د امریکا د کانتینمنټ ستراتیژۍ تحول – عزیز احمد فضلي

عزیز احمد فضلي
عزیزاحمد فضلي د ملي پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې رییس او د یاد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړیوالو اړیکو څانګې استاد دی. ښاغلي فضلي خپله ماستري په نړیوالو اړیکو کې له خاتمالنبیین پوهنتون څخه کړې.
د کانتینمنټ (Containment) یا د مهار ستراتیژي د امریکا متحده ایالاتو هغه سیاسي، پوځي او جیوپولیټیک دکتورین و چې د سړې جګړې پر مهال (۱۹۴۷–۱۹۹۱) د شوروي اتحاد د نفوذ او د کمونیزم د پراختیا د مخنیوي لپاره د یوې اوږدمهالې ستراتیژۍ په توګه رامنځته شو. د دې سیاست اساسي منطق دا و چې د امریکا ستر سیال — شوروي اتحاد — باید له جغرافیایي او سیاسي نظره محدود او منزوي وساتل شي، څو ونهشی کولای د خپلې ایډیالوژۍ په وسیله د نورو هېوادونو سیاسي نظامونه تر اغېز لاندې راولي.
امریکا دا درک کړې وه چې د کمونیزم بشپړ له منځه وړل ناممکن دي، خو د هغه د پراختیا د مخنیوي له لارې کېدلای شي د شوروي د داخلي کمزورتیا او زوال زمینه برابره شي. د امریکا د ستراتیژيپوهانو په نظر، شوروي یو داسې نظام و چې یوازې د بهرني نفوذ د پراختیا په وسیله اوږد مهاله پاتې کېدای شو؛ نو که دا پراختیا محدوده او مهار شي، شوروي به له دننه تجزیه او سقوط وکړي. دا تحلیل بالاخره په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي د ړنګېدو او د ختیځ بلاک د نظامونو د بدلون په بڼه تحقق وموند.
د کانتینمنټ د عملي پلي کېدو لپاره امریکا یو پراخ سیاسي، اقتصادي او پوځي میکانیزم رامنځته کړ. د ترومن دکتورین (۱۹۴۷) له مخې یونان او ترکیې ته د پوځي او مالي مرستو اعلان د کمونیزم د نفوذ د مخنیوي لپاره وشو. د مارشال پلان (۱۹۴۸) طرحه د لوېدیځې اروپا د اقتصادي بیا رغونې یوه برنامه وه، چې موخهیې د اقتصادي نارضایتۍ د کمولو په ترڅ کې د کمونیزم جذابیت کمول و. د ناټو جوړېدل (۱۹۴۹) د شوروي د احتمالي یرغل پرضد د لوېدیځو هېوادونو یو نظامي ائتلاف رامنځته کړ. همدارنګه د کوریا جګړه (۱۹۵۰–۱۹۵۳)، د سیټو (SEATO ـ ۱۹۵۴) او سنټو (CENTO ـ ۱۹۵۵) تړونونه، د ویتنام جګړه (۱۹۵۵–۱۹۷۵) او د افغانستان جګړه (۱۹۷۹–۱۹۸۹) ټول د کانتینمنټ ستراتیژۍ د تطبیق برخې ګڼل کېږي. دغه جګړې او تړونونه د امریکا هغه هڅې وې چې د شوروي د نفوذ د پراختیا د مهار لپاره د یو نړیوال امنیتي کمربند په جوړولو تمرکز درلود.

د کانتینمنټ سیاست د نیکولس اسپایکمن د ریملېنډ تیورۍ (Rimland Theory) پر بنسټ جوړ شوی و. اسپایکمن استدلال کاوه چې هر څوک د اوراسیا پر ساحلي پټو یا ریملېنډ کنټرول ولري، د اوراسیا پر واکدارۍ بریالی کېدای شي؛ او څوک چې د اوراسیا واک تر لاسه کړي، د نړۍ برخلیک ټاکي. له همدې امله امریکا هڅه کوله چې د ختیځې اروپا، منځني ختیځ او د جنوبختيځ او ختیځې آسیا له رژیمونه ملاتړ وکړي، څو شوروي ونه شي کولای چې د هارټلېنډ له سیمې څخه خپل نفوذ پراخ کړای شي. د سړې جګړې د ډېرو جګړو او ایتلافونو تر شا دا جیوپولیټیک منطق غالب و.
له شوروي اتحاد وروسته د کانتینمنټ مفکوره له منځه ولاړه نه، بلکې بڼې یې تغیر وموند. د امریکا د بهرني سیاست تمرکز له ریملېنډ څخه هغو سیمو ته واوښت چې د هارټلېنډ او ریملېنډ تر منځ د تلاقۍ په سیمه کې موقعیت لري — هغه سیمې چې جیوپولیټیک پوهان ورته کراسلېنډ (Crossland) وایی. د ۲۱مې پېړۍ د جیوپولیټیکي واقعیتونو په شاليد کې، د امریکا ستراتیژي اوس د روسیې تر څنګ د چین، ایران او شمالي کوریا د مهار پر لور روانه ده. که چیرې د شلمې پېړۍ کانتینمنټ د ناټو، سیټو او سنټو په څېر تړونونو له لارې عملي کېده، نو اوس دا تګلاره په نوو ایتلافونو لکه ابراهیم تړون کې انعکاس مومي.
ابراهیم تړون، چې په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په منځګړتوب د اسراییلو او یو شمېر عربي هېوادونو تر منځ لاسلیک شو، چې په ظاهره د ډیپلوماټیکو اړیکو د عادي کولو یو اقدام و، خو په ژوره تحلیلي کچه د امریکا د نوې جیوپولیټیکي ستراتیژۍ یوه برخه ده. دا تړون د کراسلېنډ په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ د مهارولو یوه وسیله ګڼل کېږي، ځکه دغه سیمه — چې قفقاز، منځنۍ آسیا او د منځني ختیځ برخې رانغاړي — د انرژۍ سرچینو او د نړیوالو ترانزیتي لارو د تلاقۍ مرکز دی. د ټرمپ اداره هڅه کوي چې سعودي عربستان او د منځنۍ آسیا ځینې هېوادونه هم دې تړون ته راجلب کړي، څو یو نوی مهار کمربند جوړ کړي؛ دا ځل د هارټلېنډ د څنډو په ځای د کراسلېنډ په مرکزي محور تمرکز کوي.
د امریکا د نفوذ پراختیا دغه هڅې د سنټو تړون د نوې بڼې په توګه تشریح کېدای شي: جغرافیایي تمرکز بدل شوی، خو ماهیت یې د زړې ستراتیژۍ دوام دی. د شلمې پېړۍ په پای کې د کانتینمنټ ستراتیژي د شوروي د تجزیې لامل شوه، چې ډېر څیړونکي یې د رونالډ ریګن د پالیسیو پایله بولي. په ۲۱مې پېړۍ کې بیا د ډونالډ ټرمپ هڅې د «نوي ریګن» په توګه معرفي کېږي: د هارټلېنډ د ځواک د کمزورولو او د چین د نفوذ د محدودولو لپاره جیوپولیټیک سیاستونه تعقیبول.
په تحلیلي ډول، د امریکا کانتینمنټ ستراتیژي له ریملېنډ څخه کراسلېنډ ته انتقال شوې ده. یعنې که پخوا د سمندري لارو کنټرول د نړیوال ځواک د توازن معیار و، نو اوس د وچې د تلاقۍ سیمې لکه قفقاز، منځنۍ آسیا، ایران او افغانستان د کنټرول بنسټیز ارزښت لري. یادې سیمې نه یوازې د انرژۍ د لارو د تېرېدنې لپاره مهمې دي، بلکې د تمدنونو، اقتصادونو او امنیتي محورونو د وصل نکتې په توګه هم پېژندل کېږي. له دې مخې، د ۲۱مې پېړۍ جیوپولیټیک تحول ښيي چې امریکا له سمندري مهار څخه د وچې په مهار یا د کراسلېنډ په تسلط تمرکز کوي، او دغه بدلون نه یوازې د نړیوال ځواک د توازن هندسه بدلولی شي، بلکې د کراسلېنډ په سیمه کې نوې سیالۍ هم رامنځته کوي.