پوهنمل هـ الف
نننۍ نړۍ نور یوازې د هېوادونو ترمنځ د سیالۍ میدان نه دی؛ بلکې دا د ارزښتونو، نظریو او سیاسي سیستمونو ترمنځ یوه جګړه هم ده. هغه څه چې پخوا د “لیبرال نړیوال نظم” په نامه یادېده، اوس د یوې نوې پدیدې له لوري ننګول کېږي: یعنې د استبدادي نظامونو د نړیوالې همکارۍ له خوا.
د نېک چيزمین، ماتیاس بیانکي او جېنېفر سېر په دې مهمه لیکنه کې، چې د فارن آفیرز په مجله کې خپره شوې، دا روښانه کېږي چې استبدادي حکومتونه څنګه نور د خپلو سرحدونو دننه محدود نه دي پاتې، بلکې په نړیواله کچه یو بل پياوړي کوي.
لیکوالان استدلال کوي؛ استبدادي نظامونه نن ورځ د لاندې لارو له لارې له یو بل سره همکاري کوي:
سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ
اقتصادي اړیکې او پټې مالي شبکې
د ناسمو معلوماتو خپرول
امنیتي او پوځي همغږي
دا همکاري یوازې د حکومتونو ترمنځ نه ده، بلکې سیاسي ګوندونه، رسنۍ او ان غیررسمي شبکې هم پکې شاملې دي.
دمګړې دا موضوع ځکه مهمه ده چې له تېرو څو لسیزو راهیسې نړۍ د ډیموکراسۍ د پراختیا شاهد وه، خو اوس حالت بدل شوی دی.
نن ورځې د ډیموکراسۍ ملاتړ کمزوری شوی
استبدادي نظامونه پیاوړي شوي
د خلکو باور پر سیاسي بنسټونو کم شوی
ان شمېرې هم دا ښيي چې ګڼ هېوادونه له ډیموکراسۍ څخه بېرته د استبداد پر لور ګرځېدلي دي.
د دې ترڅنګ، یو مهم اړخ دا دی چې استبدادي شبکې د معلوماتو جګړه پر مخ وړي:
دوی ناسم خبرونه خپروي
د ټولنیزو رسنیو له لارې عامه ذهنونه اغېزمنوي
د ډیموکراسۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي
دا کار د دې لامل کېږي چې خلک په خپلو سیاسي نظامونو باور له لاسه ورکړي.
له همدې ځایه د لیکوالانو په اند دا یوه شبکه ده، نه کوم اېتلاف. ځکه د سړې جګړې په پرتله، نننی استبدادي نظم یو واحد مرکز نه لري.
دا یوه شبکه ده:
چین، روسیه، ایران او نور هېوادونه
سیمهییز ځواکونه لکه ترکیه او امارات
غیررسمي مالي او سیاسي اړیکې
دا ټول یو بل پیاوړي کوي، ان که یو واحد هدف هم ونه لري.
که دا بهیر همداسې دوام وکړي:
نو په نړۍ کې به لږه آزادي وي
شخړې به زیاتې شي
د قانون حاکمیت به کمزوری شي
دا یوازې د سیاست موضوع نه ده، بلکې د خلکو د ژوند له کیفیت سره مستقیم تړاو لري.
حللاره څه ده؟
په دې لیکنه کې لیکوالان سپارښتنه کوي:
ډیموکراسي باید خپله بیانیه بېرته پیاوړې کړي
د ناسمو معلوماتو پر ضد ګډه مبارزه وشي
له مدني ټولنو او رسنیو باید ملاتړ وشي
نړیواله همکاري باید نوې بڼه خپله کړي
بشپړه لیکنه له لاندې ځایه ډاونلوډ کړئ:

