کتابښود: پر فلسطین سل کلنه جګړه – دکتور اکرام الدین کامل

دکتور اکرام الدین کامل
دکتور اکرام الدين کامل په نړیوالو حقوقو کې د سویلي اسیا له پوهنتونه دکتورا لري. هغه د باختر پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې استاد هم پاتې شوی.
د کتاب لیکوال: رشید خالدي
د نشر نېټه: ۲۰۲۰
خپرونکی: ميټروپولین بوکس نیویارک New York Metropolitan Books
مخونه: ۳۱۹
د کتاب ارزونکی: اکرام الدين کامل
یوسف ضیاء الخالدي، چې د عثماني خلافت پر مهال د قدس/یروشلم ښاروال و، د لومړیو دوو صهیونیستي کنگرو وروسته چې په ۱۸۹۷ او ۱۸۹۸ کلونو کې د سویس په باسل کې ترسره شول، په ۱۸۹۹ز کال کې تیوډور هرتزل ته ـ چې د اوسني اسراییلو بنسټایښودونکی ګڼل کېږي ـ یو لیک واستاوه. د باسل کنفرانسونو موخه دا وه چې د فلسطین پر خاوره دې د یهودو لپاره یو دولت جوړ شي. یوسف ضیاء د صهیونیستي پلان له خطره خبر و؛ هرتزل ته یې ولیکل چې فلسطین بومي اوسېدونکي لري، او هغوی به هېڅکله هم دا ونه مني چې له خپلو سیمو دې بېځایه شي. خالدي له هرتزله وغوښتل چې، “د خدای لپاره، فلسطین همداسې پرېږده.”
خو تیوډور هرتزل، د دې پر ځای چې د لیک اصلي اعتراض ته ځواب ووايي، یوسف ضیاء ته ولیکل چې فلسطین ته د یهودو مهاجرت به په دې سیمه کې د ټولو اوسېدونکو ژوند ښه کړي. همداراز یې وویل چې هېڅوک هم اصلن په دې اړه فکر نه کوي چې د فلسطین اوسېدونکي دې وایستل شي؟ د همدې دوو کنفرانسونو وروسته، صهیونیستي سازمان جوړ شو او ورسره دا ډول چلند پیل شو، لکه ګواکې چې فلسطینیان اصلًا هېڅ وجود ونه لري، او نه هم فلسطین بومي خلک لري. بلکې په دې سیمه کې مېشت خلک یوازې عرب دي چې کېدای شي په مصر، سوریې، لبنان او اردن کې ځای پر ځای شي.
له هغه مهاله تر دې دمه دغه چاره دوام لري او د فلسطینیانو د سرنوشت پرېکړه یا خو هغو عربو واکمنو کړې، چې پخوا د برتانیې او فرانسې تر استعمار لاندې وو او وروسته د امریکا تر مستقیم اغېز لاندې راغلل، او یا هم اسراییلو، برتانیې او امریکا کړی دی.
پورته متن د «پر فلسطین سل کلنه جګړه: د مېشتونې استعماري یرغل او مقاومت تاریخ» (The Hundred Years’ War on Palestine: A History of Settler Colonial Conquest and Resistance) له کتابه اخیستل شوی، چې د ښاغلي رشید خالدي یو ارزښتناک تاریخي اثر دی. دا کتاب د فلسطین د سل کلنې جګړې، د صهیونیستي استعمار د پیل، د فلسطیني مقاومت د بهیر، او د لیکوال د خپلې کورنۍ د خاطرو په اړه دی.
رشید خالدي، چې د یوسف ضیاء الدین الخالدي له کورنۍ څخه دی، د کتاب لیکلو پر مهال د خپلې کورنۍ له کتابتون، شخصي اسنادو، خاطرو او هغو لومړنیو سرچینو څخه ګټه اخیستې چې د هماغه تاریخي پېر پورې تړاو لري. دا کار د کتاب علمي ارزښت نور هم لوړ کړی او محتوا یې ژوره کړې ده.
د رشید خالدي د کتاب اصلي محتوا پر دې راڅرخي چې د ۱۹۱۷ کال د بالفور له اعلامیې تر ۲۰۱۷ پورې، کله چې ټرمپ په یروشلم کې د امریکا سفارت پرانیست، په دې ټوله سل کلنه موده کې هڅه شوې چې نه یوازې فلسطینیان له خپل برخلیک ټاکلو بېبرخې پاتې شي، بلکې هغوی د فلسطین د شخړې د اصلي لوري په توګه هم ونه پېژندل شي.
د «فلسطین پر وړاندې سل کلنه جګړه» کتاب له مقدمې او خاتمې پرته پر شپږو فصلونو ویشل شوی، چې هر فصل یې د فلسطین پر وړاندې د یوې نوې جګړې پیل ښيي. په لومړي فصل کې لیکوال د فلسطین پر وړاندې د رسمي جګړې اعلان د ۱۹۱۷ کال د بالفور اعلامیه ګڼي، او دا پړاو تر ۱۹۳۹ او د دویمې نړیوالې جګړې پورې رسیږي. د بالفور اعلامیه، چې د برتانوي استعمار له خوا خپره شوه، په کې د یهودو لپاره د فلسطین په ځمکه د دولت جوړولو ژمنه شوې وه. دا اعلامیه، چې لیکوال یې د فلسطین پر وړاندې د جګړې لومړی رسمي اعلان بولي، په حقیقت کې د صهیونیستي سازمان بنسټايښودونکي تیوډور هرتزل د اهدافو د عملي کولو لپاره د برتانوي استعمار بشپړ ملاتړ اعلانوي.
تر دې اعلامیې وروسته، د ملتونو ټولنې (League of Nations) په ۱۹۲۲ کال کې برتانیې ته د فلسطین قیمومیت وسپاره، څو دغه سیمه اداره کړي. د قیمومیت دغه سند نه یوازې د بالفور اعلامیې متن تصویب کړ، بلکې پر فلسطین حق یې یوازې د یهودانو وباله، چې له دې سره په سیستماتیک ډول فلسطین ته د یهودو مهاجرت او د فلسطیني وګړو د ځمکو غصب پیل شو.
لیکوال د ۱۹۱۷ کال وروسته پېښو ته اشاره کوي، چې څرنګه برتانوي استعمار د فلسطینیانو پر ځپلو لاس پورې او صهیونیستانو ته یې زمینه برابره کړه، څو د فلسطینیانو ځمکې ونیسي او بومي وګړي له خپلو سیمو په زور وباسي. همداراز، لیکوال په دغه موده کې د برتانویانو پر ضد ولسي مقاومت ته، او په ځانګړي ډول د عزالدین قسام له خوا وسلهوال مقاومت ته هم اشاره کوي.
د جګړې دویم اعلان د ۱۹۴۷–۱۹۴۸ کال دی، چې پکې د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی کمیسیون جوړ شو، د فلسطین د ویش پلان تصویب شو او لومړۍ نکبه رامنځته شوه. لیکوال په دې فصل کې د لومړۍ نکبې د رامنځته کېدو، او له امله یې د شاوخوا ۷۲۰ زره فلسطینیانو ډلهییز مهاجرت، د اسراییلي دولت د جوړېدو، او د ۱۹۴۸ کال د عربي هېوادونو او اسراییلو تر منځ جګړې پر پېښو بحث کوي.
لیکوال باور لري چې د ۱۹۴۸ جګړه یوازې د هېوادونو تر منځ جګړه نه وه، بلکې د اسراییلي استعمار له خوا یو یرغل و، چې نړیوال قدرتونه یې تر شا ولاړ ول. هغه استدلال کوي چې غربي قدرتونه، په ځانګړي ډول برتانیه او وروسته امریکا، د صهیونیستانو د دغې پروژې د تطبیق لپاره لاره هواره کړه، او نه یوازې دا چې د فلسطینیانو په جبري اخراج او مهاجرت یې سترګې پټې کړې، بلکې له صهیونیستانو سره اوږه پر اوږه هم ودرېدل. لیکوال په دې فصل کې همداراز پر هغو عواملو رڼا اچوي چې د ۱۹۴۸ د جګړې د ماتې سبب شول.
د جګړې درېیم اعلان د ۱۹۶۷ جګړه وه، چې اسراییلو پکې د ګولان غرونه، شرقي قدس/یروشلم، غربي تړانګه، غزې تړانګه او سینا ونیولې. په دې فصل کې لیکوال د ۱۹۶۷ جګړې په اړه بحث کوي، او له دې جګړې وروسته د اشغال پر مهال د فلسطینیانو د ژوند، سیاسي وضعیت، او د دې پر څرنګوالي مفصل بحث کوي چې فلسطینیان څرنګه له خپل برخلیک ټاکنې او دیپلوماتیکو مذاکراتو څخه ایستل شوي وو. لیکوال استدلال کوي چې که څه هم په دې جګړه کې عربي هېوادونه مات شول، خو فلسطیني مقاومت تر دې جګړې وروسته را وټوکېد.
د جګړې څلورم اعلان د ۱۹۸۲ د لبنان جګړې او اشغال ته اشاره لري. لیکوال په دې فصل کې د لبنان د محاصرې، د جګړې پر مهال د خپلو خاطرو—چې د اسراییلو د وحشتناکو بریدونو او بمباریو په اړه دي—یادونه کوي. نوموړی وايي چې له دې جګړې د اسراییلو درې اساسي هدفونه وو: په بیروت کې د فلسطیني مقاومت له منځه وړل، رهبري یې له لبنانه ایستل یا نابودول، او په لبنان کې د اسراییلو د خوښې رژیم راوستل.
لیکوال په دې فصل کې د صبرا او شاتیلا په مهاجرو کمپونو کې د زرګونو فلسطینیانو د ټولوژنې په اړه خپل روایت وړاندې کوي، او دا تحلیل کوي چې دغه جګړه یوازې نظامي نه وه، بلکې هممهاله یوه سیاسي جګړه هم وه، چې موخه یې د فلسطین د دولت جوړونې نظریه له منځه وړل وه. د لیکوال په باور، په دې جګړه کې غربي قدرتونه له اسراییلو سره په هر ډګر کې اوږه پر اوږه ولاړ ول، او د فلسطینیانو د ټولوژنې لپاره یې لاره هواره کړې وه.
د جګړې پنځم اعلان د ۱۹۸۷ څخه تر ۱۹۹۵ پورې د الأنتفاضه الأولی یا لومړي پاڅون، د اوسلو توافق، او د فلسطیني ادارې د ایجاد پر پېښو تفصیلي بحث کوي. لیکوال په دې فصل کې وایي چې دغه پاڅون د فلسطینیانو له خوا د فلسطیني قضيې په تړاو د نړۍ توجه او خواخوږي راجلب کړه. هغه په دې فصل کې د اوسلو هوکړهلیک، د فلسطیني ادارې جوړېدو، او پر یاسر عرفات توندې نیوکې کوي. لیکوال د اوسلو مذاکرات یوه ديپلوماتیکه ماتې ګڼي، او وايي چې فلسطینیانو اسراییل پر رسمیت وپېژاند، خو په مقابل کې اسراییلو د فلسطین په نوم دولت ته هېڅ ډول رسمیت ور نه کړ. همداراز، د لیکوال په باور، د اوسلو په هوکړهلیک کې د فلسطیني وګړو د ځمکو، د یهودي مېشتځایونو پراخېدو، د مهاجرینو د بېرته ستنیدو، او د قدس د برخلیک په اړه له اسراییلو هېڅ ډول واضح توافق وانخیستل شو.
د جګړې شپږم اعلان د ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۱۴ کلونو پورې پېښو ته ځانګړی شوی، چې پکې د دوو دولتونو د رامنځته کولو د مذاکراتو ناکامي، دویم پاڅون یا انتفاضه، او پر غزه د ۲۰۰۸–۲۰۰۹، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو خونړۍ او غیر مساوي جګړې بحث شوي دي. لیکوال دا جګړه یوازې نظامي نه ګڼي، بلکې سیاسي، رواني او ډیجیټلي جګړه یې هم بولي، چې اصلي هدف یې دا و چې د اسراییلي استعمار پر وړاندې فلسطینی مقاومت غیرمشروع وښيي. همداراز، لیکوال څرګندوي چې د فلسطین اشغال او د غزې محاصره د غربي رسنیو او سیاست لهخوا یو عادي وضعیت ګڼل شوی دی. په دې فصل کې لیکوال د اسراییلو له نظامي پالیسیو څخه د امریکا پر دوامداره ملاتړ، له اسراییلو سره د عربي هېوادونو د عادي اړیکو جوړولو پر پروسې، او همداراز د ملګرو ملتونو پر ناکامۍ چې د فلسطینیانو د ساتنې برخه کې یې خپله دنده نه ده ترسره کړې، سخت نقد کوي.
په خاتمه کې لیکوال موضوع راټولوي او دغه شخړه یوه استعماري جګړه بولي، چې اسراییلو د برتانیې او امریکا په مرسته مخته وړې ده، او فلسطینیان له پیل څخه محکوم پاتې شوي دي. د لیکوال په باور، فلسطینی اړخ باید دا درک کړي چې امریکا د فلسطین په قضیه کې بېطرفه نه ده، بلکې پخپله د شخړې یو لوری دی، او په حقیقت کې د اسراییلو له خوا جوړ شوی پلان همدا امریکا عملي کوي. لیکوال په دې فصل کې د فلسطین او اسراییلي رژیم تر منځ د دې سل کلنې جګړې د حل لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم وړاندې کوي.
د رشید خالدي کتاب د هر هغه چا لپاره چې غواړي د فلسطین–اسراییلو ترمنځ اوسني وضعیت درک کړي، او همداراز د سیاسي علومو د محصلینو او استادانو لپاره یو مهم او ضروري اثر دی. لیکوال په دې اثر کې له خورا لومړی لاس سرچینو او موثقو معلوماتو استفاده کړې، دقیق او ژور تحلیل یې وړاندې کړی دی.
البته د کتاب له ادبیاتو داسې ښکاري چې لویدیځ میشتو لوستونکو ته لیکل شوی، او شاید همدا لامل وي چې لیکوال په ځینو برخو کې په فلسطین کې د اسلامي خوځښتونو، په ځانګړي ډول د حماس، هغه بریدونه چې د دویمې انتفاضې پر مهال یې ترسره کړي، نقدوي او د نړیوالو قوانینو خلاف یې ګڼي. د کتاب ژبه خورا روانه او اسانه ده، او پیغام یې په مؤثر ډول وړاندې شوی. دا کتاب پر دې ارزي چې پر ملي ژبو وژباړل شي.