LOADING CLOSE

د هند او پاکستان وروستی کړکېچ او د آی آر پنځه کلیدي مفاهیم – د سټیمسن مرکز

عنایت عازم

عنایت الرحمن عازم له خاتم النبین پوهنتون څخه حقوق لوستی او له تېرې یوې لسیزې راهیسې یې په بېلابېلو نړیوالو ادارو کې دندې ترسره کړي دي. ښاغلی عازم په سیاسي ریالیزم، مصنوعي ځیرکتیا، اقتصادي نښلون او ژباړه کې لېوالتیا لري.

 

لیکنه: د سټیمسن مرکز

ژباړه: عنایت عازم

د هند او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ د نړیوالو پام ځان ته راواړاوه، خو مانا لرونکې شننه یوازې هغه وخت ممکنه ده چې د ستراتیژۍ او ټکنالوژۍ بنسټیز مفاهیم درک شي. دا تشریحي لیکنه، چې د سټیمسن د ستراتیژیکې زده‌کړې نوښت له‌خوا چمتو شوې، د آی آر پنځه کلیدي مفاهیم بیانوي — مخنیوی (Deterrence)، د ثبات-بې‌ثباتۍ تناقض، تشدید، لرې‌واټن ویشتونکې وسلې، او د کړکېچ مدیریت — او کولی شي له زده‌کوونکو او ځوانو شنونکو سره مرسته وکړي څو د سویلي آسیا د امنیتي وضعیت تحول په ښه توګه درک کړي.

د هند او پاکستان تر منځ وروستی پوځي کړکېچ، که څه هم د تېرو کړکېچونو په څېر و، خو دا ځل ډېر توند او پراخ و. د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې تر یوه ترهګریز برید وروسته، هند په پاکستان کې پر هغو نهو اهدافو بریدونه وکړل چې د نوې ډیلي په وینا د وسله‌والو ډلو له‌خوا کارېدل. له دې سره، دواړو لورو پر یو بل د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل، چې په پای کې د پاکستان عملیات د هند پر څو پوځي اډو متمرکز شول. که څه هم دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې له نورو پوځي اقداماتو به ډډه وکړي، ولې دا کړکېچ بیا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیالۍ یو نوی خطرناک فصل بلل کېږي. نوې وسلو، موخو، او تګلارو د دواړو اتومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ د شخړې اندازه او شدت پراخ کړی دی.

رسنیو په مکرر ډول د “مخنیوی”، “تشدید” او “د کړکېچ مدیریت” په څېر د ډېرو مفاهیمو یادونه کړې، خو ډېرو کم بیا دا اصطلاحات تعریف کړي دي. دا چې دا اصطلاحات څه معنا لري، او څرنګه تطبیقېږي (یا نه تطبیقېږي)، له شنونکو او پالیسي جوړوونکو سره مرسته کوي څو د کړکېچ انګېزې او پایلې په ښه توګه درک کړي.

لومړی؛ ډېټرینس یا مخنیوی

د هند د لومړنیو پوځي عملیاتو وروسته، د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرام میسري وویل چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد اقدام ونه‌کړ، نو هند اړ شو پوځي عملیات وکړي څو د پاکستان مخه ونیسي او د خطر د له منځه وړلو لپاره اقدامات وکړي.‌

ډېټرینس یا مخنیوی (Deterrence) هغه تګلاره ده چې له مخې یې یو دولت یا ځواک د شته ګواښونو له لارې بل اړخ دې ته اړ کوي چې یو ځانګړی عمل ترسره نه کړي. که یو هېواد د مخالف ځواک پر ضد د برید فکر کوي، خو د هغه هېواد د پوځي ځواک له ویرې دا ډول ګام نه پورته کوي، نو ویلای شو چې هغه پښه نیسي او یا له داسې کولو څخه وېره لري. 

ډېټرینس یا مخنیوی دوه اساسي بڼې لري:

  • ډېټرینس یا مخنیوی د انکار له لارې (Deterrence by Denial): دا دښمن ته ښيي که چېرې هغوی برید وکړي نو د هغوی برید به په فزیکي ډول له ناکامۍ سره مخ شي.‌ د بېلګې په توګه، د یو هېواد د هوايي دفاع سیستمونه نور هېوادونه اندېښمن کوی، که چېرې هغوی برید وکړي نو دوی به د دښمن الوتکې راوغورځوي.
  • ډیټرینس یا مخنیوی د سزا له لارې (Deterrence by Punishment): د غچ اخیستنې د ګواښ له لارې تاوان اړول. د بېلګې په توګه، بل هېواد ته دا پیغام ورکول که چېرې هغوی پرې برید وکړي، نو په غبرګون کې به له یو پراخ بمبار سره مخ شي. 
د پاکستان او هند په وروستي کړکیچ کې ډېټرینس یا مخنیوی 

ډېټرینس یا مخنیوی ډېری وخت د خلکو له نظره پټ وي، ځکه هدف یې د جګړې او یا هم بریدونو له پېښېدو وړاندې د جګړې او یا بریدونو مخنیوی وي، نه د یو ښکاره عمل لپاره. خو کله چې کړکېچ رامنځته شي، خلک پوهېږي چې ډېټرینس یا مخنیوی بریالی و او که نه.

په جنوبي آسیا کې، هند د هغو ترهګریزو بریدونو چې د پاکستان له خاوري ترسره کېږي، د پوځي ځواب په مرسته د مخنیوي هڅې کوي. پاکستان بیا د دودیزو ځواکونو او د احتمالي اتومي ځواب له لارې د هند د پوځي عملیاتو د مخنیوي هڅې کوي. که څه هم د وروستي کړکېچ ټولې پایلې لا هم روښانه نه دي، خو دا چې دواړو هېوادونو د یو بل پر ضد ګامونه واخیستل، دا ښيي چې د مخنیوي هڅې ناکامې شوې دي.

همدغه دلیل دی چې ځینې مشران کله کله دا هم وايي چې پوځي عملیات یې د دې لپاره دي چې د ډېټرینس یا مخنیوي حالت بېرته وساتي. خو د ډینور پوهنتون یو استاد، ډیبک داس، وايي چې دا ډول خبرې هر وخت سمې نه وي.

شنونکي به په راتلونکو میاشتو کې دا وارزوي چې د دواړو خواوو عملیاتو څومره د ډېټرینس یا مخنیوي په بېرته ټینګولو کې بریا خپله کړه، او دا به د سیمې د امنیتي وضعیت پر راتلونکي هم اغېزه ولري.

دویم؛ د ثبات او بی ثباتۍ تناقص

اتومي وسلې د یو دولت لپاره د ډیټرینس یا مخنیوي تر ټولو پیاوړې وسلې بلل کېږي. د اتومي وسلو له پرمختګ وروسته، څېړونکو استدلال وکړ چې د دې وسلو توانمندي دومره ځواکمنه ده چې دوه اتومي ځواک لرونکي هېوادونه به هیڅکله هم د یو بل پر وړاندې جګړه ونه کړي، یعنې هغوی به د جګړې نه کولو ته اړ شي.ل ه دې وسلو سره، د تیورۍ له مخې، دوه اتومي هېوادونه باید یو پر بل جګړه ونه‌کړي. دا نظر د “اتومي انقلاب د تیورۍ” په نامه هم یادېږي.

دلته پوښتنه پیدا کېږي، هند او پاکستان چې دواړه اتومي وسلې لري، ولې او څرنګه د یو بل پر وړاندې جګړې کوي؟

د «ثبات-بې ثباتۍ تناقض» یوه داسې تیوري ده، چې د هند او پاکستان ترمنځ دوامداره کړکیچونه په احتمالي توګه توضیح کوي. یاده تیوري استدلال کوي چې که څه هم اتومي وسلې په ستراتیژیکي یا اتومي کچه د ثبات ضمانت کوي؛ خو په ټیټه کچه بیا د بې‌ثباتۍ او جګړې احتمال هم رامنځته کیدای شي، ځکه دواړه خواوې باور لري چې دا به د اتومي جګړې تر خطرناک حد ونه رسېږي. یعنې، د دې لپاره چې دواړه د اتومي جګړې د نښلېدلو په تړاو اندېښنې نه لري نو له همدې ځایه هغوی د محدودو عملیاتو جرئت کوي.

د هند پاکستان په کړکیچ کې د ثبات او بی ثباتۍ تناقص 

په تېرو ۲۵ کلونو کې، هند هڅه کړې چې د ترهګریزو بریدونو په غبرګون کې د پاکستان پر ضد پوځي اقدامات ترسره کړي. د دې هڅو مهمې بېلګې د ۲۰۰۱ کال پوځي بسیج، د سوړ پیل (Cold Start) پوځي تګلاره، چې د امتیاز ترلاسه کولو لپاره په چټکۍ د پاکستان خاورې نیولو یې موخه ده، د ۲۰۱۶ کال په کشمیر کې سرجیکل بریدونه (surgical strikes) او د ۲۰۱۹ کال هغه هوايي بریدونه چې د پاکستان د خاورې دننه وشول، شامل دي. 

په تازه کړکېچ کې، هند د عملیاتو کچه پراخه کړه، چې دا د ثبات-بې‌ثباتۍ تناقض پر موجودیت ټینګار کوي. دواړه لوري دا باور لري چې دا عملیات به اتومي جګړې ته ونه‌رسېږي، نو د کوچني جګړو احتمال زیات شوی.

درېیم؛ د جګړې سختېدا Escalation

تشدید د شخړې پراخېدل یا زیاتېدل دي. دا عموماً د زینو په بڼه تشریح کېږي، چې هره زینه د شخړې یوه کچه او د ښکتنۍ پوړ څخه سخته، توده او پراخه وي. خو په عملي ډول بیا تشدید ډېر پېچلی وي.

ځینې وخت تشدید قصدي وي، لکه د ډیټرېنس بېرته ټینګول، خو کله نا کله تشدید تصادفي هم وي. د بېلګې په توګه یو لوری یو هدف وولي، چې له اټکل څخه زیات غبرګون راوپاروي، او یا هم د تېروتنې له مخې یو هدف په نښه کړي، او یا ان بې اجازې کوم عمل ترسره شي.

کله چې دا ډول شرایط رامنځته شي، نو پایله یې ممکن ایسکلېشن یا تشدید وي؛ هغه چې هېڅ لوری یې وار له مخې غوښتونکی نه وي. 

د هند او پاکستان په کړکیچ کې تشدید 

د دې کړکېچ ځانګړنه دا وه چې دواړو خواوو د پخوا په پرتله ډېر شدید غبرګونونه وښودل. بریدونه پر مهمو ښارونو او پوځي تاسیساتو وشول، او وسلې وکارول شوې چې مخکې د اتومي دولتونو ترمنځ نه وې استعمال شوې.

هند د پاکستان د “نور خان” هوايي اډې هدف وګرځاوه، چې د پاکستان د پوځ د سترې قرارګاه (Joint Staff HQ) ترڅنګ واقع ده. د امریکا چارواکي اندېښمن شول چې دا برید ښايي د پاکستان د اتومي قوماندې پر ضد وګڼل شي، نو امریکا ژر تر ژره د کړکېچ د مهار هڅې پیل کړې.

که څه هم دواړه خواوې د تشدید کنټرول ته هیله‌من دي، خو د جګړې پر مهال د بیلابېلو لوبغاړو د بېلابېلو برداشتونو له امله، د تشدید لوری تل نه اټکلېدونکی وي او نه یې هم په تړاو وړاندوینې اسانه وي.

څلورم؛ لرې او نږدې واټن ویشتونکې وسلې 

دا کړکېچ له بل پلوه هم ځانګړی و، ځکه دواړو لورو له داسې وسایلو کار واخیست چې له فزیکي پولې اخوا یې پر یو بل بریدونه ترسره کول — لکه توغندي او ډرونونه.

د دا ډول وسلو کارونه په نړیواله کچه مخ په زیاتېدو دي. د بېلګې په توګه دا هغه څه دي چې د روسیې او اوکراین او ارمنستان او اذربایجان تر منځ شخړو کې ولیدل شول.

د کروز او لنډ واټن بالستیک توغندیو دقت زیات شوی، چې له کبله یې دا ډول وسلې په جګړه کې اغېزناکې شوي. دا وسلې دولتونو ته دا اجازه ورکوي چې د عسکرو یا الوتکو له لېږلو پرته پر یو بل له خوندي واټن څخه بریدونه وکړي. 

د هند او پاکستان په کړکېچ کې واټن ویشتونکې وسلې 

په وروستیو کلونو کې، هند او پاکستان د تاکتیکي توغندیو او ډرونونو په پراختیا او د دا ډول وسلو په ترلاسه کولو کې پراخې پانګونې کړې دي. 

دواړو خواوو په دې کړکیچ کې له دا ډول وسلو په پراخه کچه ګټه واخیسته، چې ځینې یې ان تر دې وړاندې هېڅکله هم په جګړو کې نه وې کارول شوې. د راپورونو له مخې، هند د فرانسوي SCALP، هندي-روسي BrahMos، او اسرائیلي Harop له ډرونونو کار واخیست. پاکستان بیا د چینایي PL-15 توغندیو او ترکي YIHA ډرونونو استعمال وکړ. 

د دغو وسلو معرفي، چې ځینې یې اتومي یا دودیز جنګي سر ګلولې لیږدولی شي، خطرناک دی. ځکه دا وسلې یوازې د څو دقیقو دننه خپل هدف ته رسېږي.  او که چېرې یو هېواد اندېښنه ولري چې مخالف لوري یې ستراتیژیکي ظرفیتونه په نښه کول غواړي او یا یې هم حتمالي اتومي برید پیل کړی دی، نو دا ډول وضعیت کولی شي د غیرقصدي تشدید ستونزه رامنځته کړي. او که یو لوری وپوهېږي چې د اتومي قومانده یې هدف ګرځېدلی، نو تشدید به بې‌سارې و.

پنځم؛ د کړکیچ مدیریت (Crisis Management)  

که څه هم کړکېچ خورا پراخ شو، خو دواړو خواوو موافقه وکړه چې که بل لوری نور عملیات ونه‌کړي، نو دوی به هم جګړې ته دوام ور نه کړي.

خو دلته پوښتنه پيدا کېږي چې دا ډول کړکېچونه څرنګه او ولې اداره کېدای شي، په داسې حال کې چې دواړه لوري د خپل ډیټرینس (Deterrence) د بېرته فعالولو لپاره پوځي اقداماتو ته چمتو وي؟

یوه له مهمو لارو څخه چې هېوادونه یې د کړکېچ د مخنیوي لپاره کاروي، د باور جوړولو تدابیر (Confidence-Building Measures – CBMs) دي. CBMs یو لړ پراخ اقدامات دي چې له لارې یې هېوادونه هڅه کوي د شخړې کچه راکمه، او دوه‌اړخیزې اړیکې ښې کړي.

کله چې دوه هېوادونه په خپله نه شي کولای خپل کړکېچونه د خبرو له لارې حل کړي، نو بله مؤثره لاره یې د دریم‌ګړو منځګړیتوب (Third-Party Crisis Management) دی. دریم لوری کولای شي د دواړو اړخونو ترمنځ د پیغامونو لېږد، د خبرو اترو اسانتیا، او د سیاسي یا دیپلوماتیک فشار له لارې، د کړکېچ د شدت د راکمولو هڅه وکړي.

امریکا په تاریخي توګه د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو په مهارولو کې مهم رول لوبولی، چې پکې د کارګل جګړه، د ۲۰۰۱–۲۰۰۲ پوځي کړکېچ، د ۲۰۰۸ د ممبۍ بریدونه، او تر یوه حده د ۲۰۱۹ د پلوامه–بالاکوټ کړکېچ هم شامل دي.

د هند-پاکستان کړکیچ کې د کړکیچ مدیریت 

په دې وروستي کړکېچ کې، د باور جوړولو تدابیر (CBMs) او د دریم‌ګړي لوري رول خورا مهم و. راپورونه ښيي چې د دواړو هېوادونو د پوځ د عملیاتو د عمومي مدیرانو ترمنځ موجوده سړه کرښه (hotline) نه یوازې د ډیپلوماتیکو ترینګلتیاوو پر مهال فعاله وه، بلکې د دښمنیو د پای ته رسولو پر سر د خبرو لپاره هم ترې استفاده وشوه.

که څه هم دواړه خواوې په پای کې د اوربند پر سر سلا شوې، خو راپورونه وايي چې دې مرحلې ته د رسېدو لپاره د دریم‌ګړي لوري پراخه مداخله اړینه وه. د امریکا چارواکو هم د خپل رول یادونه کړې، او ویلي یې دي چې د خبرو اترو د پیل او منځګړیتوب لپاره یې فعاله هڅې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر او نورو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړې وې، او همداراز، د امریکا مرستیال ولسمشر JD Vance د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره اړیکه نیولې وه. د سعودي عربستان او ایران په څېر نورو هېوادونو هم هڅه وکړه چې په دې کړکیچ کې خپل رغنده رول ولوبوي.

که څه هم دریم‌ګړی کړکېچ مدیریت کولای شي چې د شخړو شدت راکم کړي، خو دلته دا احتمال هم شته چې دا راتلونکو کړکیچونو ته هم لاره پرانیزي؛ ځکه یو او یا دواړه لوري به په دې باوري شي چې بهرنی لوری به تل مداخله کوي او د جګړې له پراخېدو به مخه نیسي.

پایله  

نړۍ تر هغې ډېره پېچلې ده چې اکادمیکې تیورۍ یې انځورنه وړاندې کوي. سره له دې، دا پورته تیورۍ هغه تحلیلي چوکاټونه دي چې له مخې یې کولای شو روښانه فکر وکړو، سمې پوښتنې مطرح کړو، او د ریښتیني ژوند پېښې په ژوره توګه تحلیل کړو.

خو دا ستراتیژیک مفاهیم به په راتلونکي کې څرنګه وده ومومي؟ دا کړکېچ او ورته نور بحرانونه به موږ ته د دې فرصت راکړي چې د اتومي وسلو تر سیوري لاندې د نړیوال رقابت په اړه نوې زده کړې وکړو. لا هم ځای او اړتیا شته چې نوې او نوښتګرې مفکورې رامنځته شي، موجوده فهم تازه شي، او راتلونکو ننګونو ته مخکې له مخکې چمتووالی ونیول شي.

که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ د وروستیو پېښو بشپړ تصویر لاهم نامعلوم دی، خو دا چې څه پېښ شول، څرنګه یې پرمختګ وکړ، او ولې رامنځته شول — د دې ټولو دقیق تحلیل خورا مهم دی. دا ډول ژور فکر نه یوازې زموږ د اوسني وضعیت په درک کې مرسته کوي، بلکې ترڅنګ یې موږ چمتو کوي چې راتلونکې شخړې په بهتره توګه درک، کنټرول او مدیریت کړو.

error: Content is protected !!