LOADING CLOSE

روسیې ولې طالبان په رسمیت وپېژندل؟ – اسلامخان غفاروف

اسلامخان غفاروف
څېړونکی او شنونکی
اسلامخان غفاروف د ازبکستان په تاشکند کې د نړیوالو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې د افغانستان او جنوبي اسیا د مطالعاتو مرکز مشر دی. هغه د سیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا (Ph.D.) سند لري.

روسیې په پرله‌پسې توګه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره تیاری نیولی و. د ۲۰۲۴ کال په دسمبر کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې طالبان د ترهګرو له لېسته وایستل او دا پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د اپریل په میاشت کې، د روسیې سترې محکمې په رسمي توګه تایید کړه. د ۲۰۲۵ کال د جولای په درېیمه نېټه د طالبانو استازي ګل حسن په رسمي توګه د سفیر په توګه خپله دنده پیل کړه. له دې څو ورځې وړاندې، د جولای په لومړۍ نېټه، د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف اعلان وکړ چې د “مسکو فارمټ” د خبرو اووم پړاو به د ۲۰۲۵ کال په مني کې ترسره شي او افغانستان به پکې “د بشپړ غړي” په توګه ګډون ولري. دا د لوړې کچې اعلان په څرګند ډول د رسمي پېژندنې د بهیر د پیل نښه وه.

د روسیې د دې بدلون منطق څو مهم لاملونه لري:

لومړی

روسیه غواړي په مرکزي اسیا کې خپل دریځ پیاوړی کړي او له همدې ځایه افغانستان د دې سیمې یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼي. د افغانستان امنیتي بدلونونه په مستقیم ډول د روسیې پر سیمه‌ییزو ګټو، په ځانګړي ډول په تاجکستان، کې اغېزه لري. مسکو د روان میلادي کال په جولای کې د ترهګرۍ پر ضد د خپلې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه افغانستان ته د وسلو د صادراتو اعلان وکړ. د وسلو سوداګري د روسیې د بهرني سیاست له مهمو وسیلو څخه ده. په دې برخه کې همکاري ښايي د پراخې پوځي او صنعتي همکارۍ زمینه برابره کړي او د دواړو هېوادونو اړیکې یو نوي ستراتیژیک پړاو ته ورسوي.

دویم

افغانستان د روسي توکو لپاره یو نوی صادراتي بازار دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا دمخه یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې او د ۲۰۲۵ کال لپاره درې میلیارده ډالر هدف ټاکل شوی دی. د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې د سنټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم کې روسیې اعلان وکړ چې خپل کاري بازار ته به افغان متخصصین شامل کړي. دا د روسیې د نفوذ دویمه مهمه وسیله (کاري مهاجرت) ده چې اوس د افغانستان په لور هم غځېدلې ده.

درېیم

روسیه د نړیوالو بندیزونو له امله په زیاتېدونکې توګه د نړیوال سویل (Global South)  پر لور مخه کوي. د سویلي اسیا بازارونه، په ځانګړي ډول هند او پاکستان، د روسیې د تېلو او غنمو مهم واردوونکي ګرځېدلي دي. په دې لړ کې افغانستان د مسکو د آسیا د براعظمي اهدافو لپاره یو مهم ترانزیټي دهلېز دی. د روان میلادي کال د اپریل په لومړیو کې روسیې او ازبکستان د ترانس – افغان رېل‌پټلۍ د جوړولو تړونونه لاسلیک کړل، چې ورسره افغانستان په سیمه‌ییز اتصال کې خپل ستراتیژیک اهمیت بیا ځلې ثابت کړ.

څلورم

روسیه د افغانستان د نفوذ په سیالۍ کې ورننوتې او غواړي چې د افغانستان په بهرنیو چارو کې یو ځواکمن لوبغاړی شي. له سترو قدرتونو څخه چین لومړنی هېواد و چې طالبانو ته یې دیپلوماتیک امتیاز ورکړ: د ۲۰۲۴ کال په فبروري کې ولسمشر شي جینپینګ د طالبانو د استازي اسناد ومنل. له هغه وخت راهیسې، د چین کمپنۍ لکه CAPEIC (د سنکیانګ-مرکزي اسیا د تېلو او ګازو شرکت) او MCC (چینایي فلزاتي ګروپ) د افغانستان د تېلو او مسو د ایستلو په برخه کې مخکښ لوبغاړي ګرځېدلي دي. سربېره پر دې، د برېښنايي موټرو نړیواله تقاضا د دې لامل شوې چې چینایي شرکتونه د لیتیم په کان‌کیندنه کې هم سترې پانګونې وکړي. دې بریاوو ښايي مسکو دې ته هڅولی وي چې په اوراسیا(Eurasia)  کې د خپلو دیپلوماتیکو او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره خپلې هڅې چټکې کړي.

error: Content is protected !!