ولې بشري مداخلې پر فاجعو اوړي؟ – راجن مېنون

راجن مېنون
راجن مېنون د نیویارک ښار په سټي کالج کې د سیاسي علومو استاد، د کولمبیا په پوهنتون کې د جګړې او سولې د مطالعاتو په انستیتیوت، او په کارنیګي شورا کې څېړونکی دی. د ښاغلي مېنون وروستی کتاب «د بشري مداخلې کلانکاري» (۲۰۱۶) دی.
ژباړه: د جیوافغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
بشریت یوې نوې، خو روښانه دورې ته ننوځي. یوې داسې دورې ته چې د بشري حقونو پر نړیوالې اجماع ټینګار کېږي. بشري حقونه اوس د بل هر وخت په پرتله ډېر ارزښت لري. ډلهییزې عام وژنې نور نه زغمل کېږي او حاکمیت به هم نور هغه دولتونه ونه ژغوري چې دغه معیارونه تر پښو لاندې کوي. دا ډول خبرې هغه کسان کوي چې په ښه نیت له بشري حقونو ملاتړ کوي. خو تاسو پر دوی باور مه کوئ. تېرې دوه لسیزې ښيي چې د انسانانو د ژغورلو تګلارې له سیاسي او عملي نیمګړتیاوو دومره ډکې وې چې ښايي دمګړۍ تر ټولو ښه کار دا وي چې نور د بشري مداخلې خیال په بشپړه توګه پرېږدو.
په دې تړاو، د بشري مداخلې تر ټولو مشهوره طرحه «د ساتنې مسوولیت» یا R2P ده. دا دولتونو ته ګواښ کوي: که دوی خپل وګړي وژني، نو د دوی مخه به ان د اړتیا له مخې په پوځي زور هم ودرول شي. او یا دا چې ملي حاکمیت به نور د د دولتونو د بې جزا کړنو پر وړاندې خنډ نه وي.
د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې د ساتنې مسوولیت اصل د ۲۰۰۵ کال په ناسته کې تایید کړ. په دې تړون نږدې ۲۰۰ هېوادونو لاسلیک وکړ. ډېری پوهان، فعالان او نادولتي بنسټونه له همدې نظریې الهام اخلي. دوی د ملګرو ملتونو دغه پرېکړه د دې ثبوت بولي چې دا اصل نور نړیوال او د تطبیق وړ «نورم» دی.
خو له بده مرغه، دا لوړې ادعاوې له واقعي نړۍ سره هیڅ اړخ نه لګوي.
تر هر څه مخکې باید دا ووایو، چې د ساتنې مسوولیت نه شي پلي کېدای. که څه هم هیوادونه تل پر لوړو ادعا لرونکو بشري تړونونو لاسلیک کوي، خو بیا هم هر ځل له همدغو تړونونو سرغړونه کوي. تاسو یو ځل د ملګرو ملتونو منشور ته ځیر شئ، د بشري حقونو نړیوالې اعلامیې، د نسل وژنې کنوانسیون او د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو تړونونه هم له نظره تېر کړئ. په دغو ټولو اسنادو کې ښکلي او غوره الفاظ ډېری مهال متبادل تعبیرونه لري. هیوادونه په دې ښه پوهېږي او له همدې ځایه په دغو تړونونو لاسلیک کوي، خو د عملي کولو نیت یې بیا ډېری مهال نه لري. کله چې دغه هېوادونه له دغو تړونونو سرغړونه وکړي، یا یې یو شمېر مادې په خپله خوښه تفسیر کړي، نو د نړیوالو نیوکو پر وړاندې ښکاره مقاومت ښيي. د بشري تړونونو د ژمنو عملي کولو په برخه کې تشه تصادفي نه ده؛ له همدې مخې، هیوادونه دا ډول اسناد هغه مهال نه لاسلیکوي چې دوی له سختو او جبري مکلفیتونو سره مخ کوي.
د ساتنې مسوولیت یا R2P هم له همدې تشې ځورېږي: د تیورۍ او عمل تر منځ لوی واټن شته. هر کله چې یو ځای وینه بهېدل پیل شي، نو د دې تړون د پلي کېدو پر وړاندې ګڼ خنډونه راپورته کېږي. په دې کې تر ټولو لوی خنډ د امنیت شورا شرط دی. که یو خونړی واکمن د امنیت په شورا کې دوه ملګري ولري، نو په ډېره اسانه د ارام ساه کښلی شي. تاسو یو ځل د سودان عمرالبشیر ته وګورئ؛ د سوریې بشارالاسد ته؛ او یا ان زموږ نږدې ملګرو سعودي عربستان او ترکیې ته — چې پر یمن او کرد مېشتو سیمو بریدونه کوي او د ملکي خلکو د ژوند هېڅ پروا نه کوي.
دغه راز، د مسوولیت ساتنې په تړاو د ماموریت غځېدل (Mission creep) هم یو بل جوړښتي عیب دی. د دې وروستۍ بېلګه، د ملګرو ملتونو د ۱۹۷۳ پرېکړهلیک له مخې، په لیبیا کې د ملکي کسانو د ساتنې په موخه زور کارونې ته اجازه وه. خو ډېر ژر دغه ژغوریز اقدام د «رژیم پر بدلون» واوښت. د ۲۰۰۳ کال د عراق سیناریو هم دې ته ورته وه. له همدې امله ښايي دا لومړۍ او یا هم وروستۍ پوځي بشري مداخله وي چې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې ترسره شوې وي. د لیبیا له ناکامۍ وروسته، برازیل د «ساتلو پر مهال د مسوولیت» طرحه وړاندې کړه. برازیل په دې طرحه کې وېره څرګنده کړه چې زورور هېوادونه ښايي د «بشردوستۍ» تر نامه لاندې خپل ناخوښه حکومتونه ړنګ کړي.
د ۲۰۱۱ کال د لیبیا جګړې یو بل عیب دا هم په ډاګه کوي: غرور او پر ځان باور. خو د یو ظالم رژیم ویجاړول اسانه کار دی، مګر د یو نیم سم نظم بېرته جوړول ډېر کار او سرچینو ته اړتیا لري. د اوږدمهاله دولتجوړونې او اقتصادي بیا رغونې پرته، نه د ولسونو حقونه خوندي کېږي او نه هم بشردوستي په ځای کېږي. له همدې ځایه، دا ډول مداخلې یوازې د ورانۍ کړنې دي.
دا نو هغه درس دی چې د لیبیا له جګړې وروسته یې مشاهده کوو. په لیبیا کې ازادې ملیشې او دوه رقیب حکومتونه له یو بل سره ښکر په ښکر دي. په دې ګډوډۍ کې، د داعش ډلې او جرمي شبکو خپلې ځالې جوړې کړي دي. دغه راز، د لیبیا ګاونډیان، چې د یو بل ګټې نه مني، خپلو ملاتړو او پلویانو ته وسلې ورکوي. ښايي لیبیا یو موټی دولت پاتې نه شي. خو بیا هم، په دې شرایطو کې به تر ټولو زیات د لیبیا بېوسه وګړي زیان وویني. ټوله د مغرب سیمه به، چې وار له مخکې د لیبیا له اغېزو ځورېده، له لا بې ثباتۍ سره مخ شي.
له دې هر څه سره، دا چې د ساتنې مسوولیت یو شمېر ملاتړي لري، خو بیا هم بشري مداخلې په لویدیځو هیوادونو کې قوي ولسي ملاتړ نه لري. په دې تړاو یو شمېر نظرپوښتنې ښيي چې یوازې لږکي خلک له دې امله د وسلوالو مداخلو ملاتړ کوي چې جګړه نوره هم خونړۍ او پېچلې نه شي. دا هېڅ د هېښتیا وړ نه ده چې په اروپا او امریکا کې هېڅوک هم په سوریه کې د مداخلې له امله سړکونو ته ونه وتل.
د لوېدیځ مشران هم دا تریخ حقیقت په ښه توګه درک کوي. له همدې کبله، په بوسنیا، کوسوو او لیبیا کې پر هوايي بریدونو تکیه وشوه. دا ډول مداخلې، د مداخلهکوونکو تلفات صفر کوي، خو په بل اړخ کې جګړه اوږدوي —
او له همدې ځایه، ځايي عاملانو ته وخت ورکوي چې ډېر ژر، ډېر انسانان ووژني. دا هماغه څه وو چې په کوسوو او لیبیا کې ترسره شول.
هو، وسلواله مداخله یو ستر ګام دی، خو بدمرغي دا ده چې لوېدیځ ان په هغو اسانه مرستو کې هم پاتې راغلی چې هېڅ د زور کارونې ته هم اړتیا نه لري. دمګړۍ لویدیځ، د یو څو استثناوو پرته، هڅه کوي د سوریې، عراق او افغانستان د کډوالو مخه ونیسي او له دې وړاندې یې د کډوالو د عالي کمیشنرۍ بودیجه هم په سمه توګه نه تمویلوله. UNHCR، چې باید میلیونونو بېکوره خلکو ته خواړه او سرپناه برابره کړي، په پرلهپسې توګه د مرستې غوښتنې کوي او کله نا کله مجبوره شي چې د سوریې کډوالو لپاره بنسټیز توکي راکم کړي.
د دې ټولو عواملو له امله، د یوې داسې مداخلې امکان خورا کم دی چې نړیوال مشروعیت ولري، لږ تر لږه یو شان تطبیق شي او د پلي کېدو او له جګړې وروسته د عادلانه نظم لپاره قوي میکانېزمونه ولري. هو له دې هر څه سره به موږ بیا هم بشري مداخلې په سترګو وینو، خو هر کله چې «ژغورونکي» پوځي زور ته لاس کړي،
نو ځانونه د نورو لیبیاوو جوړونې ته هم اماده کوئ.