احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایمفېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې په نړیوالو مطالعاتو کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوهاړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی دی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی او دمګړې «له جغرافیې سره جګړه؛ افغانستان او سیمهییز اتصال» کتاب لیک
د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډېورنډ کرښه وتړل شوه. افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره په نورو هېوادونو تکیه دی. دا چې له پاکستان سره د ډېورنډ کرښې له تړلو وروسته، د افغانستان پر سوداګرۍ څه اغېزې شوي، په دې لیکنه کې ورته اشاره شوې ده. په دې لیکنه کې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي احصايې ادارې له ارقامو ګټه اخیستل شوې او یوازې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کال د لومړۍ ربعو ارقام پرتله شوي دي.
د افغانستان د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو د لومړیو ربعو د سوداګرۍ شمېرې ښيي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو یوازې له پاکستان سره راکړه ورکړه کمه کړې نه ده، بلکې د افغانستان د وارداتو او صادراتو پر مسیرونو یې هم اغېزه کړې ده. د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې له پاکستانه واردات او دغه هېواد ته صادرات په بېساري ډول راکم شوي دي؛ خو افغانستان د بدیلو هېوادونو له لارې د وارداتو ډېره برخه جبران کړې ده. په مقابل کې، د صادراتو د بدیل بازار موندل تر ډېره ستونزمن ثابت شوي دي.
امین ستانکزی، د روښان لوړو زدهکړو په انستیتوت کې د اقتصاد پوهنځي مشر او استاد په دې تړاو وايي، «د پاکستان لاره که هر څومره جنجالي او له ستونزو ډکه وه، خو بیاهم د افغانستان د صادراتو لپاره ډیره غوره او اسانه لاره وه، له همدې لارې افغانستان د صادراتو د لوړې درجې لرونکي توکو( وچې او تازه مېوې، پوستکي او طبیعي زیرمې) هند، خلیج هېوادونو او په لږ تعداد کې جنوبي اسیا ته لیږدول، چې د لارې له بندیدو سره دا برخه زیانمنه شوه».
د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ ربعې په پرتله د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې، له پاکستان څخه واردات له ۳۹۶.۳میلیون ډالرو څخه ۲۴.۹ میلیون ډالرو ته راټیټ شوي؛ یعنې له پاکستانه د افغانستان واردات ۹۴ سلنه راکم شوي. په مقابل کې، له ایران څخه واردات له ۸۶۹.۶ څخه ۹۹۰.۸ میلیون ډالرو ته، له مرکزي آسیا څخه له ۶۰۱.۵ څخه ۷۶۵ میلیون ډالرو ته، او له چین څخه له ۴۳۸.۲ څخه ۶۱۰.۸ میلیون ډالرو ته لوړ شوي دي. له هند څخه واردات هم له ۹۵.۸ څخه ۱۵۵.۱ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي.
دا بدلون ښيي چې افغانستان د وارداتو په برخه کې د پاکستان تشه تر ډېره د ایران، چین، مرکزي آسیا او هند په وسیله ډکه کړې ده. خو په ټولو توکو کې دا ډول بدیل موندنه یو شان نه وه.
د وريجو په برخه کې، پاکستان نږدې بشپړ انحصار درلود. په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان په مجموعي توګه د ۶۹.۲ میلیون ډالرو وريجې واردولې چې د پاکستان برخه پکې ۶۹ میلیون ډالره وه. خو په ۲۰۲۶کال کې له پاکستانه د وريجو واردات ۶.۸ میلیون ډالرو ته راکم شول. په دې برخه کې، هند د ۳۸.۲میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د بازار نږدې ۸۳ سلنه ونیوله، خو په بل اړخ کې، د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ ربع کې، د وريجو ټول واردات له ۶۹.۲ څخه ۴۶.۱ میلیون ډالرو ته راکم شول. یعنې د وریجو د وارداتو لپاره بدیل پیدا شو، خو په پخوانۍ کچه واردات ونه شول. همدا لامل دی، چې په هېواد کې د وریجو نرخونه لوړ شول.
د درملو وضعیت تر دې هم حساس دی. د درملو ټول واردات له ۸۲.۲ څخه ۵۰.۷ میلیون ډالرو ته راکم شول. له پاکستانه د درملو واردات له ۳۹.۷ څخه ۱۴.۸ میلیون ډالرو ته راټیټ شول. هند، ترکیې او ایران د بدیل عرضه کوونکو په توګه راڅرګند شول، خو په مجموعي توګه د درملو مجموعي عرضه ۳۸ سلنه راکمه شوه.
د بورې بازار بیا د بریالۍ بدیل موندنې ښه بېلګه ده. د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ربع کې، پاکستان د افغانستان د بورې ۶۳ سلنه برابروله، خو په ۲۰۲۶ کال کې له پاکستانه د بورې واردات صفر شول. متحده عربي اماراتو د بازار ۴۷ سلنه، هند ۴۳ سلنه او ایران نهه سلنه برخه ډکه کړه. د بورې ټول واردات له ۵۱ څخه ۷۱ میلیون ډالرو ته لوړ شول. په دې برخه کې نه یوازې د پاکستان بدیدل وموندل شو، بلکې د بورې عرضه هم شل میلیون ډالره زیاته شوه.
په سمنټو کې هم پاکستان په بشپړه توګه له بازاره بهر شو. ایران ۵۹ سلنه، ازبکستان ۱۹ سلنه او ترکمنستان ۱۹ سلنه برخه ډکه کړه. خو د سمنټو ټول واردات له ۵۷.۷ څخه ۴۶.۳ میلیون ډالرو ته راکم شول. د کینو په بازار کې ایران د پاکستان ځای په بشپړه توګه ونیوه، خو ټول واردات له ۲۳.۹ څخه ۱۵میلیون ډالرو ته راکم شول.
په صادراتو کې وضعیت ډېر ستونزمن دی. د مهمو شریکانو پر لور د افغانستان صادرات له ۳۴۹.۶میلیون ډالرو څخه ۲۷۵.۸ میلیون ډالرو ته راکم شو، یعنې نږدې ۲۱ سلنه کمښت رامنځته شو. پاکستان ته صادرات له ۱۲۹.۳ څخه ۱۸.۴ میلیون ډالرو ته راټیټ شول.
هند د افغانستان تر ټولو لوی صادراتي بازار پاتې شوی او صادرات ورته له ۱۶۰.۵ څخه ۱۶۹ میلیون ډالرو ته لوړ شول. چین ته صادرات له شپږو څخه ۲۰.۱ میلیون ډالرو ته ورسېدل، چې دا بیا ۲۳۵ سلنه زیاتوالی ښيي. مرکزي آسیا او ایران ته هم صادرات زیات شوي، خو دا بازارونه د پاکستان ټول زیان نه شي جبرانولای.
د پنبې په صادراتو کې، پاکستان د افغانستان د ټولو صادراتو ۹۶ سلنه خپلوله، خو په ۲۰۲۶ کال کې دغه صادرات صفر شول. چین، قزاقستان او ایران د افغانستان د پنبې نوي پېرودونکي شول، خو ټول صادرات له ۳۴.۷ څخه ۲۲.۴ میلیون ډالرو ته راکم شول. د ډبرو سکرو وضعیت هم تر ډېره په بد وضعیت کې دی: صادرات له ۳۲.۲ څخه ۲.۱ میلیون ډالرو ته راولوېدل او د پاکستان هېڅ بدیل بازار ونه موندل شو. یعنې افغانستان په یوه ربعه کې ۳۰ میلیون ډالر بازار وبایلود. د تنباکو صادرات هم په بشپړ ډول صفر شول.
په مقابل کې، ممیزو او وچو انځرو ښه مقاومت وکړ. د ممیزو صادرات له ۵۰.۹ څخه ۴۹.۴ میلیون ډالرو ته راکم شول، ځکه هند، ازبکستان او ترکیې دا تشه ډکه کړه. د وچو انځرو صادرات بیا له ۲۸.۱ څخه ۴۴.۸ میلیون ډالرو ته لوړ شول؛ هند بیا له دې څخه ۸۵ سلنه وپېرل.
په عمومي توګه، د ۲۰۲۵ او د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ ربعې ارقامو له پرتله کولو وروسته دې پایلې ته رسېږو،چې افغانستان د وارداتو په برخه کې د پاکستان د تشې د ډکولو ښه ظرفیت ښودلی، خو په صادراتو کې یې لا هم زیان جبران کړی نه دی. وارداتي توکي په پیسو اخیستل کېدای شي او له بېلابېلو سرچینو برابرېدای شي، خو د صادراتو لپاره د نویو پېرودونکو، مناسب قیمت، کیفیتي معیارونو، بانکي اسانتیاوو او ارزانه ترانسپورټ موندل وخت غواړي.
پای

