د کاناډا د «مونک مناظرې» د نړۍ پېژندل شوې څېرې راغواړي او په بېلابېلو فکري او ستراتيژيکو بحثونو کې ورسره مناظرې کوي. یو له دغو مناظرو دا وه چې آيا یوویشتمه پېړۍ به یوه چینايي پېړۍ وي؟
دا مناظره په ۲۰۱۱ کال کې د وتلي امریکايي ریالیست هېنري کېسنجر، نیوکلاسیکل ریالیست فرید ذکریا، چینايي اقتصاد پوه ډېویډ لي او د نړۍ د وتلي سیاسي-اقتصادي مورخ نیال فرګوسن ترمنځ وه.
په دې مناظره کې هېنري کېسنجر او فرید ذکریا تر ډېره پر دې اند وو، چې چین به په یوویشتمه پېړۍ کې یو له مهمو زبرځواکونو وي؛ خو دوی بیا نه شي کولای د یوویشتمې پېړۍ مشري په خپلو لاسونو کې واخلي.
په بل اړخ کې، ډيویډ لي او نیال فرګوسن نه یوازې دا چې چین یو زبر ځواک ګڼي، بلکې روانه پېړۍ هم یوه چینايي پېړۍ بولي.
دا چې دواړه لوري د خپلو خبرو لپاره څه دلایل لري او د یو بل پر دلایلو کومې نیوکې کوي، په دې ژباړه کې به یې ولولئ.
د دې مناظرې ژباړه له دې ځایه ښکته کړئ:
آیا یوویشتمه پېړۍ به د چین وي؟ د کېسنجر، ذکریا، فرګوسن او لي مناظره

