الېګزانډر سټب د فېنلېنډ سیاستوال، پوهاند او ډیپلومات دی. ده د هلسینکي او لندن په پوهنتونونو کې لوړې زدهکړې کړې کړي او د فېنلېنډ د بهرنیو چارو وزیر، صدراعظم او د اروپايي پارلمان غړی پاتې شوی دی. سټب په ۲۰۲۴ کال کې د فېنلېنډ ولسمشر وټاکل شو او د اروپا د یووالي او ترانساتلانټیکو اړیکو له پیاوړو پلویانو څخه یو ګڼل کېږي.
دمګړې د نړۍ د ځواک توازن له درېیو پراخو سیمو جوړ دی: نړیوال لوېدیځ، نړیوال ختیځ او نړیوال سویل.
نړیوال لوېدیځ شاوخوا ۵۰ هېوادونه لري او په دودیزه توګه د متحده ایالاتو تر مشرۍ لاندې راټولېږي. په دې ډله کې تر ډېره د اروپا او شمالي امریکا ډیموکراتیک، بازارمحوره دولتونه شامل دي، او همدارنګه د هغوی لرې متحدین لکه اسټرالیا، جاپان، نیوزیلنډ او سویلي کوریا هم ګډ دي. دا هېوادونه په عمومي توګه هڅه کوي د اصولو پر بنسټ ولاړ څواړخیز نړیوال نظم وساتي، که څه هم دوی له یو بل سره د دې نظم د ساتنې، سمون یا بیاجوړونې پر لارو چارو اختلاف لري.
نړیوال ختیځ شاوخوا ۲۵ هېوادونه لري چې مشري یې چین کوي. په دې کې د همغږو دولتونو یوه شبکه شامله ده—په ځانګړي ډول ایران، شمالي کوریا او روسیه—چې غواړي د اصولو پر بنسټ اوسنی نړیوال نظم بدل یا یې ځایناستی رامنځته کړي. دا هېوادونه د یوې ګډې موخې له مخې له یو بل سره تړلي دي: د نړیوال لوېدیځ د ځواک راکمول.
نړیوال سویل چې د افریقا، لاتیني امریکا، سویلي اسیا او جنوب ختیځې اسیا ډېر پرمختیايي او منځني عاید لرونکي هېوادونه (او د نړۍ د نفوس اکثریت) رانغاړي، شاوخوا ۱۲۵ دولتونه لري. د دوی ډېری د لوېدیځ د استعمار تر واک لاندې پاتې شوي وو او وروسته بیا د سړې جګړې د نیابتي جګړو ډګرونه وګرځېدل. په نړیوال سویل کې ګڼ منځني قدرتونه یا «زنګېدونکي دولتونه» هم شامل دي لکه برازیل، هند، اندونیزیا، کینیا، مکسیکو، نایجیریا، سعودي عربستان او سویلي افریقا. د نفوس بدلونونه، اقتصادي وده، او د طبیعي سرچینو استخراج او صادرات د دغو دولتونو د راټوکېدو محرکات دي.
نړیوال لوېدیځ او نړیوال ختیځ د نړیوال سویل د زړونو او ذهنونو د ګټلو لپاره له یو بل سره سیالي کوي. دلیل یې ساده دی: دواړه ښه پوهېږي چې د نوي نړیوال نظم لوری به نړیوال سویل ټاکي. کله چې لوېدیځ او ختیځ په خپلو کې پړي کشوي، سویل د پرېکړې څښتن وي.
نړیوال لوېدیځ نه شي کولای یوازې د ازادۍ او ډیموکراسۍ د فضیلتونو په بیانولو نړیوال سویل راجلب کړي؛ بلکې باید د پراختیا پروژې تمویل کړي، په اقتصادي وده کې پانګونه وکړي، او تر ټولو مهمه دا چې سویل ته د پرېکړې پر مېز ځای ورکړي او واک ورسره شریک کړي. همدارنګه، دا به د نړیوال ختیځ تېروتنه وي که فکر کوي چې د سترو بنسټیزو پروژو لګښتونه او مستقیمې پانګونې به یې په نړیوال سویل کې بشپړ نفوذ تضمین کړي. مینه په اسانۍ نه شي ترلاسه کېدای. لکه څنګه چې د هند د بهرنیو چارو وزیر جایشانکر وايي، هند او د نړیوال سویل هېوادونه نور نندارچیان نه دي بلکې په خپله لوبغاړي دي.
په بل عبارت، لوېدیځ او ختیځ دواړو ته ارزښتمحوره ریالیزم پکار ده. بهرنۍ تګلارې هېڅکله دوهمخې نه وي. سیاستوال هره ورځ داسې پرېکړې کوي چې هم ارزښتونه پکې شامل وي او هم یې پکې ګټې خوندي وي: ایا له یو داسې هېواده به وسلې واخلئ چې نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي؟ ایا له یوې داسې دیکتاتورۍ به ملاتړ وکړئ چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي؟ ایا له هغه هېواد سره به مرستې وکړئ چې همجنسپالنه جرم ګڼي؟ او ایا له یو داسې هېواد سره به سوداګري وکړئ چې د اعدام سزاوې پکې وي؟
ځینې ارزښتونه د معاملې جوګه نه وي لکه د بنسټیزو او بشري حقونو ساتنه، د لږکیو خوندیتوب، د ډیموکراسۍ پالنه، او د قانون حاکمیت ته درناوی. دا هغه ارزښتونه دي چې نړیوال لوېدیځ باید ترې ملاتړ وکړي په تېره بیا د نړیوال سویل د مخاطبولو پر مهال. خو په عین حال کې، لوېدیځ باید دا درک کړي چې ټول هېوادونه دا ارزښتونه نه مني.
د ارزښتمحورې ریالیزم موخه دا ده چې د ارزښتونو او ګټو ترمنځ داسې توازن رامنځته شي چې اصولو ته لومړیتوب ورکړي، خو د سولې، ثبات او امنیت د ګټو پر مهال د دولت د ځواک محدودیتونه هم درک کړي. د اصولو پر بنسټ ولاړ نړیوال نظم چې پر اغېزمنو نړیوالو بنسټونو ولاړ وي او بنسټیز ارزښتونه خوندي کوي لا هم د تر ټولو غوره لاره ده څو سیالۍ په ټکر بدلون ونه مومي. خو لکه څنګه چې دغو بنسټونو خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی، هېوادونه باید له لا ډیر سخت ریالیزم سره مخامخ شي. مشران باید د هېوادونو ترمنځ توپیرونو ته قایل شي: جغرافیه، تاریخ، کلتور، مذهب، او د اقتصادي ودې بېلابېلې مرحلې. که دا مشران غواړي نور هېوادونه هم د خپلو وګړو حقونو، چاپېریالي کړنو او ښې حکومتولۍ ته جدي پام وکړي، باید په عمل کې دوی ته بېلګه شي او له دوی ملاتړ وکړي؛ نه دا چې دوی ته وعظ وکړي.
ارزښتمحوره ریالیزم له باوقاره چلنده پیلېږي: د نورو نظرونو ته درناوی او د توپیرونو منل. دا د مساوي لورویو ترمنځ د مشارکت پر بنسټ همکاري ده، نه د تاریخي برلاسۍ پر انګېرنو ولاړې اړیکې. د راتلونکي پر لور لاره دا ده چې پر ګډو او مهمو پروژو تمرکز وشي لکه بنسټیزې پروژې، سوداګري، او د اقلیمي بدلون مخنیوی او ورسره عیارېدنه.
د نړۍ د درېیو کړیو لهخوا د یو داسې نړیوال نظم د جوړولو پر وړاندې ډېر خنډونه پراته دي چې هم بېلابېلو توپیرونو ته درناوی ولري او هم هېوادونو ته اجازه ورکړي چې خپلې ملي ګټې د همکارو نړیوالو اړیکو په پراخ چوکاټ کې ځای پر ځای کړي. خو د ناکامۍ بیه به ډېره درنه وي: د شلمې پېړۍ لومړۍ نیمایي لا هم موږ ته ګواښ کوي.
که څه هم ناڅرګندتیا د نړیوالو اړیکو برخه ده او تر ډېره هغه مهال وي چې نړۍ له یوې دورې بلې ته اوړي. خو مهمه دا ده چې په دې پوه شو بدلون ولې رامنځته کېږي او څنګه باید خپل غبرګون وښیو. که نړیوال لوېدیځ بېرته د مستقیمې یا غیرمستقیمې واکمنۍ او یا د ښکاره غرور پخوانیو لارو ته وروګرځي، ماتې به وخوري! خو که دا درک کړي چې نړیوال سویل به د راتلونکي نړیوال نظم مهمه برخه وي، ښايي وکولای شي داسې مشارکتونه رامنځته کړي چې هم پر ارزښتونو ولاړ وي او هم پر ګټو—او داسې د نړۍ د سترو ننګونو پر وړاندې مبارزه وکړي. ارزښتمحوره ریالیزم به لوېدیځ ته داسې ماحول برابر کړي چې د نړیوالو اړیکو په دې نوې مرحله کې سم لوری ومومي.

