
پال پوسټ
پال پوسټ امریکایی عالم او د نړیوالو اړیکو متخصص دی. دی دا مهال د امریکا د شیکاګو پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد دی. د ده څېړنې او لیکنې پر نړیوال نظم او نړیوال سیاست، جګړه او سوله، پوځي اېتلافونه او اتحادونه، او نړیوال اقتصاد او امنیت راڅرخي. دی یو ریالیست دی. ده له میشینګن پوهنتونه د سیاسي علومو په برخه کې دکتورا کړې.
په دې وروستیو کې، په بیجینګ کې د هسپانیې له لومړي وزیر پیډرو سانچیز سره په لیدنه کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ وویل چې «نړیوال نظم د ګډوډۍ په لور روان دی.» د نړۍ په ګوټ ګوټ کې، د بې شمېره جګړو او پراخو اقتصادي ستونزو په پام کې له نیولو سره، د شي جین پینګ دا احساس ښايي د نړۍ نورو مشرانو سره هم وي.
د پالیسۍ جوړوونکو ترڅنګ، زما په ګډون د نړیوالو چارو ډېری مبصرین هم په منظمه توګه د «نړیوال نظم» اصطلاح او ورته نورې کلمې لکه «د نړۍ نظم»، «نړیوال نظم»، «پر قواعدو ولاړ نظم» او «لېبرال نړیوال نظم» کاروي. ان د کتابونو المارۍ هم له داسې علمي لیکنو ډکې دي چې همدا ټکي په خپلو عنوانونو کې کاروي. په حقیقت کې، د نړیوال نظم مفکوره له هغه وخته راهیسې موجوده ده له کله نه چې د نړیوال سیاست مفهوم رامنځته شوی. خو پوښتنه دا ده چې په اصل کې دا څه معنی لري؟
د نړیوالو اړیکو د ډېرو مفاهیمو په څېر، د نړیوال نظم عصري مفکوره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال مشهوره شوه. په تېره بیا د ۱۹۱۸ کال په فبرورۍ کې، کله چې امریکا دې جګړې ته داخله شوه، هغه مهال ولسمشر ووډرو وېلسن کانګرس ته د «نړیوال نظم په اړه وینا» وکړه. په دې وینا کې، وېلسن هیله څرګنده کړه چې امریکا غواړي له جګړې وروسته اروپا بیا ورغوي او اعلان یې وکړ چې د «نړۍ سوله» په ګواښ کې ده. هغه زیاته کړه: «هغه څه چې موږ یې په لټه کې یو، یو نوی نړیوال نظم دی چې د حق او عدالت پر پراخو او نړیوالو اصولو ولاړ وي.» په بل عبارت، وېلسن د داسې قواعدو غوښتونکی و، چې سوله وساتي او د هېوادونو ترمنځ اړیکو ته ثبات ورکړي.
په همدې وینا کې، وېلسن خپل مشهور «۱۴ ټکي» هم وړاندې کړل څو په راتلونکي کې د هېوادونو د اړیکو لپاره د لارښود یا «قواعدو» په توګه وکارول شي. په دې کې د هغه څه رامنځته کول هم شامل وو چې وروسته د «ملتونو ټولنه» (League of Nations) وبلل شوه، څو د سوداګرۍ ازاد جریان تضمین کړي. خو دغو قواعدو هېڅکله هم د نظم رامنځته کولو چانس پیدا نه کړ، ځکه له جګړې وروسته، خپله د قواعدو وړاندې کوونکي یعنې متحده ایالاتو د دې نوي نظم له یوې کلیدي برخې (ملتونو ټولنې) ځان وویست.
په ۱۹۳۷ کال کې، د وېلسن له وینا نږدې ۲۰ کاله وروسته، د هغه مهال د بهرنیو چارو وزیر کورډیل هول د ټورنټو په پوهنتون کې «په نړیوالو اړیکو کې د نظم» تر عنوان لاندې وینا وکړه. په داسې حال کې چې نړۍ د اقتصادي کړکېچ په منګولو کې وه او د ملتونو ټولنه د جاپان، ایټالیې او جرمني د نظامي یرغلونو پر وړاندې فلج شوې وه، هول په ډېر دقت سره د نظم د شتون پر ځای د هغه نشتوالی بیان کړ. هغه یادونه وکړه چې که څه هم نړیوال نظم د تړونونو د ماتولو یا د سوداګریزو خنډونو له امله زیانمنېدای شي، خو دا «جګړه» ده چې د ملتونو په کورني او نړیوال ژوند کې د نظم تر ټولو ډېر نفي کوونکی یا له منځه وړونکی دی. هول دا روښانه کړه چې نظم دا دی چې هر دولت هغو قواعدو ته غاړه کېږدي چې د نورو دولتونو لخوا منل شوي وي؛ او د دې قواعدو اصلي هدف دا دی چې هېوادونه د خپلو اختلافاتو د حل لپاره جګړې ته مخه ونه کړي.
د نظم د نشتوالي ګواښ تصور د هغو نړیوالو سازمانونو لپاره فکري اساس وګرځېد، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د متحده ایالاتو په مرسته جوړ شوي وو؛ له ملګرو ملتونو نیولې (چې هول ته یې د جوړولو په پار د سولې د نوبل جایزه هم ورکړل شوه) د «بریټن ووډز» تر بنسټونو پورې (لکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق). دا سیسټم د نړیوال سیاست د نویو قواعدو جوړولو او څارلو لپاره ډیزاین شوی و، چې وروسته د «لیبرال نړیوال نظم» په نوم یاد شو. دا قواعد د کلاسیک لیبرالیزم د ترویج لپاره وو، یعنې د ډیموکراسۍ له لارې سیاسي ازادي او د پرانیستې سوداګرۍ له لارې اقتصادي ازادي.
البته دلته کلیدي کلمه «نیت» ده. دغه نظم هیڅکله هم په بشپړه توګه نړیوال نه و، خو دا چې هېوادونو څومره دغه قواعد منلي وو اساسي پوښتنه ده؛ په تېره بیا د امریکا په څېر د ځواکمنو هېوادونو لپاره چې کله به یې زړه وه، نو دا قواعد به یې ماتول. خو د هغه څه په پرتله چې له دې پخوا موجود و، نو دا سیسټم تر ډېره پر قواعدو ولاړ او منظم معلومېده.
دې حالت پخپله د نړیوالو اړیکو د تیوریسنانو ترمنځ د نړیوال نظم په اړه فکرونه او بحثونه راوپارول، چې تر ټولو مشهور یې استرالیايي-برېتانوي عالم هیډلي بول و. بول په خپل مهم اثر «انارشيکه ټولنه» (The Anarchical Society) کې د نړیوال نظم پر پراخ مفهوم بحث وکړ. د بول تیوري د «لږ تر لږه» او «مثالي» نظم ترمنځ توپیر کاوه؛ په لږ تر لږه نظم کې یوازې له جګړې ډډه کول شامل وو، خو په بل اړخ کې مثالي نظم بیا د سوکالۍ او اقتصادي عدالت اهداف هم لرل.
هغه اندېښنې چې موږ یې دمګړې د اوسني نظم د پاشل کېدو په اړه وینو، تر ډېره له دې امله راپيدا شوي چې د سېسټم کلیدي هېوادونه نور د قواعدو منلو ته لېوالتیا نه لري او ان په فعاله توګه د هغوی د کمزوري کولو لپاره کار هم کوي. که په انصاف یې ووایو، د لېبرال نړیوال نظم بنسټیزه قاعده — یعنې د ځمکنۍ بشپړتیا اصل — ډېری وخت د یوې کلکې ژمنې پر ځای یوازې د یوې لارښوونې په توګه کارول کېده. خو اوس داسې ښکاري چې دا اصل دې بیخي هېر شوی وي. نړۍ د نړیوالې جګړې یوې نوې دورې ته داخله شوې ده، چې ستر قدرتونه له نظامي ځواکه د وروستۍ وسیلې پر ځای د لومړۍ وسیلې په توګه کار اخلي.
موږ باید تېرو ۸۰ کلونو ته ډېر خوشبینه هم نه شو. ځکه د قواعدو پر بنسټ ولاړ نظم د «شعار او واقعیت ترمنځ واټن» درلود. په حقیقت کې قواعد ډېری وخت مات شوي وو.
خو بیا هم، هغه نړۍ چې قواعد پکې ماتېږي، له هغې نړۍ سره توپیر لري چې قواعد پکې بیخي له منځه تللي وي او یا هېڅ وجود ونه لري. او زموږه ستونزه دا ده چې دغه قواعد څنګه پلي شي.

