د افغانستان په بهرني سیاست کې د «پښتنۍ ډيپلوماسۍ» رول – احمد بلال خلیل

احمد بلال خلیل
احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایمفېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوهاړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال دی او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی پاتې شوی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی دی.
لیکوال: احمد بلال خلیل
له ۲۰۰۱م کال راهیسې، کابل د “پښتنو له ډیپلوماسۍ” د یوې وسیلې په توګه کار اخیستی، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې بیرته سمې او د رسمي خبرو د بیا پیل لپاره زمینه جوړه کړي. د دې ترڅنګ، افغان حکومت د پاکستان مېشته پښتنو ملتپالو او دیني ګوندونو د ملاتړ غوښتونکی هم و، څو دوی په افغان سوله کې د باور د رامنځته کولو او آسانچارو په توګه منځګړتوب وکړي.
خو “پښتنۍ ډیپلوماسي” یوازې د تېرو جمهوري حکومتونو ځانګړنه نه وه. کابل د پاکستان له جوړېدو وړاندې د پښتون کارت استعمال کړی و او هم یې د کابل اوسني واکسمبالي طالبان هم کاروي. د ۱۹مې پېړۍ د سترې لوبې پر مهال، د پښتون کارت یا پښتنۍ ډیپلوماسۍ موخه دا نه وه چې د کابل او انګلیس ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې ښې کړي، بلکې موخه یې دا وه چې د بریتانیې تر کنټرول لاندې سیمو کې د پښتنو د پاڅونونو په ملاتړ دا د د پیرنګي امپراتورۍ پر وړاندې د فشار د آلې په توګه وکاروي. د دې تګلارې له مخې، افغان مشرانو؛ وزیر، محسود، شیراني او نور ډېر پښتانه قومونه په افغانستان کې مېشت کړل، هغوی ته یې قانوني اسناد او ملکیتونه ورکړل. کابل هغه مهال د برېتانیې پر ضد له بغاوتونو ملاتړ د پښتنۍ توکمپالنې او د “پښتونولۍ” پر بنسټ کاوه. ترڅنګ یې دې ستراتيژيک اهداف هم درلودل. انګریزانو له ۱۹مې پېړۍ د سیمې تر پرېښودو پورې، په لوی هندوستان کې د کابل مخالفو ډېرو افغان شهزاده ګانو ته پناه ورکړې وه او هم یې ورته تقاعد ټاکلی وو. کابل دغو هر څه ته ځیر و او مقابل کې یې غوښتل چې په دې لوبه کې د ورته کارټ په درلودلو سره ورته لوبه وکړي.
د پاکستان رامنځته کېدل او د کابل د پښتني کارت دوام
د پاکستان له رامنځته کېدو سره سم، د پاکستان حکومت د افغان شهزاده ګانو په تړاو د انګریزانو پخوانۍ تګلاره روانه وساتله. په دې تړاو د پاکستان په پارلمان کې بحث هم وشو او د پاکستان لوړ پوړو چارواکو هغه شمېره هم وړاندې کړه چې پاکستان ورته تقاعد ټاکلی وو.
کابل چې د پاکستان له شتون سره د خپلې داعیې له امله مخالف و، هڅه وکړه چې د پاکستاني پښتنو د خودارادیت حق خوندي وساتي. ترڅنګ یې د پاکستاني امنیتي ادارو لخوا د پښتنو ملتپالو له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه یې اندېښنې هم څرګندې کړې. افغانستان په ځانګړې توګه د ایوب خان د مارشللا پر مهال د پښتنو د حقونو په هکله خورا اوچت غږ پورته کړ، چې کله پاکستاني چارواکو د خان عبدالغفار خان او عبدالصمد خان اچکزي په څېر پر امنه پښتانه مشران یوازې د سیاسي نظریاتو له امله بندیانول — د دوی عمده غوښتنه د آزاد پښتونستان، او وروسته د ولایتي خپلواکۍ غوښتنه وه.
دغه مهال د کابل پښتنۍ ډیپلوماسي دوه موخې درلودې: لومړی، د ډیورنډ کرښې د نهپېژندلو لپاره ملاتړ ترلاسه کول، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ انګریزویستې پوله ده، او دویم، د “پښتونستان غوښتنې” ترویج (یعنې ټول پښتانه یو ځای کول او یا پاکستان مېشتو پښتنو ته ځانګړی دولت جوړونه). لومړۍ موخه لا هم د افغانستان د بهرني سیاست برخه ده، خو دویمه موخه تر ډېره د سړې جګړې د مهال پالیسي وه، او په عمومي توګه په اوسني افغان تګلارو کې نه تر سترګو کېږي (یوازې له یو شمېر پښتنو څخه د ملاتړ په موخه په یو شمېر اعلامیو کې خلاصه کېږي).
د دې تګلارې له مخې، د سړې جګړې پر مهال، افغان حکومتونو نه یوازې له پښتنو ملتپالو بلکې د نواب خیر بخش مري په څېر له یو شمېر بلوڅ ملتپالو هم ملاتړ کاوه. کابل هغوی ته پناه، تابعیت، امن ځایونه، او ان لوڼه هم ورکولې. تر ټولو مشهور هغه کسان چې په افغانستان کې یې پناه واخیسته، عبارت دي له عبدالغفار خان، فاتح الملک ننگ یوسفزي، اجمل خټک، جمعه خان صوفي، او ایوب اچکزی او نور.
د جیوستراتیژیکو اړتیاوو تر څنګ، کابل له پښتنو ملتپالو سره ځکه مرسته کوله چې افغانستان ځان د بهرنیو پښتنو د ګټو محافظ ګاڼه. د توکمیزو اړخونو تر څنګ، د افغانستان د بهرنۍ پالیسۍ پښتونستانمحوره بُعد اخلاقي اړخ هم درلود، چې له پښتونولۍ څخه اغېزمن وو.
حامد کرزی او پاکستان مېشته پښتانه ملتپالان
د طالبانو له رژیم وروسته دور کې، حامد کرزي له پاکستان سره پښتنۍ ډیپلوماسي بیا راژوندۍ کړه، ځکه د ډېورنډ کرښې په دواړو غاړو کې افراطیت او ناامني خپره شوې وه. کرزي هڅه وکړه چې د دواړو غاړو پښتانه یو ځای په یوه لویه جرګه کې راټول کړي، او د خپل راتلونکي په تړاو پرېکړه وکړي، ځکه د دواړو هېوادونو پښتانه د “تروریزم ضد جګړې” او “جهادي” پدیدو تر ټولو ستر قربانیان وو. له ګڼو اختلافاتو او ستونزو وروسته، او د واشنګټن د ملاتړ او فشار په پایله کې، له افغانستان او پاکستانه شاوخوا ۷۰۰ غړي د ۲۰۰۷م کال د اګست له ۹مې تر ۱۲مې، د سولې په لويه جرګه کې ګډون وکړ. دغه جرګه د یوې کوچنۍ جرګې (جرګهګۍ) لپاره زمینه برابره کړه چې په ۲۰۰۸م کال کې یې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو غوښتنه وکړه. د ۲۰۰۷م کال د سولې جرګې، د ۲۰۰۹م کال د بلې لویې جرګې لپاره زمینه برابره کړه، او وروسته یې افغان حکومت ته د سولې عالي شورا د جوړولو سپارښتنه وکړه.
د کرزي حکومت د خان عبدالغفار خان، غني خان، او اجمل خټک په نامه د جوړو شویو داخلي او نړیوالو کنفرانسونو په پلمه پاکستان مېشته پښتانه ملتپالان کابل ته رابلل. څو له دوی سره د پښتنو په سیمو کې د افراطیت په اړه بحثونه وکړي. له دې سره سره، کابل ګڼ پښتانه هنرمندان، ډرامه لیکونکي، استادان، خبریالان، د مدني ټولنو استازي او نور کابل ته وروبلل، څو د خلکو ترمنځ اړیکې زیاتې شي او د افغانستان نرم ځواک پیاوړی کړي.
دغه مهال حامد کرزي نه یوازې پښتانه ملتپال کابل ته بلل، بلکې پاکستان مېشته مذهبي پښتنو مشرانو ته یې هم بلنې ولېږلې. خو په عمومي توګه، د پاکستان مېشته پښتنو دیني ګوندونه کابل ته رانغلل — ښایي له طالبانو سره د د دوی د اړیکو، د امریکا له پوځي حضور سره د دوی د مخالفت او ان د پاکستان له استخباراتي شبکې سره د دوی د نږديوالي له کبله وي.
په پایله کې د کرزي پښتنۍ ډیپلوماسي هغه پایلې ور نه کړې چې تمه یې کېده، خو د پښتنو ملتپالو او ګوندونو ترمنځ یې د افغانستان نرم ځواک پیاوړی کړ. دا بیا هغه څه دي چې وروسته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته سرایت وکړ. د دې ترڅنګ دغو بلل شوو او کابل ته راغلو شخصیتونو د پاکستان د افغان تګلارې پر ضد دریځ نیوه او هم یې په مطبوعاتو کې د افغان حکومت په ملاتړ عکس العمل ښوده. خو له دې یې زیاته څه ترلاسه نه کړل. په بل اړخ کې، دې پالیسۍ د کابل او اسلاماباد اړیکې لا پسې خرابې کړې، او ورسره یې د پاکستان اندېښنې هم زیاتې کړې.
اشرف غني او پښتنۍ ډیپلوماسي
اشرف غني، چې یو اکادمیک او تاریخپوه دی، د افغان تاریخ وروستۍ دوه پېړۍ یې ژورې مطالعې کړې وې. د سړې جګړې وروسته دوران او د افغان کورنۍ جګړې پر مهال، هغه په خپلو مرکو کې له BBC پښتو/دري سره، پاکستان داسې هېواد بللی و چې د افغانستان د سولې په بهیر کې تر ټولو ډېر نفوذ لري. له همدې امله، کله چې ولسمشر شو، غني هڅه وکړه چې د پاکستان تر ټولو ځواکمن مرکز سره، یعنې له پاکستاني پوځ سره، ښې اړیکې جوړې کړي. غني د افغان ډیپلوماتیک پروتوکول خلاف، د پاکستان د پوځ عمومي مرکز (GHQ) ته ولاړ، د هغوی د «شهیدانو» پر یادگار یې ګلونه کښېښودل، او د فاتحې دعا یې ورته وکړه. د پاکستاني پوځ باور د ترلاسه کولو لپاره، غني له هند څخه د درنو وسلو غوښتنه هم وځنډوله، او افغان افسران یې د روزنې لپاره پاکستان ته ولېږل. دا پرېکړه بیا د افغانستان په تاریخ کې بې څارې وه. هغه وخت (او ان تر نن پورې) پاکستان ته داسې لاس غځونه یوه سیاسي ځانوژنه بلل کېده، خو غني دا خطر ومانه څو پاکستان دې ته قانع کړي چې افغان طالبان له کابل سره خبرو اترو ته وهڅوي.
لکه څنګه چې پخواني ولسمشر کرزي کړي و، غني هم د پاکستان مېشتو پښتنو ملتپالو او دیني ګوندونو مشران کابل ته وروبلل. خو یوازې د ملتپالو ګوندونو استازي (لکه محمود خان اچکزی، افراسیاب خټک او افتاب احمد خان شېرپاو) کابل ته راغلل. دوی هلته له غني، کرزي، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو سره وکتل. یو ځل بیا، د پاکستان د پښتنو دیني ګوندونو مشران افغانستان ته رانغلل.
د غني د هڅو په ځواب کې، پاکستان په اصل کې ژمنه وکړه چې طالبان به د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ او بیا د مارچ په وروستیو کې د خبرو مېز ته راولي، خو دوی په خپله ژمنه کې ناکامه شول. دا ناکامي د کابل او اسلاماباد ترمنځ بېباوري لا زیاته کړه، او پاکستان یې له یوې تاریخي فرصته بېبرخې کړ. د دې تر څنګ، د ۲۰۱۵م کال په نومبر کې، کابل د پښتون ملتپال مشر افضل خان لالا په نوم یو نړیوال کنفرانس جوړ کړ، او د پاکستان لس کسیزه پلاوی یې وروباله. د افراسیاب خټک په وینا، غني دا پلاوی ځکه بللی و، څو د “دوه اړخیزو اړیکو ښه والي او سیمهییزې سولې لپاره مشورې تر لاسه کړي”، ځکه چې “افغان مشرانو باور درلود چې د پاکستان [مېشته] پښتنو مشرانو او قومي مشرانو نظر به د سولې په ساتلو کې مرسته وکړي.” دغه پلاوي له ځان سره د پاکستان صدراعظم نواز شریف یو ځانګړی پیغام هم راوړی و، څو غني وهڅوي چې د ۲۰۱۵م کال د دسمبر د پاریس د اقلیم بدلون کنفرانس پر مهال ورسره وګوري. دغه پیغام له هغو شایعاتو او رپوټونو وروسته راغلی و چې له مخې یې غني نه غوښتل له شریف سره د دې کنفرانس په څنډو کې وګوري. پښتني ملتپالان وتوانېدل غني وهڅوي چې له شریف سره وګوري. د دغو خبرو پر مهال، د دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې یو څلور اړخیز جوړښت (QCG) به پیل کړي چې امریکا، چین، پاکستان او افغانستان به پکې شامل وي، څو د افغان سولې بهیر ته وده ورکړي.
خو په ۲۰۱۶م کال کې، د څلور اړخیزې همکارۍ ډلې هڅې یو ځل بیا ناکامه شوې، او د کابل او اسلاماباد اړیکې دومره خرابې شوې چې د تورخم او چمن پر سرحد شخړې رامنځته شوې. د دې په ځواب کې، افغان حکومت د پښتني ډیپلوماسۍ دوه اړخیزه تګلاره خپله کړه: نه یوازې له اسلاماباد سره د شخړو کمول، بلکې دا چې د پښتنو دیني ډلو ملاتړ هم ترلاسه کول څو پر طالبانو تاثیر واچوي او هغوی خبرو ته راوبولي. د افغانستان سفیر په پاکستان کې، ډاکټر عمر زاخیلوال، دوه ځله له مولانا سمیعالحق سره ولیدل، چې د ډېرو په وینا “د طالبانو پلار” ګڼل کېده. د پاکستاني سرچینو له مخې، له افغان سفیر سره په دغو لیدنو کې “اصلي بحث پر دوو موضوعاتو وو: یو دا چې مولانا دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو په کمولو کې رول ولوبوي، او دویم دا چې پر طالبانو له خپلې اغېزې کار واخلي څو هغوی د سولې خبرو ته وهڅوي.” سرچینه زیاتوي چې “مولانا سمیعالحق له سیاسي مذاکراتو د ملاتړ ژمنه وکړه.” وروسته، زاخیلوال د غني او سمیعالحق ترمنځ د ۳۰ دقیقو تلیفوني اړیکه هم جوړه کړه. افغان ولسمشر له مولانا وغوښتل چې د سولې په بهیر کې رول ولوبوي، ځکه هغه نه یوازې د طالبانو، بلکې د ډېرو افغانانو له خوا هم “استاد” ګڼل کېږي.
تر دې وروسته، زاخیلوال په ۲۰۱۶م کال د دسمبر په پای کې د پاکستان په اسلاماباد کې له پښتني سیاستوالو، هم دیني او هم ملتپالو، سره ولیدل. د دې لیدنې ښکاره هدف دا و چې یاد شخصیتونه وهڅول شي څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د واټن کمولو لپاره رول ولوبوي. پلان دا و چې لومړی به افغان پلاوی پاکستان ته سفر کوي، او وروسته به یو پاکستانی پلاوی چې ډېری پښتانه به پکې وي، کابل ته به سفر کوي څو د کابل او اسلاماباد ترمنځ شخړې راکمې کړي.
غني هڅه وکړه چې هم ملتپال او هم دیني پاکستاني پښتانه خپل کړي، نه یوازې پر طالبانو د اغېز لپاره، بلکې د باور جوړونې یوه داسې وسیله هم ولري، څو دوه اړخیزې اړیکې بېرته سمې او عادي شي. د هغه هدف د پاکستان ګواښل نه، بلکې د دوه اړخیزو اړیکو سمون و.