مشتاق رحیم

مشتاق رحیم د شخړو د مدیریت، سولې، او له جګړې وروسته د بیا رغونې او پراختیا کارپوه او څیړونکی دی. نوموړي په دې برخو کې د ملګرو ملتونو له پراختیايي پروګرام (UNDP) سره په افغانستان او سوریه کې مهمې دندې ترسره کړې دي. هغه له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د پلي کېدو کمیسیون د دارالانشاء رئیس، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء معین، او د یادې شورا د اجرائیوي بورډ غړی پاتې شوی دی.

د عملي کار ترڅنګ ښاغلي رحیم د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټرۍ څانګې د میلمه استاد په توګه د شخړو د مدیریت، له جګړې وروسته بیا رغونې، او نړیوالو اړیکو په برخو کې تدریس کړی دی. همداراز نوموړی د کاردان پوهنتون د بشري علومو ژورنال د کتونکي پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.

ښاغلي رحیم تر دې مهال درې د کتابونو څپرکي، ګڼ‌شمېرې څیړنپاڼې، او تحلیلي لیکنې خپرې کړي دي، او همدا راز د ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو نړیوالو پراختیايي ادارو لپاره یې له ۱۵ ډیرې برنامې او پروژې ارزولي دي.