مشتاق رحیم د شخړو د مدیریت، سولې، او له جګړې وروسته د بیا رغونې او پراختیا کارپوه او څیړونکی دی. نوموړي په دې برخو کې د ملګرو ملتونو له پراختیايي پروګرام (UNDP) سره په افغانستان او سوریه کې مهمې دندې ترسره کړې دي. هغه له حزب اسلامي سره د سولې د تړون د پلي کېدو کمیسیون د دارالانشاء رئیس، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء معین، او د یادې شورا د اجرائیوي بورډ غړی پاتې شوی دی.
د عملي کار ترڅنګ ښاغلي رحیم د کاردان پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ماسټرۍ څانګې د میلمه استاد په توګه د شخړو د مدیریت، له جګړې وروسته بیا رغونې، او نړیوالو اړیکو په برخو کې تدریس کړی دی. همداراز نوموړی د کاردان پوهنتون د بشري علومو ژورنال د کتونکي پلاوي غړی هم پاتې شوی دی.
ښاغلي رحیم تر دې مهال درې د کتابونو څپرکي، ګڼشمېرې څیړنپاڼې، او تحلیلي لیکنې خپرې کړي دي، او همدا راز د ملګرو ملتونو او یو شمیر نورو نړیوالو پراختیايي ادارو لپاره یې له ۱۵ ډیرې برنامې او پروژې ارزولي دي.
د نړیوالو اړیکو په بېلا بېلو نظریو کې بنسټیز استدلال او انګېرنه دا ده چې دولتونه خپلې اړیکې په منطق، سنجول شوو کړنلارو او د ګټې او تاوان د محاسبې په رڼا کې پالي. حقیقت پال یا ریالستان په دې باور دي چې دولتونه په انارشیکه نړۍ کې د خپلو ګټو او ځان ساتنې په تکل کې هر مهال د ځان او د متقابلو دولتونو د ځواک او اغیز محاسبه کوي، او بیا د هغې پرضد د خپلو ګټو د خوندیتابه لپاره هلې ځلې کوي. همدا راز د لېبرال نظریې سرلاري په دې باور دي چې نړېوالې اړیکې د متقابلې همکارۍ له لارې د اړخونو د ګټو د ارزونې په رڼا کې تنظیمېږي. خو د منطق او محاسبې د بحث او په ستراتیژیکو ارزونو باندې ولاړو نړیوالو اړیکو نه اخوا یوه بله نظریه چې په نړیوال سیاست کې ډېره معمول نه ده، خو په تېرو څو لسیزو کې څو وار عملاً لیدل شوې، هغه د لیوني سړي نظریه (Madman Theory) ده. د لیوني سړي نظریه په دې باور ده چې ځینې سیاسي مشران د غیر منطقي، د نه وړاندوینې وړ کړو وړو او بې محاسبې کړنلارو په خپلولو مقابل لوري ته ځان د رواني اړخ نه ناروغ ښيي او دا راز مخالفینو ته دا پیغام ورکوي چې ګوندې له دغه ډول شخصیت نه د هرډول ناسنجول شوې کړنې تمه کیدی شي. دا نظریه په دې باور ده چې د مقابل لوري دولتونه او د هغوی مشران له لیوني سړي څخه د هر ډول نا انډوله، بې منطقه کړنې د ترسره کیدو د شونتیا له کبله د ویرې ښکار کیږي او دا راز د نړیوالو اړیکو په پاللو کې د ویرې او ترهې له دریځه راکړه ورکړه کولو سره مقابل لوري ته وار له مخه برلاسي ورکوي.
که څه هم د ویرې او ترهې له خپرولو سره د خپل واک او ځواک د ډېرولو بحث نیکولا ماکیاولي څو پېړۍ پخوا کړی، د لیوني سړي نظریه ښايي په لومړي ځل امریکايي پوه ډینیل ایلسبرګ لخوا له لیونتوب سیاسي کار اخیستنې تر عنوان لاندې لیکل شوې مقاله کې وړاندې شوه. د آډولف هټلر سیاسي شخصیت ته د کتنې په لړ کې ایلسبرګ استدلال کوي چې مشران د نه وړاندوینې وړ کړو وړو، غوسې، د یو دولت، فکر یا ایډولوژي په اړه د وسواس درلودلو او په ټوله کې د لیوني په شان ګډوډو کارونو کولو څخه د وسلې او وسیلې په توګه کار اخلي. ایلسبرګ وايي چې هټلر د فرانسې او انګلستان د مشرانو ترمنځ یو ډول ویره خپره کړه چې ګوندې له دې لیوني د هر ډول تندلارۍ تمه کیدی شي او په همدې دلیل باید لار ورسره یوړل شي. د هټلر د هرډول خطر منلو او له هیڅ خطر څخه نه ډارېدل، د هغه په طبعیت کې قهر او بې منطقي، د ایلسبرګ په اند، مقابل لوریو ترمنځ، چې منطقي خلک وو، او راتلونکي هرډول حالت په اړه یې محاسبه کوله، او د خطرونو شونیتاو کمولو لپاره لارې چارې لټولې، کمزوري دریځ کې ودرول. ایلسبرګ په خپله لیکنه کې استدلال کوي چې منطقي خلک د بې منطقو سره په مذاکره او مباحثه کې کمزوري ځکه واقع کیږي چې هغوی د سنجشونو په ګرداب کې بند وي خو لیونی سړی بیا خپلې اوبه په پیچومې خیژوي. د لیوني سړي نظریې دا تفسیر د ماکیاولي مشهور اثر شهزاده د هغه لوی چوکاټ لنډیز ښکاري چې استدال یې دا دی چې واکمن د نورو د ویرولو او غلطولو په مټ خپل واک ټینګوي او غځوي. د نامتو امریکايي پوه او لیکوال تهامس شیلنګ د نړیوالو شخړو، ډیپلوماسي او د جګړې مخنیوي اړوند ستایل شوی اثر چې د شخړې ستراتیژي نومېږي د لیوني سړي له نظریې سره اړخ لګوونکی نظر وړاندې کوي. دا کتاب وايي، شخړه یوازې جګړه کول نه دي، بلکې معامله ګري هم د شخړې مهم اړخ دی. هغه ټینګار کوي چې مقابل لوري ته دا پیغام چې ګوندې زه ستا د ژبلولو لپاره تر هر بریده تلی شم، هر ډول خطر منلی شم، د دې لامل کیږي چې په خبرو اترو کې د چنو وهلو لپاره ډیر وسایل لاس ته راوړي. شیلنګ وايي، کله کله غیر منطقي کړه وړه ستراتیژیکې برلاسۍ ته لار هواروي.
په نړیوال سیاست کې د امریکا ولسمشر ریچرډ نیکسن د لیوني سړي د تیوري عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې. تاریخي اسناد او شواهد ښيي چې ګوندې د ویتنام د جګړې په لړ کې نیکسن هڅه کوله چې د ویتنام د آزادۍ غورځنګ ویټکانګ او روسیې ته دا پیغام ورکړي چې دا سړی په سُر برابر نه دی، او ممکن غیر منطقي او لیونۍ پرېکړو کولو سره هرډول ناسنجول شوی ګام چې آن د هستوي وسلو کارول دي ترسره کړي. د دغه کړنو شاهد هیري هلډمین، د نکسن د دفتر ریس او د هغه سلاکار، په خپلو یادښتونو کې کاږي چې نیکسن تینګار درلود چې کوښښ وکړئ د کمونیزم په مقابل کې د هغه، نیکسن، حساسیت او د لیونتوب تر بریده مخالفت په اړه روسانو او شمالي ویتنامیانو ته نامخامخ پیغام ورکړئ او هغو ته ووایئ چې د”خدای خاطر وکړئ“، د جوړجاړي لار پیدا کړئ که نه دا سړی د قهر په حالت کې د خطر له هرې پولې تېرېدی شي.
د نړیوال نظم د لېږد په درشل کې چې د نړۍ دولتونه په را روان نظم کې د خپل ځای معلومولو لپاره هلې ځلې کوي، په نړیواله کچه د یو شمېر مشرانو لېونیو کړنو ته په کتو د نړیوالو اړیکو پوهان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د شمالي کوریا کېم جونګ اون ته له تېرې یوې نیمې لسیزې د لیوني سړي د نظریې په رڼا کې ګوري. خو دا بحث د ټرمپ په ۲۰۱۶ کال کې واک ته په رسیدو او راډیکالو کړنو ته کتنې کې هغه ته په ځانګړې توګه متوجه شوی دی. له نړۍ سره که د سوداګرۍ جګړه وي، که له ایران سره د هستوي برنامې د مدیریت تړون له منځه وړل، کاناډا خپل ۵۱م ایالت یادول وي، که د ډنمارک اړونده د ګرین لېنډ سیمې نیولو په لور سرزوري، او یا هم د ایران په مقابل کې په جګړه کې څرګندونې، ډیری پوهان فکر کوي چې ګوندې ټرمپ اصلاً د امریکا د لیوني سړي د نظریې هغه کردار دی چې د نړیوال لېږد په لړ کې هغه کړه وړه کوي چې د یو معقول او منطقي مشر لپاره به یې کول اسانه نه وي، خو د دغه چارو ترسره کول د امریکا د ګټو د خوندیتابه لپاره اړین دي. د دې استدالال په ملاتړ ولاړ خلک د ټرمپ د لومړۍ کاري دورې د پرېکړو، په ځانګړې توګه د سوداګرۍ اړوند کړنې، د بېلګې په ډول راوړي کومې چې د هغه له واکه لرې کېدو نه وروسته د هغه سیال جو بایډن لخوا وپالل شوې. داسې نیوکګر هم شته چې د ټرمپ چلند د لیوني سړي نظریې په چوکاټ کې منلو ته چمتو دي، خو بیا ټینګار کوي چې دا چاره کار نه ورکوي. خو بله خوا بیا د ټرمپ د لیوني سړي فرضیې مخالفین په دې باور دي چې ټرمپ اصلاً همدومره بې ثباته شخصیت دی. د هغوي ټینګار دا دی چې د لیوني سړي فرضیه قصداً په ستراتیژیکه طریقه او په مهارت سره داسې وکارول شي چې بېرته ګټه راوړي. هغوی وايي، د ټرمپ چلند د امریکا د کابو یوې پېړۍ ملګري هېوادونه خپه کړي دي، د مخالفینو په مقابل کې بې محاسبې ګامونو، لکه له ایران سره جګړه کې مخامخ ښکېلېدل، امریکا په سیاسي او امنیتي معما کې اچولې، او دا راز د منځني ختیځ هېوادونه پس له څه کم یوې پیړۍ په لومړي وار په امریکا د بې باورۍ ښکار شوي دي.
زه په دې باور یم چې ټرمپ، سره له دې چې په ټوله کې یو بې ثباته شخصیت دی، د نړیوال سیاسي نظم لېږد په بهیر کې، د امریکا نړیوال سیاست د یو مشخص سیاسي لید په چوکاټ کې مخ ته وړي. دا راز، د هغه کړه وړه او پرېکړې د یو ظاهراً بې ثباته شخصیت په وجود کې د لیوني سړي د نظریې د پلي کولو هڅه ده. د ټرمپ خپل شخصیت او بیا د لیوني سړي نظریې یوځای کېدل، د یادې د نظریې یوه نوې بڼه ده چې پکې یو سیاسي مشر حقیقي شخصیت او نظریې په خپلو کې ګډیدو له کبله د نړیوالو اړیکو پوهان او څارونکي ګنګس او د واقعیت او فرضیې په منځ کې لار ورکي کړي چې دا په خپل ذات کې د لیوني سړي تیوري یوه نوې، پرمختللې بڼه ده. ښايي د ټرمپ نړۍ او له ایران سره ښکېلتیا باندې بحث د اوس لپاره یوازې د تحلیل تر بریده شونی وي، او اړینه ده چې د امریکا د اوسني ولسمشر د پرېکړو د اغېز محسوسې او معلومې پایلې پس له کلونو معلومې شي. خو د لیوني سړي نظریې په رڼا کې د نړیوالو سیاسي مشرانو د کړنو او پرېکړو ارزونه د نړیوالو اړیکو یو بل مهم اړخ دی چې له پامه نه شي غورځول کېدی. دا چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د لیوني سړي د نظریېتګلاره خپله کړې، او یا هم دی واقعاً یو بې ثباته شخصیت دی چې پرته له کوم ستراتیژیک لید څخه یې چې زړه وو کوي، او یا هم دی د دواړو یوه ګډوله ده، وخت به یې ثابته کړي. اما یوه خبره ثابته ده، دهغه کړه وړه به په را روان نظم کې د امریکا حیثیت ټاکلو کې پریکنده رول ولري.

