LOADING CLOSE

ټرمپ دې له پاکستان سره په اړیکو کې محتاط اوسي – سمیت ګنګولي

سمیت ګنګولي
استاد او څېړونکی

سمیت ګنګولي د اندیانا پوهنتون (بلومینګټن) د سیاسي علومو ممتاز پروفېسور او د هندي کلتورونو او تمدنونو د «رابندرناتھ ټاګور» میز مشر دی. هغه د «مرګونې بن‌بست: د نوې پېړۍ په پیل کې د هند–پاکستان اړیکې» (Deadly Impasse: India–Pakistan Relations at the Dawn of a New Century) او د «د داعش راتلونکی: سیمه‌ییزې او نړیوالې پایلې» کتابونو په ګډون د یو شمېر نورو کتابونو لیکوال دی.

لیکوال: سمیت ګنګولي

ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دویمه دوره کې د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکې د بدلون په لور روانې دي. داسې اټکل کېږي چې دا بدلون هغه مهال پیل شو کله چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې د یوې تروریستي پېښې له کبله د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ رامنځته شو. ټرمپ ادعا وکړه چې د دې کړکېچ د پای ته په رسولو کې یې مهم رول ولوباوه، او اسلام‌اباد هم د هغه دا ظاهري منځګړتوب وستایه.

پاکستاني چارواکي ښکاره هڅې کوي چې لومړی د خبرو اترو له لارې او بیا د ډالیو په ورکړې سره د ټرمپ پام ځان  ته راواړوي. د بیلګې په توګه د نادرو ځمکنیو منابعو ته د لاسرسي وړاندیز، په کریپټوکرنسي کې پانګونې، او په دې وروستیو کې د عربي سمندر په غاړه د یوه بندر د سپارنې وړاندیز. د ټرمپ ادارې لپاره دا اقدامات په دوه اړخیزو اړیکو کې د مثبت بدلون نښه ښکاري.

خو تاریخي شواهد ښيي چې د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ د باور وړ او ګټورو اړیکو هیله تل بې‌بنسټه پاتې شوې ده. په ۱۹۵۴ کال کې، مخکې له دې چې له پاکستان سره د دفاعي تړون اعلان وشي، د امریکا ولسمشر دوايټ ډي. آیزنهاور د هند لومړي وزیر جواهرلال نهرو ته ولیکل چې دا تړون په هېڅ توګه هم د هند پر ضد نه دی او ډاډ یې ورکړ چې امریکایي پوځي مرسته به د هند پر وړاندې ونه کارول شي. آیزنهاور په خپل لیک کې وویل: «هغه څه چې موږ یې وړاندیز کوو او هغه څه چې پاکستان یې مني، په هېڅ ډول هم د هند پر ضد نه دي.»

واشنګټن ته د پاکستان د نږدې کېدو لومړنۍ هڅې د لومړي وزیر لیاقت علي خان په دوره (۱۹۴۷–۱۹۵۱) کې شروع شوې. پاکستان استدلال کاوه چې کولای شي په جنوبي اسیا کې د کمونیزم پر وړاندې یوه قلعه شي؛ د شوروي د نفوذ د مهارولو لپاره آیزنهاور دا غوښتنه ومنله. خو د څېړنو له مخې او لکه څنګه چې د امریکا د ډيپلوماسۍ مورخ رابرټ جي مکماهون یې په ګوته کوي، د پاکستان اصلي موخه دا وه، په تېره بیا د کشمیر شخړې له امله، څو متحده ایالات په سیمه کې د هندي ځواک د توازن لپاره راښکېل کړي. سره له دې چې آیزنهاور هند ته ډاډ ورکړی و، خو کله چې پاکستان په ۱۹۶۵ کال کې د کشمیر دویمه جګړه پیل کړه، نو په پراخه کچه یې پر امریکایي وسلو تکیه کوله.

د دې تاریخي پېښو نتیجې دا شوه چې هند له ډېرې مودې راهیسې په پاکستان کې د متحده ایالاتو د هر ډول رول او په ځانګړې توګه د پوځي مرستو په اړه شکمن پاتې شوی. د ۱۹۷۱ کال د ختيځ پاکستان کړکېچ، چې د بنګله‌دېش د جوړېدو لامل شو، د امریکا په تړاو دا ډول بې‌باوري نوره هم ژوره کړه: د امریکا ولسمشر رچرډ نيکسن د پاکستان پر لور مایل و. امریکا هغه مهال ان د بنګال خلیج ته خپله یوه بېړۍ ولېږله څو نوی ډيلي‌ ووېروي او له اسلام‌آباده خپل ملاتړ څرګند کړي. خو پاکستان له دې سره هم د امریکا مرستې کافي ونه ګڼلې. د دې باوجود پاکستان دا جګړه وبايلله او پای دا ائتلاف په تدریجي توګه کمزوری شو.

پر افغانستان د شوروي له یرغله وروسته، د متحده ایالاتو ولسمشر رونالډ ریګن پاکستان ته مخه کړه او دا هېواد یې د مجاهدینو د ملاتړ لپاره د یو پلاتفورم په توګه وکاراوه. د پاکستان پوځي واکمن محمد ضیاءالحق دغه اړیکه «لاس ورکول، خو په غېږ کې نه نیول» وبلله، چې دا بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د معاملاتي طبیعت ښکارندویي کوي. له دې څو لسیزې وروسته، د «ترهګرۍ پر ضد جګړه» کې پاکستان، د پوځي واکمن پرویز مشرف په رهبري، ورته چلند خپل کړ. د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش له اولتیماتم سره، پاکستان یوازې نیمګړی شریک پاتې شو.

د دواړو هېوادونو ترمنځ دا تاریخي تجربې ښيي چې د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ اړیکې پر ایډیالوژیکي ورته‌والي، کلتوري تړاو، یا د ستراتیژیکو ګټو په بشپړې همغږۍ ولاړې نه دي، بلکې پر معاملي (ټرانزیکشنل) بنا دي. دمګړې دا تر ډېره ناشونې برېښي چې دا ځل به امریکا ته د پاکستان د نږدې کېدو پایله د پخوا په پرتله متفاوته وي. خو د دې پر ځای، پاکستان ته د متحده ایالاتو د نزدې کېدلو له امله کېدای شي هغه ستراتیژیکه ملګرتیا زیانمنه شي چې له ۱۹۹۰مې لسیزې راهیسې له هندوستان سره په زحمت جوړه شوې وه — او دا ښايي د پاکستان له قصدي اهدافو څخه وي.

په تېرو څو میاشتو کې د ټرمپ ځینې پریکړې نوي ډیلي اندېښمن کړی دی چې واشنګټن ښايي یو بې‌ثباته او بې‌باوره ستراتیژیک ملګری وي. د هند له نظره، لومړۍ اندېښمنونکې پیښه په جولای کې هغه وخت رامنځته شوه چې ټرمپ د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر سپینې ماڼۍ ته دعوت کړ، پرته له دې چې کوم منتخب پاکستانی چارواکی ورسره مل وي.

ټرمپ په دې ناسته کې ادعا وکړه چې نوموړي د مئ په میاشت کې د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند په رامنځته کولو کې منځګړتوب کړی و، چې دا بیا د هندي چارواکو له نظره ناسمه ادعا وه. همدارنګه نوموړی له پاکستان سره د پرمختللې F-16 جنګي الوتکو او د بېلابېلو توغندیو د خرڅلاو پر سر موافقې ته هم رسېد. دغه قضیه هغه مهال نوره هم پېچلې شوه کله چې ټرمپ د کشمير په قضیه کې د منځګړتوب وړاندیز وکړ؛ دا په داسې حال کې ده چې د هند سیاسي نخبګان له څو لسیزو راهیسې د دې مسئلې په اړه د درېیمګړو له هر ډول مداخلو سره کلک مخالف دي. د هند له نظره، په ۱۹۶۰مو کلونو کې هند د بهرنیو فشارونو له امله په ځینو وختونو کې داسې شرایط منلي و چې د پاکستان په ګټه وو.

همدارنګه، د روان کال په جولای میاشت کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د لومړي وزیر له مرستيال اسحاق ډار سره وکتل او پاکستان یې د ترهګرۍ پر وړاندې د یو مهم شریک او د جنوبې اسیا په سیمه کې د ثبات لپاره د یوې اغېزمنې ادارې په توګه وستایه. په همدې وخت کې ټرمپ په دوامداره توګه پر دې ټینګار کوي چې د هند او پاکستان ترمنځ سږنی اوربند د هغه د منځګړتوب پایله وه؛ خو دا بیا هغه څه دي چې د هندي چارواکو د ځورولو لامل کېږي. 

د امریکا او پاکستان په دوه اړخیزو اړیکو کې یو شمېر پرمختګونو په نوي ډیلي کې شکونه زیات کړي چې ښايي د تېرو شلو کلونو د امریکا-هند ستراتیژیکه ملګرتیا ته زیان ورسوي. ټرمپ د پاکستان د ډالیو په اړه مثبت غبرګون ښودلی، لکه د ټرمپ ملاتړې له یوې کریپټو کرنسي پروژې سره شراکت، ولسمشر ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نوماندول، او په پاکستان کې د نادرو ځمکنیو عناصرو د استخراج لپاره امریکايي شرکتونو ته اجازه ورکول. دې یو څرګند هدف درلود چې ټرمپ له اسلام‌اباد سره د کار کولو لپاره چمتو کړي، نه دا چې منزوي یې کړي. هغه څه چې ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې ترسره کړی و. 

په دې وروستیو کې، پاکستان متحده ایالاتو ته یو غیرمعمولي وړاندیز هم کړی چې په عربي سمندرګي کې د کب نیونې په کلیواله سیمه (پاسني) کې بندر ترلاسه کړي. د دې بندر ستراتیژیک موقعیت مهم دی — دا له ایران څخه شاوخوا ۱۰۰ میله او د چین په مرسته جوړ شوي ګوادر بندر څخه شاوخوا ۷۰ میله لېرې پروت دی. که واشنګټن او اسلام‌آباد په دې اړه موافقې ته ورسېږي، نو د دې بندر د جوړولو لګښت به نږدې ۱.۲ میلیارده ډالر وي او کېدای شي د مېسو او انټي‌موني یا رنج‌کاڼو (antimony) د انتقال پر مرکز بدل شي، چې دا دواړه بیا یو له مهمو منرالونو څخه دي.‌

که په تاریخي چوکاټ کې یې وارزوو، د متحده ایالاتو او پاکستان ترمنځ ظاهري نېکمرغي پر تېروتنو ولاړه ده. داسې ښکاري چې د ټرمپ ادارې د پاکستان پر اوسني رژیم زړه بایللی وي، ځکه دغه رژیم په بېلابېلو لارو د ټرمپ شخصي احساساتو ته ځان نږدې کړی دی. په مقابل کې پاکستان په دې خوښ دی چې د ټرمپ ستاینه وکړي، هغه هم په دې هیله چې د متحده ایالاتو او هند ترمنځ جوړه شوې ستراتیژیکه ملګرتیا کمزورې کړي. خو د ګټو دا لنډمهاله همغږي به هرومرو لنډمهاله پاتې شي.

په دې تړاو یو شمېر داسې دلایل هم شته چې د امریکا او پاکستان ترمنځ نږدې کېدل به لنډمهاله وي. لومړی، پاکستان به د ټرمپ د ادارې د وروستیو ګامونو له امله له خپل مهم ملګري چین څخه لاس ونه مینځي؛ چین لا هم په آسیا او په نړۍ کې د امریکا اصلي ستراتیژیک سیال دی. دویم، د تجربو پر بنسټ څرګندیږي چې پاکستان په بشپړه توګه د ترهګرۍ پر ضد یو باوري ملګری نه دی.

د سوداګرۍ او نورو مسائلو له امله اوس واشنګټن د یوه مهم ستراتیژیک شریک د بایللو په درشل کې ولاړ دی. دغه تګلاره به په جنوبي آسیا کې د امریکا د اوږدمهاله ستراتیژیکو ګټو لپاره د پام وړ لګښتونه رامنځته کړي.

error: Content is protected !!