اوکراین څه ډول په ډرون بریدونو یو لوی دودیز او اتومي ځواک چلینج کړ؟ – ایان برمر
لیکوال: ایان برمر
ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز
منبع: پراجیکټ سنډیکېټ
د جون په لومړۍ نېټه، اوکراین د معاصرو جګړو په تاریخ کې خورا حیرانوونکي نا انډوله عملیات ترسره کړل. اوکرایني ځواکونو د خپلې خاورې دننه جوړ شوي FPV (د لومړي شخص لید) ډرونونه د روسیې په ژور ختیځ، سایبیریا، د منګولیا سرحد او حتی تر شمالي قطب پورې وکارول او پر څو پوځي هوایي اډو یې هممهاله بریدونه ترسره کړل.
د “غڼې ځالې عملیات” په نامه کمپاین کې نږدې ۲۰ ستراتیژیکو الوتکو ته زیان ورسېد، چې پکې اتومي بم وړونکې الوتکې او د ګواښ وړاندوینه کوونکې الوتکې هم شاملې وې. (اوکراین ادعا کوي چې اصل زیانونه ښايي تر ۴۱ الوتکو پورې ورسېږي.) یوازې دوه ورځې وروسته، د اوکراین امنیتي خدماتو بیا برید وکړ — دا ځل یې د اوبو لاندې چاودنو په وسیله کرچ پُل ته تاوان ورساوه. دا پُل د روسیې او اشغال شوې کریمیا تر منځ مهم سړک او رېل لاره ده. د کیف پیغام څرګند و: “کېدای شي موږ په شمېر او ځواک کې کوچني یو، خو موږ کولای شو سخت ګوزار وکړو — او دا به د روسیې دننه هر ځای ترسره کړو.”
اوکراین داسې ډرونونه کارولي چې د آی فون له بیې هم ارزانه تمام شوي. د همدې وسیلو په کارولو یې د روسیې هغه ستراتیژیکې بمبار کوونکې الوتکې له منځه وړي چې بیه یې تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو زیاته ده — داسې الوتکې چې د بندیزونو او د روسیې د زوړ صنعتي بنسټ له امله یې بیا رغول تقریباً ناشوني دي. نږدې د یو ډالر پانګونې پر وړاندې د درېیو لکو ډالرو د عاید ترلاسه کېدو په توګه دا هغه ډول نا انډوله عملیات دي چې کولای شي د معاصر جنګ اصول بدل کړي.
د مادي زیان تر څنګ، تر ټولو مهم څه دا دي چې دا بریدونه څه ښيي: دا چې یو کوچنی، خو باعزمه او نوښتګر هېواد کولی شي د ټیټ لګښت، پراخېدونکې او غیر متمرکزې ټکنالوژۍ له لارې یو ډېر لوی او دودیز ځواک وننګوي — ان د یو اتومي ځواک د دویم برید وړتیا هم زیانمنه کړي. دا درسونه به له تایپي نیولې تر اسلام اباد پورې خپاره شي.
په بیړنۍ توګه، د اوکراین دا بریدونه ښايي هغه ستراتیژیکې فرضیې وننګوي چې درې کاله یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فکر لارښوونه کړې. له کله راهیسې چې هغه خپل بشپړ یرغل پیل کړی، پوتین دا باور درلود چې کولی شي اوکراین له پښو وغورځوي — د هغه دفاعي ځواکونه کمزوري کړي، د لویدیځ ملاتړ له منځه یوسي او د واشنګټن او اروپا سیاسي بدلون ته انتظار وکړي. دا باور د دې سبب شوی چې پوتین جدي خبرو ته چمتو نه شي. خو د اوکراین د ډرون او تخریب عملیاتو بریا د پوتین د بریا تیوري تر پوښتنې لاندې راوستې. دا ښيي چې اوکراین نه یوازې د جګړې کرښه ساتي یا یوازې د زغم جګړه پرمخ وړي، بلکې میدان بدلوي او پر روسیې داسې لګښتونه واردوي چې کریملن یې تمه نه درلوده.
دا بدلون، په ځانګړي ډول، د ډیپلوماسۍ په بهیر کې اهمیت لري. د ډرون بریدونو وخت — یواځې ۲۴ ساعته د استانبول له خبرو مخکې — تصادفي نه و. د اوکراین اقداماتو دا پیغام ورکاوه چې دوی له کمزوري دریځ څخه خبرې نه کوي او په ناوړه معاملې نه راضي کېږي. که څه هم د استانبول خبرې، لکه څنګه چې تمه کېده، بې پایلې وې — یوازې یو ساعت یې دوام وکړ او د دواړو خواوو د دریځونو ترمنځ نه پخلا کېدونکي توپیرونه یې وښودل — خو دا چې روسان د داسې شرموونکي شکست سمدلاسه وروسته خبرو ته حاضر شول، ښيي چې کریملن اوس د جګړې دوام د روسیې لپاره له خطر سره مخ ګڼي.
یقیناً چې دایمي سولې ته رسېدل لا هم لرې ښکاري. اوکراین لا هم د بې قید و شرطه اوربند غوښتنه کوي، خو روسیه یې ردوي. په استانبول کې د روسیې مرکچیانو دوه داسې وړاندیزونه وکړل چې دواړه د منلو نه وو: یا دې اوکراین د روسیې له خوا د ادعا شویو سیمو څخه شاتګ وکړي، یا دې د وسلو بیا برابرولو وړتیاوو باندې محدودیت ومني، چې پکې د لویدیځ پوځي مرستو بندېدل هم شامل دي.
خو د اوکراین د ځواک مظاهره روسیې ته دلیل ورکوي چې خبرو ته دوام ورکړي او لږ تر لږه محدودو هوکړو ته هیله زیاته کړي. که د امریکا له خوا مناسب فشار واچول شي، په ګډه له اروپايي متحدینو سره، نو اوکراین اوس ښه چانس لري چې یو ۳۰ ورځنی اوربند، د بشري مرستې لاره یا د بندیانو تبادله ترلاسه کړي او دا لومړنی پړاو کېدای شي چې وروسته په یو لوی او دوامداره تړون باندې بدل شي.
له بلې خوا، د اوکراین وروستۍ بریاوې د یوې خطرناکې جګړې احتمال هم زیاتوي. د روسیې د مخنیوي دریځ زیانمن شوی. د پوتین سرې کرښې — د ناټو پراخوالی، د لویدیځو وسلو استعمال او د روسیې خاوره کې بریدونه — څو ځله ماتې شوې دي، بې له دې چې جدي پایلې ولري. دا چې د روسیې مشر کمزوری ښکاري، د دې امکان زیاتوي چې هغه به د خپل اعتبار د بېرته راوستلو لپاره یو ډراماتیک غبرګون ته اړ شي.
د روسیې بېړنی غبرګون به احتمالاً هماغه زوړ وي: د اوکراین پر ښارونو او زیربناوو باندې دروند بې توپیره بمبار. خو یوه بله ډېره اندېښمنوونکې سناریو دا ده چې پوتین، چې ځان محاصره او سپک احساسوي، ممکن د یو تاکتیکي اتومي برید په اړه فکر وکړي. د داسې یو ګام اخیستو لپاره خطر لا هم لوړ دی، ځکه چین، چې د روسیې تر ټولو مهم نړیوال شریک دی، د اتومي وسلو کارول په کلکه ردوي. خو ان که دا سناریو لا هم لږ امکان ولري، د جون له لومړۍ وروسته اوس تر پخوا زیات ممکن ښکاري.
سربېره پر دې، پوتین دا باور زیات کړی چې لویدیځ — په ځانګړې توګه د ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې امریکا — له مستقیمې پوځي نښتې څخه تر هر څه ډېر وېرېږي. که هغه دا پایله واخلي چې د روسیې موقعیت په جګړه کې نه شي ساتل کېدلی، یا دا چې د روسیې د ډیټرینس دودیزه ځواک له منځه ځي، نو کیدای شي خپله محاسبه بدله کړي.
اوکراین اوس یوازې کریملن نه، بلکې ټولې نړۍ ته یادونه وکړه چې دوی نه یواځې غبرګون ښيي، بلکې پېښې هم بدلولای شي. دا د دې معنا نه لري چې دوی د بریا په لور روان دي او نه دا چې دا جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي؛ خو دا ښيي چې اوکراین نفوذ لري او روسیه به تر هغې ډېر څه له لاسه ورکړي څومره چې پوتین اټکل کاوه. اوکراین د ستراتیژۍ معادله بدله کړې او د ډیپلوماسۍ لپاره یې یوه تنګه کړکۍ پرانیستې — که څه هم د جګړې پای ته رسېدل لا هم مبهم ښکاري، خو بدیل یې دا دی: یوه ژوره، پېچلې او خطرناکه جګړه چې هر څومره اوږدېږي، هومره خطرناکه کېږي.