
عنایت عازم
عنایت الرحمن عازم له خاتم النبین پوهنتون څخه حقوق لوستی او له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې په بېلابېلو نړیوالو ادارو کې دندې ترسره کړي دي. ښاغلی عازم په سیاسي ریالیزم، مصنوعي ځیرکتیا، اقتصادي نښلون او ژباړه کې لېوالتیا لري.
نړیوال نظم یوازې د لویو قدرتونو ترمنځ د توافقاتو نوم نه دی؛ بلکې دا د هغو اصولو، نورمونو او قوانینو ټولګه هم ده چې د دولتونو ترمنځ د جګړې، سولې، سوداګرۍ او ملي حاکمیت حدود ټاکي. د اونا اې. هېتاوې او سکاټ جې. شاپیرو لیکنه «د زور واکمني او د نورمونو نړېدا» موږ ته راښيي چې د معاصر نړیوال نظم تر ټولو مهم اصل دا دی چې هېڅ دولت حق ونه لري چې د بل دولت د ځمکنۍ بشپړتیا یا سیاسي خپلواکۍ پر ضد زور وکاروي یا د زور ګواښ وکړي.
د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې، جګړه د دولتونو ترمنځ د شخړو د حللارې د یوې قانوني وسیلې په توګه ګڼل کېده. ځواکمنو دولتونو به د پور، تړون، ملکیت، سوداګرۍ یا نورو پلمو له مخې پر کمزورو دولتونو بریدونه کول، خاوره به یې ترې نیوله او نابرابره تړونونه به یې پرې تحمیلول. په هغه نړۍ کې اصل دا و چې «زور حق دی». خو د لومړۍ نړیوالې جګړې له خونړۍ تجربې وروسته، دا فکر په ورو ورو بدل شو. د ۱۹۲۸ کال د کیلوګ ـ برینډ تړون او وروسته د ۱۹۴۵ کال د ملګرو ملتونو منشور د جګړې او ځمکني نیواک پر ضد نوی نړیوال حقوقي نظم رامنځته کړ.
د دې نظم پایله دا وه چې د دولتونو ترمنځ جګړې کمې شوې، سرحدونه نسبتاً باثباته شول، کوچني هېوادونه د لویو ګاونډیو له خوا په بشپړه توګه له نیولو څخه خوندي شول، او نړیواله سوداګري پراخه شوه. نړۍ له جګړې د شتمنۍ د ترلاسه کولو پر ځای، اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ او متقابلې اړتیا ته مخه کړه.
خو دا نظم اوس له جدي خطر سره مخ دی. د لیکوالانو په اند، د زور د کارولو پر ضد نړیوال نورم لا له مخکې د عراق جګړې، د سویلي چین سمندرګي شخړو، او پر اوکراین د روسیې د برید له امله کمزوری شوی و؛ خو د ټرمپ وروستۍ څرګندونې او ګواښونه دا نورم لا ډېر زیانمنوي. کله چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد د ګرینلنډ، پاناما کانال، غزې یا اوکراین په اړه د زور، معاملې او ځمکنۍ امتیازاتو ژبه کاروي، دا یوازې لفظي مبالغه نه ده؛ بلکې د هغه نړیوال اصل پر ضد برید دی چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې نسبي سوله ساتلې ده.
که دا اصل ونړېږي، نړۍ به بېرته هغې خطرناکې دورې ته ورستنه شي چې پکې لوی قدرتونه د نفوذ ساحې وېشي، کمزوري هېوادونه امتیازاتو ته اړ کېږي، او جګړه د سیاست عادي وسیله ګرځي. پایله به یې د وسلو سیالي، د نیواک نوې جګړې، د سوداګرۍ کموالی او د نړیوالې همکارۍ کمزوري کېدل وي.
حل یوازې دا نه دی چې یو بل لوی قدرت د امریکا ځای ونیسي. لیکوالان ټینګار کوي چې د نړیوال قانون د ساتنې مسؤلیت باید پراخ شي. منځني او کوچني هېوادونه، سیمهییز سازمانونه، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله، او د هېوادونو نوي ائتلافونه باید د زور د کارولو د ممنوعیت د دفاع لپاره ګډ کار وکړي. که نړیوال نظم یوازې د یوه قدرت پر اراده ولاړ وي، د هماغه قدرت د سیاست له بدلون سره نړېږي. خو که دا نظم د ډېرو هېوادونو پر ګډ تعهد ولاړ شي، مشروعیت او دوام یې زیاتېږي.
د دې لیکنې اصلي پیغام ساده خو ژور دی: هغه نظم چې نږدې اته لسیزې یې نسبي سوله او سوکالي ساتلې، په خپله نه پاتې کېږي. باید دفاع ترې وشي. که نړۍ اجازه ورکړي چې «زور» یو ځل بیا د «حق» ځای ونیسي، نو کمزوري هېوادونه به تر ټولو ډېر زیان وویني، خو په پای کې به لوی قدرتونه هم له ګډوډۍ، بېثباتۍ او جګړې خوندي پاتې نه شي.
د دې اوږدې لیکنې لوستلو او ډاونلوډولو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

