LOADING CLOSE

فدرالېزم او افغانستان؛ نړیوال درسونه او ځايي‌ واقعیتونه – جاوید قایم – څېړنپاڼه

جاوید احمد قایم

جاوېد احمد قايم په چین کې د افغانستان سفیر، د ملي امنیت په شورا کې سیاسي سلاکار، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال پاتې شوی دی. ښاغلی قایم دا مهال د امریکا د اریزونا ایالت په پوهنتون (ASU) کې د عامه چارو په پوهنځي کې استاد دی.

 

جیوافغانیکا  د ښاغلي جاوید احمد قایم لیکنه «فدرالېزم او افغانستان؛ نړیوال درسونه او ځايي واقعیتونه» د نوشاخ څېړنپاڼو تر لړۍ لاندې خپروي.

په دې لیکنه کې ښاغلی قایم پر یوې حساسې موضوع تمرکز کړی او هڅه یې کړې چې دا پوښتنه ځواب کړي:
ایا په اوسنیو شرایطو کې فدرالي نظام د افغانستان لپاره «حل» دی، او که «ګواښ»؟

دا لیکنه په دې تړاو د بېلابېلو هېوادونو عملي تجربې څېړي؛ خو تر ټولو لومړی دا روښانه کوي چې فدرالیزم څه ته وايي، څرنګه رامنځته کېږي او ولې یې ځینې هېوادونه د حکومتولۍ د سېستم په توګه غوره کوي. 

خو لیکوال یوازې په دې اکتفا نه کوي؛ بلکې د نړۍ یو شمېر بریالې او ناکامې بېلګې پرتله کوي.
په بریالیو هېوادونو کې متحده ایالات، کاناډا او جرمني ارزوي او په ناکامو بېلګو کې ایتوپيا، سوګوسلاویا او اندونیزیا بحثوي. 

له همدې ځایه، د همدې بېلګو پر مټ لیکوال ښيي چې فدرالېزم پخپله نه د بریا او نه هم د ناکامۍ نسخه ده. د فدرالېزم پایلې د هر هېواد له ځانګړو شرایطو، تاریخ او اداري جوړښت سره تړلې دي. په لوېدیځو هېوادونو کې فدرالېزم هغه وخت بریالی ثابت شوی، چې قوي بنسټونه، د قانون حاکمیت او ګډ ملي هویت یې د تنوع تر منځ د یووالي لپاره جوړ کړی وي. خو په کمزورو هېوادونو لکه ایتوپیا او پخوانۍ یوګوسلاویا کې فدرالېزم د وېش او شخړو لامل شوی دی.

د دې لیکنې په وروستۍ برخه کې په افغانستان کې د فدرالېزم د عملي کېدو ارزونه شوې. 

فدرالېزم د ثبات لپاره لنډه لاره نه شي ګڼل کېدای. د افغانستان د اوسني وضعیت له مخې، چې قومي وېش یې ارت، بنسټونه یې کمزوري، د قانون حاکمیت یې محدود، اقتصاد یې وروسته‌پاتې او له امنیتي ګواښونو سره مخ دی، فدرالېزم یو خطرناک انتخاب ګڼل کېږي. د هېواد د قومونو پر بنسټ وېشل به نابرابرۍ؛ قانوني کړي، جلاطلبه مشران به ځواکمن کړي او ملي یووالی به زیانمن کړي. د دې پر ځای افغانستان باید یو واحد (مرکزي) نظام غوره کړي، چې په هغه کې د دفاع، بهرنۍ تګلارې او ملي اقتصادي ستراتیژۍ واک له مرکزه اداره کېږي، خو ورسره د ځایي حکومتولۍ، فرهنګي خپلواکۍ او سیمه‌ییزو اقتصادي نوښتونو لپاره اغېزناک نامتمرکز جوړښت رامنځته شي.

که افغانستان له بېلابېلو نړیوالو نظامونو څخه زده‌کړه وکړي، کولای شي د حکومتولۍ داسې یو ماډل جوړ کړي چې ملي یووالی او سیمه‌ییزه انعطاف‌پذیري سره متوازنه کړي، د خدماتو عادلانه وړاندې کولو، دایمي پرمختګ او دوامدار ثبات تضمین کړي. په دې توګه، هېواد به وکولای شي نړیوالې تجربې د خپلو ځانګړو تاریخي، فرهنګي او ټولنیزو واقیعتونو سره سمې تطبیق کړي، پرته له دې چې یو داسې نظام راوړي چې په ورته بې‌ثباتیو او تنوع لرونکو ټولنو کې ناکام ثابت شوی وي.

د بشپړ راپور لوستلو لپاره دا څېړنپاڼه له لاندې ځایه ښکته کړئ:

Visited 94 times, 1 visit(s) today

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!