د نړیوالو اړیکو (آی آر) د ریالیزم تیوري – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیوسکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی. ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.
احمدالله ارچیوال
ښايي ډېرو خلکو ته د نړیوالو اړیکو (آی آر) د تیوریانو د ارزښت په اړه پوښتنې پیدا شي. د نړیوالو اړیکو د تیوریانو وجودي فلسفه دا ده چې د دولتونو د چلند او کړنو د تشریح لپاره یو مفهومي چوکاټ وړاندې کوي. د دولتونو د چلند د تحلیل لپاره بېلابېلې تیورۍ موجودې دي. یو له دغو تیوریانو د ریالیزم تیوري ده. دا تیوري په نړیوال سیسټم کې د دولتونو د چلند پر ډول متمرکزه ده. له ډېرو کلونو راهیسې ریالیزم د نړیوالو اړیکو یوه حاکمه او تر نورو غښتلې تیوري ګڼل کېږي. توسوډایډیس د دې تیورۍ د بنسټایښودونکي په توګه یادیږي. ریالیزم هغه مهال لا مشهور شو، کله چې د دوو نړیوالو جګړو ترمنځ موده کې لېبراله افکارو ونه شو کړای چې نړۍ د دویمې نړیوالې جګړې له ناورینه او ناخوالو وژغوري.
له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د نړیوال نظم د ثبات لپاره د “لیګ اف نېشنز” په نوم د یوې نړیوالې ادارې رامنځته کېدل د لیبرال فکر زیږنده وه. د نړۍ ډېری هېوادونو د دې سازمان غړیتوب درلود. خو د دویمې نړیوالې جګړې رامنځته کېدل؛ لېبرالیزم له ماتې سره مخ کړ. د نړیوال ثبات او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تعریف لپاره، د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې ترمنځ پېر د نړیوالو اړیکو د پوهانو له خوا د لومړني ستر بحث په توګه یاد شوی دی. په دې موده کې، ریالېستانو لیبرالان پر دې ملامته کړل، چې د ځواک پر ځای یې تمرکز پر نادولتي لوبغاړو کړی و. د بحث د لا ښه درک لپاره، غواړم لیبرالیزم ته هم یوه لنډه کتنه وکړم.
د ایډوارډ کار (۱۹۳۹) په وینا، له شلمې پېړۍ وړاندې هم د نړیوالو اړیکو پوهانو د نړیوال نظم او ثبات لپاره لېبرال افکار وړاندې کړي وو. باور دا و، چې نړیوال سازمانونه او ادارې به د یوې بلې نړیوالې جګړې مخه ونیسي. په هغه مهال، اخلاقیات او مورالټي د نړیوال ثبات لپاره اړین عناصر ګڼل کېدل.
د دې برعکس، ریالیزم د بهرنۍ تګلارې پوهان هڅوي چې د ایډیالوژۍ پر ځای د ځواک پر بنسټ خپلو ګټو ته پام وکړي. د دې تیورۍ له مخې، ان که دولتونه له یو بل سره اختلافات ولري، زبر ځواکونه یو له بل سره ګډ ژوند کولای شي. سره له دې چې ریالیزم بېلابېلې بڼې لري، خو ځینې ګډ ټکي یا مشترکات یې سره نښلوي، او همدا مشترکات دا تیوري د یوه چتر لاندې راټوله کړې ده.
ریالیزم بېلابېلې بڼې لري. که څه هم ایډوارډ کار او یو شمېر نورو پوهانو د لومړۍ او دویمې نړیوالې جګړې ترمنځ پر لیبرالو او ایډیالیستي افکارو نیوکې وکړې او زیات پام یې ځانونو ته واړاوه، خو ریالیزم یوه نوې تیوري نه ده. د دې تیورۍ پلویان ادعا کوي چې ریالیزم له پېړیو وړاندې د دې مکتب د کلاسیکو مفکرینو لکه توسوډایډیس، مېکاویلي، هېګل او هابس له افکارو څخه سرچینه اخلي. سټیفن والټز، هانس مارګنتاو، او جان مېرشایمر د ریالیزم د معاصرې دورې مهم مخکښان ګڼل کېږي.
د لیبرالیزم په څېر، په ریالیزم کې هم دولت مرکزي لوبغاړی ګڼل کېږي، خو د دولت ترڅنګ انارشي او د هېوادونو د ژوندې پاتې کېدلو هڅې یا بقا د ریالیزم دوه نورې ځانګړتیاوې دي. د ریالیزم د تیورۍ له مخې، هېوادونه په نړیوالو اړیکو کې مرکزي او ټاکونکی رول لري. دا تیوري په نړیوالو اړیکو کې د اخلاقو (مورالټي)، نادولتي سازمانونو، نړیوالې سوداګرۍ او نورو نرمو ارزښتونو رول ردوي. د ریالیزم له نظره، ځواک هغه اساسي وسیله ده چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې تعریفوي. ریالیزم په ټینګار سره ادعا کوي، چې په نړیواله کچه داسې کومه معتبره مرجع نشته چې د دولتونو ترمنځ مسایل مدیریت کړي. له همدې امله زورور چې هر څه وغواړي همغه کوي.
د والټز (۱۹۵۹) په وینا، د هېوادونو ترمنځ جګړې ځکه رامنځته کېږي، چې په نړیواله کچه داسې کومه مرجع نه شته چې د دغو جګړو مخنیوی وکړي. دا نظر د توماس هابس د ځنګل قانون له فلسفي فکر سره تړاو لري. په نړیواله کچه د قوانینو د تطبیق لپاره د یوې واحدې مرجع د نشتوالي له امله، د دولتونو یوازینۍ موخه بقا یا د ژوندي پاتې کېدلو تضمین ګڼل کېږي. د ریالیزم د تیورۍ له مخې، دولتونه د دوو میکانېزمونو – د خپل ځواک زیاتولو او د ځواک د توازن یا «بېلانس آف پاور» – له لارې هڅه کوي خپله بقا تأمین کړي. په لومړي حالت کې، یو هېواد هڅه کوي چې پخپله خپل ځان ځواکمن کړي. خو په دویم حالت کې، هېوادونه هڅه کوي، چې د یو ځواکمن هېواد پر وړاندې په اېتلاف کې دننه شي، څو له دغه ځواکمن هېواد څخه د راټوکېدونکو ننګونو مخه ونیسي. دلته اړینه ده چې د «ځواک» یا «پاور» تعریف روښانه شي، ځکه بېلابېلو پوهانو دا مفهوم په بېلابېل ډول تعریف کړی دی.
په نړیوالو اړیکو کې ځواک یو څو بعدي مفهوم دی. کار (۱۹۳۹) د پوځي ځواک، اقتصاد، او عامه افکارو ټولګه د ځواک په نوم یاده کړې. نور پوهان په دې اړه بیا متفاوت نظرونه لري. کلاډ، ګیپلین، او والټز پخپلو تفسیرونو کې پوځي، اقتصادي، او ټکنالوژيکي وړتیاوو ته ځواک وايي (رشید، ۱۹۹۵). د رشید په وینا، د مارګنتاو لپاره، جغرافیه، پوځي چمتووالی، طبیعي زیرمې، صنعتي وړتیا، نفوس، د ولس ملي طبعیت، ملي مورال، د ډیپلوماسۍ کیفیت، او ښه حکومت د ځواک عناصر دي. بېلابېلو پوهانو د ریالیزم پر بېلابېلو ابعادو تمرکز کړی. همدا لامل دی، چې ریالیزم بېلابېل ډولونه لري.
کلاسیک ریالیزم
د ریالیزم دا ډول له توسیډایډیس (۴۳۰ څخه تر ۴۰۶ قبل میلاد) څخه پېلېږي، میکاویلي (۱۵۳۲) او مارګنتاو یې دوه نورې وتلي څېرې دي. د ریالیزم دا ډول د ځواک لپاره هڅه او د نورو خلکو د محکومولو انساني فطرت خاصه؛ د مقابلې، ډار او جګړې په ګډون، د دولتونو د چلند لامل ګڼي. د ښه او خراب ترمنځ جنجال، چې زیاتره وخت پر تاوتریخوالي ولاړ وي، د دې ډول ریالیزم بله ځانګړتیا ده. اخلاق او ځواک د دې ډول ریالیزم سره تړلې نورې ځانګړتیاوې دي (بایلیس او ملګري یې، ۲۰۱۴). د دې مانا دا ده، چې د ښه او بد ترمنځ په دوامداره سیالۍ کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره له وطن سره د مېنې چلند اړین دی.
توسیډایډیس د لرغوني یونان د اسپارتا او اتن ترمنځ د جګړو مورخ دی. نوموړی د اتن زیاتېدونکی ځواک او د هغه له امله د سپارتا اندېښنه، د دواړو ترمنځ د جګړې اصلي لامل ګڼي. د توسیډایډیس د وینا له مخې، د اتن زیاتېدونکی ځواک، چې د واک د ویش معادله یې بدله کړه، سپارتا اندېښمنه کړه، نو د خپلو ملي ګټو په خاطر، او د ژوندي پاتې کېدو لپاره، یې له اتن سره جګړه وکړه. د توسیډایډیس د وینا له مخې، په ورته ډول، اتن هم د خپل دولت د ساتلو لپاره د ځواک په لټه کې و.
ګیلپین (۱۹۸۱) دغه جګړه د “هېژموني جګړه” بولي. دی وايي، دا جګړه هغه وخت رامنځته شوه، کله چې اتن د خپل ځواک زیاتولو له لارې، د هغه وخت د ځواکمن هېواد سپارتا په پرتله ځان پیاوړي کول وغوښتل. دې کار موجود حالت (د سپارتا هېژموني) وننګاوه، او دې پرمختګ وروسته د دواړو ترمنځ د جګړې لامل شو. په دې ډول حالاتو کې، نړۍ له یو قطبي حالته دوه قطبي حالت ته بدلېږي. دواړو اړخونو فکر کاوه چې له دې حالته به ګټه پورته نه کړي، او دا وضعیت به ډېر ژر د شخړې او لانجې لامل شي. ګیلپین باوري دی، چې توسیډایډیس د دې حالت د بیا بیا تکرار وړاندوینه کړې. دا ډول جګړې زیاتره هغه وخت رامنځته کېږي، کله چې یو زبر ځواک د زوال په حال کې وي، او بل هېواد (چې ننګونکی بلل کېږي) د هغه ځای ناستی شي.
مېکاویلي هم ملتونو ته د ننګونو پر مهال د نورو هېوادونو سره د تړونونو او مسؤولیتونو له پامه غورځولو، او خپل امنیت ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار کوي. ځینې نور کلاسیک ریالیستان بیا د توسېډایډیس د ځواک د نظر په اړه منځلاری دریځ غوره کوي، او وايي، چې بې له دې چې اخلاق (مورالیټي) په پام کې ونیول شي، یوازې د ځواک پر بنسټ اقدام کول ناوړه پایلې لري.
جوړښتي (سیسټیماټیک) ریالیزم
د موډرن ریالیزم دا دوره له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د نړیوال نظم له ماتېدو وروسته پېل شوې. د ریالیزم دا ډول هم نړیوال سیاست د ځواک د ترلاسه کولو هڅه بولي. خو د کلاسیک ریالیزم برخلاف، د ریالیزم دا ډول انساني فطرت نه، بلکې د نړیوال سیستم جوړښت د ډار، مقابلې، او جګړې په ګډون د دولتونو د چلند لامل ګڼي.
والټز نړیوال سیسټم جوړښت په دریو ټکو – منظم کوونکو اصولو، له جلا جلا برخو، او د ځواک او وړتیاوو ترمنځ ویش – سره تعریف کړی دی. د نوموړي د وینا له مخې، د نظم له اړخه نړیوال سیسټم پر انارشۍ ولاړ دی. مانا یې دا ده، چې که یو هېواد له خپلې شړۍ پښې وباسي، داسې ځواک نشته، چې پښې یې بېرته ورټولې کړي.
دی وايي، چې د نړیوال سیسټم واحدونه خپلواک دولتونه دي، خو د دوی ترمنځ توپیرونه موجود دي. د والټز په وینا، دریم توکی چې د نړیوال سیسټم د واحدونو (دولتونو) ترمنځ د واک ویش دی، هماغه څه دي چې د نړیوالو پایلو د رامنځته کېدو لامل ګرځي. داسې هم ویلی شو، چې د دولتونو ترمنځ د ځواک ناانډولي د نړیوالو اړیکو اصلي لامل دی (ګیلپین، ۱۹۸۸).
د دې نظر له مخې، پر نړیوالو مهمو چارو لکه سولې او جګړې د پوهېدلو لپاره، د نړیوال سیسټم د واحدونو ترمنځ د واک پر ویش پوهېدل اړین دي، او همدا توکی دغه چارې تعریفوي. د دې ډول ریالیزم لارویان د دولتونو په ډلبندۍ کې علاقه لري، ترڅو دوی په یو ځانګړي وخت کې د موجودو نړیوالو ځواکمنو هېوادونو د شمېر څخه خبر وي.
د والټز په خبره، دولتونه – او په ځانګړي ډول ځواکمن هېوادونه – باید د نورو هېوادونو له ځواک څخه خبر وي، ځکه چې د یو دولت لخوا د خپلو ګټو په خاطر د ځواک کارونه د نورو دولتونو موجودیت په خطر کې اچوي.
د ریالیزم د دې ډول پیروان د نړیوال نظم لپاره ځواک یوه مؤثره وسیله ګڼي، او له همدې امله دوی د لا زیات ځواک د ترلاسه کولو په تړاو هڅې کوي. والټز ځواک ته؛ د دولتونو لخوا د خپلې بقا او خوندیتوب د ترلاسه کولو د یوې وسیلې په سترګه ګوري.
دا تیوري د نړیوال ثبات لپاره د یوه هېژمون موجودیت اړین بولي. د ریالیزم په دې ډله کې د دې تیورۍ دوه نور ډولونه، یعنې دفاعي ریالیزم او تعرضي ریالیزم هم شامل دي. والټز د دفاعي ریالیزم سرلاری بلل کېږي. د دفاعي ریالیزم له مخې، ځواک؛ د دولتونو اصلي موخه نه ده، بلکې د ځواک پر مټ په نړیوال سیسټم کې ژوندي پاتې کېدل یا بقاء د دولتونو اصلي موخه ده (راندال، ۲۰۰۶). والټ، رابرټ جارویس او نور، د دې ډول ریالیزم معاصر لارویان دي.
په بل اړخ کې جان میرشایمر د دویمې ډلې یعنې د تعرضي ریالیزم سرلاری ګڼل کېږي. د میرشایمر د تعرضي ریالیزم دا نظر، چې دولتونه څومره ځواک ته اړتیا لري، د دفاعي ریالیزم سره اختلاف لري (میرشایمر، ۲۰۰۱). د ریالیزم د دې ډول له مخې، پر انارشۍ ولاړ نړیوال سیسټم کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره هر دولت هڅه کوي چې خپل ځواک زیات کړي. رانډال د میرشایمر تر مشرۍ لاندې تعرضي ریالیزم داسې خلاصه کړې ده: “نور وخوره، کنه د نورو له خوا به وخوړل شې” (۲۰۰۶، ۲۵۴).
د دولتونو لخوا د خپل ځواک د زیاتولو هڅه نور دولتونه اندېښمنوي، هغوی هم د خپل ځواک د زیاتولو هڅې کوي، او په دې ډول، د ځواک د زیاتولو دا لړۍ دوام پیدا کوي. د ریالیزم دا ډول د یو دولت لخوا له نورو دولتونو سره د مقابلې او د خپل ځواک زیاتولو منطق څرګندوي. د دې ریالیزم له مخې، دولتونه ځکه له نورو سره په لانجو او مقابلو کې ښکېل وي، چې دوی خودخواه وي، د ځواک زیاتوالی غواړي، او له نورو دولتونو څخه ډارېږي (جانسن او تایر، ۲۰۱۶). فرید زکریا، رابرټ ګیفلین، او نور، د دې ډول ریالیزم معاصر لارویان دي.
دا موضوع د ریالیزم د تیورۍ سره تړلي یو بل مفهوم، امنیتي معضله (Security Dilemma)، په اړه د لنډ بحث کولو اړتیا رامنځته کوي. د دې مفهوم مانا دا ده، چې کله یو هېواد د خپل امنیت د پیاوړې کولو لپاره اقدامات کوي، نور هېوادونه دغه کار د خپل امنیت لپاره ګواښ ګڼي. دغه وروستی هېواد هم، د دې ګواښ د رفع په بدل کې، د خپل امنیت د پیاوړې کولو لپاره اقدامات کوي. لومړنی هېواد بیا د دویم هېواد لخوا د خپل امنیت د پیاوړې کولو لپاره بیا اقدام کوي، او په دې ډول دغه لړۍ دوام پیدا کوي.
رابرټ جارویس (۱۹۷۶) دې چارې ته “مارپېچه یا سپایرل ماډل” وايي. د دې نظر له مخې، د یو هېواد لخوا د خپل امنیت د پیاوړې کولو اقدامات، د هېوادونو ترمنځ مقابله او شکونه رامنځته کوي. بېلابېل حالات د امنیتي مشکل پر شدت اغېزه کوي. ګلاسیر (۱۹۹۷) دې خبرې ته په اشارې سره وایي، چې د امنیتي مشکل شدت د وخت او فاصلې سره تړاو لري. د دې مانا دا ده، چې د ریالیزم هر ډول، د ریالیزم پر یو ځانګړي اړخ تمرکز کوي.
تعرضي ریالیستان تل د امنیت په لټه کې خپل امنیت زیاتوي. دوی هڅه کوي چې په نړیواله کچه د ځواک د لوړتیا له لارې برلاسي ترلاسه کړي. دوی پرته له دې چې له نورو سره برابري رامنځته کړي، یوازې د خپلې بقاء په لټه کې وي(زکریا، ۱۹۹۸؛ میرشایمر، ۲۰۰۱).
د دې هېوادونو اصلي موخه دا وي چې په نړیواله کچه د زبر ځواکونو کچې ته ورسېږي. د دې ډلې ریالیستان فکر کوي، چې څومره یو هېواد ځواکمن وي، په هماغه اندازه به خوندي وي. له همدې امله، ځواکمن هېوادونه زیاتره وختونه د خپل ځواک د زیاتولو هڅې کوي. د نورو هېوادونو د ځان د پیاوړتیا اراده، او پر انارشۍ ولاړ نړیوال نظم، د هېوادونو د دغه ډول چلند لامل ګرځي (لوبېل، ۲۰۱۷). د دې څرګنده بېلګه د هند او پاکستان ترمنځ د وسلو ترلاسه کولو سیالي ده. که هند پرمختللې وسلې ترلاسه کوي، په مقابل کې یې پاکستان هم د پرمختللو وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي. ځکه دواړه غواړي چې پر یو بل برلاسي شي.
له بلې خوا، د دفاعي ریالیستانو لپاره که څه هم امنیت یوه مهمه اندېښنه ده، خو د تعرضي ریالیستانو په پرتله دوی ځانونه خوندي احساسوي. د دې ډول ریالیستانو په اند، ځواکمن هېوادونه زیاتره وخت د دفاعي تګلارو له لارې د ځواک توازن یا بېلانس ساتي (والټس، ۱۹۷۹؛ جرویس، ۱۹۷۸). داسې هم ویلای شو چې د دوی له نظره، د امنیت د ساتنې لپاره د تعرضي تګلارو کارول، نور هېوادونه پارولی شي. د لوبېل په وینا، دا ډول ریالیستان باور لري چې د تعرضي سیاستونو پر مخ وړل به د دوی امنیت د ټینګولو پر ځای لا پسې خراب کړي. د سړې حګړې پر مهال د امریکا او شوروي لخوا د یوبل ځواک بېلانس کول د همدې دفاعي ریالیزم یوه ښکاره بېلګه ده.
نیو کلاسیک ریالیزم
د دې ډلې ریالیستان یوازې د ځواک ویش، یعنې دا چې کوم هېواد څومره ځواک لري، په نړیواله کچه د دولتونو د چلند د تشریح لپاره کافي نه ګڼي. د دوی په وینا، د دولتونو د چلند د تشریح لپاره باید له دې فکتور سره سره نور عوامل لکه د دولتونو د مشرانو ادراک (پرسیپشن)، د دولتونو او ټولنو ترمنځ اړیکې، او د دولتونو پېژندګلوي هم باید په پام کې ونیول شي.
که د ریاضي په ژبه یې ووایو، د ریالیزم دا ډول د دولتونو د چلند د تشریح لپاره، د ځواک د ویش تر څنګ، کورني عوامل د یوه نوي متغیر په توګه معرفي کوي (والټ، ۲۰۰۲).
ډېر پوهان باور لري چې ریالیزم د دولتونو کورني وضعیت ته پام نه کوي، بلکې یوازې نړیوال وضعیت ته ارزښت ورکوي. حال دا چې د یوه دولت کورني شرایط او نړیوال وضعیت دواړه کولای شي د دغه دولت پر نړیوال چلند اغېز وکړي (موراچیک، ۱۹۹۷). د دې خبرې معنی دا ده چې که یو دولت ولسواکه وي، او مشران یې هم ولسواکه فکر ولري، نو دا دولت به په نړیوال ډګر کې هم ولسواکه او په همکارۍ ولاړ چلند ننګه کوي.
د ریالیزم د بېلابېلو ډولونو په اړه بحث دا څرګندوي چې ریالیزم یوه پراخه تیوري ده. د بایلیس او ملګرو په وینا، سره له دې چې ریالیزم بېلابېل ډولونه لري، خو درې ګډ توکي یې د یوې واحدې تیورۍ په توګه تعریفوي: دولت د مرکزي لوبغاړي په توګه، د دولتونو د بقا هڅه، او د بقا لپاره پر خپلو هڅو تکیه.
که څه هم ریالیزم یوه حاکمه تیوري ده، خو له نیوکو سره مخ ده. په سولهییزه توګه د شوروي اتحاد ماتېدل یو له هغو پرمختګونو دی، چې ریالیزم یې په تړاو وړاندوینه ونه شوه کړای (اوهلفورت، ۱۹۹۵) او نه یې هم توضیح کولی شي. د نیو ریالیزم له مخې، د سړې جګړې پر مهال د یو هژمون ځواک په توګه د امریکا موجودیت، او د شوروي اتحاد پر وړاندې د امریکا او د هغې اروپايي متحدینو ایتلاف د نړیوال ثبات لاملونه وو (ایکنبري، ۱۹۹۹).
سره له دې چې شوروي مات شوی، او اوس د اروپا او امریکا پر وړاندې بل زبرځواک نشته، خو بیا هم امریکا او متحدین یې یو ځای پاتې دي. د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته، یو اړخ ته د امریکا او د هغې اروپايي متحدینو، او بل اړخ ته د امریکا او جاپان ترمنځ د ایتلاف دوام، هغه دویم فکتور دی، چې دا تیوري یې له نیوکو سره مخ کړې.
ډيوډیني او ایکنبري (۲۰۱۸) ریالیزم د سړې جګړې د وخت تیوري ګڼي. دوی وايي، اوس چې نړۍ دوه قطبي نه ده، دا تیوري هم اغېزمنه نه ده. د دوی په وینا، اصلاً لیبرال اصول دا مهال د نړیوال ثبات لامل دي. د دوی له نظره، د سړې جګړې پر مهال د امریکا او د هغې د متحدینو ترمنځ د همکاریو بنسټیز کېدا، قانوني ادارې، د امریکا سټراټيژیک ځانمهارول، او د نورو نه ګواښلو تګلاره د موجود ثبات بنسټونه دي.
له دې نیوکو سره سره، اوهلفورت ریالیزم لا هم یوه ستره تیوري ګڼي، او په ټینګار سره وايي چې دا نیوکې د یادې تیورۍ ارزښت نشي راکمولای.
ماخذونه
Deudney, D., & Ikenberry, G. J. (2018). Liberal world: The resilient order. Foreign Affairs, 97(4), 16–24.
Glaser, C. L. (1997). The security dilemma revisited. World Politics, 50(1), 171–201.
Jervis, R. (1976). Perception and misperception in international politics. Princeton University Press.
Jervis, R. (1978). Cooperation under the security dilemma. World Politics, 30(2), 167–214.
Johnson, D., & Thayer, B. (2016). The evolution of offensive realism: Survival under anarchy from the Pleistocene to the present. Politics and the Life Sciences, 35(1), 1–26.
Lobell, S. E. (2010). Structural realism/offensive and defensive realism. In The Oxford Research Encyclopedia of International Studies. https://doi.org/10.1093/acrefore/9780190846626.013.304
Mearsheimer, J. J. (2001). The tragedy of great power politics. W. W. Norton.
Moravcsik, A. (1997). Taking preferences seriously: A liberal theory of international politics. International Organization, 51(4), 513–553
Rasheed, M. F. (1995). The concept of power in international relations. Pakistan Horizon, 48(1), 95–99.
Rendall, M. (2006). Defensive realism and the Concert of Europe. Review of International Studies, 32(3), 523–540.
Waltz, K. N. (1979). Theory of international politics. Random House.
Wohlforth, W. C. (1994–1995). Realism and the end of the Cold War. International Security, 19(3), 91–129.
Zakaria, F. (1998). From wealth to power: The unusual origins of America’s world role. Princeton University Press