LOADING CLOSE

د پاکستان او افغان طالبانو جګړه؛ د پام اړونې تیورۍ له نظره – احمدالله ارچیوال

احمدالله ارچیوال
لیکوال او څېړونکی

احمدالله ارچیوال په ۲۰۰۴ کال کې له پېښور پوهنتونه په ژورنالېزم او په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا له نیو‌سکول پوهنتونه د نړیوالو چارو په برخه کې ماسټرۍ ترلاسه کړي. دا راز، نوموړی «د خدایې خدمتګار کلتوري اغېزې» او «ولسي مبارزې (عدم تشدد)» کتابونو لیکوال هم دی.‌ ښاغلی ارچیوال له تېرو دوو لسیزو راهیسې، د امریکا د سولې په انستیتوت، یوناما، د افغانستان ټاکنو کمیسیون کې د عامه پوهاوي د رییس او کارډان پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې د استاد په توګه دندې ترسره کړي دي.‌

آیا د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ به اوربند دوام وکړي؟

ایا د پام اړونې تیوري Diversionary Theory پلې کېږي؟


لیکوال: احمدالله ارچیوال

دا مهال په ترکیه کې د طالبانو او د پاکستان ترمنځ خبرې اترې روانې دي، خو لا تر اوسه په دې اړه کوم پرمختګ نه دی شوی. دا خبرې اترې داسې مهال روانې دي، چې د پاکستان د دفاع وزیر په خبرو اترو کې د نه پرمختګ په صورت کې د افغانستان پر وړاندې د مخامخ جګړې کولو هوډ ښودلی دی. 

له دې وړاندې، د قطر او ترکيې په منځګړتوب افغان طالبانو او پاکستان د دوحې په ناسته کې پر اوربند موافقه کړی وه. دواړو خواوو په لومړي سر کې د ۴۸ ساعتونو موقتي اوربند کړی و، چې وروسته د یاد  اوربند پر غځېدو، او د دواړو خوا ترمنځ د خبرو پر دوام هوکړه وشوه. اوس چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګرتوب خبرې اترې روانې دي،  پوښتنه دا ده چې آیا په سیمه کې به دایمي ثبات رامنځته شي؟

ایا د طالبانو او پاکستان روانې خبرې به د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ثبات لامل شي؟ بېلا بېل اشخاص ښايي د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند د دوام او یا نه دوام د احتمال په اړه بېلا بېل نظریات ولري. کورني لاملونه د دې جګړې د یو بعد په توګه وړاندې کېدای شي. له نورو برسېره، Diversionary Theory خپله ملامتي پر بل چا د ور اچولو(له بل چا د قربانۍ ګډورې جوړول)، یا د پام اړولو تیوري، کورني لاملونه، د هیوادونو ترمنځ د جګړو د اصلي محرک یا لامل په نوم یادوي. د دې تیورۍ له مخې، ځینې وختونه دولتونه په دې خاطر، چې د خلکو پام له کورنیو ستونزو بل خوا واړوي، له نورو هیوادو سره جګړې پېلوي. دا تیوري د جورج سیمیل د ټولنپوهنې له فرضیو څخه سرچینه اخلي. د نوموړي په وینا د باندنیو ډلو سره ټکر د یو ګروپ غړي سره رانژدې کوي. نړیوالو اړیکو ته د دې تیورۍ د ساحې په غځولو سره نوموړی استدلال کوي، چې له نورو هیوادونو سره ښکرې اړم کول، د کور دننه ستونزې د خلکو له حافظې وباسي، خلک یو بل ته رانژدې کوي، او د هغو ترمنځ اختلافات له منځه وړي. د دې تیورۍ پر بنسټ زه په دې لیکنه کې استدلال کوم، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د روانو خبرو په پایله کې د دوامدراه ثبات رامنځته کېدلو چانس تت دی. د دې لامل دا دی، چې پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو څخه د خپلو خلکو پام بل خوا اړولو په خاطر دغه جګړه پېل کړې.

لومړي شواهد ښيي، چې د ډیورډ کرښې په اوږدو کې د دوامداره ټکارو رامنځته کېدو امکان ډېر تت دی. د دواړو لوریو ترمنځ وروستۍ وسله‌واله نښته د اکتوبر پر اتمه د پاکستان له هوايي بریدونو سره پیل شوه چې په کابل کې یې یو موټر په نښه کړ. پاکستان ادعا وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشر نور ولي محسود یې وژلی دی. خو دغه ادعا وروسته له هغې ناسمه ثابته شوه کله چې محسود په یوې ویدیو کې، چې ښایي د خیبر پښتونخوا په یوې غرنۍ سيمه کې ثبت شوې وه، راڅرګند شو. نوموړي په دې ویډیو کې وویل، چې دی ژوندی دی او د ډیورنډ کرښې هغې غاړې یعنې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې فعاله دی. د پاکستان له خوا دغه برید په داسې مهال ترسره شو، چې د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي هند ته په شپږ ورځني سفر تللی و. د دې برید په غبرګون کې افغان طالبانو د ډیورنډ کرښې پر اوږدو د پاکستان پر یو شمېر پوځي پوستو بریدونه وکړل. د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتې پنځه ورځې دوام وکړ. د دې نښتې پرمهال پاکستان په پراخه کچه تبلیغات وکړل او هند یې د روانې جګړې پر کولو تورنه کړه. 

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه په پاکستان کې له یو شمېر داخلي سیاسي لانجو، مالي ناورین او بې‌ثباتۍ سره هممهاله رامنځته شوه. د خیبر پښتونخوا د ولایتي حکومت او د پاکستان د فدرالي حکومت ترمنځ سیاسي شخړه د پاکستان د سیاسي بې‌ثباتۍ یوه څرګنده نخښه ده. د پښتونخواه ایالت نوی  اعلی وزیر او د هغه د پاکستان تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا  کې د پوځي عملیاتو مخالف دي. فدرالي حکومت په پیل کې د خیبر پښتونخوا د ولایتي حکومت د اعلی وزیر له ټاکنې سره مخالفت کاوه. که څه هم په تېرو وختونو کې د داسې پوځي عملیاتو ډېرې بېلګې شته چې خپلو موخو ته نه دي رسېدلي، خو د پاکستان د پوځ مشرتابه دا ډول عملیات د تحریک طالبان د له منځه وړلو لپاره اړین ګڼي. که څه هم نوي اعلی وزیر  لوړه کړې، خو د خیبر پښتونخوا او وفاقي حکومت ترمنځ اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.

پر دې سربېره د پاکستان فدرالي حکومت هم له سیاسي بې‌ثباتي سره لاس او ګرېوان دی. په فدرالي حکومت کې یو کمزوری اېتلاف د حکومت واګي په لاس کې لري. د دې حکومت دوه مخکښ ګوندونه، د پاکستان مسلم لیګ (ن) د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې او د پاکستان پیپلز ګوند د ولسمشر اصف علي زرداري تر مشرۍ لاندې پر یو بل تورونه او توندې تبصرې کوي.‌ د کابینې ځینې وزیران وخت ناوخت د اقتصادي ناورین، د بې‌ثباتۍ او سیاسي اضطراب زیاتېدو له امله پر لومړي وزیر نیوکې کوي. عام خلک د لوړې کچې بې‌کارۍ او د قېمتونو د لوړوالي (انفلاسیون) سر ټکوي.

که له یوې خوا له افغانستان سره جګړه روانه وه، له بلې خوا یوه سیاسي ــ مذهبي ډله (تحریک لبیک) په لاهور کې سړکونو ته راوتلې وه، او د اکټوبر په ۱۰مه یې پراخې مظاهرې وکړې.  که څه هم دغه لاریون په زوره له منځه ویوړل شو؛ خو د پولیسو او غورځنګ د غړو ترمنځ په اخ و ډب کې ګڼ شمېر خلک ژوبل او تلفات یې رامنځته کړل. دې چارې پاکستان کې سیاسي بې ثباتي لاپسې ژوره کړه.

د دې ترڅنګ، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د بلوڅانو د ازادۍ لښکر نږدې هره ورځ د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پاکستان پر پوځ او امنیتي ځواکونو بریدونه ترسره کوي.‌ TTP په ډېرو هغو سیمو کې چې پخوا د فدرالي حکومت تر ادارې لاندې قبایلي سیمې بلل کېدې، اوس د خیبر پښتونخوا تر ادارې لاندې دي، په غیر رسمي توګه واک چلوي. پاکستان افغان طالبان په دې تورنوي چې په افغانستان کې یې TTP ته پټنځایونه ورکړي، خو طالبان بیا دغه تورونه ردوي او TTP د پاکستان داخلي موضوع بولي.

له بل لوري، له ۱۹۷۳ کال راهیسې، پاکستان د مذهب په پلمه له افغان جګړو ملاتړ کړی دی. د پاکستان دیني مدرسې او دیني مشران په دې موده کې د افغانستان او کشمیر په اړه د نیابتي جګړو لپاره د دیني مشروعیت سرچینې وې. خو کله چې متقي د دیوبند مدرسې ته سفر وکړ او هلته ورڅخه تود هرکلی وشو، د پاکستان د دیني نفوذ اغېزې کمزورې شوي. پاکستان اړتیا لري چې خپل دیني مشروعیت له لاسه ورنکړي، ځکه دغه مشروعیت ورته د کور دننه او په شاوخوا سیمو کې د نفوذ ساتلو لپاره مهم دي، څو د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مقابله وکړي. پاکستان په پوره پاملرنه دغه موضوع تعقیبوي.

دا مهال په افغانستان کې د پاکستاني دیني مشرانو نفوذ نور هم کمزوری شوی. د پاکستان مذهبي ګوندونو هم دغه موضوع درک کړې. همدا لامل دی، چې د پاکستان د علماوو شورا؛ دیوبند ته د متقي د سفر په اړه توند غبرګون وښود. وروستني پرمختګونه د دې لامل شوي، چې د پخوا په پرتله اوس د پاکستان د دیني ډلو له خوا هر ډول منځګړیتوب کېدای شي د دواړو خواوو ترمنځ د اوږدمهاله اوربند په تحقق کې مرسته ونه کړي. بلخوا د ځینو مخکښو مذهبي ډلو مشران لکه  مولانا فضل الرحمن په اوسني وخت کې د پاکستان له افغان تګلاري څخه په بشپړه توګه ملاتړ نه کوي، او د هغه نفوذ هم مخ پر کمېدو دي. 

سربېره پر دې، تېر کال د یو شمېر قانوني تغیراتو پر مټ د پاکستان حکومت د پاکستان د اوسني لوی درستیز، مارشال عاصم منیر، د واک موده تر ۲۰۲۷ غځولې. خو د پاکستان ځینې سیاسي ګوندونه په نومبر میاشت کې د اوسني لوي درستیز د وخت موده بشپړه ګڼي، او له هغه د خپلې دندې د پای ته رسولو غوښتنه کوي.

 ډېری وختونه د لوی درستیز د دورې د تمدید لپاره وفاقي حکومتونه اغېزمن ګامونه پورته کوي، خو دا کار تل اسانه نه وي. په دې تړاو د پاکستان یو شمېر لومړي وزیرانو حکومتونه هغه مهال له منځه ولاړل چې کله دوی د خپل وخت د لوی درستیزانو د دورې له تمدید سره مخالف کړی و. که څه هم ځینې لوی سیاسي ګوندونه د اوسني لوی درستیز د دورې له غځولو سره مخالفت کوي، خو د بهرني ګواښ تصور کولی شي د نوموړي د دورې تمدیدول توجیه کړي.

تر دې ټولو مهمه دا ده چې پاکستان په پراخه کچه د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د وسله‌والو نښتو لامل هند ته د متقي سفر یاد کړی. د افغانستان په اړه د پاکستان د ستراتیژیک عمق تګلارې له مخې، پاکستان تل د هند او افغانستان ترمنځ له نږدې اړیکو سره مخالفت کړی دی. سره له دې مخالفتونو، داسې ښکاري چې طالبان د یو دولت په توګه په نړۍ او سیمه کې د خپلو اړیکو د ټینګولو هڅه کوي او د هند په ګډون له نورو هېوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا غواړي.

دغه حالت زما پام د سیاسي علومو یوې مهمې تیورۍ،Diversionary Theory، د پام اړولو یا مسیر بدلولو تیورۍ ته اړوي. د دې تیورۍ له مخې، چې کله داخلي اقتصادي ستونزې، سیاسي بې‌ثباتي یا ټولنیزه نارضایتي موجوده وي، واکمنې نخبه ډلې  قصداً تعرضي بهرنۍ تګلارې غوره کوي، یا له ګاونډیانو سره وسله والو لانجو ته مخه کوي، څو د خلکو پام له کورنیو ستونزو بهر ته واړوي او خپل داخلي دریځ او موقف پیاوړی کړي.‌ (Levy, 1989). د پاکستان کورنۍ ستونزې لږ تر لږه په لنډ او منځمهال کې د دې تقاضا کوي، چې دوي د یو بل هیواد پر وړاندې، چې اوسمهال افغانستان دی، سره په جګړه کې ښکېل شي.

د پورته یادو شویو سیاسي، نظامي او اقتصادي شرایطو په رڼا کې، د دې خبرې امکان ډېر کم دی، چې موږ د ډېورنډ پر کرښې د اوږدمهاله اوربند شاهدان واوسو. د جنګ ورېځې به پر دې کرښې خپرې وي او داسې ښکاري چې موږ د سیاسي علومو د پام اړولو تیوري په عملي بڼه وګورو.

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!