لوک کېمپ د کمبریج په پوهنتون او د «کېسکېډ په انستیتیوت» کې څېړونکی او د «د جالوت لعنت: د ټولنو د ړنګېدا تاریخ او راتلونکی» (۲۰۲۵) کتاب لیکوال دی.
ژباړه: د جیوافغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
ایا د یوه تمدن سقوط حتمي تباه کوونکی وي؟ له میلاده دوه زره کاله وړاندې د لرغوني مصر د زړې واکمنۍ سقوط له بلواوو، د قبرونو له لوټېدو او ان له انسانخوړنې سره مل و. په همدې تړاو له میلاده ۲۱۲۰ کلونه وړاندې د انختیفي د ژوند په اړه یوه کیسه وايي: «د مصر ټوله لوېدیځه برخه د لوږې له امله مړه شوه، تر دې چې نوبت د ماشومانو خوړلو ته ورسېد.»
موږ ټول له دې روایت سره بلد یو، چې کلتورونه څرنګه په چټکۍ او تاوتریخوالي سره ګواښل کېږي او بیا ړنګېږي. وروستۍ پېړۍ هم دا خبره تاييدوي: په عراق د امریکا له یرغل وروسته، په لومړیو ۱۸ میاشتو کې ۱۰۰ زره انسانان ووژل شول، بیا داعش راڅرګند شو. په ۲۰۱۱ کال کې د لیبیا حکومت نسکور شو؛ خلا رامنځته شوه او د غلامۍ پخوانی تجارت بیا پېل شو.
خو تر دې تاریخي شېبو واقعیت ډېر پېچلی دی. په حقیقت کې، د تمدنونو پای ډېر کم په ناڅاپي ناورینونو پای ته رسېږي، خو ډېری مهال دا بهیر ورو او نرم وي او خلک او کلتورونه د اوږدې مودې لپاره دوام کوي.
د مایا د تمدن ړنګېدنې نږدې درې پېړۍ وخت ونیو: له ۷۵۰ تر ۱۰۵۰ قبل المیلاد پورې یې «وروستۍ کلاسیکه دوره» بلل کېږي. دغه مهال، مرګونه ۱۰–۱۵ سلنه زیات شول، ځینې ښارونه خالي شول، خو هممهاله نورې سیمې وغوړېدې. د مایا په تمدن کې لیک، سوداګري او ښاري ژوند د اسپانویانو تر یرغل پورې دوام وکړ.
ان د انختیفي اټوبايوګرافي ښايي مبالغه وي. له زړې واکمنۍ وروسته، په «لومړۍ منځنۍ دوره» کې، د عامه خلکو قبرونه ډېر شول او خلک بډایه شول. په دې تړاو د عامه لوږې او مرګ ژوبلې ډېر قانع کوونکي شواهد نه شته. په دې هر څه کې انختیفي هم خپله ګټه درلودله: دی نوی والي شوی و او غوښتل یې ځان د بحران اتل وښيي.
ځینې «سقوطونه» خو هېڅکله هم نه دي پېښ شوي. د ایسټر ټاپو هغه «ایکوسایډ» نه و چې جیرډ ډایمنډ یې ادعا کوله. د رپا نویي خلکو تر ۱۹مې پېړۍ پورې ژوند کاوه، څو چې استعمار او وباوو له منځه یوړل. دوی ته تر ۱۸۷۷ کال پورې یوازې ۱۱۱ کسان ورپاتې وو.
د تمدن له منځه تلل ښايي د بیا راژوندي کېدو فرصت هم وي. په اروپا کې د ملت ـ دولت جوړښت وروسته له هغه راوټوکېد چې د لوېدیځ رومي امپراتوري ختمه شوې وه. له همدې ځایه، ځینې پوهان وایي، سقوط د «انطباقي دورې» برخه ده: لکه اور چې ځنګل سوزوي، خو د بیا ودې لپاره هم لاره پرانیزي.
موږ دا ډول نازک توپیرونه ځکه په کمه کچه وینو چې لرغونپوهنه تر ډېره د اشرافو ژوند انځوروي. یعنې نړۍ ته یوازې د یوې سلنې له لیده ګوري. د چاپ تر ماشینه مخکې، لیک او اسناد یوازې د دولت او اشرافو په لاسونو کې وو. د عامو خلکو نښې چې د ښکار توکي، څړځایونه او بې دولته ټولنې وې، دا تر ډېره زړېدونکې او ورکېدونکې وې.
له همدې امله، د سقوط په اړه زموږ تصورونه د هماغو لوړپوړې نخبه طبقې له زاویې اغېزمن کېږي. «تیارې دورې» ته تیاره دوره ځکه ویل کېږي چې د دې دورې په تړاو موږ ډېر کم اسناد لرو. نه دا چې دغه مهال کلتورونه یا ټولنې ورکې او نه وې. ښايي په دې دوره کې جګړې ډېرې وې، سوداګري کمه وه، خو په دې تړاو شواهد ناڅرګند دي. ځینې ځواکمنې بېلګې بیا هر څه د دې برعکس وایي: د چین د ژو او چیان تر منځ په ګډوډۍ کې کنفیوشیزم او نور فکرونه غوړېدل.
د لرغوني مېزوپوتامیا (بین النهرین) د سومر بزګرانو سیاسي سقوط تر ټولو ښه پیښه وه. جېمز سي سکاټ وایي: لومړني دولتونو خلک په بند تړل. کله چې دولتونه ړنګ شول او اشراف وتښتېدل؛ له درنو مالیاتو، ناروغیو او غلامۍ خلاصون رامنځته شو. په دې تړاو د ښکارکوونکو هډوکي ښيي چې د دوی ژوند څو برابره سالم و: دوی ډېر حرکت کاوه، څو ډوله خواړه یې خوړل او لږ ناروغېدل. د دولتونو له ورانېدو سره به خلک ارام شول.
خو دا په هېڅ توګه د دې معنی نه لري چې د راتلونکي سقوط پر وړاندې په ارامه کېنو. ولې؟ ځکه موږ تر هر وخت زیات پر دولتي زیربناوو تکیه لرو. که دا له منځه ولاړې شي، ګډوډي رامنځته کېږي. په ۱۹۷۷ کال کې د نیویارک برېښنا پرې کېدو پېښې ته ځېر شئ چې د برېښنا د نشتوالي او اقتصادي فشارونو له امله د اورلګېدو او جرایمو په پېښو کې نږدې ۵۵۰ پولیس ژوبل شول او دغه راز ۴۵۰۰ لوټماران پکې ونیول شول. که چېرې همدا پېښه په ۱۸۷۷ کال کې شوې وای، شاید ډېر خلک به ترې خبر هم نه وای.
د دې ترڅنګ، اوسني تمدنونه ښايي د پخوانیو په څېر له ژور سقوطه ونه رغېږي. هغه وخت خلکو د ژوندي پاتې کېدو مهارتونه لرل، خو دمګړۍ موږ ان په دې نه پوهېږو چې د پتلون ځنځیر څرنګه کار کوي. پوهه په افرادو پورې تړل شوې نه ده، بلکې په سازمانونو کې ده. که چېرې صنعتي تمدن نسکور شي، نو دا لا روښانه نه ده چې موږ به یې ټوټې بیا څرنګه سره را یوځای کړو.
درېیم، د وسلو ډېرښت ګواښ زیات کړی. شوروي چې سقوط شو، ۳۹ زره اټومي وسلې یې لرلې او ډېر غني شوي پلوتونیم او یورانیم. ټول خوندي پاتې نه شول. په ۲۰۱۰ کال کې یو شمېر افشا شویو اسنادو څرګنده کړه چې په دې تړاو مصر ته د ارزانه اتومي موادو وړاندیز شوی و. ښایي د روسيې ساینسپوهانو د شمالي کوریا له اتومي پروګرام سره هم مرسته کړې وي. هر څومره چې ټېکنالوژي وده کوي، سقوط هم په تورتم کې پټېږي.
په دې تړاو زما وروستی ټکی دا دی چې نړۍ ډېره زیاته نښلول شوې او پېچلې شوې ده. دې کار وړتیا ډېره کړې، خو سیسټمونه یې کمزوري کړي. د ۲۰۱۰ یوه څېړنه ښيي چې تړلې شبکې ډېر ژر ړنګېږي. په مالي بازارونو کې هم د نښلون یو حد دی: ټول سیستمونه یو ځای زیانمنېږي. دا هماغه څه دي چې د برونز دورې پرمهال په مدیترانې او اېجین کې وشول: نښلون شتمني راوړه، خو په وار سره یې د پېښو یوه داسې لړۍ هم برابره کړه چې له زلزلو، جګړو، اقلیمي بدلون او بغاوتونو سره یې یو ځای ټولنې له سقوط سره مخ کولې.
له همدې ځایه، سقوط یوه دوه تېغه توره ده. کله ناکله د خلکو لپاره فرصتونه رامنځته کوي، زاړه جوړښتونه له منځه وړي، خو ځینې مهال د نفوس، کلتور او سیاسي لاسته راوړنو له لاسه ورکول هم ورسره مل وي. د دې پایله تر ډېره له دې سره تړل شوې چې خلک څرنګه له ګډوډۍ تېرېږي او څومره په خوندي توګه بل نظم ته ستنېږي. له بده مرغه، که څه هم پورته نښې دا ښيي چې په تاریخ کې د تمدنونو سقوط تل مخلوطې پایلې ورکړي، خو په اوسنۍ نړۍ کې ښايي یوازې له تیارو ډک راتلونکی ولري.

