
راجه موهن
راجه موهن د هند مخکښ څېړونکی او د بهرني سیاست پېژندل شوی شنونکی دی. هغه اوس د سنګاپور د ملي پوهنتون د جنوبي اسیا د مطالعاتو د انسټیټیوټ رئیس دی او تر دې وړاندې یې د Carnegie India مشري هم کړې ده. راجه موهن د هند د بهرني سیاست، د چین–هند سیالۍ او د اسیا د ځواک د توازن په اړه مهم کتابونه او مقالې لیکلي دي. هغه د هند د ملي امنیت د سلاکارانو د بورډ غړی هم پاتې شوی دی.
د فارس خلیج له جګړې دوه اوونۍ تېرېږي، خو بریکس لا هم د دې جګړې په اړه کومه ګډه اعلامیه نه ده خپره کړې. دې کار په ختیځ او لوېدیځ کې د بریکس ډېر هغه پلویان ناهیلې کړي دي چې دا ډله یې د امریکا د ځواک پر وړاندې یو باوري حریف او د څو قطبي نظم زیری ګاڼه. خو د برېکس دا ناکامي باید هېڅوک حیران نه کړي؛ دا پایله د دې ډلې په جوړښت کې وار له مخکې نغښتې وه.
برېکس د یوې ټولګې په توګه، د لویدیځ پرضد د مسکو د څو کلن تقابل پر مهال هم ډېر څه ونه کړل. خو اوس ستونزه نوره هم روښانه شوې ده. کله چې متحده ایالاتو او اسرائیلو پر ایران — چې د بریکس غړی دی — پوځي برید وکړ، دې فورم د ګډ غبرګون په ښودلو کې ستونزه لرله. د بریکس ځینې غړي، د واشنګټن له پوځي عملیاتو سره له نږدې همکاري کوي؛ نور، لکه هند، له اسرائیل سره پیاوړې ملګرتیا لري.
خو ستونزه له دې هم ژوره ده. مشکل په خپله د غړو ترمنځ په جوړښتي سیالۍ کې دی؛ لکه د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ د نظر اختلاف. ایران له ۱۹۷۹ کال راهیسې ځان د متحده ایالاتو مخالف بولي، خو متحده عربي امارات او نور شاهي نظامونه له اوږدې مودې راهیسې د واشنګټن ستراتیژیک ملګري دي.
دا تمه چې بریکس به د جګړې په اړه روښانه دریځ ونیسي، له واقعیت سره واټن لري. ان که هند، چې اوس مهال د دې ډلې مشري په غاړه لري، وکولای شي داسې یوه اعلامیه چمتو کړي چې تهران او ابوظبي دواړو ته د منلو وړ وي، نو پایله به یې ښايي د هغه کاغذ ارزښت برابره هم نه وي چې دا پرې لیکل کیږي.
د لویدیځ پر وړاندې د ګډو ګټو او ګډو شکایتونو په اړه پر عمومي اعلامیو لاسلیک کول یو څه دي؛ خو د غړو هېوادونو ترمنځ د واقعي شخړو اداره کول بیا بل څه دي. هغه سازمان چې د لویدیځ ځواک د ننګولو لپاره رامنځته شوی و، اوس پر ایران د واشنګټن بمبارۍ او د خلیجي هیوادونو پر ضد د تهران د غچ اخیستنې پر وړاندې یو غیر فعال نندارچي دی.
خو دا حالت باید موږ حیران نه کړي. د منځني ختیځ د وروستۍ جګړې پر مهال د بریکس کیسه په نړیوال سیاست کې یوه پخوانۍ بېلګه تکراروي. په تیره پیړۍ کې، هغه ستر خوځښتونه چې د فراملي پیوستون پر ژمنو جوړ شوي وو لکه پان-آسیاییزم، پان-اسلامیزم، پان-عربیزم، کمونیستي انټرنشنلېزم، او ان د ناپییلو هیوادونو غورځنګ په وار وار له همدې ازموینې سره مخ شوي دي. کله چې پیوستون له ملي ګټو سره ټکر وکړي، ملي ګټې تل بریالۍ کیږي.
په تاریخي توګه د پیوستون سترې پروژې ورته مسیر تعقیبوي. دوی د یو ګډ هویت (سیمهییز، مذهبي، ایډیولوژیک یا جیوپولیټیک) له لارې له ملت-دولت څخه د تیریدو په ژمنه پیلیږي. دوی د ډلهییزو ناخوالو په شېبو کې غوړیږي، خو کله چې یو ریښتینی بحران؛ حکومتونه اړ کړي چې د ډلهییزې داعیې او خپلو ملي ګټو ترمنځ یو انتخاب کړي، نو دا پروژې او اتحادونه ماتیږي.
کمونیستي انټرنشنل (Comintern) ته وګورئ چې په ۱۹۱۹ کې د پانګوالۍ پر ضد د نړیوال انقلاب د همغږۍ لپاره جوړ شوی و. د دوی ګډوډي د ۱۹۳۹ کال په اګست کې هغه مهال رابرسېره شوې، چې جوزف سټالین له نازي جرمني سره تړون لاسلیک کړ. په ټوله نړۍ کې کمونیستي ګوندونو ته لارښوونه وشوه چې فاشیزم ته د دښمن په توګه نه، بلکې د یو بې طرفه ځواک په توګه وګوري. کله چې جرمني پر شوروي برید وکړ، مسکو ناڅاپه خپله لاره بدله کړه او له امریکا او بریتانیا سره یوځای شو. حقیقت دا و چې د شوروي ملي ګټو تل پر نړیوال کارګر پیوستون برتري لرله.
کمونیستي انټرنشنل، یا کومینټرن، ته وګورئ چې په ۱۹۱۹ کال کې د پانګوالۍ پر ضد د نړیوال انقلاب د همغږۍ لپاره جوړ شو. د دې ګډوډۍ د ۱۹۳۹ کال په اګست کې هغه مهال ښکاره شوې چې د شوروي مشر جوزف سټالین له نازي جرمني سره د مولوتوف ـ ریبنټروپ تړون لاسلیک کړ. په ټوله نړۍ کې کمونیستي ګوندونو ته ناڅاپه لارښوونه وشوه چې فاشیزم د دښمن په توګه نه، بلکې د یو بېطرفه ځواک په توګه وګوري.
دوه کاله وروسته، کله چې جرمني پر شوروي اتحاد برید وکړ، مسکو ناڅاپه خپله لار بدله کړه او له متحده ایالاتو او بریتانیا سره یوځای شو. د شوروي اتحاد تګلارې یو ساده حقیقت بربنډ کړ: د «په یوه هېواد کې د سوسیالیزم» نظریې دا مانا لرله چې د شوروي ملي ګټې به په نهایت کې د نړیوالې کارګرې طبقې پر پیوستون (Solidarity) برلاسې وي. خپله کومینټرن (Comintern) یا کمونیستي انټرنشنل، چې له مخکې د همدې واقعیت له امله خالي شوی و، په ۱۹۴۳ کال کې د سټالین لخوا په رسمي ډول منحل شو.
پان-آسیاییزم (Pan-Asianism) هم د امپریالیزم پر وړاندې یو ګډ سیمهییز غبرګون رامنځته نه کړ. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، چین د امپراتورۍ جاپان پر وړاندې په جګړه کې ښکېل و، هندي ملتپال د بریتانیا پر ضد وو، اندونیزیایان د هالنډیانو پر ضد او هند-چیني (Indo-Chinese) جنګیالي بیا د فرانسویانو او جاپانیانو پر ضد وو. ځینې ملتپال چمتو وو چې د اروپایي استعماري قدرتونو پر وړاندې د جاپان او ان د جرمني ملاتړ ترلاسه کړي. خو برعکس، نورو ملتپالو بیا د جاپان پر وړاندې د لوېدیځ ملاتړ پسې تلاش کاوه.
پان-عربیزم (Pan-Arabism) هم ورته مسیر تعقیب کړ. د مصر د مشر جمال عبدالناصر د یوه متحد عربي ملت لیدلوری په ۱۹۵۸ کال کې د «متحده عربي جمهوریت» په جوړولو سره خپل اوج ته ورسېد، چې مصر او سوریه یې په یوه واحد مرکزي دولت کې سره یوځای کړل. خو دا اتحاد یوازې له درېیو کلونو وروسته ونړېد. د دې ناکامۍ لامل بهرنی فشار نه و، بلکې د مصر د برلاسۍ او تسلط په اړه د سوریې ناخوښي او اعتراض و.
عربي حکومتونه هم ونه توانېدل چې پر هغه موضوع ګډ عمل وکړي چې ګواکې د دوی پیوستون یې تعریفوه یعنې فلسطین. د ۱۹۷۳ کال د تېلو بندیز (Oil Embargo) د عربو د همکارۍ تر ټولو اغېزناکه کړنه پاتې ده، خو ان دغه یووالی هم لنډمهالی ثابت شو. یوازې د څو میاشتو دننه، هغه ایتلاف چې پر اسرائیل د مصر او سوریې د برید د ملاتړ لپاره رامنځته شوی و، د بېلابېلو ملي ګټو د فشار له امله له منځه لاړ.
د عربانو د سیاسي یووالي مفکورې ته بل لوی ګوزار په ۱۹۹۰ کال کې هغه مهال ورسېد چې عراق پر کویت برید وکړ. یو عربي دولت پر بل عربي دولت برید وکړ او عربي نړۍ د غبرګون په برخه کې په ژوره توګه ووېشل شوه. له همغه وخت راهیسې، عربي ټولنه (Arab League) تر ډېره د سیمې د بحرانونو پر وړاندې د یو نندارچي په توګه پاتې شوې ده.
وروستیو پېښو هم همدا بېلګه تکرار کړې ده. په ۲۰۲۳ کال کې پر اسرائیل د حماس له وحشتناک برید وروسته، په غزه کې د اسرائیل د سخت پوځي کمپاین پر وړاندې کوم ګډ عربي غبرګون نه تر سترګو کېږي. مصر او اردن له اسرائیل سره د سولې تړونونه وساتل. متحده عربي اماراتو او بحرین، چې د «ابراهیم تړونونو» له مخې یې له اسرائیل سره اړیکې عادي کړې وې، دغه اړیکې وساتلې. له فلسطین سره عربي پیوستون که څه هم یو پیاوړی سیاسي احساس پاتې شوی، خو ډېر کم په پرېکنده او عملي اقداماتو بدل شوی دی.
پان-اسلامیزم (Pan-Islamism) هم تر دې ډېر ښه برخلیک نه درلود. د اسلامي همکاریو سازمان ۵۷ مسلمان اکثریت لرونکي هېوادونه سره راټولوي او داسې اعلامیې خپروي چې د یووالي له څرګندونو ډکې وي. خو د اسلامي نړۍ سیاسي واقعیت بیا بله کیسه کوي. ایران او عراق د ۲۰مې پېړۍ یوه تر ټولو اوږده او خونړۍ جګړه وکړه. لیبیا او سوډان د رقیبو مسلمان اکثریت لرونکو قدرتونو ترمنځ د جګړې ډګرونه دي. سعودي عربستان او ایران په ټوله سیمه کې د نیابتي ډلو (Proxies) له لارې اوږده سیالي پر مخ وړي. نن ورځ، دغه شخړه یوه بل پړاو ته داخله شوې ځکه چې د ایران او د خلیج د شاهي نظامونو ترمنځ تقابل نور هم شدید شوی دی.
هغه سیمهییز سازمانونه چې پر عملي همکارۍ (Pragmatic cooperation) جوړ شوي، له ورته محدودیتونو سره مخ دي. د سویل ختیځې آسیا د هېوادونو ټولنه یا آسیان (ASEAN)، چې په پراخه کچه یو له بریالیو سیمهییزو ډلو څخه ګڼل کېږي، د «اجماع» (Consensus) پر اصل کار کوي. خو همدا قاعده ډېری وخت دغه سازمان فلجوي. فیلیپین، چې د آسیان یو له بنسټګرو غړو او اوسنی مشر دی، په تېره لسیزه کې د جنوبي چین په سمندر کې د چین له سخت فشار سره مخ و. خو آسیان نه شي کولای په ډلهییز ډول بېجینګ وغندي، ځکه چې دا سیمه له چین سره په ژوره توګه اقتصادي تړاو لري او چین د دغې ډلې له دوو غړو، کمبودیا او لاوس سره نږدې ستراتیژیکې اړیکې لري.
لاتینه امریکا یوه بله وروستۍ بېلګه ده. کله چې متحده ایالاتو په وینزویلا کې مداخله وکړه او د جنوري په میاشت کې یې ولسمشر نیکولاس مادورو ونیو، د لاتینې امریکا او کارابین دولتونو ټولنې (CELAC) یوه بېړنۍ غونډه راوبلله. دا غونډه پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېده. د ارجنټاین ولسمشر خاویر میلی او څو نورو ښي اړخو حکومتونو د واشنګټن د دغه اقدام له هر ډول غندنې سره مخالفت وکړ.
اوس داسې ښکاري چې بریکس (BRICS) هم همدغه مسیر تعقیبوي. هند، چې دمګړۍ د دې ډلې مشري پر غاړه لري، د بحران پر مهال یې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په وار وار خبرې کړي دي—خو دا خبرې د کوم ډلهییز ځواب د تنظیم لپاره نه، بلکې د هرمز تنګي له لارې د هندي بېړیو د تګ راتګ د خوندیتوب د ډاډ ترلاسه کولو لپاره وې.
نړیوال سیسټم لا هم د خپلواکو ملت-دولتونو یوه ټولګه ده. حکومتونه خپلو کورنیو ولسونو ته د هغو مشخصو ګټو پر وړاندې حساب ورکوونکي دي چې امنیت او سوکالي پکې شامله ده. فراملي پیوستون ښايي الهام بښونکې ویناوې رامنځته کړي، خو خورا ګرانه ده چې ملي ګټې د داسې یوه ډلهییز امنیت لپاره قرباني شي چې د «ټول د یوه لپاره او یو د ټولو لپاره» پر مفکوره ولاړ وي.
عربي ټولنه، آسیان، بریکس، کومینټرن، د لاتینې امریکا او کارابین دولتونو ټولنه، او د اسلامي همکاریو سازمان؛ دا ټول پر داسې ګډو هیلو جوړ شوي چې په خورا پراخو اصطلاحاتو تعریف شوي دي. خو دا ډول تعریفونه په یوه لویه جګړه کې د متحد عمل د تولید لپاره بسنه نه کوي.

