ډاکټر رفیعالله بېدار په ۱۹۸۸ کال کې په ماسکو کې په نړیوال تاریخ کې دکتورا اخیستې. ښاغلی بېدار د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ په انستیتوت کې استاد او په کابل کې د ټولنیزو علومو انستیتوت کې د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي رییس پاتې شوی دی. د دې ترڅنګ، نوموړی د افغانستان د بشري حقونو په خپلواک کمیسیون او د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې تر دوو لسیزو پورې کاري تجربه لري. همدا راز، ښاغلي بېدار د کابل پوهنتون لپاره یو شمېر درسي کتابونه هم لیکلي، چې په دې کې د نړۍ معاصر تاریخ، «نهضت عدم انسلاک (تیوري، تاریخ و تشکیلات)»، «سازمانهای بینالمللی، بینالحکومتی کشورهای رو به انکشاف» او «مفاهیم و اصطلاحات روابط بینالملل» شامل دي.
ناپېیلتوب څه ته وایي؟
ناپېیلتوب یا (Non-Alignment) په نړیوال سیاست کې هغه دریځ ته ویل کېږي چې له مخې یې یو دولت ځان د لویو پوځي ـ سیاسي بلاکونو او قدرتي اتحادونو څخه لرې ساتي او هڅه کوي خپله بهرنۍ تګلاره د ملي ګټو، خپلواکو پرېکړو او متوازنو اړیکو پر بنسټ تنظیم کړي.
د ناپېیلتوب په اړه څو منل شوي تعریفونه او تحلیلونه شته، چې په لاندې ډول دي:
لومړی؛ سیاسي تعریف: ناپېیلتوب هغه بهرنۍ تګلاره ده چې له مخې یې دولت د قدرتي بلاکونو له رسمي غړیتوبه ډډه کوي، خو له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ اړیکې ساتي.
دویم؛ حقوقي تعریف: ناپېیلتوب یو داسې دریځ دی چې دولت په کې ځان د پوځي تړونونو له الزامي مکلفیتونو ژغوري او د جګړو په صورت کې د نهښکېلتیا اصل مراعاتوي.
درېیم؛ اقتصادي ـ سیاسي تعریف: ناپېیلتوب هغه حالت دی چې دولت د اقتصادي مرستو او سیاسي ملاتړ په بدل کې د خپلواک تصمیم نیولو واک نه قرباني کوي.
د پورتنیو تعریفونو ارزونه ښيي چې ناپېیلتوب یوازې یو شعار نه دی، بلکې هغه مهال عملي کېدای شي چې دولت نسبي سیاسي ثبات، اقتصادي بنسټ او روښانه ملي اجماع ولري.
د ناپېیلتوب ډولونه
په عمومي توګه ناپېیلتوب دوه ډولونه لري:
لومړی؛ موقتي یا لنډمهاله ناپېیلتوب
دا ډول ناپېیلتوب عموماً د ځانګړو نړیوالو یا سیمهییزو شرایطو په نتیجه کې غوره کېږي، لکه د جګړو، بحرانونو یا موقتي سیاسي فشارونو پر مهال. د بېلګې په توګه، ځینې هېوادونه د نړیوالو جګړو پر مهال د نهښکېلتیا اعلان کوي، خو وروسته بیا د ناپېیلتوب سیاست نه عملي کوي.
دویم؛ دایمي ناپېیلتوب
دا یو رسمي، حقوقي او دوامدار موقف دی چې په اساسي قانون، ملي قوانینو او نړیوالو تړونونو کې تسجیل کېږي. سویس د دایمي ناپېیلتوب یو روښانه تاریخي بېلګه ده.
په معاصر نړیوال نظام کې، هغه هېوادونه چې په پوځي بلاکونو کې ګډون نه کوي او په سیمهییزو او نړیوالو شخړو کې مستقیم رول نه لوبوي، د موقتي ناپېیلتوب ژوندي مثالونه ګڼل کېږي.
د ناپېیلتوب غورځنګ د پیدایښت او غوړېدا تاریخي سیر
د ناپېیلتوب غورځنګ د شلمې پېړۍ په منځ کې، د سړې جګړې په اوج کې رامنځته شو. هند، یوګوسلاویا، مصر، اندونیزیا افغانستان د دې غورځنګ له لومړنیو بنسټايښودونکو وو. د جواهر لعل نهرو، جوزیف بروز تیتو، جمال عبدالناصر او سوکارنو رول د دې غورځنګ په فکري او سیاسي جوړښت کې بنسټیز و.
ناپېیلتوب غورځنګ یو انعطافمنونکی تشکیلاتي جوړښت لري. منظم دایمي مرکز نه لري، خو د سرمشریزو غونډو، د بهرنیو چارو وزیرانو کنفرانسونو او کاري کمېټو له لارې فعالیت کوي. د بېلګراد (۱۹۶۱) سرمشریزه ناسته د غورځنګ د رسمي پیل نقطه ګڼل کېږي.
د سړې جګړې پای، د نړیوال نظام یوقطبي کېدل، اقتصادي نړیوالکېدل او د سیمهییزو امنیتي تړونونو پراخېدل هغه عوامل دي چې د ناپېیلتوب غورځنګ سیاسي اغېز یی کم کړ. سربېره پر دې، د غړو هېوادونو ترمنځ د ګډو دریځونو نشتوالی هم د غورځنګ د کمزورۍ سبب شوی دی.
افغانستان او ناپېیلتوب
افغانستان د شلمې پېړۍ په نړیوال سیاست کې د ناپېیلتوب له هغو هېوادونو څخه و چې دا سیاست یې نه یوازې د اضطراري تاکتیک، بلکې د نسبي دوامدارې بهرنۍ تګلارې په توګه تعقیب کړ. د افغانستان جغرافیایي موقعیت، چې د سترو قدرتونو د نفوذ په تقاطع کې پروت و، د دې لامل شو چې د ناپېیلتوب سیاست د بقا یوه اړتیا وګرځي، نه یوازې یو انتخاب.
د شاه امانالله خان له دورې د متوازنو بهرنیو اړیکو هڅې پیل شوې، خو د ناپېیلتوب سیاست په نسبي ډول د سردار محمد داود خان د صدارت (۱۹۵۳–۱۹۶۳) او وروسته د جمهوریت (۱۹۷۳–۱۹۷۸) پر مهال روښانه او سیستماتیک بڼه خپله کړه. داود خان هڅه کوله چې له شوروي اتحاد او لوېدیځو هېوادونو سره په یو وخت اړیکې وساتي، بې له دې چې افغانستان د کوم پوځي بلاک رسمي غړی شي. دا سیاست، که څه هم له محدودیتونو سره مل و، خو د هغه وخت د نړیوال نظام په چوکاټ کې د افغانستان لپاره یو عقلاني انتخاب ګڼل کېدای شي.
له حقوقي اړخه، که څه هم د افغانستان د ناپېیلتوب موقف د اساسي قانون په کچه په صراحت نه و تسجیل شوی، خو د بهرني سیاست په اعلامیو، دیپلوماتیکو دریځونو او نړیوالو تعاملاتو کې یې عملي انعکاس درلود.
په معاصر نړیوال او سیمهییز وضعیت کې د ناپېیلتوب ارزښت
په اوسني نړیوال نظام کې، چې څو قطبي کېدو ته روان دی او سیمهییزې شخړې ورځ تر بلې پیچلې کېږي، د ناپېیلتوب سیاست د کمزورو او جګړهځپلو هېوادونو لپاره ځانګړی اهمیت لري. افغانستان، د اوږدو جګړو، داخلي بېثباتۍ او بهرنیو لاسوهنو له امله، تر بل هر وخت د داسې بهرنۍ تګلارې اړتیا لري چې د مستقیمو او نیابتي شخړو څخه یې لرې وساتي.
موقتي یا موضوعي ناپېیلتوب کولای شي افغانستان ته دا زمینه برابره کړي چې د ځانګړو بحرانونو پر مهال له یوې خوا د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د تقابل برخه ونه ګرځي او له بلې خوا د سیاسي تعامل او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستې وساتي. دا ډول ناپېیلتوب انعطافمنونکی دی، خو که له روښانه ملي ستراتیژۍ پرته عملي شي، د فرصت پر ځای د ابهام سبب ګرځي.
د افغانستان لپاره د دایمي ناپېیلتوب علمي او ستراتیژیک تحلیل
د افغانستان د دایمي ناپېیلتوب نظریه تر ډېره د اوږدمهاله ثبات، ملي حاکمیت او سیمهییز توازن له بحث سره تړاو لري. له علمي نظره، دایمي ناپېیلتوب هغه مهال عملي بڼه خپلولی شي چې یو هېواد د داخلي او خارجي شرایطو ترمنځ نسبي همغږي رامنځته کړي. د افغانستان په قضیه کې، دا شرایط په لاندې توګه تحلیلېدای شي:
لومړی اقتصادي بنسټ او د دولت ځانبسیاینې ظرفیت
د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو نظریات ښيي چې اقتصادي وابستګي د بهرني سیاست خپلواکي محدودوي. تر هغه چې افغانستان پر دوامداره ډول پر بهرنیو مرستو متکي وي، تر هغې به د دایمي ناپېیلتوب سیاست له جدي خنډونو سره مخ وي. اقتصادي تنوع، سیمهییز اتصال او داخلي عواید د دې سیاست اساسي ستنې دي. همدا شان د هیواد مالي اوپولي ثبات هم ډیر اړین دي.
دویم؛ سیاسي مشروعیت او د واک داخلي ثبات
دایمي ناپېیلتوب یو ملي تعهد دی، نه یوازې د حاکم نظام پرېکړه. هغه دولت چې له پراخ سیاسي مشروعیت او ټولنیز اجماع برخمن نه وي، نه شي کولای دا ډول ستراتیژیک موقف وساتي.
درېیم؛ له ګاونډیو هېوادونو سره د شخړو مدیریت یا حل
د نړیوالو تجربو له مخې، هغه هېوادونه چې فعاله سرحدي یا تاریخي لانجې لري، دایمي ناپېیلتوب ته نه شي رسېدای. افغانستان باید یا دا لانجې حل کړي، یا یې لږ تر لږه د شخړې له پوځي کېدو خوندي وساتي.
څلورم؛ نړیوال حقوقي تضمین او رسمیت
د افغانستان د دایمي ناپېیلتوب موقف باید د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د پرېکړهلیک له لارې تایید شي. دا کار نه یوازې سیاسي مشروعیت زیاتوي، بلکې نړیوالو تضمینونو ته حقوقي چوکاټ هم برابروي.
پنځم؛ داخلي حقوقي تسجیل
دایمي ناپېیلتوب باید د یو منتخب پارلمان یا ټولشموله ملي جرګې له لارې تصویب او د اساسي قانون برخه وګرځي. دا کار د سیاسي بدلونونو پر مهال د دې موقف د دوام ضمانت کوي.
دایمي ناپېیلتوب کولای شي افغانستان له مستقیمو پوځي مخامختیا، د نیابتي جګړو له فشار او د قدرتي بلاکونو له سیاسي باجغوښتنې وساتي. خو په عین حال کې، که له قوي اقتصاد، فعالی دیپلوماسۍ او ملي اجماع پرته عملي شي، ښايي د نړیوال انزوا یا د امنیتي تشې لامل شي.
د دایمي ناپېیلتوب نړیوالې تجربې – مقایسوي تحلیل
د افغانستان لپاره د دایمي ناپېیلتوب د عملي امکان د ارزونې په موخه، د سویس، اتریش او ترکمنستان تجربې ځانګړی تحلیلي ارزښت لري. دا درې هېوادونه، سره له دې چې جغرافیایي، سیاسي او تاریخي توپیرونه لري، خو هر یو یې د ناپېیلتوب سیاست په ځانګړو شرایطو کې غوره کړی دی.
سویس: کلاسیک او حقوقي ناپېیلتوب
سویس د دایمي ناپېیلتوب تر ټولو پېژندل شوی نړیوال مثال دی. د دې هېواد ناپېیلتوب په ۱۸۱۵ کال کې د ویانا د کانګرس له لارې په رسمي ډول وپېژندل شو او وروسته د نړیوالو حقوقو برخه وګرځېده. د سویس تجربه ښيي چې دایمي ناپېیلتوب هغه مهال بریالی کېږي چې له لاندې عناصرو سره مل وي: قوي اقتصاد، اغېزمن دولتي نظام، داخلي ثبات او لازمه دفاعي وړتیا. سویس، سره له دې چې ناپېیلتوب لري، خو پیاوړی ملي پوځ او دفاعي سیستم ساتي، چې دا خپله د ناپېیلتوب د تضمین یوه مهمه وسیله ده.
اتریش: له جګړې وروسته ناپېیلتوب
اتریش د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، په ۱۹۵۵ کال کې، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په بدل کې دایمي ناپېیلتوب اعلان کړ. دا ناپېیلتوب د اتریش په اساسي قانون کې تسجیل شوی او د نړیوالو قدرتونو له لوري منل شوی دی. د اتریش تجربه ښيي چې ناپېیلتوب کولای شي د اشغال وروسته هېواد لپاره د حاکمیت د بیا تثبیت وسیله وګرځي. خو دا تجربه هم څرګندوي چې ناپېیلتوب د اروپا د امنیتي جوړښت او اقتصادي ادغام، لکه د اروپایي ټولنې غړیتوب، سره په تضاد کې نه دی، تر هغه چې پوځي اتحادونه پکې شامل نه وي.
ترکمنستان: معاصر او سیمهییز ناپېیلتوب.
ترکمنستان درې لسیزې وړاندې، له ۱۹۹۵ کال راهیسې د ملګرو ملتونو له لوري د دایمي ناپېیلي هېواد په توګه پېژندل شوی دی. د ترکمنستان ناپېیلتوب تر ډېره بریده د انرژۍ پر صادراتو، محدودو بهرنیو اړیکو او د ځانمحوره امنیتي سیاست پر بنسټ ولاړ دی. دا تجربه ښيي چې نړیوال رسمیت د ناپېیلتوب لپاره مهم دی، خو په عین حال کې، که داخلي سیاسي تړاو زیات وي، ناپېیلتوب کولای شي د انزوا بڼه هم خپله کړي.
د افغانستان لپاره تحلیلي درسونه
له دغو دریو تجربو څخه افغانستان کولای شي څو مهم درسونه واخلي:
لومړی، دایمي ناپېیلتوب له اقتصادي ځواک او دفاعي وړتیا پرته تش اعلان پاتې کېږي؛
دویم، نړیوال رسمیت او حقوقي تسجیل بنسټیز ارزښت لري؛
او درېیم، ناپېیلتوب باید له فعالی دیپلوماسۍ سره مل وي، نه له ځانګوښهکېدو سره.
ناپېیلتوب د کوچنیو او منځنیو هېوادونو لپاره یو مهم سیاسي انتخاب دی، خو یوازې هغه مهال اغېزمن تمامېږي چې له داخلي ثبات، اقتصادي ځواک او روښانه ملي اجماع سره مل وي. د افغانستان لپاره د دایمي ناپېیلتوب بحث تر اوسه یو فکري او سیاسي ارزښت لري، خو د عملي کېدو لپاره یې اوږدمهاله او ژور بنسټیز بدلونونه اړین دي.

