د جي شل ډله (G20) څه کوي؟ – انشو سیری پورو او نور

منتصر خلیلي
منتصر خلیلي ځوان ژباړونکی او د نړیوالو اړیکو څارونکی دی. ښاغلی خلیلي دمګړی د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د دویم ټولگي زده کوونکی دی او له جیوافغانیکا سره د نړیوال سیاست او د افغانستان د بهرني سیاست په برخو کې همکاري کوي.
لیکوالان: انشو سیری پورو، نوا برمن، جېمز مکبرایډ
ژباړه: منتصر خلیلي
پېژندنه
د شلو سترو اقتصادونو ډله یا د جي شل ډله (G20)، چې په پیل کې د نړۍ د شلو سترو اقتصادونو یوه ټولګه وه، د دې لپاره رامنځته شوه چې پرمختللي او پرمختیايي هېوادونه سره راټول کړي او د نړیوال اقتصادي او مالي ثبات په اړه خبرې وکړي. د دې ډلې کلنۍ سرمشریزه، چې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شوه، اوس یو مهم نړیوال فورم ګرځېدلی، چې نه یوازې اقتصادي مسایل، بلکې نور مهم نړیوال بحرانونه هم پکې تر بحث لاندې نیول کېږي. د دې غونډو څنډو ته د مشرانو دوهاړخیزې ناستې کله ناکله د مهمو نړیوالو موافقو سبب شوي دي.
که څه هم د دې ډلې یوه ستره لاسته راوړنه د ۲۰۰۸ مالي بحران پر وړاندې پیاوړی او ګړندی غبرګون و، خو له هغه راهیسې د دې ډلې یووالی کمزوری شوی او شنونکو د کرونا وبا پر وړاندې د دې ډلې پر کمزوري غبرګون سخت انتقاد کړی.
د ډلې دننه ترینګلتیاوې ورځ تر بلې زیاتې شوې دي، ځکه چې د لوړ او ټیټ عاید لرونکو هېوادونو ترمنځ د اقلیم بدلون، اقتصادي پراختیا او د اوکراین د جګړې دوامداره اغېزو په څېر مهمو مسایلو کې واټن زیات شوی. د ۲۰۲۳ کال سرمشریزې پر مهال افریقایي اتحادیه د دې ډلې نوی غړی شو او د ۲۰۲۴ کال په ریودیژانیرو کې کوربه هېواد برازیل هڅه وکړه چې په نړیوالو چارو کې د نړیوال جنوب نفوذ لا زیات کړي.
د جي شل ډلې غړي څوک دي؟
د جي شل ډله یو نړیوال فورم دی چې د نړۍ نولس ستر اقتصادونه او اروپايي اتحادیه (EU) پکې شامل دي. دا هېوادونه عبارت دي له: ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، کاناډا، چین، فرانسه، جرمني، هند، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، مکسیکو، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا، سویلي کوریا، ترکیه، بریتانیا او متحده ایالات. هسپانیا تلپاتې مېلمه ده او همېشه د غونډو لپاره وربلل کېږي.
د جي شل ډلې غړي مشران هر کال سره غونډه کوي ترڅو اقتصادي او مالي مسایل وڅېړي او د متقابلو ګټو پر یو شمېر نورو مسئلو همغږي رامنځته کړي. ځینې بېلګې یې دا دي: په ۲۰۰۹ کال کې د ایران د پټو اټومي تاسیساتو د څېړنې موضوع باندې بحث وشو او په ۲۰۱۷ کال کې یې د سوریې د یو جزوي اوربند د تطبیق څرنګوالی تر بحث لاندې ونیوه. دا ډله نه رسمي دفتر لري او نه دایمي کارکوونکي لري. مشري یې هر کال د غړو ترمنځ بدلېږي، پرېکړې یې د اجماع پر بنسټ کېږي او د اجنډا پلي کېدل د غړو هېوادونو د سیاسي ارادې پورې اړه لري.
د جي شل ډله ولې مهمه ده؟
د جي شل هېوادونه د نړۍ له ټول اقتصادي تولید څخه تر ۸۵ سلنه زیات یعنې شاوخوا ۷۵ سلنه صادرات او نږدې ۸۰ سلنه نفوس جوړوي. دا شمېرې تر ډېره ثابتې پاتې شوې. پداسې حال کې چې د پرمختللو دیموکراتو هېوادونو کوچنۍ ډلې، لکه د جي اووه (G7) اقتصادي ونډه راټیټه شوې ده، ځکه چې د سترو پرمختیایي بازارونو ونډه ورځ تر بلې لوړېږي.
د جي شل ډله په ۱۹۹۹ کال کې د اسیايي مالي بحران څخه وروسته رامنځته شوه، ترڅو د نړۍ د سترو پرمختللو او راټوکېدونکو اقتصادونو د ماليې وزیرانو او مرکزي بانکدارانو ترمنځ همغږي رامنځته کړي. لس کاله وروسته، کله چې نړیوال اقتصادي بحران اوج ته ورسېد، دې ډلې ته ارتقا ورکړل شوه او د دولتونو او حکومتونو مشران هم پکې شامل شول. ګڼ کارپوهان دا ډله د چټکو اقداماتو له امله ستایي؛ د CFR پخواني څېړونکي سټیوارت پېټریک ویلي: “دې ډلې یو دروند نړیوال مالي سیستم وژغوره.” په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې د جي شل هېوادونه د ۴ ټریلیونه ډالرو د اقتصادي لګښتونو پرېکړې ته ورسېدل. سوداګریزو بندیزونو ته یې نه وویل او پراخ مالي اصلاحات یې پلي کړل.
ډېری څارونکي وایي چې له هغه راهیسې دا ډله نه ده توانېدلې چې د خپلو نورو اهدافو، لکه د مالي او پولي پالیسیو همغږي، اقتصادي ودې او د فساد او مالیې تېښتې له منځه وړلو په برخه کې هغه ډول بریا ترلاسه کړي. جیوپولیټیکي شنونکي لکه یان برمر او نوریل روبینی استدلال کوي چې دې ډلې خپل اهمیت له لاسه ورکړی او اوس نړۍ د “جي صفر” (G-Zero) په لور روانه ده – یعنې یوه داسې نړۍ چې هېوادونه یوازې خپلې لارې غوره کوي یا وخت پر وخت لنډمهاله اتحادونه جوړوي. په ۲۰۲۱ کال کې د CFR پخواني رئیس ریچارډ هاس او ارشد څېړونکي چارلس کپچن د نویو ځواکمنو هېوادونو د کنسرت وړاندیز وکړ او ویې ویل چې د جي شل غونډې اکثره وخت د اوږدو، خو بېمحتوا اعلامیو د اختلاف قرباني کېږي.
خو کارپوهان دا هم وایي چې که د پخوانیو ډلو لکه جي اووه سره پرتله وشي، نو د جي شل ډله د اوسني نړیوال ځواک د توازن تر ټولو ښه استازیتوب کوي. دا ډله نه یوازې د برازیل، هند او اندونیزیا په څېر راټوکېدونکي دیموکرات هېوادونه لري، بلکې د چین، روسیې او سعودي عربستان په څېر ځواکمن استبدادي هېوادونه هم پکې شامل دي. (د روسیې غړیتوب له G7 څخه په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغه وځنډول شو چې کریمیا یې له اوکراین سره ضمیمه کړه).
سټیوارت پېټریک په ۲۰۰۸ کال کې د جي شل ډلې ارتقا د نړیوالې حکومتدارۍ په تاریخ کې یوه مهمه شېبه وبلله او استدلال یې وکړ چې دا ډله د کرونا وبا د ستونزو د حل لپاره تر ټولو مناسب فورم و. له هغه راهیسې د افریقایي اتحادیې ورګډېدل، چې شاوخوا ۱.۳ میلیارده وګړي او ۳.۱ ټریلیونه ډالره ارزښت لري، دا ډله نوره هم پراخه کړه.
د جي شل ډلې اجنډا څه وه؟
د جي شل ډلې په پیل کې یوازې پر پراخو لویو اقتصادي پالیسیو تمرکز درلود، خو وروسته یې خپل صلاحیت پراخ کړ. په ۲۰۱۶ کال کې په چین کې د سرمشریزې پر مهال د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د چین ولسمشر شي جینپینګ رسمي اعلان وکړ چې دواړه هېوادونه به د اقلیم بدلون پر ضد د پاریس تړون برخه شي – دا د دې ډلې لپاره یو نوی پرمختګ و.
اقتصادي او مالي همغږي لا هم د هرې سرمشریزې اصلي برخه ده، خو د کار راتلونکی، اقلیم بدلون او نړیوالې روغتیا په څېر مسایل هم بیا بیا اجنډا ته راځي. د ۲۰۰۸ کال له نړیوال اقتصادي بحران وروسته اجنډا نوره هم پراخه شوه، ځکه چې دې ډلې وکولای شول د بحران مدیریت هاخوا توجه وکړي. خو په وروستیو سرمشریزو کې د لوړو او ټیټو عاید لرونکو هېوادونو ترمنځ د ګټو د واټن له امله ګډ توافق ته رسېدل ستونزمن شوي دي، په داسې کال کې چې پخوا اجماع ته رسېدل د دې غونډو یوه مهمه ځانګړتیا وه.
د کرونا وبا د دې ډلې لپاره یوه ستره ازموینه وه. سټیوارت پېټریک دا ډله پرې ملامته کړه چې له غیرو همغږو ملي پالیسیو هاخوا یې پرمختګ ونه کړ. سره له دې د جي شل هېوادونو هوکړه وکړه چې د ځینو تر ټولو بېوزله هېوادونو څخه د خپلو پورونو اخیستل وځنډوي، چې له امله یې میلیاردونه ډالر مرستې برابرې شوې.
که څه هم د اقلیم موضوع باندې وروستیو سرمشریزو کې بحث شوی، خو ډېرې لږې عملي ژمنې وشوې. د ۲۰۲۱ کال د روم سرمشریزه کې هېوادونو موافقه وکړه چې د مېتان ګاز اخراج محدود کړي او د نویو سکرو برېښنا تولیدوونکو بټیو نړیوال عامه تمویل بند کړي، خو د کورني سکرو مصرف په اړه یې څه ونه ویل. (چین، چې د نړۍ تر ټولو ستر اقلیم ککړوونکی هېواد دی، په ۲۰۲۲ کال کې له ۲۰۱۵ راهیسې تر ټولو ډېرې د کورنۍ سکرو بټۍ منظور کړې). په ۲۰۲۲ کال کې اندونیزیا هوکړه وکړه چې خپلې د سکرو بټۍ وتړي، په بدل کې یې د امریکا په ګډون له شتمنو هېوادونو ۲۰ میلیارده ډالر مرسته ترلاسه کړه. د ۲۰۲۴ کال کوربه برازیل د نړیوالو ادارو په دننه کې د چاپېریال پالیسۍ د پیاوړتیا مخکښ مدافع و او پاکې انرژۍ ته د لېږد موضوع یې د جي شل اجنډا کې لوړ ځای ته رسولې.
په ۲۰۲۳ کال کې کوربه هند هڅه وکړه چې ځان د “نړیوال جنوب” استازی معرفي کړي او اجنډا یې د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو پر مهمو مسایلو متمرکزه کړه. دا مسایل عبارت دي له: د پورونو کچه لوړېدل، دوامداره انفلاسیون، د ملي اسعارو بېارزښته کېدل، د خوراکي توکو کمښت او د اقلیم بدلون له امله سختې موسمي پېښې. سربېره پر دې، نوي ډیلي د افریقایي اتحادیې غړیتوب اداره کړ، چې استازیتوب یې پینځهپنځوس هېوادونو ته پراخ کړ. د CFR شنونکو منجري چټرجي میلر او کلېر هارېس په وینا، دا چاره د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته دا فرصت ورکړ چې “د راټوکېدونکي هند د مشر” حیثیت څرګند کړي.
د برازیل ولسمشر لویز ایناسیو لولا دا سیلوا (لولا) غواړي دا هڅې دوام پیداکړي. لولا یوه نوې طرحه وړاندې کړې چې “د لوږې او فقر پر ضد نړیوال ایتلاف” نومېږي او هیله لري چې دا به په راتلونکې لسیزه کې د لا زیات مالي ملاتړ لامل شي. همداراز برازیل د “نړیوالې حکومتدارۍ اصلاحاتو” په اړه خپله طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به نړیوال سازمانونه لکه ملګري ملتونه، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) او نړیوال بانک د پرمختیايي هېوادونو اړتیاوو ته ډېر ځواب ویونکي شي.
د جي شل ډلې ترمنځ اصلي اختلافات څه دي؟
جیوپولیتیکي ترینګلتیاوې، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله زیاتې شوې او همداراز د چین او امریکا ترمنځ ستراتیژیک رقابت د جي شل غړو ترمنځ همکارۍ ته جدي ګواښ پېښ کړی. په متحده ایالاتو کې دواړو ګوندونو هڅه کړې چې روسیې ته د نړیوالې سوداګرۍ سازمان (WTO) او نورو نړیوالو ادارو کې قانوني حیثیت ورنه کړي. د روسیې ګډون په جي شل ډله کې یوه لانجمنه موضوع ګرځېدلې او ځینې لوېدیځ هېوادونه هڅه کوي چې مسکو له دې ډلې وباسي، خو ځینې نور غړي هېوادونه لکه چین او برازیل یې مخالفت کوي.
د چين ولسمشر شي جينپينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دواړه د ۲۰۲۳ کال سرمشریزې ته حاضر نه شول. دا موضوع د نوي ډیلي غونډه کې هم د اختلاف لامل شوه او د جګړې په اړه د ګډې اعلامیې لهخوا د روسیې نوم نه و یاد شوی. پوتین اعلان وکړ چې د ۲۰۲۴ کال برازیل غونډه کې هم ګډون نه کوي، چې ځینې څارونکي دا پرېکړه د ۲۰۲۳ کال نړیوالې جزایي محکمې د نیولو امر پورې تړي. دا امر غواړي پوتین د اوکراین د احتمالي جنګي جنایتونو له امله محاکمه شي.
همداراز جي شل غړو د هغو اقتصادي شاکونو د حل پر سر اختلاف درلود چې نوي راټوکېدونکي اقتصادونه یې تر ډېره متاثره کړي. د اوکراین د جګړې له امله د انرژۍ رامنځته شوي بحران د خوراکي توکو کمښت، د انرژۍ بیو لوړوالی او انفلاسیون راوپاراوه. دې وضعیت د امریکایي ډالر ارزښت لوړ کړ، خو د پرمختیايي اقتصادونو اسعار یې بېثباته کړل. له همدې امله، له ۱۰۰ زیاتو هېوادونو د نړیوال وجهي صندوق (IMF) څخه د بیړنۍ مالي مرستې غوښتنه کړې. له ۲۰۲۲ کال څخه IMF له اقتصادي بحران سره مخ هېوادونو ته پورونه بېسارې لوړې کچې ته پورته کړل او دا مرسته په ۲۰۲۴ کال کې ۱۴۹ میلیارده ډالرو ته ورسېده.
جي شل ډلې د ۲۰۲۰ کال له سرمشریزې مخکې د پورونو د تنظیم لپاره یو ګډ چوکاټ معرفي کړ، خو تر دې دمه یوازې څلور هېوادونه – چاد، ایتوپیا، ګانا او زامبیا د دې چوکاټ له مخې د پور معافیت غوښتی. کارپوهان د پور ورکوونکو هېوادونو ترمنځ اختلافونه د دې چوکاټ د ناکامۍ اصلي لامل بولي.
د CFR مشر براد ډبلیو. سیټسر د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې لیکلي: “که د پور ورکوونکو هیوادونو ترمنځ لازم دریځ نه وي، نو هیڅ ګډ چوکاټ نشي عملي کېدای. دا ‘ګډ چوکاټ’ یوازې په نوم شته.” اوس نړیوالې پور ورکوونکي ادارې د دې چوکاټ د اصلاح لارې لټوي.
د جي شل ډلې اوږدمهاله ژمنه دا وه چې د WTO اصول تعقیب کړي، یعنې تعرفې راکمې کړي او د سوداګرۍ خنډونه لرې کړي، خو دا ژمنه د لویو قدرتونو ترمنځ د اقتصادي سیالۍ له امله له ننګونو سره مخ شوه. پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له چین سره څو اړخیزه سوداګریزه جګړه پیل کړه او پر چین یې درنې تعرفې ولګولې، چې تر ډېره د بایډن ادارې هماغسې پرېښې دي. همداراز ولسمشر جو بایډن داسې تدابیر تعقیب کړل چې هدف یې د امریکا اقتصاد د چین له خطرونو خوندي کول وو. په اګست ۲۰۲۲ کې، هغه د CHIPS او ساینس قانون لاسلیک کړ، چې پرمختللې ټیکنالوژۍ بېرته امریکا ته راولي. له دې سره سخت صادراتي بندیزونه وضع شول، چې له مخې یې چین نشي کولای هغه چپونه وپېري چې د امریکا انپټونه پکې کارېدلي وي. یو نوی سیستم رامنځته شو چې له مخې یې امریکایي پانګونه د چین حساسو ټیکنالوژیو سکتورونو ته محدودوي.
د ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د نومبر بیا ټاکنه د واشنګټن د راتلونکې نړیوالې اقتصادي پالیسۍ په اړه بېباوري زیاته کړې. هغه ژمنه کړې چې یوه نوې “عمومي تعرفه” به معرفي کړي چې شاوخوا ۲۰ سلنه به وي. په چین به نوې تعرفې هم وضع کوي او نور هغه اقدامات به هم ترسره کوي چې د پخوانۍ ازادې سوداګرۍ له اجماع سره ټکر لري. شنونکي وایي چې دا به د بایډن د وروستۍ جي شل سرمشریزې لپاره ستر چلینج وي. د جورج ټاون پوهنتون ایوان میډیروس NPR ته ویلي: “بایډن به هڅه وکړي دا پیغام ورسوي چې د امریکا نړیوالې ژمنې، ارزښتونه او ګټې دوامداره دي.”
د اقلیم بدلون په اړه لا هم دننه ترینګلتیا شته. راپورونه وايي چې چین، هند، روسیه او سعودي عربستان د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې د چاپېریال وزیرانو په غونډه کې د سکرو د کارونې ختمولو او د فوسیلي سون توکو سبسایډیو بندولو موافقه رد کړې وه. سربېره پر دې، پر اوکراین له یرغل وروسته، جرمني او نور هېوادونه له خپلو پخوانیو ژمنو پر شا شول چې بهرنیو هېوادونو کې به د فوسیلي سون توکو پروژو تمویل بندوي.
د نوي ډیلي سرمشریزې بیا هم د اقلیم په برخه کې پام وړ پرمختګ ونکړ او یوازې د سکرو د “مرحلې کمولو” (phasedown) یادونه وشوه، نه د بشپړ بندېدو (phaseout). ولسمشر لولا وایي: “سیاره نور د نه پوره شویو اقلیمي ژمنو زغم نه لري.”
د جي شل ډلې د ناستو په څنډو کې څه پېښېږي؟
ځینې کارپوهان د جي شل ډلې انعطافپذیري د نورو څو اړخیزو نړیوالو بنسټونو په پرتله ډېره بولي او وایي چې دا انعطاف کولی شي کله ناکله سخت جیوپولیټیک نظم ته بدلون ورکړي. دا انعطافپذیري حتی د سرمشریزو غونډو ته هم غځېږي، چیرې چې د هېوادونو د مشرانو ترمنځ دوهاړخیزې لیدنې ډېر وخت د رسمي اجنډا له چوکاټه بهر موضوعاتو باندې تمرکز کوي.
دا مخامخ لیدنې، که مخکې پلان شوې وي یا ناڅاپي ترسره شي، د خپل ډیپلوماتیک اهمیت له امله اکثره وخت د نړیوالو رسنیو پام ځان ته رااړوي. په ۲۰۱۷ کال کې د جرمني هامبورګ ښار کې ولسمشر ټرمپ او ولسمشر پوتین لومړی ځل سره ولیدل، چې څو ساعته ناستې یې وکړې او د امریکا د متحدینو اندېښنې يې راوپارولې. په بل کال کې یو بل دوهاړخیز ملاقات د ټرمپ او د چین د ولسمشر شي جینپینګ ترمنځ د جي شل غونډې توجه له رسمي اجنډا واړوله.
په ۲۰۲۲ کال کې د بالي سرمشریزه د ولسمشر بایډن او شي جینپینګ ترمنځ د مخامخ ملاقات کوربه وه. که څه هم دواړه مشران کومو عملي اقداماتو ته ونه رسېدل، خو ژمنه یې وکړه چې ډیپلوماتیکې اړیکې به خلاصې وساتي.
په ۲۰۲۳ کال کې د غونډې تر څنګ د هندوستان–منځني ختیځ–اروپا اقتصادي دهلېز (India-Middle East-Europe Economic Corridor – IMEC) بنسټ کېښودل شو. دا د رېل او بندرونو تړون دی چې هند له اروپا سره د زیربنايي شبکو له لارې نښلوي او منځنی ختیځ ته پرې تېرېږي. ځینې څارونکي دا دهلېز تر دې دمه د چین د “یو کمربند، یو سړک” نوښت (Belt and Road Initiative) لپاره تر ټولو جدي ننګونه ګڼي.
په ورته وخت کې، د مکسیکو ولسمشره کلودیا شینباوم چې د ۲۰۲۴ کال اکتوبر کې واک ته رسېدلې، د جي شل غونډه کې يې ګډون د نړیوالو سرمشریزو په کچه لومړنی حضور و. هغې هلې ځلې کوي چې د وسلو مصرف راکم کړي او د خوړو خپلواکۍ ته وده ورکړي.