احمد بلال خلیل

احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایم‌فېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې په نړیوالو مطالعاتو کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوه‌اړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی دی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی او دمګړې «له جغرافیې سره جګړه؛ افغانستان او سیمه‌ییز اتصال» کتاب لیک