د لویې منځنۍ آسیا لپاره د امریکا ستراتیژي – فریډریک سټار او نور
لیکوالان: اېس. فریډریک سټار، اېس. اېنډرز ویمبوش، سوانتې ای. کورنل، ماموکا څیرېتیلي، او لاورا لیندېرمن
ژباړه: احمد نشاط کلیوال
لنډیز
امریکا اړتیا لري چې د لویې منځنۍ آسیا لپاره یوه اغېزمنه او هدفمنده ستراتیژي طرحه او تطبیق کړي، څو په دې سیمه کې د خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي موقف د پیاوړتیا زمینه برابره کړي. د دې ستراتیژۍ له لارې به متحده ایالات وکولای شي، نه یوازې د چین او روسیې ترمنځ پر اړیکو اغېز ولري، بلکې د آسیا د جیوپولیټیکو سیالیو، او د طبیعي منابعو پر مهمو نړیوالو بازارونو، په ځانګړې توګه د دې سیمې د یورانیم، نفتو او طبیعي ګازو پر استخراج او وېش هم خپله نفوذ پراخ کړي.
دا وړاندیز شوې ستراتیژي امریکا ته آزاده او مستقیمه لاسرسي برابروي، څو د اتومي ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د احتمالي امنیتي ستونزو او ګډوډیو مخنیوی وشي. له بلې خوا، دا ستراتیژي امریکا ته دا چانس ورکوي چې د تکنالوژۍ، طبیعي منابعو استخراج، او لوجستیکي اسانتیاوو له لارې د امریکایي پانګوالو لپاره خوندي او باوري فرصتونه رامنځته کړي. ستراتیژي همداراز دا وړتیا لري چې په سیمه کې د امریکا اندېښنو ته عملي ځواب ووايي او د دې هېواد اوږدمهاله ګټې خوندي کړي.
یادې اندېښنې او ګټې عبارت دي له: د ایران د احتمالي اتومي پرمختګ مخنیوی؛ په سیمه کې د پانګونې او خصوصي سکتور لپاره د ګټورو فرصتونو رامنځته کول؛ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه؛ او د نړیوال امنیت لپاره پر چین متمرکزه ستراتیژي، چې متحده ایالات چین د خپل یوه راټوکېدونکي ستر سیال په توګه ارزوي.
د امریکا متحده ایالاتو له لوري د ځانګړې ستراتیژۍ په برخه کې اړین ګامونه
د منځنۍ آسیا تعریف دې پراخ شي، څو آذربایجان هم پکې شامل شي، او دا سیمه دې د “لويې منځنۍ آسیا” په نوم وپېژندل شي؛ د سیمهییز تعامل لپاره دې د “C6+1” پلاتفورم فعال وساتل شي، چې ګډو اقداماتو ته لومړیتوب ورکړي، نه یوازې هغو پروګرامونو ته چې مشخصو هېوادونو ته ځانګړي وي.
د ملي امنیت شورا په چوکاټ کې دې د ولسمشر یو ځانګړی استازی د لويې منځنۍ آسیا لپاره وټاکل شي، څو د امریکا د ستراتیژیو طرحه، همغږي، او د سفارتونو ترمنځ همکارۍ تنظیم کړي.
په بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو کې دې شته بېرواکراټیک خنډونه لرې شي، څو یوه واحده سیمهییزه ستراتیژي په مؤثر ډول تطبیق شي. دا اصلاحات به دا یقیني کړي چې د امریکا ګټې نه یوازې په منځنۍ آسیا، بلکې د دې سیمې له جغرافیوي او اقتصادي پلوه تړلو سیمو لکه جنوبي قفقاز، مغولستان او افغانستان کې هم خوندي پاتې شي.
یوه ناحکومتي اداره د “د امریکا–لويې منځنۍ آسیا د سوداګرۍ شورا” په نوم تأسیس شي، چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې وي. دا شورا باید د هر منځنۍ آسیا هېواد لپاره ځانګړې څانګه ولري، څو د ګډو ویزو، پروتوکولونو، چټک تګ راتګ او سیمهییزو سوداګریزو اړیکو د همغږي کولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د سیمهییز امنیت لپاره باید یو ګډ چوکاټ جوړ شي، چې تمرکز یې د استخباراتي معلوماتو پر تبادله، د ترهګرۍ ضد همکارۍ او ګډو امنیتي نوښتونو وي. دا نوښتونه دې د “جورج سي. مارشال د امنیتي مطالعاتو مرکز” په څېر ادارو لهخوا ملاتړ شي، څو د امنیتي ثبات لپاره یو پیاوړی بنسټ رامنځته شي.
موخې
د داسې مؤثرې ستراتیژۍ طرحه کول او تطبیق، په هغو برخو کې چې د امریکا د سترو ستراتیژیکو او اقتصادي ګټو برخه ګڼل کېږي، کولای شي د امریکا متحده ایالاتو رقابتي موقف پیاوړی کړي او د امریکا د سیالو دولتونو ګټې او منافع محدودې کړي.
یادې وړاندیز شوې ستراتیژۍ ته دا زمینه برابره شوې چې امریکا لويې منځنۍ آسیا ته ازاد لاسرسی ولري، څو د امریکا څلورو اساسي اندېښنو ته ځواب ووايي:
لومړی: د ایران لهخوا د اټومي وسلو د احتمالي پرمختګ موضوع، د امریکا لپاره یوه جدي اندېښنه ده. په حقیقت کې، د لويې منځنۍ آسیا شپږ هېوادونه د لویو قدرتونو لهخوا احاطه شوي دي، چې له دې ډلې څلور یې—چین، هند، روسیه او پاکستان—اوس مهال اټومي ځواکونه دي. پنځم هېواد، ایران، فعاله هڅه کوي چې دا ځواک ترلاسه کړي، او شپږم هېواد، ترکیه، هم دا وړتیا لري چې اټومي ځواک ته وده ورکړي.
په دې سیمه کې د شخړو احتمال ډېر دی، ځکه چې دا د مختلفو هېوادونو د ګډو یا متضادو ګټو څلورلارې ته ورته ده. له همدې امله، دا سیمه د نړیوالو شخړو د رامنځته کېدو له خطر سره مخ ده، او د شخړو د مخنیوي امکانات یې کم دي.
دویم: د امریکا لپاره، لويه منځنۍ آسیا د پانګونې او د خصوصي سکتور د فعالیت له پلوه، یو له مهمو نړیوالو فرصتونو څخه شمېرل کېږي. هغه مهم ترانسپورتي دهلېزونه چې له دغې سیمې تېرېږي—په ځانګړي ډول “منځنی دهلېز” (Middle Corridor)—د امریکا ملاتړ ته اړتیا لري. دغه دهلېزونه کولای شي سیمه له نړیوالو بازارونو سره ونښلوي او له انزوا یې راوباسي، چې دا کار به د امریکا سوداګریز موقف نور هم پیاوړی کړي.
د لويې منځنۍ آسیا هېوادونه د بډایه انرژۍ، نایابو کانونو او نورو مهمو طبیعي سرچینو لرونکي دي، چې دا د امریکا او د هغې د سیالو دولتونو (په ځانګړي ډول چین) لپاره خورا ارزښت لري. د بېلګې په توګه، قزاقستان او ازبکستان د یورانیم، لیتیم او نایابو عناصرو له پلوه شتمن هېوادونه دي، او امریکا هڅه کوي چې دغو سرچینو ته لاسرسی ومومي، او دا سرچینې د خپلو سیالانو لپاره محدودې کړي.
درېیم: ترهګري د منځنۍ آسیا هېوادونو او امریکایي چارواکو لپاره یوه مهمه اندېښنه ده. دا خطر نه یوازې لویدیځ، بلکې ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کوي. ځینې ترهګریز حرکتونه په خپله په سیمه کې رامنځته شوي، چې رېښې یې پخوانیو ایډیالوژیو او ژورو تاریخي سیالیو ته رسېږي، خو ډېر یې بیا د ایران او پاکستان په څېر هېوادونو له لارې لويې منځنۍ آسیا ته انتقالېږي.
سربېره پر دې، د منځني ختیځ د رژیمونو د نفوذ پراخولو هڅې هم دا ستونزه لا نوره پېچلې کړې ده. افغانستان د دغو ټولو بهیرونو یوه مهمه تقاطعي نقطه ده. له همدې امله، د دې وضعیت دقیق څار، او له سیمهییزو هېوادونو سره د ترهګرۍ ضد همکارۍ پراخول، د امریکا لپاره د ملي ګټو یوه مهمه برخه ده.
څلورم: د امریکا د نړیوال امنیت ستراتیژي دا مهال پر چین متمرکزه ده، ځکه چین د یوه ستر سیال په توګه ارزول کېږي. لويه منځنۍ آسیا هم د دې سیالۍ یوه مهمه برخه ده. چین نه یوازې له دې سیمې سره ګډه پوله لري، بلکې اروپا او منځني ختیځ ته یې لارې هم له همدې ځایه تېرېږي. دغه راز، دا سیمه د روسیې او ایران له ستراتیژیکو اهدافو سره هم تړاو لري.
لويه منځنۍ آسیا، له جیوپولیټیکي او اقتصادي پلوه، یوه مهمه نښلونکې سیمه ده. د امریکا لپاره دا مهمه ده چې په دې سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي، د بدیلو سوداګریزو لارو جوړول او د طبیعي زیرمو تنوع رامنځته کول تنظیم کړي، څو د چین جغرافیایي او اقتصادي برلاسي کمزورې شي.
تحلیل: د لويې منځنۍ آسیا راڅرګندېدل
د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د منځنۍ آسیا لپاره یو شمېر ستراتیژیک اسناد تصویب کړل. که څه هم په دغو اسنادو کې یو شمېر مهمو موضوعاتو ته اشاره شوې، خو دا اسناد په اصل کې واقعي ستراتیژۍ نه وې، بلکې د بېلابېلو پروژو یو ناسم همغږی لړلیک و، چې آن د یو بل سره یې مستقیم تړاو نه درلود. سره له دې، په هغه وخت کې دا اسناد ارزښتناک ګڼل کېدل، خو تر ټولو مهمه دا وه چې دا اسناد د امریکا له پراخې نړیوالې ستراتیژۍ سره همغږي نه وو.
تر دې دمه، د امریکا سیاستوالو د شوروي اتحاد پخوانۍ کټګورۍ منلې وې، او منځنۍ آسیا یې یوازې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان څخه جوړه ګڼله. خو درې لسیزې وروسته، دا تعریف خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. اوس اړتیا ده چې د دې اصلي هېوادونو تر څنګ، آذربایجان هم د لويې منځنۍ آسیا د یوې مهمې برخې په توګه وپېژندل شي، ځکه نه یوازې دا چې د دغې سیمې هېوادونه، بلکې آذربایجان هم ځان د یوه واحد سیاسي–اقتصادي سیمهییز جوړښت برخه ګڼي. له همدې امله، د “لویې منځنۍ آسیا” اصطلاح د دې سیمې لپاره هم مناسبه ده، او هم د امریکا د جیوپولیټیکي ستراتیژۍ سره اړخ لګوي.
خو دا ستراتیژي باید یوازې د اصلي هېوادونو پر محور متمرکزه نه وي، بلکې هغه نږدې هېوادونه هم باید پکې شامل وي، چې د لويې منځنۍ آسیا د بریا لپاره حیاتي ملاتړ برابروي. په دغو هېوادونو کې، چې د سیمې په څنډو کې پراته دي، جورجیا، ارمنستان او منګولیا شامل دي. دا هېوادونه د بندري خدماتو، ترانسپورتي اسانتیاوو، اقتصادي ګټو او جیوپولیټیکو اړیکو له لارې یو بنسټیز ملاتړ برابروي، چې د سیمې د یووالي او ثبات لپاره اړین دی.
افغانستان هم باید د لويې منځنۍ آسیا د ستراتیژۍ برخه وګرځول شي. که څه هم دا هېواد ښايي په لومړي سر کې د استثنایي موقعیت له مخې پکې شامل شي، خو ورو ورو باید د یوه بشپړ او مهم غړي په توګه ومنل شي. هېڅ مرکزي سیمه نه شي کولای د پراخې سیمې په توګه راڅرګنده شي، تر هغه چې د هغې پراخېدونکې برخې پکې جذب نه شي. افغانستان، له تاریخي پلوه، د دې سیمې یوه نه بېلېدونکې برخه پاتې شوې ده، او اوس هم د دې جیوپولیټیکي فضا یوه طبیعي غځېدنه ده.
له بده مرغه، امریکا لا هم افغانستان ته د یوې ستونزې په سترګه ګوري، نه د یو فرصت په توګه. دا لیدلوری که څه هم تاریخي توجیه لري، خو اوس باید پرې بیا کتنه وشي. اړتیا ده چې افغانستان د یوه دوامداره ستونزې پر ځای، د سیمهییز ثبات لپاره یو مدیریتېدونکی شریک وګڼل شي. افغانان او د منځنۍ آسیا خلک، دواړه د ستراتیژیکې همکارۍ اړتیا درک کوي، ځکه چې دوی ژور، طبیعي او دوامدار تاریخي او فرهنګي اړیکې لري.
سربېره پر دې، د افغانستان او د هغه د نږدې ګاونډیانو —لکه چین، پاکستان، ایران او هند— ترمنځ د امنیتي او اقتصادي اړیکو چټک تحول، امریکا ته نوي ستراتیژیک فرصتونه او هممهاله نوي ګواښونه رامنځته کړي دي، چې تر دې دمه لا نه دي تعریف شوي. دا ټول واقعیتونه دا ایجابوي چې افغانستان د ستراتیژیک تحلیل یوه اساسي برخه وګرځول شي، نه یوازې یوه فرعي مسئله.
لویه منځنۍ آسیا د شپږو هېوادونو مجموعه ده، چې له هر لوري د اتومي ځواکونو له خوا احاطه شوې ده. چین، هند، روسیه او پاکستان اټومي وسلې لري؛ ایران هڅه کوي چې دا ظرفیت ترلاسه کړي، او ترکیه هم دا وړتیا لري چې پر اټومي قدرت واوړي. له همدې امله، د دې سیمې هر ډول شخړه نړیوالو ته ستر ګواښ پېښولای شي. د امریکا بنسټیزه ګټه دا ده چې له دغو احتمالي خطرونو مخنیوی وکړي، او د سیمهییز ثبات ملاتړ وکړي.
اوس مهال، ډېری نړیوال قدرتونه لکه جاپان، جنوبي کوریا، اروپایي اتحادیه، روسیه، چین، ترکیه او خپله امریکا، له منځنۍ آسیا هېوادونو سره مشورتي همکاریز میکانېزمونه جوړ کړي دي. دا میکانېزمونه که څه هم ګټور تمام شوي، خو پر سیمه یې فشار هم راوستی، او دا اړتیا نوره هم څرګندوي چې باید یوه پیاوړې مرکزي سیمهییزه همغږي رامنځته شي. دا د امریکا او نورو دوستو هېوادونو مسؤلیت دی چې د دې هېوادونو ترمنځ د یووالي او ځواکمنتیا زمینه برابره کړي، څو دا سیمه د یو نوي سیمهییز ځواک په توګه راپورته شي.
د لویې منځنۍ آسیا هېوادونه پخپله هم هڅه کوي چې خپل سیمهییز جوړښتونه پراخ کړي، او د دې لپاره د نورو نړیوالو جوړښتونو، لکه د آسیان (ASEAN) او د شمالي هېوادونو شورا (Nordic Council) له تجربو استفاده کوي. د امریکا ملاتړ د دغو هڅو لپاره مهم دی، خو باید ډاډ ترلاسه شي چې دغه جوړښتونه یوازې د سیمې لپاره ځانګړي پاتې شي، او د روسیې یا کوم بل بهرني ځواک نفوذ پرې مسلط نه شي. داسې تجربې مخکې هم شوې دي؛ د ۱۹۹۰مې لسیزې د منځنۍ آسیا اقتصادي اتحادیه هغه مهال له منځه لاړه، کله چې روسیې غوښتل پکې شامل شي، او وروسته دا اتحاد د یوریشیایي اقتصادي اتحادیې له خوا ځای پر ځای شو.
متحده ایالات باید دا تضمین ورکړي چې دغه تېروتنه بیا تکرار نه شي، او دا چې د لویې منځنۍ آسیا ثبات، او له هغې سره د امریکا ستراتیژیک بریالیتوب، باید پر دې اصل ولاړ وي چې د سیمې هېوادونه پخپله تر ټولو مهم تطبیقوونکي ځواکونه دي. امریکا باید له دغو هېوادونو سره کار وکړي، نه دا چې پر هغوی کار تحمیل کړي.
په پای کې، د امریکا د ستراتیژۍ بنسټ باید دا باور وي چې د اقتصادي سوکالۍ له لارې به دا هېوادونه ورو ورو سیاسي ازادۍ، ازاد بازارونه، او نړۍ ته پرانستې ټولنې رامنځته کړي. دموکراتیک ارزښتونه او د بشري حقونو احترام به هم وروسته، د دې پرمختګ یوه طبیعي پایله وي. امریکا باید دا ارزښتونه د تعامل د شرط په توګه مطرح نه کړي، بلکې دا باید د دواړو لوریو ترمنځ د باور پر بنسټ، د اوږدمهاله پرمختګ یوه برخه وګڼي.
په لويه منځنۍ آسیا کې ستراتیژیک اقدامات
متحده ایالات نه شي کولای چې په لويې منځنۍ آسیا کې د چین د “یو کمربند، یوه لار” (BRI) سترې پروژې یا د ترکیې د پراخېدونکو طرحو په کچه اقتصادي پانګونه وکړي. همداراز، امریکا دا توان نه لري چې د دغې سیمې امنیت د خپلو سرتېرو په ځای پر ځای کولو، پراخو نظامي مداخلو، یا د امنیتي سازمانونو د غړیتوب له لارې تضمین کړي. د دې واقعیتونو په منلو سره، لاندې اقدامات هغه څه دي چې هم عملي دي او هم کولای شي اغېزمنې پایلې ولري:
۱. د سیمه ییزو ځانګړو جوړښتونو د رامنځته کېدو لپاره د اسانتیاوو برابرول
په تېرو کلونو کې د امریکا یو ستر محدودیت دا و، چې باید له پنځو تر اتو بېلابېلو هېوادونو سره د هرې موضوع په اړه جلا تعامل درلودای. لويه منځنۍ آسیا لا هم داسې سیمه ییز همغږي نهادونه نه لري چې د سیمې په کچه یو واحد دریځ رامنځته کړي، نو ځکه یې د ډېرو مهمو موضوعاتو پر وړاندې ګډ غبرګون کمزوری وي. پخواني استعماري قدرتونه له دې تشې ګټه اخیسته او “ووېشه او حکومت وکړه” تګلاره یې پلي کوله.
اوسنی ستراتیژیک هدف باید دا وي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ داسې ګډ نهادونه رامنځته شي چې غړي هېوادونه وکولای شي د اړتیا پر وخت همغږي او مشترک اقدام وکړي. متحده ایالات باید د دا ډول جوړښتونو له ایجاد څخه ملاتړ وکړي او ورته اسانتیاوې برابرې کړي، خو د نهادونو د بنسټ ایښودو او رهبري چارې باید د سیمې هېوادونو ته پرېښودل شي.
۲. د خصوصي سکتور د پانګونې ملاتړ
په لويې منځنۍ آسیا کې د امریکا خصوصي سکتور لهخوا د تېلو، ګاز، معلوماتي ټکنالوژۍ او نورو برخو کې پانګونې دوام لري. دا سیمه ورځ تر بلې د امریکایي صنعتي او مصرفي توکو لپاره مهم بازار ګرځي. امریکا باید د خپلو شرکتونو د پانګونې د پراختیا لپاره هڅو ته دوام ورکړي، او د هغو سوداګریزو لارو د پراختیا ملاتړ وکړي، چې سیمه له اروپا، جنوبي او سویل ختیځه آسیا سره نښلوي. همداراز، امریکا باید د ترانزیټي بندرونو، لارې او وارداتي تعریف شوو برخو ته لاسرسی ته هم توجه وکړي او ملاتړ یې وکړي.
۳. د امنیتي همکارۍ لپاره د سیمه ییز چوکاټ جوړول
د وړاندیز شوي امنیتي چوکاټ موخه باید دا وي چې د سیمې د شته ګواښونو—په ځانګړې توګه د پولو پورې اړوند ترهګرۍ او نورې ګډوډوونکې فعالیتونه—مخنیوی وشي. دا چوکاټ باید د سیمې د پوځي او امنیتي ادارو ترمنځ همغږي، د ګډو عملیاتو ترسره کول، د استخباراتي معلوماتو شریکول او د تخنیکي همکارۍ پراخول تضمین کړي.
همداراز، باید له متحده ایالاتو سره د سیمې د پوځي افسرانو او امنیتي پرسونلو لپاره تماسونه پراخ شي، او دا کار باید د امریکا د دفاع وزارت له اړوندو تعلیمي او تحلیلي بنسټونو سره په همغږي وشي. لکه د جورج مارشال د امنیتي مطالعاتو مرکز (ګارمیش، آلمان)، د فورټ لیون ورث پوځي کالج (کانزاس)، جګړې کالجونه، او نور بنسټونه. دا ډول تماسونه نه یوازې همغږي زیاتوي، بلکې د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د تفاهم فضا هم رامنځته کوي.
۴. له نویو متخصصینو سره د اړیکو پراخول
امریکا باید له هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي، چې د لويې منځنۍ آسیا ځوان متخصصین او زدهکوونکي د تحصیلي یا مسلکي پرمختګ لپاره امریکا ته جذبوي. همداراز، په سیمه کې دننه باید داسې نوښتونه وده ومومي، چې دغه ځوانان له خپلو مسلکي سیالانو سره وتړي. باید د تعلیمي بورسونو اوسني پروګرامونه ونه یوازې وساتل شي، بلکې پراخ شي، او پوهنتونونه او شرکتونه دې وهڅول شي چې د سیمې لپاره ځانګړي پروګرامونه رامنځته کړي.
دغه زدهکوونکي باید له امریکایي ارزښتونو لکه ازاد بازار اقتصاد، سیاسي پروسو، رسنیو، او معلوماتي بنسټونو سره آشنا شي، څو د یو ګډ فکر بنسټ کېښودل شي.
۵. د مطبوعاتو، انټرنټ او رسنیو له لارې د سیمه ییز پیغام پراخول
په لويې منځنۍ آسیا کې ډېر وګړي د سیمې د پراخو تحولاتو یا د امریکا د لیدلوري په اړه کافي معلومات نه لري. امریکا باید د سیمه ییزو ژبو او انګلیسي له لارې د رسنیو، انټرنټي خپرونو او تلویزیوني پروګرامونو ملاتړ وکړي، څو خپل پیغام په اغېزمن ډول ورسوي. دغه پیغام باید داسې وړاندې شي، چې سیمه د یووالي او شریک واقعیت په توګه معرفي شي، نه د جلا جلا هېوادونو د مجموعې په بڼه. همداراز، د انګلیسي ژبې ترویج باید د یوه پرمختیایي هدف په توګه پراخ شي.
۶. له متحدینو سره د ستراتیژیو همغږي
امریکا باید له هغو همفکره قدرتونو سره، چې په سیمه کې فعاله ونډه لري، همغږي پراخه کړي—لکه اروپا، جاپان، ترکیه، کوریا او هندوستان. اړتیا ده چې د مشورتي او همغږۍ پروسې له لارې، ګډ فرصتونه وپېژندل شي، او هلته چې ستراتیژۍ یو له بل سره همراهي لري، ګډ اقدام وشي. دا نه یوازې د منابعو مؤثر کارونې ته لاره هواروي، بلکې د امریکا د نفوذ لپاره هم یو څو اړخیز بنسټ برابروي.
پای
ډاکټر اېس. فریډریک سټار (S. Frederick Starr)
ډاکټر فریډریک سټار د “مرکزي آسیا–قفقاز انسټیټوټ” بنسټ ایښودونکی او د جان هاپکنز پوهنتون څېړنیز استاد دی. ښاغلی سټار د منځنۍ آسیا او افغانستان له لارې د ترانسپورتي لارو د بیا پرانیستو موضوع ته ځانګړې پاملرنه کړې. او دغه راز سټار ګڼ کتابونه او مقالې لیکلي چې د امریکا د پالیسۍ پر جوړښت یې اغېز کړی، لکه The New Silk Roads او Lost Enlightenment.
اېس. اېنډرز ویمبوش (S. Enders Wimbush)
ویمبوش یو ستراتیژیک شنونکی دی چې له بووز الن هیملټن، رېنډ، او نورو مؤسسو سره یې کار کړی. هغه د سړې جګړې په وروستیو کې د رېډیو لیبرټي مشر و، او وروسته د امریکا د نړیوالو رسنیو د نظارت غړی شو. هغه د شوروي د مسلمانانو، صوفییزم، او روسیې د کمزوري کېدو په اړه مهم کتابونه لیکلي.
ډاکټر سوانتې ای. کورنل (Svante E. Cornell)
ډاکټر کورنل د مرکزي آسیا–قفقاز انسټیټوټ مشر او د سویډن د امنیت او پراختیا انسټیټوټ شریک بنسټاېښودونکی دی. هغه د قفقاز، ترکیې او منځنۍ آسیا د امنیت، دولت جوړونې او جرمونو په اړه تخصص لري. د هغه له مشهورو کتابونو څخه دي: Small Nations and Great Powers او The Long Game on the Silk Road.
ډاکټر ماموکا څیرېتیلي (Mamuka Tsereteli)
ډاکټر څیرېتیلي د اقتصاد او انرژۍ د امنیت متخصص دی چې له درېو لسیزو زیات تجربه لري. هغه د امریکا–جورجیا سوداګریزې شورا مشري کوي او د “امریکن یونیورسټي کیف” له بنسټګرو څخه دی. هغه د شوروي د علومو له اکاډمۍ د اقتصاد په برخه کې ډاکټري اخیستې او ګڼو نړیوالو کنفرانسونو ته یې ویناوې کړي.
لاورا لیندېرمن (Laura Linderman)
لاورا لیندېرمن د اف پي سي (AFPC) د یورېشیا د پروګرامونو مشره او لوړپوړی څېړونکی ده. هغې د جورجیا، ارمنستان او آذربایجان په اړه د بهرنیو چارو کارکوونکو ته روزنه ورکړې. هغې د انسان پېژندنې او جرمني ادبیاتو کې BA او د انډیانا پوهنتون نه MA اخیستی.