
ترکي الفیصل
شهزاده ترکي الفیصل د سعودي عربستان د استخباراتو پخوانی عمومي رئیس او پخوانی سفیر دی. هغه د پاچا فیصل د بنسټ بنسټګر، او د پاچا فیصل د څېړنو او اسلامي مطالعاتو د مرکز رئیس دی.
څرنګه چې د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران د امریکا ـ اسرائیلو جګړه پیل شوه، نو زموږ په سیمه او لوېدیځه رسنیو کې بېځایه غږونه راپورته شول؛ هغه غږونه چې د سعودي عربستان دریځ تر پوښتنې لاندې ونیسي، په داسې حال کې چې ریاض په لومړي سر کې د دې جګړې د مخنیوي لپاره هلې ځلې وکړې، او وروسته یې بیا د دې جګړې د درولو او په ډیپلوماتیکه توګه د حل کولو لپاره پراخې هڅې وکړې.
سعودي دا کار بې له شوره، نندارو، ځانښودنې او لافو وکړ؛ بلکې هڅه یې وکړه چې سیمه له دې خونړۍ جګړې وباسي.
دا د سلطنت د مشرتابه ځانګړنه له هغه مهاله دوام لري چې کله مرحوم پاچا عبدالعزیز د دې دولت بنسټ کېښود. د سعودي مشرتابه له ډېرې مودې راهیسې دا اصل خپل کړی چې عمل تر خبرو ډېر ارزښت لري. په داسې حال کې چې د ټولنیزو رسنیو مچان بنګېدل او چیغې یې وهلې؛ سلطنت سنجیده، صابر او فعال و. په داسې حال کې چې شعار ورکوونکو ډولونه وهل؛ سلطنت چارې په ډېر احتیاط سمبالولې او خپلې لارې یې ارزولې. شواهد اوس زموږ د ټولو په وړاندې دي.
کله چې ایران او نورو هڅه وکړه، سلطنت دې جګړې ته راښکېل کړي، زموږ مشرتابه دا غوره کړه چې د یوه ګاونډي له خوا رامنځته شوي دردونه وزغمي، څو د خپلو اتباعو ژوند او شتمني وساتي. که سلطنت غوښتل، او د دې توان یې هم درلود، چې ایران ته په ورته ډول ځواب ورکړي او ایراني تاسیسات او ګټې له منځه یوسي، نو پایله به یې ښايي د سعودي د تېلو تاسیساتو او د عربي خلیج پر غاړه د اوبو د مالګینتوب لرې کولو فابریکو، او ان د سلطنت په داخل کې د تاسیساتو ورانېدل وای.
که د اسرائیل هغه پلان بریالی شوی وای چې زموږ او د ایران ترمنځ جګړه ونښلوي، نو سیمه به د تباهۍ او ورانۍ پر لور تللې وای. زموږ زرګونه زامن او لوڼې به په یوې داسې جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی وای چې موږ ته یې هېڅ ګټه نه لرله. په پای کې به اسرائیل بریالی شوی وای چې پر سیمه خپله اراده وتپي او زموږ په ګاونډ کې یوازینی لوبغاړی پاتې شي.
د وليعهد شهزاده محمد بن سلمان د حکمت او لرلید له برکته، سلطنت د جګړې له وحشتونو او د هغې له ویجاړوونکو پایلو ځان وژغوره. په حقیقت کې، اوس له پاکستان سره یوځای د دې جګړې د اور مړ کولو هڅې کوي، د کړکېچ د زیاتېدو مخه نیسي، او د سولې پلویانو ته هیله ورکوي چې د خپلو عزیزانو د ژوند او د خپلو ګټو د خوندیتوب په اړه ډاډمن شي.
خو د جګړې پلویان لا هم په خپل کبر کې دي او نارې سورې یې خېژي، خو ښايي دوی به لا له دې خبر نه وي چې ځمکه یې تر پښو لاندې تښتېدلې.
وليعهد ایران ته اجازه ورنه کړه چې د خلیجي هېوادونو ترمنځ درځ پيدا کړي. هغه له ټولو خلیجي مشرانو ملاتړ وکړ او ورسره ودرېد، او د سلطنت سوداګریزې او مالي لارې یې د سړکونو، هوايي ډګرونو او بندرونو له لارې، د هغوی او د هغوی د ولسونو په خدمت کې پرانیستې پرېښودې.
هغه ټولو ته دا ډاډګیرنه هم ورکړه چې د هغوی امنیت د سلطنت امنیت دی، او دا چې سلطنت به د هغوی د امنیت او ثبات خوندي کولو لپاره د هغوی له هر ګام ملاتړ وکړي.
سلطنت به تل له خپلو وروڼو سره پر خپل تعهد ولاړ وي.
چارې باید همداسې سمبالې شي او لرلید باید همداسې وي. د الله په برکت، زموږ کاروان به همداسې مخ پر وړاندې روان وي. پرېږدئ چې سپي دې په خپل ټول توان وغاپي، او زموږ دښمنان دې له ډېرې غوسې خپلې ګوتې وچیچي.
لکه څنګه چې مرحوم شهزاده بدر بن عبدالمحسن ویلي وو: «او که حسودان ستا غیبت کوي، موږ هېڅکله د هغوی د حسد شور ته پام نه کوو.»

