مشتاق رحیم د شخړو د مدیریت، سولې، او له جګړې وروسته د بیا رغونې او پراختیا کارپوه او څیړونکی دی. نوموړي په دې برخو کې د ملګرو ملتونو له پراختیايي پروګرام (UNDP) سره په افغانستان او سوریه کې مهمې دندې ترسره کړې دي. هغه له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د پلي کېدو کمیسیون د دارالانشاء رئیس، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء معین، او د یادې شورا د اجرائیوي بورډ غړی پاتې شوی دی.
د عملي کار ترڅنګ ښاغلي رحیم د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټرۍ څانګې د میلمه استاد په توګه د شخړو د مدیریت، له جګړې وروسته بیا رغونې، او نړیوالو اړیکو په برخو کې تدریس کړی دی. همداراز نوموړی د کاردان پوهنتون د بشري علومو ژورنال د کتونکي پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.
ښاغلي رحیم تر دې مهال درې د کتابونو څپرکي، ګڼشمېرې څیړنپاڼې، او تحلیلي لیکنې خپرې کړي دي، او همدا راز د ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو نړیوالو پراختیايي ادارو لپاره یې له ۱۵ ډیرې برنامې او پروژې ارزولي دي.
«کورنۍ جګړې څنګه پیلېږي او مخه یې څنګه نیول کېدای شي» د امریکا د سان ډیاګو پوهنتون د امریکايي پروفیسرې باربرا والټر کتاب دی چې په ۲۰۲۲ کال کې خپور شو. پروفیسره والټر د کورنیو جګړو، سختدریځۍ او سیاسي تاوتریخوالي له نامتو څېړونکو یوه ده. دا کتاب د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزه ټاکنو له پایلو وروسته د ډونالډ ټرمپ لهخوا د ماتې نه منلو او د هغه د پلویانو لهخوا د امریکا پر کانګرس د برید په سیاسي او ټولنیز تناظر کې لیکل شوی دی.
په دې کتاب کې لیکواله هڅه کوي چې د تېرې پېړۍ د شواهدو پر مټ د کورنۍ جګړې پر لور د ټولنو د تګ بهیر وارزوي. د والټر په اند، په هغو هېوادونو کې چې یا مطلقه دیکتاتوري او یا هم بشپړه ولسواکي وي، نو په هغو ځایونو کې د کورنۍ جګړې ګواښ او احتمال کم وي. خو د دې برعکس، په کومو ځایونو کې چې نه بشپړه ولسواکي وي او نه هم مطلق استبداد (پوهان دغه حالت «اینوکراسي» (Anocracy) بولي)، نو هلته د کورنیو جګړو ګواښ او احتمال تر ټولو زیات وي.
اینوکراسي د استبداد او ولسواکۍ یوه ګډوله نظام دی چې خلک په کې د استبدادي واکمنۍ تر چتر لاندې د ولسواکۍ له ځینو عناصرو (لکه پارلماني او ښاروالیو ټاکنو) برخمن وي؛ خو د ټاکنو د روڼتیا په اړه شکونه کوي، حکومتولي یې ناسمه وي او د قانون واکمني په کې خورا کمزورې وي. لیکواله خپل استدلال د «سیسټماتیکې سولې مرکز» د پولیټي (Polity) پروژې د احصایوي معلوماتو پر بنسټ وړاندې کوي. دغه پروژه د نړۍ هېوادونه؛ د هغوی د حکومتولۍ د کیفیت له مخې ارزوي. د ارزونې کچه له منفي لس (–۱۰) نیولې تر مثبت لس (+۱۰) پورې وي. هغه هېوادونه چې له مثبت شپږو (+۶) تر مثبت لسو (+۱۰) نومرې ترلاسه کړي، بشپړې ولسواکۍ بلل کېږي، او هغه چې له منفي شپږو (–۶) تر منفي لسو (–۱۰) نومرې واخلي، نو مطلقه استبدادي نظامونه ګڼل کېږي. د مثبت پنځو او منفي پنځو ترمنځ هېوادونه بیا د انوکراسي یا نیمګړې ولسواکۍ په کټېګورۍ کې راځي.
باربرا والټر د احصایوي شواهدو پر بنسټ ښيي چې د دویمې نړیوالې جګړې له پای وروسته، تر ټولو ډېرې کورنۍ جګړې په همدې انوکراتیکو هېوادونو کې رامنځته شوې دي. د هغې په اند، د انوکراسي تر سیوري لاندې، تر ټولو لومړی ټولنیز وېش او قومي یا توکمیز درزونه د ټاکنو په بهیر کې را څرګندیږي. په داسې نظامونو کې خلک د دولتي نظام پر ځای ډلو ټپلو ته مخه کوي. دغه ډلې بیا د خپل دریځ د پياوړي کولو او واک غځونې په موخه خلک له نورو توکمیزو ډلو وېروي او هممهاله د خپلو ملاتړو د ډېرولو هڅه کوي.
په همدې فضا کې، هغه ډلې چې فکر کوي په نظام کې له پامه غورځول شوي دي، نو لومړی د لاریونونو او مطبوعاتو له لارې د خپل خپګان په څرګندولو د خپلو حقونو غوښتنه کوي. خو کله چې دوی دا درک کړي چې غږ یې نه اورېدل کېږي او نظام هم د بدلون اراده نه لري، نو ورو ورو تاوتریخوالي ته مخه کوي. والټر ټینګار کوي چې په انوکراسۍ کې ټاکنې، پر ځای د دې چې یووالی رامنځته کړي، ټولنیز وېش لا پراخوي او د خلکو ترمنځ د بېلتون کرښې لا پسې ژورې کوي.
لیکواله وايي، ټولنې تر هغه مهاله سخت شرایط زغمي چې له نظامه د بدلون هیله ولري؛ خو کله چې دا هیله له منځه ولاړه شي، بیا نو هغه ډلې چې ځانونه له پامه غورځول شوي ګڼي، پر نورو بدیلو لارو فکر کوي. د تاوتریخوالي د راپارولو په برخه کې رسنۍ—او په ځانګړي ډول ټولنیزې رسنۍ— پر اور د تېل اچولو رول لوبوي. د رسنیو له لارې د ناسمو معلوماتو خپرېدل، وېرېدلي او پارېدلي خلک دې ته هڅوي چې له تاوتریخوالي ملاتړ وکړي او بالاخره ټولنه د کورنۍ جګړې پر لور ورټېل وهي.
د همدې علمي چوکاټ په رڼا کې، باربرا والټر د امریکا د تېرو څو کلونو سیاسي او ټولنیز وضعیت ارزونه کوي. د لیکوالې په اند، امریکا دا مهال د کورنۍ جګړې په درشل ولاړه ده. هغه استدلال کوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر سر شخړو امریکا د پولیټي پروژې په ارزونه کې له مثبت شپږو څخه مثبت پنځو ته راښکته کړه، او په دې توګه یې د کورنۍ جګړې یو له مهمو او خطرناکو شرطونو یې یو پوره کړی دی. دا په تېرو څه باندې دوو پېړیو کې لومړی ځل دی چې امریکا له بشپړې ولسواکۍ د انوکراسۍ یا نیمګړې ولسواکۍ ته راښکته کېږي.
د لیکوالې په اند، دویم بنسټیز لامل د امریکايي ملت په توګه په ډلو ټپلو کې ژور وېش دی، چې په امریکا کې یې ښکاره نښې هم لیدل کېږي. دا مهال شاوخوا ۶۰ سلنه سپینپوستي امریکایان جمهوري غوښتونکي ګوند ته رایه ورکوي، په داسې حال کې چې تر ۶۵ سلنې پورې تورپوستي، اسیايي او لاتینيالاصله امریکایان د ډیموکراټ ګوند ملاتړي دي. د رایې ورکولو دا بڼه په امریکا کې د توکمیز وېش څرګنده نښه بلل کېږي. تر ۲۰۰۷ کال پورې، د نظرپوښتنو پایلو ښودلې چې سپینپوستي امریکایان د دواړو لویو سیاسي ګوندونو ترمنځ نږدې په مساوي ډول وېشل شوي وو، خو اوس جمهوري غوښتونکی ګوند تر ډېره ان د نږدې ۹۰ سلنه سپینپوستو ګوند ګرځېدلی دی.
دا وېش یوازې توکمیز نه دی، بلکې د ښاري او کلیوالي اوسېدونکو ترمنځ هم ژور شوی دی. ډېری کلیوال اوسېدونکي سپینپوستي دي او ځانونه له ښاري، څو رنګه او متنوع ټولنې سره په ټکر کې ویني. د لیکوالې په وینا، ګڼ سپینپوستي امریکایان دا احساس لري چې بهرني کډوال او لږکي ترې سیاسي او اقتصادي واک اخلي او دوی له خپل پخواني امتیازي دریځه شا ته کوي. همدې وېرې سیاستوالو ته زمینه برابره کړې چې دا ټولنیز وېش د خپلې سیاسي ګټې لپاره وکاروي او سپینپوستو امریکایانو ته دا قناعت ورکړي چې که جمهوري غوښتونکي واک ته ورسېږي، نو د دوی حیثیت او ټولنیز دریځ به خوندي پاتې شي.
باربرا والټر استدلال کوي چې ډېری سپینپوستي امریکایان دې پایلې ته رسېدلي چې اوسنی سیاسي نظام نور د دوی د ګټو ساتندوی نه دی. له همدې امله، دوی باور لري چې له هرې لارې وي، د خپل دریځ مدافع او ژغورونکی حکومت واک ته ورسوي او هغوی به بیا د خپلې واکمنۍ له لارې د دوی د دریځ ژغورنې او ساتنې لپاره په نظام کې بدلونونه راولي. لیکواله د هغو کتابونو او لیکنو یادونه هم کوي چې خلک د خپل ټولنیز دریځ د ژغورلو لپاره هر ډول سختو اقداماتو ته هڅوي، او وايي چې په تېرو څو کلونو کې د دې ډول آثارو خرڅلاو په بېساري توګه زیات شوی دی.
والټر ټینګار کوي چې که د سپینپوستو د غوښتنو مطابق سیاسي بدلونونه رانهشي، نو هغوی به، لکه څنګه چې په ۲۰۲۰ کال کې یې پر کانګرس برید وکړ، به بیا هم تاوتریخوالي ته مخه وکړي. د هغې په اند، دا لړۍ کولای شي امریکا د کورنۍ جګړې پر لور بوځي. همدارنګه، لیکواله په خپل کتاب کې د ۲۰۲۸ کال لپاره د یوې خیالي کورنۍ جګړې سناریو هم وړاندې کوي، څو امریکايي لوستونکو ته د تاوتریخوالي بدرنګه او ویجاړوونکې څېره روښانه کړي.
په پای کې، باربرا والټر د کورنیو جګړو د مخنیوي لپاره یو لړ عملي لارې چارې هم وړاندې کوي. د کتاب یوه مهمه خبره، چې په ځانګړي ډول د کمزورو سیاسي بنسټ لرونکو هېوادونو لپاره ارزښت لري، دا ده چې په امریکايي ښوونځیو کې د مدني زدهکړو په برخه کې د دولتي پانګونې کمښت دی. لیکواله ټینګار کوي چې په مدني زدهکړو کې باید پانګونه زیاته شي، څو د خلکو سیاسي او ټولنیز شعور لوړ شي او وګړي د ډلو ټپلو د احساساتي تبلیغاتو ښکار نه شي، بلکې د سیاسي او ټولنیزو مسایلو په اړه علمي او عقلي پرېکړې وکړي.
د کتاب تر ټولو مهمه او غوره ځانګړنه دا ده چې لیکواله د هر استدلال او نظر لپاره د نړۍ د بېلابېلو سیمو او هېوادونو عملي او واقعي بېلګې وړاندې کوي. د عراق د ولسواکۍ له ناکامې تجربې نیولې، په هندوستان کې د مذهبي توندلارو ډلو تر کړنو، په پخوانۍ یوګوسلاویا کې د کورنیو جګړو تر لاملونو، او په میانمار کې د مذهبي فاشیستانو لهخوا د تاوتریخوالي تر تفصیلي تشریح پورې، باربرا والټر خپلې خبرې د عیني شواهدو پر بنسټ روښانه کړي. همدې عملي مثالونه دې کتاب ته ځانګړې تحلیلي ژورتیا وربخښلې ده.
د کتاب بله مهمه ښېګڼه دا ده چې لیکواله د خپل استدلال د پیاوړتیا لپاره روښانه میتودولوژي وړاندې کوي او د احصایو او عددي معلوماتو پر مټ خپلې پایلې ثابتوي. سربېره پر دې، کتاب په خورا روانه او ساده ژبه لیکل شوی دی. هر ځای چې کومه سیاسي یا تخنیکي اصطلاح کارول شوې، لیکوالې هغه په وضاحت سره تشریح کړې ده، څو هغه لوستونکي چې له سیاسي ادبیاتو سره نابلده دي، له سرګردانۍ سره مخ نه شي.
سره له دې چې د باربرا والټر دا اثر په پراخه کچه ستایل شوی او د نیویارک ټایمز د تر ټولو ډېرو پلورل شويو کتابونو په لېست کې هم راغلی، خو بیا هم یو شمېر پوهان دا کتاب بېوخته او تر یوه بریده د بېځایه وېرې خپرونکی اثر په توګه اعلانوي. که په رښتیا هم، د امریکا حقوقي، سیاسي او نظامي وړتیاوې وارزول شي، دا انګېرنه چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي نو امریکا به په نږدې راتلونکي کې کورنۍ جګړې ته ولاړه شي، یو څه مبالغه برېښي. خپله باربرا والټر هم په کتاب کې دې امکان ته د یوې احتمالي وړاندوینې په توګه اشاره کوي، نه د حتمي واقعیت په توګه. خو له بلې خوا، که د لیکوالې استدلال د تاریخي تجربو په رڼا کې وکتل شي، نو ثابتېږي چې په ډېرو نورو ځایونو کې همدا ډول وړاندوینې به په پېل کې مبالغه ګڼل کېدې، خو د وخت په تېرېدو پر حقیقت بدلې شوې.
سره له دې چې د باربرا والټر کتاب د کورنیو جګړو د لاملونو په تشخیص کې ژور او پیاوړی تحلیلي چوکاټ وړاندې کوي، خو د دې کتاب یوه مهمه تشه دا ده چې پر نوو او ناپخو ډیموکراسيو ډېر کم بحث شوی. که څه هم لیکواله ټینګار کوي چې دا ډول نظامونه یا انتقالي ډیموکراسۍ باید ژر تر ژره له دې حالته (انوکراسۍ) ووځي او د بشپړې ډیموکراسۍ پر لور حرکت وکړي. د دې ادعا د ملاتړ لپاره یې د یو څو هېوادونو بېلګې هم وړاندې کړي دي، چې له دې حالته په بریالیتوب ووتل. خو دا چې دا ډول انتقالي ډیموکراسۍ په عملي توګه څرنګه کولی شي له دې حالته ووځي، په دې کتاب کې پرې ډېر بحث نه دی شوی. همدا تشه د کتاب تحلیلي بشپړتیا تر یوه بریده کمزورې کوي، ځکه لوستونکي د ستونزې له تشخیص سره اشنا کوي، خو د حل لارې په موندنه کې ورسره په کافي اندازه مرسته نه کوي.
زما لپاره دا اثر له دې پلوه هم ډېر مهم او د زدهکړې وړ دی چې د پیاوړو میتودولوژیکي هڅو له لارې د دولتونو سیاسي، نظامي او اقتصادي تشې هغه مهال رابرسېروي چې ډېری خلک فکر کوي هر څه په عادي ډول روان دي. د لیکوالې کتاب د خوشباورۍ پر ځای د ژغورنې پر لارو چارو ټینګار کوي او هڅه کوي ستونزې تر هغې مخکې په نښه کړي، نه دا چې ډېرې پراخې او نهکنټرولېدونکې شي. هغه ملتونه او دولتونه چې پر خپل وخت د ورپېښو خطرونو پېژندنه کوي، په نظام کې شته کمزورۍ رابرسېروي او د حل لپاره یې عملي لارې چارې سنجوي، له سختو ازموینو او ننګونو بریالي راوځي.
باربرا والټر د امریکا یو داسې ژور رنځ تشخیص کړی چې که پر وخت یې درملنه ونه شي، ښايي د دغه هېواد وجود ته جدي ګواښ پېښ کړي. له بلې خوا، د امریکا سیاسي نظام هم د ستاینې وړ دی، ځکه چې هلته د هر ډول بحث او نیوکې لپاره فضا شته. همدا ازادي د دې لامل کېږي چې ستونزې رابرسېره شي او د حل لپاره یې رغنده بحثونه رامنځته شي.
د افغانستان په څېر هېوادونه له لسګونو سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دي. هر خطر او هره ننګونه علمي، څېړنیز او تحلیلي ارزونې ته اړتیا لري، چې د کورنۍ جګړې خطر هم پکې بالقوه شامل دی. د باربرا والټر دا اثر موږ ته دا درس راکوي چې که وغواړو خپل ملت له لویو بدمرغیو او بحرانونو سره تر مخ کېدو وړاندې سمې لارې ته برابر کړو، نو باید شننې، ارزونې او څېړنې ته مخه کړو. واکمن باید د دغسې علمي هڅو ملاتړ وکړي او د علمي موندنو پر وړاندې سیاسي تعصب نه، بلکې علمي او عملي چلند خپل کړي. دا ډول کړه وړه کولای شي د افغانستان د ګڼو ستونزو په حل کې مهمه ونډه ولري او د ولس د هوساینې لپاره ګټور تمام شي.

