، او ډیموکراټیکو ارزښتونو د خپرولو په اډانه کې نړیوالې اړیکې پاللې. بله خوا شوروي اتحاد د امریکا هر نظامي پرمختګ په مقابل کې خپل تولید او خپل تجهیز په مرسته د امریکا سره ګام په ګام د یو پیاوړي سیال په توګه د مزل پر مهال خپل ټولنپال فکر، د مزدور د حق پالنې او د غربي استعمار د ماتولو په تکل خپل شتون ثابت وساتلو.
له سترو قدرتونو نه اخوا بیا د منځنۍ کچې او واړه دولتونه وي،چې د نړیوال نظم په چوکاټ کې د بېلا بېلو کمښتونو له کبله ستراتیژیکه ځانواکي نه شي پاللی. دا کمۍ په بېلا بېلو بڼو له دولتونو د ستراتیژیکې ځانواکۍ وړتیا اخلي. د بېلګې په ډول عربي امارات خورا ډېره پانګه لري، او دا هېواد کولی شي د خپلې پانګې په مټ خپله نظامي وړتیا ډېره کړي. خو دا هېواد نه ډېر وګړي لري او نه هم ستره جغرافیه، بله خوا سعودي دی، پانګه، وګړي،او جغرافیه لري، خو له نظامي – سیاسي اړخه په امریکا او د عسکري اړتیاو په برخه کې په نورو هېوادونو تکیه پاتې شوی. په همدې دلیل، سعودي نه شي کولی چې په بشپړه توګه په نړیوال سیستم کې حقیقي ستراتیژیکه ځانواکي ولري. پاکستان، په دې لړ کې بیا وګړي، او جغرافیه لري، خو له اقتصادي پلوه خورا کمزوری دی او نه شي کولی چې په یوازې سر خپله لاره او تګلاره وټاکي. داسې هېوادونه اړ دي چې له خپلې ستراتیژیکې ځانواکۍ تېر او خپل وزن د نړیوالو قدرتونو په تله کې واچوي چې د خپلو ملي ګټو پالنه او ساتنه وکړي، تر خپله وسه خپل قدرت او ځواک وساتي، یا لږ تر لږه په انارشیکه نړۍ کې خپل ځان د نورو له تیري او شره وساتي.
د ستراتېژیکې ځانواکۍ په نه شتون کې، کنت والټز د نړیوال سیاست تیوري نومې کتاب کې وايي، دولتونه، د شته یا نویو راپورته کېدونکو ځواکمنو دولتونو په مقابل کې د خپل ځان ساتنې په تکل کې، د ځواک د انډول د مدیریت هڅه کوي. په دې لړ کې تر ډېره د دې هېوادونو په نړیوال دریځ د فعالیت وړتیا د دې ټاکنه کوي چې د ځانواکۍ په نه شتون کې خپله ساتنه، ژغورنه او پالنه وکړي. هغه هېوادونه، لکه د تېرې پیړۍ اروپا چې نړیوالې جګړې خورا ډېره ژوبله کړې وه، اړ وو چې خپله ستراتیژیکه کړنلاره په بشپړه توګه یوه ځواکمن دولت ته وسپاري او له ستراتیژیک اړخه ځان د ستر قدرتمکمل تابع کړي. د بېلګې په ډول پاکستان، د سړې جګړې په سر کې، امریکا ته د قدرت انډوال ساتنې په برخه کې ځان په مکمله توګه وسپارلو. دذوالفقار علي بوټو کتاب د ازادۍ اسطوره کاږي چې د پاکستان ولسمشر ایوب خان په ۱۹۶۱کې د امریکا په کانګریس کې اعلان وکړ چې د آزادې نړۍ(له امریکا سره همغاړي هېوادونه) د دفاع په پار که د پاکستان د زمکې کارونې ته اړتیا وه، امریکا اړه نه ده چې له چا اجازه واخلي چې دا د ستراتیژیک تابعیت (Strategic Subordination) بدرنګه بېلګه ده.
خو هغه هېوادونه چې د نړیوال قدرت د انډول ساتنې په پار اړینو شونتیاو ډیری هغه لري، خو ټولې اړتیاوې نه شي پوره کولی، لکه د اوسني عصر سعودي ، هغوی بیا خپله ستراتیژي په ځواکمن دولت باندې د خپلې تکیې په څرګندولو (Strategic Dependence) نورو ته وړاندې کوي. تر ټولو غوره حالت بیا، د خپلې ستراتیژۍ له زبرځواک سره عیارول (Strategic Alignment) دي. دا چاره هغه هېوادونه کولی شي چې له هر اړخه په ځان بسیا وي خو په نړیواله کچه په یوازې ځان د قدرت په توګه د ځان څرګندولو وړتیا نه لري. د بېلګې په ډول چین د سړې جګړې په اوږدو کې، په ځانګړې توګه د ماوزیتونګ له مړینې وروسته، خپله باندینۍ ستراتیژي د شوروي اتحاد په مقابل کې له غرب سره عیاره کړه. اړینه ده چې خپلواکي او مليحاکمیت (sovereignty) اوځانواکي (Sovereignty) سره ګډ نکړو، او ستراتيژیکه عیارونه او تابعیت د خپلواکۍ بایللو باندې تعریف نه کړو. ملي حاکمیت نه مراد د خپلې خاورې قانوني اختیار په لاس کې لرل دي، او ځانواکي بیا د خپلو پریکړو د پخپله کولو توان درلودل دي. څومره چې د یو هیواد په نړیوالو اړیکو کې د ځانواکۍ وړتیا کمیږي، هماغه هومره بیا اړ دي چې خپله باندني پالیسي او نړیوالې اړېکې د نورو سره عیارې کړي. بناً، هغه هیوادونه چې ځانواکي پکې کمزورې ده، او اړ دي چې خپلې باندنۍ اړیکې د نورو سره عیارې کړي او یا هم د نورو تابع کړي په حقیقت کې د خپلو مليګټو په رڼا کې د خپل ملي حاکمیت ساتنې په پار خپلې پریکړې کوي.
په سړې جګړې کې د شوروي اتحاد ماتې او د وارسا تړون له ماتېدو را وروسته، نړۍ د یو قطبي نظم خواته د امریکا تر اغېز لاندې لاړه. په ټوله نړۍ کې امریکا یوازینی ځواک وو چې له کبله یې د نړیواله نظم انډول د ځواک د انډول خرابېدو له کبله له منځه تللی وو. خو د یوویشتمې پېړۍ دویمې لسیزې نه رادیخوا نړیوال نظم ورو ورو له یو قطبي نظم څخه د لېږد په حال کې دی. په نړیواله کچه اوس تر ډېره چین او تر یو بریده روسیه په دې تکل کې دي چې له امریکا سره ځان سیال ثابتولو سره نړیوال نظم کې په پرېکړو کې خپله ونډه ولري. په دې لړ کې امریکا د خپل نطامي، اقتصادي او سیاسي اغېز ساتلو او چین د دې ټولو د ننګولو لپاره بېلا بېلې هلې ځلې کوي. په دې ترڅ کې چین په نړیوالو پېښو او مسایلو د ځانواکې ډیپلوماسۍ په مټ د امریکا د سیال په توګه را څرګند شوی. بله خوا امریکا افغانستان، او عراق کې له ناکامو نظامي مداخلو را وروسته، بیا ځلې د خپل نظامي، اقتصادي او سیاسي برم له پرځای کولو سره غواړي چې په بدلېدونکي نړیوال نظم کې ځان له چین پیاوړی وښيي او دا راز له چین سره په نړیوالو مسایلو کې د برلاسي اړخ په توګه لوبه وکړي. د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ او د ځینو پوهانو په فکر د روسیې په شتون کې د دریو هېوادونو ترمنځ هغه هېوادونه چې په نړیوال سیاست کې ستراتیژیکه ځانواکي نه لري، معما کې دي چې د خپل ځان ساتنې، د خپلو ملي ګټو د پالنې، او د خپل سیمه ییز او نړیوال قدرت د ژغورنې په هڅه کې کومې خواته لاړ شي.
په دې لړ کې تر ټولو مخکښ هند دی چې د سړې جګړې په سر کې ناپېلی پاتې شو، او تر یوه بریده یې خپله ستراتیژیکه ځانواکي وساتله. خو دې چارې بیا هند له خورا ډېرې بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړ. اوس یو وار بیا، هند، د نړۍ څلورم اقتصادي ځواک په توګه له چین سره بریکس سازمان کې د فعاله غړي په توګه، له روسیې سره د سوداګریزو راکړو ورکړو په مرسته او له امریکا سره د سیمه ییز شریک په بڼه هڅه کوي چې خپله ستراتیژیکه ځانواکي نندارې ته وړاندې کړي. خو بله خوا امریکا غواړي چې هند په ټوله مانا خپله ستراتیژي له امریکا سره عیاره کړي او د چین په مقابل کې له دغه هېواد سره ډانګ پیلی په نوي نړیوال نظم کې ملګری شي. بل پلو د منځني ختیځ بډایه هېوادونه دي چې د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې یې ځان له ستراتیژیک تابعیت څخه خلاص کړی، خو لا هم په امریکا د باندنیو اړیکو په لړ کې ستراتیژیکه تکیه لري. خو له دغې تکیې سره سره له چین او روس سره هم اړیکې پالي چې په نوي نړیوال نظم کې ټولې دروازې خلاصې ولري.
همدا راز اروپا چې لا هم ستراتیژیکه تکیه په امریکا کوي، د دوی په مقابل کې د یوکراین د جګړې او نړیوالې سوداګرۍ په ډیپلوماسۍ کې د ټرمپ د ادرې ګډو وډو کړنو حیران کړي چې څه وکړي، څنګه یې وکړي. دوی غواړي چې د نړیوال دریځ په نوي نظم کې هم د امریکا سره همغاړې او حتی تابع پاتې شي، خو د دوی په مقابل کې د ټرمپ د ادرې چلند دوی سربداله کړي چې څنګه مخ ته لاړ شي. ختیځه او سویل ختیځه آسیا تر ډېره بریده، د شمالي کوریا په شان هېواد نه اخوا، امریکا باندې تکیه ده. د دغې سیمې دولتونه د چین په سیمه کې سلطه غځونې دې ته اړ کړي چې له امریکا سره خپلې ستراتیژیانې عیارې کړي، او بعضې هېوادونه لکه سویلي کوریا او جاپان لکه د تېرې پېړۍ په شان د امریکا تابع دي. منځنۍ آسیا که څه هم تراوسه د روسیې د کور د غولي په توګه په بشپړه توګه مسکو ته تابع ده، خو د چین اقتصادي پانګونې کولی شي دغې سیمې ته په نوي نړیوال نظم کې په بدیلونو د فکر کولو تومنه برابره کړي.
په خامو زېرمو بډایه خو سیاسي او اقتصادي غریبۍ ځپلې افریقا له تر ټولو ستر سر خوږي سره مخامخ ده. چین د دوی زېرمو ته اړتیا لري چې له امریکا سره خپلې سیالۍ کې پیاوړی او سیال پاتې شي، امریکا د نړۍ په دغه وچه کې ژورې ریښې او اغېز لري. یو شمېر هېوادونه له روس سره غاړه وړي. د نړۍ دا وچه کولی شي د روانې پېړۍ پراختیايي اړتیاو ته بېلا بېل ډول خام توکي وړاندې کړي، او د نوي نړیوال نظم د سترو قدرتونو دریواړه دعوداران دغو توکو ته اړتیا هم لري. خو دوی کومې خوا ته لاړ شي، لا یې پرېکړه نه ده کړې او یا یې هم د کولو توان نه لري. چین د افریقا په ډېرو هېوادونو کې پانګونې لري، او ډېر دولتونه یې پوروړي دي، نو هغوی اړ دي چې تابعداره پاتې شي. بله خوا یو شمېر افریقايي هېوادونه په کورنیو جګړو کې ښکیل دي، او امریکا ته اړتیا لري چې د دوی د ژغورنې په برخه کې مرسته وکړي.
د نړیوال نظم د بدلېدو په اډانه کې یو بل بحث دا دی چې ښايي دا نوی نظم دوه یا درې قطبي نه بلکې څو قطبي وي چې هره سیمه د یو قطب په توګه را څرګنده شي. دا هغه بل لید دی چې د هند په شان هېوادونو ته دا ډاډ ورکوي چې ستراتیژیکه ځانواکي وساتي او داسې وضعیت ته لاړ نه شي چې په سیمه کې د چین په مقابل کې د امریکا د وسیلې په توګه وکارېږي. همداسې ترکیه ده چې غواړي په منځني ختیځ کې د څو قطبي نړۍ محور په توګه را څرګنده شي او په همدې دلیل له ټولو نړیوالو قدرتونو سره د اړیکو (چې تر یو بریده ستراتیژیکه ځانواکي ده) انډول ساتلو ترڅنګ د سوډان، لیبیا، سوریې، عراق او آن یمن په شخړه کې خپل رول ساتي.
د دې ناڅرګنده حالت پایله دا ده چې که یوه خوا هېوادونه په یوې څلور لارې کې ولاړ دي چې څه وکړي، نو بله خوا د دوی په منځ کې یو شمېر د خپل ستراتیژیک موقعیت یا سرچینو له کبله د سترو قدرتونو له نظامي او سیاسي مداخلو سره هم لاس او ګرېوان دي چې تر ډېره شونې ده چې دا لړۍ پسې لا پراخه شي. دا لړۍ په امریکا کې د ټرمپ د ادرې له خوا د امریکا پخواني ولسمشر جیمز مونرو هغه دوکتورین چې ٬٬اروپايي ځواکونه به د نړۍ غربي برخه کې هیڅ ډول حق نه لري،، را تازه کړ. په دې لړ کې امریکا په لومړي سر کې چین د پاناما له ستراتیژیک کانال څخه په دغه هېواد د فشار په مټ وشړلو، او اوس یې له چین او روسیې سره همغاړې وینیزویلا کې د ریژیم د بدلون په مرسته بیجینګ او مسکو له دغه سیمې د لاس لنډولو ترڅنګ د سیمې نورو هېوادونو ته واضحه پیغام ورکړ چې باید امریکا ته په نړیوالو اړیکو کې د تابعیت لاره خپله کړي. همدا راز، له منځني ختیځ څخه د شیعیه او یا ایران سره هملارې ډلو تصفیه هم د همدې چارې برخه ده. دا وضعیت د دې ښکارندويي کوي چې ښايي په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې نور هېوادونه هم د خپلو نړیوالو اړیکو د دریځونو له کبله شخړو، ناټیکاو او آن جګړو سره مخ شي. په دې لړ کې دا اوس تایوان د چین لخوا،ایران د امریکا او جاپان او چین خپلو کې ښکر په ښکر دي.
که دا بحث له نړیوال نظمه سیمه ئیز نظم ته راښکته کړو، په هره سیمه کې لوبه د پورتني بحث په چوکاټ کې ګرمه روانه ده. منځني ختیځ کې سعودي غواړي چې د هژمونۍ خاوند وي، چین د چین سویلي سمندر شا او خوا دولتونو ترڅنګ له هند سره د دغه هیواد اروناچل پردیش ایالت په سر پخوانۍ سیمه ئیزې لانجې کې ښکېل دی، هند د پاکستان ترڅنګ بنګله دیش سره په شخړه کې دی، افغانستان او پاکستان لانجو کې ښکېل دي او پاکستان د افغانستان د تابع کولو هڅه کوي. په ټوله کې، لکه د تاریخ تېرو څپرکیو کې چې ثابته شوې ده، د نړیوال نظم لېږد له ځان سره د شخړو او جګړو له راوړلو سره سره وړو هېوادونو لپاره د لارې او لوري ټاکنو د سرخوږي ترڅنګ نړۍ یې د جګړو، بې ثباتۍ او ترهې سره مخامخ کړې ده. را روان څو کاله به ثابت کړي چې د نړیوال نظم په دې لېږد کې کوم دولتونه ستراتیژکه ځانواکي (Strategic Autonomy) پالي، کوم یې په نړیوالو اړیکو کې ستراتیژیکې عیارونې (Strategic Alignment)، تکیه (Strategic Dependence) او تابعدارۍ (Strategic Subordination) ته مخه کوي.


۱ څرگندون
آیا د افغانستان لياره به ستراتیژیکه عیارونه ممکنه وي او ستراتیژیکه تکیه به یې نور هم بي ثباته نه کړي؟
ستراتیژیکه تابعداري بیا موږ کوو نه😉