آیا اسراییل به د سیمې هژمون شي؟ – سټیفن والټ

سټیفن والټ
لیکوال: سټیفن والټ
ژباړه: عنایت عازم
د اسراییلو لهخوا پر ایران پراخ بریدونه د دوی د اوږدمهاله کمپاین وروستی پړاو دی، چې موخه یې د خپلو ټولو سیمهییزو مخالفینو له منځه وړل او یا کمزوري کول دي. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې، د حماس له برید وروسته، اسراییلو یو وحشیانه کمپاین پیل کړ، څو فلسطینی ولس د یو مؤثره سیاسي ځواک په توګه له منځه یوسي. دا هڅې د مخکښو بشري حقونو سازمانونو او ګڼو متخصصینو لهخوا د نسلکُشۍ په توګه یادې شوې دي.
اسراییلو په لبنان کې د حزبالله مشرتابه د هوايي بریدونو، په موبایل تلیفونونو کې د ښخشویو ماینونو او نورو لارو له لارې لهمنځه وړي دي. همداراز، یې په یمن کې پر حوثیانو بریدونه کړي، او د اسد له رژیم وروسته یې په سوریه کې د وسلو زېرمې بمبار کړي، څو هغه ځواکونه کمزوري کړي چې دوی یې په سیاسي لحاظ ځان ته خطر ګڼي. پر ایران روان بریدونه یوازې د دغه هېواد د اټومي بنسټونو د خرابولو یا ویجاړولو هڅه نه ده. لومړۍ موخه دا ده چې د ایران د اټومي پروګرام پر سر خبرو اترو ته د پای ټکی کېږدي؛ د ایران لوړپوړي مشران، پوځیان، ډیپلوماتان او ساینسپوهان ووژني، څو د دغه هېواد د غبرګون وړتیا کمزورې شي، او که شونې وي، امریکا هم دې جګړې ته راکاږي. بالاخره، د اسراییلو تر ټولو لوړه موخه دا ده چې د ایران رژیم دومره کمزوری کړي چې په پای کې سقوط شي.
دا چې لږ تر لږه په لنډمهاله توګه د اسراییلو پورته یاد شوي ګامونه یو څه بریالي شوي، نو دلته پوښتنه دا ده چې: آیا باید اسراییل اوس د سیمې د هژمون په توګه ومنو؟
که هژمون داسې تعریف شي: «هغه دولت چې په یوې ځانګړې سیمه کې یوازینی ستر ځواک وي، داسې چې بل هېڅ دولت یا د دولتونو ګډ ائتلاف د یوې بشپړې پوځي مقابلې په حالت کې د هغه پر وړاندې د دفاع جدي وړتیا ونه لري»، نو آیا اسراییل دې تعریف ته برابر دی؟ که همداسې وي، نو آیا باید دا تمه هم ولرو چې د اسراییلو ګاونډیان به هماغسې غبرګون وښيي لکه څرنګه چې نور هېوادونه د یو هژمون پر وړاندې غبرګون ښيي؟ یعنې: «د هغه بشپړه ځواکمني ومني او د هغه د مهمو ګټو په اړه نرم چلند غوره کړي»؟
په لومړي نظر کې دا احتمال ډېر غیرواقعي برېښي. یو داسې هېواد چې له لسو میلیونو څخه کم نفوس لري (چې شاوخوا ۷۵ سلنه یې یهودیان دي)، به څنګه وکولای شي هغه پراخې سیمې ونیسي چې د سلګونو میلیونو مسلمانو عربانو تر څنګ پکې له نویو میلیونو څخه ډېر فارسيژبي خلک ژوند کوي؟
خو که د اسراییلو پر هغو امتیازاتو فکر وکړو چې د خپلو ګاونډیانو په پرتله یې لري، نو دا نظر لږ تر لږه یو څه واقعبینانه ښکاري. د دغه هېواد وګړي تعلیمیافته او وطنپاله دي، او عموماً یې مشرتابه تر ډېرو عرب مشرانو اغېزناک دی. اسراییل له شتمنو او سیاسي نفوذ لرونکو یهودي کډوالو ټولنو څخه دوامداره او پراخ ملاتړ ترلاسه کوي، او په تېر کې یې د بریتانیا او فرانسې په څېر له سترو ځواکونو هم ارزښتناکې مرستې تر لاسه کړې دي.
خو د اسراییلو ډېری عرب سیالان بیا له داخلي اختلافاتو، بغاوتونو او کودتاوو سره مخ شوي، او تر ډېره د یو بل پر وړاندې په سیالیو کې ښکېل پاتې شوي دي.
سربېره پر دې، نننی پوځي ځواک د سرتېرو پر شمېر نه، بلکې تر ډېره پر تکنالوژۍ، ښې روزنې او پیاوړې قوماندې ولاړ دی. له همدې امله، د اسراییلو دفاعي ځواک (IDF) تل له هغو ځواکونو څخه چې جګړه یې ورسره کړې، پیاوړی پاتې شوی دی. دا برتري اوس لا نوره هم پیاوړې شوې، ځکه چې اوسني جنګونه له لوړو لګښتونو او پرمختللو وسلو سره تړلي دي.
که څه هم حزبالله او حماس د وخت په تېرېدو سره یو څه ځواکمن شوي، خو هېڅکله یې هم اسراییلو ته د لهمنځه وړلو په کچه ګواښ نه دی پېښ کړی، او نه یې هم اسراییلو ته دومره زیان اړولی، لکه څومره چې اسراییلو هغوی ته اړولی دی. د اسراییلو د اټومي وسلو پراخې زېرمې او د دې هېواد د استخباراتي ادارو شهرت، د اسراییلو دا برتري لا نوره هم پیاوړې کړې ده.
خو تر ټولو مهمه دا ده چې د امریکا متحده ایالات له اسراییلو سره بېقید و شرطه ملاتړ کوي. د امریکا حکومت په هر حالت کې، او پرته له دې چې اسراییل څه کوي، له اسراییلو ملاتړ کوي، او ترڅنګ یې په رسمي توګه ژمن دی چې په سیمه کې د اسراییلو «پوځي او تخنیکي برتري» وساتي. که د امریکا دغه مرسته نه وای، نو شاوخوا لس میلیونه اسرایلیانو به له خپلې خاورې دفاع کړې وای – ځکه چې اټومي وسلې لري – خو دا چانس به یې ډېر کم و چې په سیمه کې برلاسي یا واکمني ترلاسه کړي.
د پورتنیو ټولو خبرو په پام کې نیولو سره، دا نظر چې اسراییل به د لوی منځني ختیځ واکمن وي، دومره خندونکې نه برېښي. خو سره له دې، دا به بیا هم یوه تېروتنه وي چې اسراییل د لاندې دلایلو له مخې د سیمې د یوه هژمون په توګه ومنو:
لومړی، یو سیمهییز هژمون باید دومره ځواکمن وي چې له خپلو ګاونډیانو ورته هېڅ مهم امنیتي ګواښ متوجه نه وي، او ان دا اندېښنه هم ونه لري چې ژر به کوم سیال ځواک سر راپورته کړي. دا هغه حالت و چې د امریکا متحده ایالاتو د شلمې پېړۍ په پیل کې ترلاسه کړی و. نور ستر ځواکونه د لوېدیځې نیمې کرې (Western Hemisphere) څخه وتلي وو، او هلته هېڅ هېواد یا د هېوادونو ائتلاف د امریکا له اقتصادي ځواک او پوځي وړتیا سره سیالي نهشوای کولای. د کیوبا د توغندیو له بحران پرته – چې هغه هم د یوه بهرني ځواک (پخواني شوروي اتحاد) له خوا رامنځته شوی و – امریکا د نولسمې پېړۍ له وروستیو راهیسې په خپله سیمه کې له کوم جدي پوځي ګواښ سره نه ده مخ شوې. دغه ځانګړي وضعیت امریکا ته دا زمینه برابره کړې وه چې خپله بهرنۍ او دفاعي پالیسي پر یورېشیا (اروپا + اسیا) متمرکزه کړي، څو ډاډ ترلاسه کړي چې هلته بل هېڅ ځواک ونهتوانېږي د دوی په څېر برلاسی دریځ خپل کړي.
اسراییل نن ورځ د سیمهییز هژمون هغه معیار نه پوره کوي. مثلاً حوثیان لا هم مقاومت کوي، او ورسره د اسراییلو پوځ (IDF) لا هم په غزه کې بند پاتې دی، که څه هم هلته یې په پراخه کچه ویجاړۍ رامنځته کړې دي. اسراییلو حزبالله او حماس ډلې ډېرې کمزوري کړې دي، خو دا دواړه دولتي ځواکونه نه وو، او نه هم هغوی کله د اسراییلو بقاء یا شتون ته ریښتینی ګواښ پېښ کړی و. نن ورځ هېڅ یو عربي هېواد یا د هېوادونو ائتلاف له اسراییلو سره سیالي نه شي کولای، خو ترکیه او ایران دواړه قوي پوځونه لري، د نفوس له پلوه هم لوی هېوادونه دي، او که هر اړخیزه جګړه پېښه شي، دواړه کولای شي له ځانونو د باور وړ دفاع وکړي – ان که جګړه وبایلي هم. دا نو بیا دا مانا لري چې اسراییل نه شي کولای دا هېوادونه له حسابه وباسي او نه هم باید دا تمه ولري چې دا هېوادونه به یې برتري ومني.
د ایران دوامدار مقاومت دا خبره روښانه کوي: د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د ایران اقدامات، که څه هم تر هغو زیانونو کم وو چې دوی ورسره مخ شوي وو، خو هېڅکله هم بېارزښته نه وو، او دا شخړه لا هم پای ته نه ده رسېدلې. داسې هېڅ نښه نه تر سترګو کېږي چې تهران به په خپله خوښه خپلې ګټې د اسراییلو تر ګټو لاندې کړي، ان که له اسراییلو سره په دې وروستۍ نښته کې ماتې هم وخوري. یوازې د همدې دلیل له مخې هم، اسراییل د سیمې هژمون نه شي ګڼل کېدای.
سربېره پر دې، د اسراییلو د وروستیو بریدونو یوازینی دلیل دا و چې ګواکې ایران به یوه ورځ اټومي وسلې ترلاسه کړي. خطر دا نه و چې ایران به له دې وسلو څخه د اسراییلو پر وړاندې استفاده وکړي، ځکه دا به د ایران لپاره ځانوژنه وي. بلکې اندېښنه دا وه چې که ایران اټومي وسلې ولري، نو اسراییل به نور ونهتوانېږي په سیمه کې بې حسابه او په خلاص مټ له زوره کار واخلي. دا چې د اسراییلو مشران دا ډول محدودیت یوه خطرناکه مسئله بولي، دا خپله څرګندوي چې اسراییل لا هغه ډول «ازاد امنیت» نه لري، لکه څرنګه چې یې امریکا لري. امریکا په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې په ریښتیني توګه د سیمې هژمون ګڼل کېږي.
همداراز، د اسراییلو وروستیو پوځي بریاوو د فلسطین د شخړې اساسي مسئله نه ده حل کړې، حال دا چې د فلسطین نږدې نیمایي برخه نفوس په هغو سیمو کې مېشت دی چې اسراییل یې کنټرولوي. که څه هم اسراییل پرمختللی پوځ او قوي استخبارات لري، خو بیا هم ونهتوانېدل چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د حماس له لوري د سلګونو اسرایلیانو د وژلو مخه ونیسي. که څه هم اسراییلو په غبرګون کې له ۵۵ زره زیات فلسطینیان وژلي، خو دې کار نه یوازې ستونزه حل کړې نه ده، بلکې اسراییل یې له سیاسي حللارې هم لرې کړې ده، او پر ځای یې د اسراییلو نړیوال شهرت ته هم سخت زیان رسولی دی. ان له خپلو اوږدمهاله متحدینو څخه یې هم ملاتړ کمرنګه شوی دی.
تر ټولو مهمه دا ده چې اسراییل لا هم پر خپل ستر ملاتړي (امریکا) ډېره تکیه کوي — هغه هېواد چې اسراییلو ته الوتکې، بمونه، توغندي او پرلهپسې سیاسي ملاتړ ورکوي، څو خپل ګاونډیان وځپي. خو ریښتینی سیمهییز هژمون بیا دا ډول نه وي چې پر نورو هېوادونو تکیه ولري، خو اسراییل مجبوره دی چې دا کار وکړي. له ډېرو کلونو راهیسې د امریکا ملاتړ خورا قوي پاتې شوی، چې اصلي لامل یې په امریکا کې د یوه ځواکمن داخلي لابيګروپ نفوذ دی. خو په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو اړیکې له فشار سره مخ شوې دي، او داسې ښکاري چې دا اړیکې به د امریکا د نړیوال ځواک له کمېدو سره لا کمزوري شي. که اسراییل په روانه جګړه کې بالاخره امریکا هم ورټېل وهي، نو ډېر امریکایان به دا درک کړي چې دوی له اسراییلو سره د «ځانګړو اړیکو» بیه څو ځله پرې کوي.
وروستۍ مهمه خبره دا ده چې یو باثباته سیمهییز هژومون هغه مهال رامنځته کېږي، کله چې ګاونډیان د دغه واکمن دریځ ومني، یا لږ تر لږه یې وزغمي. که داسې ونه شي، نو دا واکمن به تل د نوي مخالفت له راپورته کېدو ویره ولري، او مجبوره به وي چې تل له وخته وړاندې لاس په کار شي، څو سیال قوتونه راپورته نه شي. د دې لپاره چې یو هېواد خپله هژموني پر نورو ومني، باید نرمچلند غوره کړي، لکه څرنګه چې د امریکا پخواني ولسمشر روزوېلټ له لاتینې امریکا سره د «ښه ګاونډیتوب» تګلاره خپله کړې وه. باید هېره نه کړو، په تاریخي توګه، هغو هېوادونو (لکه د ناپلیون فرانسه، د نازي جرمني او د جاپان امپراتورۍ) چې غوښتل یې په سیمه کې هژموني ترلاسه کړي، که څه هم دوی په موقتي توګه دغه برلاسي یا هژموني تر لاسه کړه، خو بیا پر دې ونهتوانېدل چې دا حالت دایمي وساتي؛ ځکه دوی د یو قوي ائتلاف له خوا مات کړل شول.
خو له بلې خوا، اسراییل هېڅکله هم له خپلو ګاونډیانو سره د زغم یا نرمۍ سیاست نه دی غوره کړی، او دا تمه هم ورځ تر بلې کمه شوې، ځکه په دغه هېواد کې ښياړخي ځواکونه او مذهبي سختدریځیان ورځ تر بلې پیاوړي کېږي. که دا ټول سره راټول کړو، نو ښکاري چې اسراییل لا هم د یو سیمهییز هژمون له مقامه ډېر لرې دی. په دې کې هېڅ شک نشته چې د اسراییلو مشران دغه برلاسي او تسلط ترلاسه کول غواړي – او ولې یې و نه غواړي؟ – خو دا هدف به تر دوی ډېر لرې پاتې شي. او دا بیا د دې معنا لري چې د اسراییلو دایمي امنیت به یوازې هغه مهال تأمین شي، چې له خپلو ګاونډیانو سره – په ځانګړي ډول له فلسطینیانو سره – یو دوامدار سیاسي حل ته ورسېږي. دا یو ځل بیا دا را په ګوته کوي چې تلپاتی امنیت نه یوازې پر ځواک، بلکې پر هوښیار سیاست هم ولاړ وي.