LOADING CLOSE

د شوروي له یرغله لس میاشتې مخکې په افغانستان کې د پټو عملیاتو په تړاو د سي آی ای مقاله

جیو‌افغانیکا
آی آر؛ په پښتو ژبه
جیو‌افغانیکا د پښتو ژبې انلاین پلېټفارم دی، چې موخه یې په علمي‌ او عملي برخه کې د نړیوالو اړیکو وده ده. موږ غواړو چې په پښتو کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې د پوهې تشه ډکه، د آی آر او افغانستان‌محوره سیمې په اړه تیورۍ، تحلیلونه او تحقیقونه وړاندې کړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت آرشیف

ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) له‌خوا د ځانګړې همغږۍ کمیټې د غړو لپاره یادښت
واشنګټن، د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ ۲۸مه

موضوع:
په افغانستان کې د پټو عملیاتو (Covert Action) انتخابونه

له دې یادښت سره یوه مقاله ضمیمه شوې ده، چې په افغانستان کې د پټو عملیاتو (CA) لپاره انتخابونه ښيي. دا مقاله د دې لپاره توزیع کېږي چې ستاسو نظرونه د راتلونکې ځانګړې همغږۍ کمیټې (SCC) غونډې لپاره د بیان شویو انتخابونو د مناسب‌والي په تړاو ترلاسه شي. زموږ اوسنۍ اراده دا ده چې د ځانګړې همغږې کمیټې د بررسۍ لپاره په رسمي توګه د پټو عملیاتو او ستاسو د غبرګونونو په رڼا کې د ولسمشر د فرمان لپاره یوه مسوده جوړه کړو.

خو که زموږ د پټو عملیاتو پروګرام له ممکنه یاغي‌ګري (insurgency) ملاتړ ور اضافه کوي، نو د بېلابېلو یاغي‌ګرۍ ډلو په اړه به اضافي استخباراتي او عملیاتي معلومات ترلاسه کول اړین وي. مخکې له دې چې موږ خپل پروپوزل وړاندې کړو.

په بل اړخ کې، که چیرې پریکړه په ساده ډول د رسنیو د نړیوالو شبکو، د نفوذ د استازو او د اړیکو له لارې په افغانستان کې د شوروي رول عام او څرګندول وي، نو هغه عمومي موندنه چې موږ ته یې “د نورو هیوادونو په چارو کې د شوروي لاسوهنې افشا کولو او مخنیوي” واک راکړی، موږ ته د پالیسۍ کافي وړتیا راکوي.

په دې مقاله کې وړاندې شوي انتخابونه د ګواښ او لګښت له مخې توپیر لري، خو هر انتخاب له یو بل جلا نه دی. د بېلګې په توګه، که له یاغي‌ګرۍ د ملاتړ پروګرام پېل شي، نو په دې کې به د لږ ګواښ ځینې او یا ټول انتخابونه هم شامل شي. لکه په افغانستان کې د شوروي د ښکېلتیا او د تره‌کي رژيم د ناوړه چلند په تړاو د نړۍ په کچه تبلیغاتي کمپاین کول. 

د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) لپاره چمتو شوې مقاله

واشنګټن، بې نېټې

د افغانستان پر ضد د پټو عملیاتو انتخابونه
پېژندنه:

داسې بریښي چې په کابل کې د نور محمد تره‌کي او حفیظ‌الله امین کمونیستي رژیم په اغېزمنه توګه واکمن شوی وي. دا د مرکزي حکومت ضروري میکانیزمونه لري او که په خپل حال پرېښودل شي، نو په پای کې به وتوانېږي چې هغه قبایلي پاڅونونه ارامه کړي، چې لا هم ورسره مخ دي، په ځانګړې توګه د ختیځې پولې د نورستان په سیمه کې. هیڅ مرکزي افغان حکومت هیڅکله هم د هیواد په ټولو برخو په بشپړه توګه کنټرول نه دی لرلی او مرکز په دودیز ډول په لرې پرتو ولایتونو کې د محلي ګټو له امله په دوره‌يي توګه له ازمایښتونو سره مخ شوی. په دې برخه کې د نورستان پاڅون یوه پیژندل شوې نمونه تعقیبوي، خو دا د هغه څه په پرتله چې وروستي افغان رژیمونه ورسره مخ شوي، په پراخه کچه او د یوې غیر معمولي ایډیالوژيکي محتوا سره ترسره کیږي.

د افغانستان اردو، چې مشرتابه یې وار دمخه د نیولو او تصفیې له امله کمزورې شوې ده، په نورستان کې د چاپیریالي شرایطو له امله په ناوړه حالت کې ده، چې په ځانګړي توګه د چریکي فعالیتونو لپاره سازګاره ده. د بغاوت په اړه محدود استخباراتي معلومات ښیي چې منظم ځواکونه په ښه وضعیت کې نه وو او د نورستانیانو د بریالیتوب په اړه د خولې خبرې ښايي په نورو سیمو کې سرکښه قبایلي عناصر وهڅوي، چې د رژیم پرضد همداسې دریځ غوره کړي.‌ خو دا وروستی ټکی تر ډیره پر اټکل ولاړ دی. اوس مهال په دې اړه د ډېر باور وړ استخباراتي معلومات نشته. په هغه کچه چې د اردو اوسنی مشرتابه په دې مسله کې د خپل فعالیت له امله شرمنده ده، د دې امکان هم شته چې دوی پر هغه سیاسي مشرتابه غوسه شي چې د مقابلې امر یې کړی و. که څه هم قبایلي پاڅون ​​په مستقیمه توګه مرکزي حکومت نشي نسکورولی، خو د دوی دوامداره بریالیتوب کولی شي په سیاسي توګه د اردو غیر ژمن افسران د حکومت پرځولو ته وهڅوي. یاغيان لږې وسلې لري او پیسې، طبي اسانتیاوې او مهمات نه لري او نه هم داسې برېښي چې له بهرنیانو څخه دې یې تر ډېره څه ترلاسه کړي وي. که خپلو وسیلو ته پرېښودل شي نو بغاوت ښايي په تدریج پای ته ورسېږي. خو که فعاله وپارول شي، ممکن هغه غبرګون را وپاروي چې پورته یاد شو. داسې ښکاري چې یو اړخیز او دوه اړخیز میکانیزمونه موجود دي چې دا ډول ملاتړ برابر کړي. هر یو له ځانګړو ګټو او زیانونو سره تړلی دی.

موخه

پټ عملیات کېدای شي د افغانستان دموکراتیک جمهوریت (DRA) پر ضد ترسره شي. د دې موخې له ځورونې څخه نیولې په رښتیا سره د کمونیست حکومت تر پرځولو پورې غځېدلی شي. اصلي موخه به دا وي چې شورويانو او درېیمې نړۍ ته وښيي چې متحده ایالات په ارامه توګه د بل هېواد د شوروي نفوذ لاندې راتلو په تړاو رضامند نه دی. د داسې پټو عملیاتو د پیلولو پر وړاندې به اصلي خطر له شوروي اتحاد څخه راولاړیږي. که په کابل کې یوه چټکه او بریالۍ کودتا وشي، نو د دې احتمال کم دی چې شورويان به نظامي مداخله وکړي. خو که یاغي‌ګري په تدریجي ډول زور واخلي، دا به د شوروي له اړخه د پوځي غبرګون ښودلو لامل شي. که څه هم شورويان به ښایي مستقیم سرحدي/پوځي قطعات په افغانستان کې داخل نه کړي، خو دوی کولی شي په اسانۍ سره نږدې بې‌سارې نظامي وسایل، نظامي «مشاورین»، پیلوټان او نور ملاتړ برابر کړي.

یو اړخیزه (Unilateral) او څو اړخیزه/ګډ(Multilateral)  پټ عملیات

محدود پټ عملیات په یو اړخیز ډول ترسره کېدای شي. د بېلګې په توګه موږ کولای شو خپل تبلیغاتي کمپاین پیاوړی کړو او بې له دې چې له نورو هېوادونو سره همکاري وکړو، یاغي ډلو ته پیسې ورکړو. یو اړخیزه پټ عملیات د امنیت له پلوه ګټې لري، خو د ګډو (Multilateral) پروګرامونو په پرتله به خورا کم اغېزناک وي. د جغرافیایي شرایطو له امله، که موږ وغواړو یاغیانو ته د پام وړ مادي ملاتړ برابر کړو، نو د پاکستان د حکومت همکاري — یا لږ تر لږه په ضمني ډول تایید — تقریباً لازمي دی. داسې همکاري په هېڅ صورت تضمین شوې نه ده. د پاکستان حکومت به احتمالاً د خپلې همکارۍ په بدل کې لوړه بیه وغواړي — یعنې د پوځي او اقتصادي مرستو د زیاتوالي په شکل. دا به موږ په دې کې ښکیل کړي چې د پاکستان له اوسني سیاسي حالت ملاتړ وکړو.  د پاکستان حکومت  به له مکافات عمل سره مخ شي، چې دا به په پاکستان کې جدي بې‌ثباتۍ ته لار هواره کړي. افغانان وړتیا لري چې د پاکستان قبایلي سیمې — په ځانګړې توګه په بلوچستان کې — وپاروي. ځینو یاغي مشران له سعودي عربستان سره ښې اړیکې لري او راپورونه شته چې د دې هېواد مرسته وار دمخه د پېښور په سیمه کې تبعید شویو مشرانو ته استول شوې ده. د دې په رڼا کې چې سعودي عربستان پر پاکستان کوم اغېز لري، سعودي کولای شي زموږ په استازیتوب د پاکستان له حکومت سره معامله وکړي او د یاغیانو لپاره د مرستې لاره برابره کړي، احتمالاً د تبعید شویو عناصرو له لارې. نور هېوادونه ممکن لږه ونډه ولري. [له یوې کرښې څخه کم لا افشا شوي نه دي] د افغانستان دموکراتیک جمهوریت ضد تبلیغاتي کمپاین کې همکارۍ ته چمتو دي او [له یوې کرښې څخه کم لا افشا شوي نه دي] ځینې استخباراتي معلومات ورکولو ته چمتو دي. د [یوه کرښه  لا افشا شوي نه دي] مشر وویل چې د هغه سازمان به د مخالفینو د روزنې چمتو کولو ته چمتو وي، که څه هم شک دی چې هغه د [له یوې کرښې څخه کم لا افشا شوي نه دي] حکومت په استازیتوب خبرې کولې.

د پټو عملیاتو اختیارونه — ګټې او زیانونه
لومړی: له افغانستانه بهر تبلیغات

موږ کولی شو د نړۍ په کچه د رسنیو یو پراخ کمپاین پيل کړو، چې د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت ستونزې څرګندې کړي او تره‌کی او د هغه ملګري د شوروي اتحاد د لاسپوڅو په توګه افشا کړي. موږ کولی شو تره‌کی له دې امله هم وغندو چې پر مذهبي خلکو د الحاد فلسفه تحمیلوي او له مدني حقونو سرغړونه کوي. دا ډول کمپاین به په یو اړخیزه توګه او یا هم د [له یوې کرښې څخه کم لا افشا شوي نه دي] په څېر د ملګرو حکومتونو په همکارۍ ترسره کولای شو. دا به نږدې له خطره خالي وي، خو شاید د افغانستان دننه لږ اغېز ولري. په هر حال، دا به د پټو عملیاتو اضافي کړنو لپاره زمینه برابره کړي، په شمول د سعودي عربستان او د یاغیانو د مرستې لپاره د نورو احتمالي ډونرانو اغیزمنول.

دویم: د افغانستان دننه تبلیغات

تبلیغاتي مواد د افغانستان دننه هم توزیع کېدای شي. افغانان د اعتراض ثبتولو لپاره د “شب‌نامو” کارولو دود لري، چې په پټه توګه چاپ شوې لیکلې پاڼې دي. سي ای اې کولی شي په کابل او د افغانستان په نورو سیمو کې په نامنسوبه توګه داسې مواد چمتو کړي، خو دا به په څرګنده توګه د ښکیلو کسانو لپاره ستر خطر ولري. موږ وار دمخه د داخلي پروپاګند د بریا او یا هم په رژیم باندې د هغې عمومي اغیزې په تړاو وړاندوینه نشو کولی.

که چیرې دا [د افغانستان دننه تبلیغات] د یاغي‌ګرۍ د ملاتړ له پراخ پروګرام سره یوځای شي، نو ښايي  تر ټولو ډېره اغیزه ولري. 

درېیم: د راډیو له لارې تبلیغات

په دري او پښتو کې راډیویي خپرونې، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په افغانستان کې د معیاري خپرونو په بینډ (څپو) کې  خپرې شي، د پاکستان/ یا ایران د حکومتونو همکارۍ ته به اړتیا ولري. [انډرفورت د “/یا ایران” شاوخوا حلقه وویسته او د پاڼې تر پایه یې یوه کرښه کش کړه او هلته یې لیکلي وو: “زه شکي یم چې ایت الله (یا د دې موضوع لپاره بازرګان) به له دې سره همغږي وي. خو شاید وروسته شي.”] په تیرو وختونو کې د پاکستان حکومت د کوټې له یوې راډیو څخه په افغانستان کې پروپاګند کاوه. که چیرې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شي، نو د پاکستان حکومت ښايي دا ډول خپرونې بیا پیل کړي. د لنډو څپو ځینې ​شته خپرونې، [له یوې کرښې څخه کم لا افشا شوی نه دی]، هم افغانستان ته رسیږي او موږ کولی شو له دې لارې د خپل پيغام د خپرولو امکان وڅېړو. بیا هم، د درېیم هیواد همکاري اړینه ده. د هوايي راډیو سټیشن هم ممکن دی، خو دا هم باید له نږدې هېواد څخه ملاتړ ولري. په تیوریکي لحاظ، د سپوږمکۍ له لارې خپرونې هم تنظیمېدای شي، خو دا به ډېر لګښت ولري او په لنډ مهال کې یې امکان نه شته. که چیرې راډیويي تبلیغات په جدي توګه په پام کې نیول کېږي، نو د افغان راډیويي‌ اورېدونکو ته د رسېدو غوره لارې ټاکلو لپاره به یوې تخنیکي مطالعې ته اړتیا وي. فرض کړئ چې خپرونې په پراخه کچه اوریدل کیږي، نو دا کولی شي د پام وړ اغیزه ولري. که خپرونې د پاکستان په څېر له ګاونډي هیواده پیل شي، نو دا به په جدي توګه یو دښمنانه عمل وګڼل شي او د افغانستان دموکراتیک جمهوریت څخه تمه کېدای شي چې په متقابله توګه اقدامات وکړي.

څلورم: په ناوژونکو توکو له یاغي‌ګرۍ ملاتړ

د یاغي‌ګرۍ د ملاتړ تر ټولو اسانه لاره دا ده چې هغوی ته په یو اړخیزه توګه پیسې ورکړل شي. موږ یو شمېر جلاوطنه افغان مشران په نښه کړي دي چې د هغوی له لارې دا ډول پیسې انتقالېدای شي. که څه هم زموږ د څارنې وړتیا به محدوده وي چې په حقیقت کې پیسې څرنګه مصرفېږي. یو بل امکان هم شته چې په پاکستان کې د نورستان له مشرانو سره د پټو او یو اړخیزو پاکستاني منځګړو له لارې مستقیمه اړیکه ټینګه شي. که موږ غواړو چې په داسې معاملو کې ځانونه لږ شاته کړو، ښايي سعودي عربستان ته ووایو چې زموږ پر ځای رامخکې شي، خو دا به زموږ د کنټرول عنصر نور هم کمزوری کړي. د طبي توکو، خوراکي مرستو او د ټیټې درجې مخابراتي وسایلو په څېر د غیر وژونکو موادو لږ مقدار ښايي د پاکستان له خاورې څخه په یو اړخیزه توګه ولېږدول شي، که څه هم په څرګنده توګه دا کار د پاکستان د حکومت په همکارۍ په اسانۍ ترسره کېدای شي، یا هم د سعودیانو له لارې د پاکستان له حکومت سره معامله وشي. له یاغي‌ګرۍ سره د امریکا مرستې، که د پیسو په بڼه وي او یا هم د غیر وژونکو توکو د اکمالاتو له لارې او یا هم دواړه، نو تمه کېدای شي چې د رژیم ضد غورځنګ وهڅوي، خو د دې د وروستۍ اغیزې وړاندوینه به ستونزمنه وي. که د مرستې کچه د پام وړ وي، نو دا بیا پټ نه شي پاتې کېدای. که کره شواهد موجود وي او یا نه، نو ښايي د شوروي اتحاد او افغان مطبوعاتو لخوا د متحده ایالاتو حکومت د یاغي‌ګرۍ په ملاتړ تورن شي. سره له دې، [امریکا] په مناسبه توګه دا هر څه ردولی شي، یا ممکن د متحده ایالاتو حکومت ان دا هم ومني چې تبعید شویو ته “بشري مرستې” رسوي. د پاکستان چلند به خورا مهم وي. که چیرې دا څرګنده شي چې د مخ په زیاتیدونکو یاغي‌ګرۍ د غورځنګ فعالیت د شمال لویدیځ سرحدي ولایت (NWFP) [اوسنۍ خیبرپختونخوا] څخه رهبري کېږي، ښايي د یاغي‌ګرۍ د فعالیتونو محدودولو لپاره ګامونه پورته کړي، ځکه دوی به په جدي توګه شرمنده شي.

پنځم: د وژونکو توکو له لارې له یاغي‌ګرو ملاتړ

یاغي‌ګرو ته د وژونکو پوځي تجهیزاتو د اخیستلو لپاره فنډونه ورکول کیدی شي. لکه څنګه چې پورته د غیر وژونکو توکو له لارې له یاغي‌ګرۍ سره د ملاتړ په برخه کې ذکر شوی. په ورته ډول، له سعودي عربستانه هم غوښتل کېدای شي چې زموږ پر ځای رامخې ته شي. د وژونکو تجهیزاتو لږ مقدار شاید په پټه انتقال شي، خو که چیرې د پام وړ مقدار وي، نو د پاکستان د حکومت همکارۍ ته به اړتیا وي. هغه تجهیزات چې کولی شي د یاغي‌ګرو جنګي وړتیاوې لوړې کړي، ښايي سپکې وسلې، د سنایپر تجهیزات، سپکې او منځنۍ کچې عملې ته مخصوصې وسلې، غیر دودیزه چاودیدونکي توکي او د شوروي SA-7 توغندیو په څیر د الوتکو ضد وسلې شاملې وي. ​​روزنې ته به هم اړتیا وي او د پاکستان د حکومت په بشپړه همکارۍ سره، د سي ای اې یوه کوچنۍ ډله کولی شي دا کار په شمال لویدیځ سرحدي ولایت [اوسنۍ خیبرپختونخوا] کې ترسره کړي. بل بدیل دا دی چې د افغان یاغي‌ګرو کادرونه له سیمې بهر د سعودي عربستان په څېر یو بل درېیم هېواد کې وروزل شي. د مؤثریت له پلوه، څومره چې د روزنې ډله عملیاتي ساحې ته نږدې فعالیت کولی شي، ‌هومره به ښه وي. که چیرې امریکایي کارکوونکي په پاکستان کې فعالیت ونه کړي، نو مؤثریت به یې کم شي، خو امنیت به یې زیات شي. له یاغي‌ګرۍ سره د پراخ او هر اړخیز ملاتړ پایلې په تړاو اټکل کول ستونزمن دي. دا ښايي د یاغي‌ګرو پوځي وړتیا ډیره ښه کړي، د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت د مدیریتي رهبرۍ محدوده منابع به په تدریجي توګه له منځه یوسي او بالاخره به په اردو کې د بغاوت لامل شي، چې د تره کي رژیم راوپرځوي. دا کولی شي په افغانستان کې د شوروي د ښکیلتیا د زیاتوالي لامل هم شي، ځکه زموږ په باور هغوی به د کمونیستي رژیم د بقا د تضمین په تړاو قوي اقدامات وکړي. د اوږدې مودې لپاره دوام لرونکی یاغي‌ګري به د ښکېلو خواوو لپاره لوی کړاوونه راولي او هیڅ تضمین به ونلري چې د قناعت وړ پایله ترلاسه شي.

شپږم: کودتا

امکان شته چې د تره کي رژیم هم په هماغه ډول چې واک ته ورسېد، د یوې چټکې کودتا له لارې نسکور شي. دا باید په احتیاط سره پلان او تنظیم شي او په دقت سره اجرا شي. د ۱۹۷۸ کال د ثور کودتا په څېر، موخه به دا وي، چې د مهمو پوځي واحدونو ملاتړ ترلاسه شي او بیا په چټکۍ سره د افغانستان د ډیموکراتیک جمهوریت مشرتابه له منځه یوړل شي. که چېرې دا کار بریالی شي، نو دا ډول کودتا به لږترلږه د وینې تویولو لامل شي او مخکې له دې چې شورويانو ته د غبرګون ښودلو وخت ورکړل شي، پای ته به ورسیږي. یو شمیر افغانان وار دمخه د رژیم لخوا د کودتا د پلان جوړولو په تور نیول شوي دي. په دې مرحله کې موږ نه پوهیږو چې ایا د رژیم ضد ډلې شتون لري چې د کودتا د تنظیمولو هڅه کوي لکه څنګه چې تشریح شوي او که نه او دا هم امکان لري چې دا ډول ډله دې هېڅ موجوده هم نه وي. د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت د داخلي امنیت ساتلو لپاره د سختو لارو چارو له کارولو هېڅ ډډه نه ده کړې. د رژیم مشران د وسله والو ساتونکو لخوا په ښه توګه ساتل کېږي او د مهمو نظامي قوماندانانو سیاسي وفاداري په دقت سره څېړل شوې ده. په داسې حال کې چې د افغانستان دننه او بهر مخالفین ممکن د کودتا په تړاو د تیوریکي امکان په اړه بحث وکړي، خو ښايي په دې تړاو د چمتووالي لپاره لږ او یا هم هیڅ کار نه وي شوی. داسې ښکاري چې د رژیم ضد جلاوطنه یوازې په سرحدي سیمو کې د فعالو چریکي ډلو سره ابتدايي اړیکې لري او احتمالاً په پلازمینه کې د احتمالي مخالفو فعالانو سره تر دې هم کمزورې اړیکې لري. په هر حال امکان شته چې د رژیم ضد تر ځمکې لاندې یوه معتبره شبکه رامنځته شي او CIA کولی شي د رژیم ضدو جلاوطنو له لارې ورسره اړیکه ټینګه کړي. په تیوري کې موږ کولی شو د روزنې، مشورې، د منبع نه ښودلو سنایپر ټوپکونو، چاودېدونکو توکو، د ټانک ضد وسایلو، مخابراتي تجهیزاتو او داسې نورو په څېر ځانګړی ملاتړ وکړو. دغه توکي به بیا په قاچاقي توګه باید کابل ته ولېږدول شي، چې بیا هم د ځمکې لاندې د یوې ښې تنظیم شوي شبکې شتون ته اړتیا لري. د متحده ایالاتو لپاره به د دې چارې سیاسي ګواښونه ډېر وي، خو ښايي هومره ډېر نه وي. که موږ پرېکړه وکړو چې له یاغيانو سره د وژونکو وسایلو او روزنې په برخه کې مرسته وکړو [لکه څنګه چې پورته یې یادونه شوې].

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!