مشتاق رحیم د شخړو د مدیریت، سولې، او له جګړې وروسته د بیا رغونې او پراختیا کارپوه او څیړونکی دی. نوموړي په دې برخو کې د ملګرو ملتونو له پراختیايي پروګرام (UNDP) سره په افغانستان او سوریه کې مهمې دندې ترسره کړې دي. هغه له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د پلي کېدو کمیسیون د دارالانشاء رئیس، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء معین، او د یادې شورا د اجرائیوي بورډ غړی پاتې شوی دی.
د عملي کار ترڅنګ ښاغلي رحیم د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټرۍ څانګې د میلمه استاد په توګه د شخړو د مدیریت، له جګړې وروسته بیا رغونې، او نړیوالو اړیکو په برخو کې تدریس کړی دی. همداراز نوموړی د کاردان پوهنتون د بشري علومو ژورنال د کتونکي پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.
ښاغلي رحیم تر دې مهال درې د کتابونو څپرکي، ګڼشمېرې څیړنپاڼې، او تحلیلي لیکنې خپرې کړي دي، او همدا راز د ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو نړیوالو پراختیايي ادارو لپاره یې له ۱۵ ډیرې برنامې او پروژې ارزولي دي.
دا څېړنپاڼه په جګړهځپلو هېوادونو کې پر دولتي ادارو او بنسټونو د ولس د باور ارزښت څېړي، او د افغانستان تجربه یې د اصلي بېلګې په توګه وړاندې کړې ده. لیکوال استدلال کوي چې ولسي باور د مشروعیت، ټولنیزې همغږۍ، ښه حکومتولۍ او تلپاتې سولې اساسي کیلي ده. او هر کله چې دا باور کمزوری شي، هېوادونه له ناامنۍ، د دولتي بنسټونو له نړېدو او د وسلوالو ډلو له بیا راټوکېدو سره مخامخ کېږي.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، او د طالبانو د نظام له نسکورېدو سره، په افغانستان کې د نوې او هیلهمنې ډیموکراسۍ لپاره یو نادر فرصت برابر شو. میلیونونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شول، مدني ټولنې وده وکړه او له یوې اوږدې مودې وروسته، د خلکو په مستقیم ګډون ملي ټاکنې ترسره شوې. خو د لنډمهالي نظام له پیله ناسمې پرېکړې لکه د جګړهمارانو په واک کې ساتل، د انتقالي عدالت له پامه غورځول او د قومونو پر بنسټ سياسي معامله، د دولت اعتبار زیانمن کړ. اداري فساد، د قانون کمزوری حاکمیت، د خدماتو نشتوالی او د ټاکنو پر سر جنجالونو په ولس کې هغه شته یو څه باور هم له منځه یووړ.
کله چې حکومتولي ورځ تر بلې کمزورې کېده، د خلکو اعتماد په چټکۍ راښکته شوه او وسلوالو ډلو ته یې د بیا منظمېدو زمینه برابره کړه. هغه ټولنې چې له فساد، ناامنۍ او بېعدالتۍ سره مخ وې، ورو ورو له دولته واوښتې، او په همدې تشه کې طالبانو وکولای شول په دې ټولنو کې ځان پیاوړی کړي، خلګ وګماري او خپل نفوذ پراخ کړي. د نشهيي توکو کرکېله او قاچاق، ناقانونه کانکېندنې او اجباري مالیاتو اقتصاد؛ د دولت بنیادي ځواک نور هم کمزوری کړ.
د دې مقالې نچوړ دا دی چې افغان دولت د ولسي باور په ساتلو کې پاتې راغی، او همدا کمزوری باور د وسلوالو ډلو د بیا پیاوړتیا او د دولت د بېثباتۍ او ړنګېدو تر ټولو مهم لامل و. په دې څېړنپاڼه کې لیکوال ټینګار کوي چې پایښت لرونکې یا دوامداره سوله هغه مهال رامنځته کېدای شي چې سیاسي ټولګډونوالی، شفافیت، د قانون واکمني، حساب ورکوونکې ادارې او ریښتیني اصلاحات عملي شي. دا نو بیا هغه اصول دي چې په افغانستان کې تر ډېره پلي نه شول. په جګړهځپلو ټولنو کې ولسي باور د ثبات او پرمختګ په لاره کې یو اړین شرط دی، نه کوم ضمني محصول.
تاسو کولی شئ له لاندې لینک څخه دغه څېړنپاڼه ښکته کړئ:

