د آتلانتیک اتحاد ماتېدا؟ – دکتور رفیعالله بېدار

ډاکټر رفیعالله بېدار
ډاکټر رفیعالله بېدار په ۱۹۸۸ کال کې په ماسکو کې په نړیوال تاریخ کې دکتورا اخیستې. ښاغلی بېدار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ په انستیتوت کې استاد او د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي رییس پاتې شوی دی. د دې ترڅنګ، نوموړی د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون او د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې تر دوو لسیزو پورې کاري تجربه لري. همدا راز، ښاغلي بېدار د کابل پوهنتون لپاره یو شمېر درسي کتابونه هم لیکلي، چې په دې کې د نړۍ معاصر تاریخ، «نهضت عدم انسلاک (تیوري، تاریخ و تشکیلات)»، «سازمانهای بینالمللی، بینالحکومتی کشورهای رو به انکشاف» او «مفاهیم و اصطلاحات روابط بینالملل» شامل دي.
د آتلانتیک اتحاد ماتېدا؟ د اوکراین او د نوي نړیوال نظم پر سر د امریکا او اروپا ناهمغږي
لیکوال: ډاکتر رفیعالله بېدار
د متحده ایالاتو د مهمو سیاسي څېرو وروستۍ څرګندونې، په ځانګړي توګه د ډونالډ ټرمپ د سیاسي بهیر له لوري، او په مقابل کې یې د اروپایي مشرانو دریځونه، د آتلانتیکي اتحاد دننه د یوه مخ پر زیاتېدونکي او ژور درز نښه ده.
دا درز یوازې د اوکراین د جګړې د پای تر څرنګوالي پورې محدود نه دی، بلکې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، د نړیوال نظم؛ امنیتي، سیاسي او ارزښتي بنسټونه هم په جدي توګه تر پوښتنې لاندې نیولي دي. دغه وضعیت د نړیوالو اړیکو شنونکي له یوې اساسي پوښتنې سره مخ کوي: ایا اوسنی حالت یوازې یوه موقتي ناهمغږي ده، که د ناټو او اروپایي ټولنې په جوړښتي ثبات کې د یوه ستراتېژیک بېلتون پیلامه ده؟
د متحده ایالاتو دریځ؛ له آتلانتیکي مشرۍ د «لومړی امریکا» تر دوکترینه
د ډونالډ ټرمپ او د هغه د نږدې سیاسي څېرو لکه جي. ډي. وېنس تګلارې، د اروپا او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوال امنیتي نظم پر وړاندې، د امریکا له دودیزو سیاستونو سره څرګنده واټننیونه ښيي. دا لیدلوری د بهرنیو ژمنو پر کمولو، د کورنیو لومړیتوبونو پر پیاوړتیا، او د اروپایي متحدینو په اوږو پر امنیتي بار اچونې ټینګار کوي.
ټرمپ په ښکاره توګه له ولادیمیر زیلېنسکي غوښتي چې د متحده ایالاتو د سولې وړاندیز شوی پلان ومني؛ په هغه پلان کې چې په لومړنیو بڼو کې یې، روسیې ته د اوکراین د ځینو سیمو د سپارلو موضوع هم شامله وه او د کییف او اروپایي متحدینو لهخوا دا د سولې پلان د «تسلیمۍ» په توګه تعبیر شو. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا پخوانیو ادارو د روسیې اوږدمهاله کمزوري کول خپل یو اساسي هدف باله، خو د امریکا نوې تګلاره بیا د خبرو اترو له لارې د جګړې پر ختمولو متمرکزه ده، ان که دا بهیر د روسیې په ګټه د امتیاز ورکونې په بیه هم تمام شي.
جي. ډي. ونس او ملګري یې له اوکراین سره د امریکا پراخې مالي او پوځي مرستې غیرمنطقي بولي او باور لري چې اوکراین د جګړې د دوام وړتیا له لاسه ورکړې ده.
امریکا؛ د اروپا او ناټو پر وړاندې
ټرمپ اروپا «کمزورې» او «د زوال پر لور روانه» بولي او ان د اروپايي تمدن له منځه تللو له ګواښ سره مخامخ ګڼي او له همدې ځایه یې د اروپا ستراتيژيک مشروعیت تر پوښتنې لاندې نیولی دی. ځینې راپورونه ښيي چې واشنګټن هڅه کوي له ځینو اروپایي دولتونو سره د دوهاړخیزو اړیکو د پیاوړتیا له لارې د بروکسل له عمومي سیاستونو سره واټننیونې ته وهڅوي. د دې ترڅنګ، له اوکراینه د کم ملاتړ ګواښ او آن د ناټو د پنځمې مادې په اړه شکښودنه، د امریکا د امنیتي چتر د راتلونکې په اړه د اروپا مشران په بېسارې توګه اندېښمن کړي دي.
د اروپا غبرګون؛ مقاومت، پر یووالي ټینګار او د ستراتېژیکې خپلواکۍ لټون
اروپایي مشران هڅه کوي چې له یوې خوا د اروپا قارهيي یووالي خوندي وساتي، او له بلې خوا روسیې ته د هر ډول ځمکني امتیاز ورکونې سره مخالفت وکړي. اروپایان ټینګار کوي چې د سولې هغه طرحې چې د اوکراین د خاورې پر سپارلو ولاړې وي، دوی ته د منلو وړ نه دي.
د اروپايي هېوادونو د دفاعي لګښتونو زیاتوالی، د پولې هاخوا پوځي همکاري پراخول، او د خپلواکو اروپایي دفاعي جوړښتونو په اړه بحثونه، دا ټول هغه نښې دي چې اروپا په تدریجي توګه غواړي پر امریکا خپله امنیتي تکیه کمه کړي. اروپا دا پړاو د خپل امنیت د راتلونکي او د یورو–آتلانتیک اتحاد د دوام لپاره یوه برخلیک ټاکونکې شېبه ګڼي.
فریدریش مرتس په هر ډول سولې کې د اروپا د برابر ګډون او د تحمیلي سولې په رد ټینګار کوي. کیر سټارمر هم د اروپا د «کمزورې ټولګې» په توګه له انځورولو سره مخالفت کوي او له اوکراین سره پر دوامداره ملاتړ او پر متحده ایالاتو د امنیتي تکیې پر کمولو هم ټینګار لري.
د اتلانتیک اتحاد راتلونکی
د اتلانتیک اتحاد د راتلونکي په اړه درې لیدلوري مطرح دي:
لومړی دا چې ژور ارزښتي او امنیتي اختلافات کېدای شي د ناټو د ړنګېدا او د نوو بلاکونو د رامنځته کېدا لامل شي.
دویم دا چې د اقتصادي او کلتوري اړیکو او د روسیې د ګواښ په تړاو ګډ درک ښايي په بشپړه توګه د دې اتحاد د ړنګېدو مخه ونیسي.
او وروستی دا چې د متحده ایالاتو فشار به اروپا دې ته وهڅوي چې په یوه خپلواک او ستراتېژیک ځواک بدل شي او یو څوقطبي او متوازن نړیوال نظم ته لاره هواره کړي.
وروستۍ خبرې
د امریکا او اروپا ترمنځ اوسنی ژور درز یوازې د اوکراین د جګړې پر سر یو تاکتیکي اختلاف نه دی، بلکې د نړیوال نظم په اړه د متحده ایالاتو د لیدلوري او د ستر آتلانتیکي اتحاد په ژمنو کې د ژور بدلون څرګندونه کوي. د ټرمپ او جي. ډي. ونس د «لومړی امریکا» سیاست له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امنیتي نظم کمزوری کړی او اروپا یې دې ته اړ کړې چې پر خپلې ستراتېژیکې اتکا له سره غور وکړي.
د عام تصور برعکس، دا اختلافات باید یوازې د لوېدیځ د «کمزورۍ» یا «زوال» په توګه تعبیر نه شي؛ بلکې دا دا هم ښيي چې متحده ایالات نور د یوازیني ابرقدرت په توګه په خپل پخواني موقعیت کې نه ده او رول یې د تېر په پرتله کمېږي.
په دې شرایطو کې نوې اقتصادي او پوځي ځواکمن هېوادونه لکه ایران او هندوستان، د روسیې او چین تر څنګ، په نړیوالو معادلو کې د لا اغېزمن رول لپاره نوې فرصتونه مومي. د ناټو، اروپایي اتحادیې او نړیوال بانک په څېر لوېدیځمحوره جوړښتونو د نفوذ کمزوري کېدل او پر دوی پراخې نیوکې، په جنوبي هېوادونو یا سویل قطب کې د خپلواکو او غیرمرکزي تمایلاتو د پیاوړتیا لامل شوي دي.
د برېکس په څېر بنسټونو پراختیا، د ډالر له انحصاره د تېښتې هڅې، او په ملي اسعارو کې د راکړې ورکړې زیاتوالی، د څوقطبي او غیرمتمرکز نړیوال نظم پر لور د تګ څرګندې نښې دي. د ستر آتلانتیکي اتحاد راتلونکی ښایي په بشپړه توګه ړنګېدا نه وي، بلکې د امریکا له مطلقې مشرتابه د یو رقابتي، څو پوړیز او څو قطبي نظم پر لور په تګ کې په ښه توګه درک شي.