LOADING CLOSE

د فدرالیزم بریالې او ناکامې بېلګې – جاوید قایم

جاوید احمد قایم

جاوېد احمد قايم په چین کې د افغانستان سفیر، د ملي امنیت په شورا کې سیاسي سلاکار، او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پالیسۍ جوړونې او همغږۍ مرستیال پاتې شوی دی. ښاغلی قایم دا مهال د امریکا د اریزونا ایالت په پوهنتون (ASU) کې د عامه چارو په پوهنځي کې استاد دی.

 

فدرالیزم او افغانستان؛ نړیوال درسونه او ځایي واقعیتونه

لومړۍ برخه دلته ولولئ:

لومړۍ برخه؛ پېژندنه او د فدرالیزم تاریخي بنسټونه

لیکنه: جاوید احمد قایم

دویمه برخه : فیډرالیزم په عمل کې (د فدرالیزم بریالې او ناکامې بېلګې)

په دې برخه کې به د فدرالیزم عملي بڼې وڅېړل شي. د دې لپاره به د فدرالیزم درې بریالۍ او درې ناکامې بېلګې تر بحث لاندې ونیول شي، څو دا څرګنده شي چې فدرالیزم په کومو سیاسي، ټولنیزو او تاریخي شرایطو کې بریالی کېږي او په کومو حالاتو کې د شخړو او بې‌ثباتۍ لامل ګرځي.

الف) د فدرالېزم بریالۍ بېلګې

متحده ایالات:  خپلواک ایالتونه 

په نننۍ زمانه کې د متحده ایالاتو حکومت د تر ټولو پایداره او بریالي فدرالي سیسټمونو له جملې ګڼل کېږي. کله چې هغوی له برېتانیا خپلواکي ترلاسه کړه، په پیل کې یې کنفدراسیون جوړ کړ؛ د کنفدراسیون د مادو (Articles of Confederation) پر اساس یو نسبتاً ازاد اتحاد رامنځته شو. په دې ډول اتحادونو یعنې فیډراسیونونو کې مرکزي حکومت ډېر کمزوری وي. د قوي مرکزي واک د کمښت له امله حکومتولي فلج شوه او ایالتونو خپلواکه عمل کاوه. دغه نیمګړتیاوې بیا د ۱۷۸۷ کال د اساسي قانون په تصویب سره حل شوې. نوي قانون د فدرالي حکومت او ایالتونو ترمنځ د واک د ویش پر بنسټ ترتیب شو. په دې ډول د ایالتونو خپلواکي او د ملي اتحاد ترمنځ توازن رامنځته شو او د فدرالې جوړښت اساس یې کېښود (Rosenthal & Joseph, 2017). دغه اساسي قانون همدارنګه د ولسمشرۍ سیسټم ټاکلی دی او ورسره یې د صلاحیتونو د جلا کولو او د واک د متمرکزه کېدو د مخنیوي لپاره یې ځانګړی توازن (checks and balances) رامنځته کړ.

تاریخي اسناد ښيي چې په متحده ایالاتو کې فدرالیزم هېڅکله هم ثابت نه‌ دی پاتې شوی. دا نظام د وخت او اړتیا له مخې بدلون موندلی دی. له یوې خوا یې پرله‌پسې ننګونې تجربه کړې دي، او له بلې خوا یې د هرې ننګونې له تېرېدو وروسته اصلاحات هم رامنځته کړي دي. د ۱۸۶۱ کال کورنۍ جګړه د فدرالیزم تر ټولو ستره ازموینه وه، ځکه یوولسو جنوبي ایالتونو د جلا کېدو د اساسي حق ادعا وکړه. دا جګړه د وخت د شمالي او جنوبي ایالتونو ترمنځ رامنځته شوه، چې په ترڅ کې یې له ۶۰۰،۰۰۰ څخه ډېر کسان ووژل شول. که څه هم له دې جګړې وروسته دا څرګنده شوه چې د امریکا اتحاد به پاتې شي، خو دا هم څرګنده شوه چې فدرالیزم د سیمه‌ییزو جګړو د مخنیوي تضمین نه شي کولای (Gallagher, 2017).

د وخت په تېرېدو سره، او د دا ډول پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره، د نوي تړون (New Deal) او د مدني حقونو د دورې په شمول د مرکزي فدرالي حکومت واک پراخ شو، څو له نويو سیاسي او ټولنیزو واقعیتونو سره ځان عیار کړي. د متحده ایالاتو د حکومتي نظام تجربې دا څرګنده کړې چې فدرالیزم پخپله د شخړې مخه نه شي نیولای، خو د حکومتي ادارو قوي بنسټ او سیاسي جوړجاړی کولای شي شخړې حل کړي.

لکه څنګه چې هوګلن او فینا ټینګار کوي، د متحده ایالاتو فدرالیزم د ایالتونو د خپلواکۍ او ملي یووالي ترمنځ د پرله‌پسې خبرو اترو او جوړجاړي له لارې رامنځته شوی توازن دی. مهمه دا ده چې دا یووالی د هغو خپلواکو ایالتونو ترمنځ جوړ شو، چې د یو ګډ سیاسي چوکاټ په لټه کې وو. دا ایالتونه په قومي ډلو نه وو ویشل شوي (Hueglin & Fenna, 2010).                                                    

کاناډا: د جوړجاړی له لارې د متنوع نفوس مدیریت

د کاناډا د نفوس ډېره برخه انګلیسي ژبي وګړي جوړوي، او یوه برخه یې فرانسوي ژبه وايي. د انګلیسي او فرانسوي ژبو د وګړو ترمنځ د ژبني او کلتوري اختلاف د حل لپاره، کاناډا په ۱۸۶۷ کال کې د یو فدرالي سیستم بنسټ کېښود، چې د متحده ایالاتو له ولسمشرۍ نظام سره توپیر لري. د کاناډا حکومت د پارلماني ماډل لاره غوره کړه، چې د اجرایوي او مقننې قواوو ترمنځ نږدې همغږي شته. دې سیستم د فدرالیزم یو ځانګړی ډول رامنځته کړ (Martha Field, 1998).

په دې فدرالي جوړښت کې، ولایتونو ته په زده‌کړه، کلتور، او د طبیعي سرچینو په مدیریت کې د پام وړ خپلواکي ورکړل شوه. د ۱۸۶۷ کال اساسي قانون په څرګنده توګه د ایالتونو واکونه خوندي کړي، او سربېره پر دې، ایالتونو ته د سوداګرۍ په چارو کې هم پراخ واک ورکړل شوی دی.

سره له دې پراخې آزادۍ، د کاناډا فدرالي سیستم له ژورو ننګونو سره مخ شوی دی. د دغو ننګونو تر ټولو مهمه بېلګه د کیوبیک (Quebec) د خپلواکۍ خوځښت دی. په دې ایالت کې تر اوسه دوه ځله د جلا کېدو ټولپوښتنې ترسره شوې دي. د ۱۹۹۵ کال ټولپوښتنه یوازې د یوې سلنې په توپیر ناکامه شوه، او د کیوبیک د جلا کېدو مخه یې ونیوله (Choudhry, 2008).

له کاناډايي ماډل څخه اخیستل شوی مهم درس دا دی چې د قومي کرښو پر بنسټ جوړښتونه د قومي سیاسي غوښتنو د پوره کولو تضمین نه شي ورکولی. د کاناډا خلک د نرم‌مزاجۍ، متقابل درناوي او قانون‌پالنې له امله پېژندل کېږي. څرګنده ده چې د ایالتي حکومتونو او خلکو ترمنځ جوړ جاړي، او تر ټولو مهم، د اساسي قانون درناوي کاناډا ته دا وړتیا وربښلې چې شخړې او تاوتریخوالی په اغېزمنه توګه مدیریت کړي، خو دا کړنې لا هم د دغو ستونزو په بشپړه توګه د له‌منځه وړلو سبب نه دي ګرځېدلي (Richard Simon, 2003).

په ورته مهال کې، د کاناډا تجربه ښيي چې فدرالیزم د قانون په چوکاټ کې د جوړجاړي یوه مؤثره وسیله ده، خو د بشپړې همغږۍ او تلپاتې یووالي تضمین نه شي کولای.

جرمني: تعاوني فدرالیزم           

جرمني یو عصري فدرالي نظام لري چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته رامنځته شو او تر ننه دوام لري. د دې نظام د جوړېدو موخه دا وه چې له هغو مرکزي جوړښتونو څخه مخنیوی وشي چې د استبداد لامل شوي وو. د ۱۹۴۹ کال د اساسي قانون (Basic Law) له مخې یو تعاوني فدرالي سیستم (Cooperative Federal System) رامنځته شو (Choudhry, 2008).

په دې سیستم کې، په ډېرو مواردو کې فدرالي حکومت قوانین جوړوي او ایالتونه (Länder) یې عملي کوي. د پارلمان (Bundestag) غړي د خلکو په رایو ټاکل کېږي، او د سنا (Bundesrat) غړي بیا د ایالتونو له لوري ټاکل کېږي. د سنا دا جوړښت ایالتونو ته دا حق ورکوي چې د فدرالي پالیسیو او قوانینو په جوړولو کې مستقیمه ونډه ولري. دا جوړښت په ورته مهال کې د فدرالي او ایالتي حکومتونو ترمنځ د همکارۍ یو بنسټیز میکانیزم هم رامنځته کوي (Hueglin & Fenna, 2010).

د جرمني د فدرالي نظام یوه مهمه ځانګړنه د مالیاتو د عادلانه وېش سیستم دی چې (Finanzausgleich) بلل کېږي. دا سیستم دا معنا لري چې د شتمنو ایالتونو د عوایدو یوه برخه بې‌وزلو ایالتونو ته لېږدول کېږي. دا میکانېزم په ځانګړي ډول له ۱۹۹۰ کال وروسته، د ختیځ او لوېدیځ جرمني د یوځای کېدو پر مهال، خورا مهم شو. ځکه هغه مهال ختیځ ایالتونه له اقتصادي پلوه کمزوري وو او لوېدیځو ایالتونو د ختیځ له ادغامه مالي ملاتړ وکړ. د دې له امله جرمني وتوانېد چې مالي سرچینې شریکې کړي، د یووالي هڅې زیاتې کړي، او د هغو فشارونو مخه ونیسي چې ډېری فدراسیونونه بې‌ثباته کوي.

د جرمني تعاوني فدرالیزم دا ښيي چې څنګه په تاریخي لحاظ د خپلواکو ایالتونو ترمنځ یووالی د جوړجاړي او بنسټیز اتحاد له لارې ساتل کېدای شي. د جرمني فدرالي سیستم د قومي ویش پر ځای د مالي عدالت، ګډې همکارۍ، او شفافې حکومتدارۍ پر بنسټ ولاړ دی.

پورته درې واړه هېوادونه — متحده ایالات، کاناډا او جرمني — د بریالي فدرالیزم بېلابېلې لارې روښانه کوي. همدارنګه، دا درې هېوادونه د فدرالي حکومتدارۍ بېلابېل ماډلونه لري: متحده ایالات د شخړو د حل په برخه کې د فدرالي نظام د مقاومت بېلګه ده، کاناډا د تنوع د منلو او جوړجاړي لاره تعقیبوي، او جرمني د تعاوني فدرالیزم غوره بېلګه ګڼل کېږي.

که دې بېلګو ته ښه ځیر شو، یو ګډ ټکی ترې څرګندیږي: هر یو نظام د سیاسي واحدونو او سیمو د ګډ حکومت د غوښتنې له مخې رامنځته شوی، نه دا چې د قومي ډلو د غوښتنو پر بنسټ جوړ شوی دی.

هر ځای چې فدرالیزم بریالی پاتې شوی، د قومي وېش پر ځای د بېلابېلو سیمو او خلکو لپاره د یو ګډ چتر او عمومي نظام په بڼه رامنځته شوی دی (Hueglin & Fenna, 2010).

ب) د فدرالیزم ناکامې تجربې

فدرالیزم تل د ثبات او یووالي سبب نه‌ ګرځي. په ځینو مواردو کې دا نظام برعکس، بې‌اتفاقي زیاتوي، د بېلتون‌پالنې احساسات پیاوړي کوي او ان د دولتونو بشپړ سقوط ته لاره هواروي. د ایتوپیا، اندونیزیا او یوګوسلاویا ناکامې تجربې ښيي چې که فدرالي نظام پر کمزورو بنسټونو جوړ شي، د هېوادونو د لا ډېرې بربادۍ لامل ګرځي.

دا بېلګې په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره مهمې دي، ځکه دلته هم کمزورې ادارې، بهرنۍ لاسوهنې او ژور ټولنیز درزونه له هغو ستونزو سره ورته دي چې په نوموړو هېوادونو کې لیدل شوي دي.

ایتوپیا:  قومي فدرالیزم      

د ایتوپیا د ۱۹۹۵ کال اساسي قانون د فدرالیزم یو له خورا رادیکالو بڼو څخه رامنځته کړ. دې قانون سیمه‌ییز حکومتونه د قومیت له مخې تعریف کړل او ورسره یې دغو حکومتونو ته پراخه واکونه ورکړل؛ ان دوی ته یې د جلا کېدو اساسي حق هم ورکړ. هدف دا و چې د لسیزو له استبداد وروسته د ایتوپیا بېلابېلو قومونو ته په حکومت کې د ګډون فرصت ورکړل شي. ایتوپیا، لکه افغانستان، له بېلابېلو قومونو څخه جوړ هېواد دی چې اورومو او امهارا یې دوه لوی قومونه دي، او سومالي، ټیګرې او سیداما یې کوچني قومي ډلې دي (Aalen, 2006; Fiseha, 2012).

په لنډمهاله توګه، دې سیسټم څنډې ته شویو ډلو ته د ځان‌واکۍ او پېژندنې احساس ورکړ، خو د کلونو په تېرېدو سره څرګنده شوه چې قومیت د سیاست مرکزي محور ګرځېدلی. فصیحه (Fiseha, 2012) استدلال کوي چې د تاوتریخوالي د کمولو پر ځای، قومي فدرالیزم سیمه‌ییز اشراف وهڅول چې د بېلتون غوښتنې اجنډاوې تعقیب کړي او د واک موازي جوړښتونه رامنځته کړي. یوهانس ګیډامو (Yohannes Gedamu, 2021) په ورته ډول وایي چې دا سیستم د دولت یووالی کمزوری کړ، په ادیس‌ابابا کې یې د استبدادي بقا تګلارې پیاوړې کړې، او قومي ګوندونه یې د ټکر پر لور وهڅول.

د قومي فدرالیزم پایله همغږي نه، بلکې د بحرانونو زیاتوالی و. د فدرالي حکومت او سیمه‌ییزو ایالتونو ترمنځ شخړې په ورو ورو پر تاوتریخوالي واوښتې، چې د ۲۰۲۰–۲۰۲۲ کلونو ترمنځ د ټیګرو د ویجاړونکې جګړې په بڼه راڅرګنده شوې. قومي تاوتریخوالی، په ډله‌ییزه توګه بې‌ځایه کېدنه او اقتصادي بحرانونه دا څرګندوي چې هغه سیستم چې د تنوع د مدیریت لپاره جوړ شوی و، برعکس د ویش او تقسیم بنسټ ایښودونکی شو. ډېری څېړونکي، لکه جان ایشیاما (John Ishiyama, 2023)، باور لري چې د ایتوپیا اوسنی کړکېچ او بدبختي د قومي فدرالي نظام د منلو مستقیمه پایله ده.

د ایتوپیا تجربه یو مهم درس وړاندې کوي: کله چې فدرالیزم د ګډې دولتدارۍ پر ځای د قومي هویت پر بنسټ جوړ شي، دا د اختلافاتو د زیاتېدو، بې‌اتفاقۍ او ان د تجزیې لامل ګرځي. له بده‌مرغه، د ایتوپیا فدرالي ماډل د قومي همغږۍ پر ځای د قومونو ترمنځ سیالي او بې‌باوري لا پسې زیاته کړه.

اندونیزیا: د ملي وحدت ساتنې لپاره د فدرالیزم ردول

د اندونیزیا بېلګه د نورو فدرالي نظامونو په پرتله یو متضاد انځور وړاندې کوي. په ۱۹۴۵ کال کې د خپلواکۍ پر مهال، دا هېواد د پراخ قومي، ژبني او مذهبي تنوع تر څنګ، د زرګونو ټاپوګانو د جغرافیایي وېش له امله له ژورو ننګونو سره مخ و. ډېری څارونکو تمه درلوده چې فدرالي نظام به د دې تنوع د مدیریت لپاره اړین وي. خو د خپلواکۍ غورځنګ مشرانو د فدرالیزم پر ځای یو مرکزي حکومت غوره کړ. دوی وېره لرله چې فدرالیزم به بېلتون‌پالنې ته لاره هواره کړي او د دولت حاکمیت به کمزوری کړي (Omara & Tauda, 2022).

په ۱۹۴۹ کال کې، د هالنډ تر فشار لاندې، د فدرالیزم یوه لنډمهاله تجربه ترسره شوه. د دې قانون له مخې، د اندونیزیا متحده ایالات رامنځته شول. خو د یو کال په موده کې اندونیزیایان دې پایلې ته ورسېدل چې دا فدرالي جوړښت د استعمار یوه داسې هڅه ده، چې د هېواد د ټاپوګانو وېش او د ملت‌پالو مشرانو د واک محدودول یې هدف دی. هېره دې نه وي چې اندونیزیا تر خپلواکۍ وړاندې د هالنډ مستعمره وه. د خلکو د نارضایتۍ له امله پراخې مظاهرې پیل شوې او د فدرالي نظام پر ضد یو ملي غورځنګ راپورته شو. د فشارونو او ولسي مقاومت په پایله کې، د یو کال په دننه کې فدرالي جوړښت لغوه شو او یو مرکزي حکومت یې ځای ونیوه (Omara & Tauda, 2022; Jacques Bertrand, 2007).

که څه هم دې بدلون د بېلتون‌پالنې ستونزه په بشپړه توګه حل نه کړه؛ ځکه په آچې، پاپوا او نورو سیمو کې بغاوتونو دوام وکړ. خو دې بیا د مرکزي حکومت لپاره د ملي یووالي د ساتنې او د حاکمیت د ټینګښت یوه پیاوړې وسیله وګرځوله. د خلکو د غوښتنو د پوره کولو په موخه، د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستیو کې د غیرمتمرکزه کولو اصلاحات رامنځته شول، څو محلي حکومتونو ته د خدماتو او اداري چارو د سمبالښت په برخه کې یو څه واک ورکړل شي. دا اصلاحات د خلکو د رضایت سبب شول، که څه هم د واک اصلي تمرکز د مرکزي حکومت په لاس کې پاتې شو (Jacques Bertrand, 2007).

د اندونیزیایانو له‌خوا د فدرالیزم ردول دا څرګندوي چې د استعمار له پای وروسته، فدرالي نظامونه د یووالي د رامنځته کولو پر ځای، د بهرنیو قدرتونو له‌خوا د وېش د وسیلو په توګه ګڼل کېدل. خلکو فدرالیزم د اندونیزیا په کورنیو چارو کې د بهرني لاسوهنې د یوې پلمې په توګه تعبیر کړ، ځکه د هغوی په باور، سیمه‌ییز حکومتونه د استعمار د نفوذ لپاره تر ټولو اسانه لاره برابروي.

په پایله کې، د ملي یووالي د ټینګښت لپاره سیاسي واک متمرکز وساتل شو، خو د محلي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ځینې خدمات او حکومتي کړنې په محدوده توګه غیرمتمرکزې پاتې شوې (Bertrand, 2007).

یوګوسلاویا: د هیواد تجزیه!

نږدې پنځوس کاله یوګوسلاویا د فدرالي جوړښت تر سیوري لاندې اداره کېده. په لومړیو کلونو کې داسې ښکارېده چې دغه نظام د څو قومي جوړښت اړتیاوو ته ځواب وايي. د مارشال ټیټو د واکمنۍ په لومړیو درې لسیزو کې فدرالي نظام په نسبي توګه ثبات درلود؛ ان تر دې چې دغه هېواد یوه مخ‌بېلګه وګرځېده او ګڼ شمېر شنونکي باوري شول چې د قومي تنوع د مدیریت لپاره قومي فدرالیزم یوه مناسبه تګلاره ده. خو له ۱۹۸۰ کال وروسته، چې مارشال ټیټو مړ شو، د فدرالي رژیم واک او نفوذ کمزوری شو او قومي کړکېچونه بیا راڅرګند شول. پیاوړې یوګوسلاویا د لسو کلونو دننه، یعنې تر ۱۹۹۱–۱۹۹۲ پورې، تجزیه او په څلورو خپلواکو هېوادونو (سلوانیا، کرویشیا، بوسنیا ـ هرزګوینا او مقدونیه) ووېشل شوه (Critchley, 1993).

د یوګوسلاویا د فدرالي نظام ناکامي درې یو له بل سره نغښتي لاملونه لرل: ژور قومي درزونه، د فدرالیزم د بڼو پر سر پرله‌پسې اختلافونه، او د سیمو تر منځ اقتصادي نابرابرۍ. 

د قومي کړکېچونو د حل لپاره، ان د نظام مشري یوې اته کسیزې ګډې کمېټې ته وسپارل شوه چې هر غړی یې د یو قوم استازیتوب کاوه او د کمېټې د مشرتابه څوکۍ په نوبتي ډول بدلېده؛ خو دا بدلون هم د ترینګلتیا د له منځه وړلو لامل نه شو. دغه جوړښت برعکس، د یووالي پر ځای د نظام کمزورتیا لا پسې ډېره کړه. له بلې خوا بډایه ولایتونه د خپلو شتمنیو له بیا وېش سره—د بېوزلو ولایتونو په ګټه—مخالف وو، چې دا دریځ د فدراسیون اړیکې نورې هم خرابې کړې. په پایله کې، فدرالیزم نه یوازې د یووالي د ساتنې وسیله ونه ګرځېده، بلکې د یوګوسلاویا د ټوټه کېدو او د کوچنیو خپلواکو هېوادونو د رامنځته کېدو لامل هم شو (Critchley, 1993).

دا درسونه او بېلګې ښيي چې فدرالیزم په هر ځای کې د ښې حکومتدارۍ ضامن نه دی. جرمني وتوانېدله مالي سرچینې په عادلانه توګه ووېشي، خو یوګوسلاویا بیا پر دې ونه توانېدله. کاناډا د مناسب سیاسي ـ حقوقي چوکاټ په لرلو سره تنوع اداره کړه، خو په ایتوپیا کې قومي فدرالیزم د سرخوږي لامل شوه. مهمه دا ده چې د هرې سیمې تاریخ، تنوع، جیوپولیتیک، داخلي سیاست او اداري جوړښت په پام کې ونیول شي.

د همدې درسونو په رڼا کې به په درېیمه برخه کې د فدرالیزم د تطبیق په اړه په افغانستان کې خبرې وشي.‌ 

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!