LOADING CLOSE

هند ولې طالبان په غېږ کې نیسي؟ – هپي‌مون جېکب

هپي‌مون جېکب
استاد او څیړونکی

هپي‌مون جېکب د هند په جواهر لال نهرو پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو پروفیسور دی. ښاغلی جېکب د ستراتیژیکو او دفاعي څېړنو شورا بنسټ‌‌ايښودونکی او مشر دی، او ترڅنګ یې د “د هند نړۍ” مجلې مسوول مدیر هم دی. هپي‌مون جېکب د هند، افغانستان او پاکستان په تړاو یو شمېر کتابونه هم لیکلي او معتبرو خپرندویه ټولنو خپاره کړي دي.

لیکوال: هپي‌مون جېکب

منبع: د ټایمز مجله

ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

طالبان په هند کې ترخې خاطرې را ژوندۍ کوي. دغه اسلامپاله ډله د ۱۹۹۹ کال د هندي الوتکې‌تښتونې په بدنامه پېښه او په ۲۰۰۸ کال کې په کابل کې د هند پر سفارت برید کې ښکېله ګڼل کېږي، چې د څو هندي اتباعو په ګډون دوه لوړ پوړي ډېپلوماتان هم پکې ووژل شول. د دې او نورو دلایلو له امله ډيلي ته د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي سفر خورا د پام وړ دی.

متقي، چې لا هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې دی، هند ته د سفر لپاره د معافیت اجازې ته اړتیا درلوده. هند متقي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه یاد کړ، هغه ته یې اجازه ورکړه چې په ډیلي کې د افغانستان د سفارت په انګړ کې مطبوعاتي کنفرانسونه وکړي، چې لا هم د پخواني جمهوریت ډېپلوماتان یې اداره کوي او د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر هم ورسره په یو سټیج راښکاره شو. دغه راز ډیلي پلان لري چې ډیر ژر په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي.

خو کله چې متقي په هند کې د عامه اړیکو په اړه یو لوی بحث پیل کړ او له هندي چارواکو سره یې خبرې اترې کولې، په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې مرګونې نښتې رامنځته شوې. د متقي له سفر سره هممهاله – هند چې د پاکستان اصلي سیال دی – د هند – افغانستان – پاکستان پیچلي جیوپولټیکونه په ګوته کوي.

ډیلي ولې له کابل سره تعامل کوي؟

له څلورو کلونو راهیسې، چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي،‌ هند له طالبانو سره اړیکې ساتلي‌ دي. خو د سیمې په یو لړ وروستیو پرمختګونو کې بدلونونه د طالبانو پر وړاندې د هند په پالیسۍ کې د بې‌ساري بدلون لامل شوې ده. سږکال د هند او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه، له پاکستانه د چین فعال او مخ په زیاتیدونکي ډول ملاتړ، له هند سره د تاریخي دفاعي اړیکو سربېره د دې جګړې پرمهال د روسیې بې خونده غبرګون او له پاکستان سره د امریکا وروستی نږدې والی په ډیلي کې د نا ارامۍ او بې باورۍ احساس رامنځته کړی دی.

په شمال کې د ګجرات پر سرحد د رن کچه نیولې تر کشمیره، په شمال ختیځ کې له چینه نیولې د سویلي‌اسیا تر هېوادونو لکه بنګله دیش، میانمار، نیپال او بوټان پورې، هند په دې لویه وچه کې ډېر کم ملګري او باوري شریکان لري. افغانستان په داسې جیوپولیتیکي تناظر کې مهم دی او داسې ښکاري چې طالبان د  همکارۍ اراده او نیت هم لري.‌ 

خو د بشري حقونو د ریکارډ له مخې، له طالبانو سره د ډیلي اړیکه له سختو نیوکو سره مخ شوې ده. د لومړني مطبوعاتي کنفرانس له امله رامنځته شوی شورماشور چې ښځینه خبریالانې یې له پامه غورځولې وې، یوازې د دې یوه بېلګه وه. له دې نیوکو سربېره، په ډیلي کې لاهم یو مخ په زیاتیدونکی نظر شتون لري چې بهرنۍ پالیسي باید عملي یا پراګماتیکه وي او د اخلاقي ملاحظاتو پرځای د ګټو پر اساس وټاکل شي. ډیلي په دوامداره توګه د نورو ټولو په پرتله خپلو سړو ګټو ته لومړیتوب ورکوي. له همدې ځایه په میانمار کې له سیاستوالو سره اړیکې ساتي، د روسیې له خوا پر اوکراین یرغل په ښکاره نه غندي، له اسراییلو او ایران سره اړیکې ساتي‌ او د طالبانو په رسمي توګه پېژندلو ته نږدې شوي دي. په ډیلي کې نوی فکر دا دی چې باید له هر هغه چا سره کار وشي چې د یوه هېواد دننه واک لري. په ډيلي کې له متقي هرکلی کول هم همدغسې یوه تګلاره انځوروي.

د ډیلي-کابل-اسلام اباد ترمنځ د ځواک توازن

هغه څه چې د هند او طالبانو ترمنځ اوسنی تعامل ډیر مهموي، هغه د پاکستان فکتور دی. که دا فکتور نه وای، ښايي ډیلي له طالبانو سره په دومره لیوالتیا ښکېل شوی نه وای. په درېیو پلازمېنو کې درې سیالې تګلارې دي. اسلام اباد د کابل او ډيلي ترمنځ له نږدې دفاعي او امنیتي اړیکو وېره لري. کابل غواړي د خپل پخواني ملاتړي اسلام اباد پر وړاندې ځان خوندي کړي. اسلام اباد بیا طالبان تورنوي چې په خپله خاوره کې یې د پاکستان ضد ډلو ته پناه ورکړې چې په پاکستان کې بریدونه کوي. نوی ډیلي بیا هڅه کوي چې له افغانستان سره پر خپلو تاریخي اړیکو بیاکتنه وکړي، مرکزي اسیا ته د احتمالي اقتصادي او سوداګریز لاسرسی خوندي کړي او د پاکستان په لویدیځ کې ملګری پيدا کړي چې دا بیا خپلې ستراتيژيکې ګټې هم لري. 

د دغو سیالو انګېزو له امله ځانګړې ستراتیژۍ رامنځته شوې دي. اسلام اباد غواړي د ډیلي او کابل ترمنځ واټن وساتي یا په غوره حالت کې طالبان تر خپل کنټرول لاندې وساتي. کابل غواړي له هند سره همکاري پياوړې کړي، ځکه هند هم له پاکستان سره په شخړه کې دی او طالبان په ورته مهال کې د رسمیت پېژندنې په لټه کې هم دی. ډیلي غواړي چې په افغانستان کې له هر هغه چا سره اړیکه وساتي چې په واک کې وي، څو د پاکستان پر وړاندې یو توازن رامنځته کړي.‌

په لنډه توګه، ډیلي او کابل فکر کوي چې “د دښمن دښمن ملګری دی”، په داسې حال کې چې اسلام اباد د کابل او ډيلي ترمنځ ستراتیژیکه ملګرتیا د خپلو ګټو لپاره زیانمنونکې ګڼي.

د دغو پېچلو درې‌اړخیزو حالاتو په رڼا کې تمه کېدای شي چې ډيلي به د طالبانو له رژیم سره خپلې اړیکې لا پسې ښې کړي او د پاکستان د نفوذ پر وړاندې به د طالبانو د لا زیاتې خپلواکۍ ملاتړ وکړي. په مقابل کې، که څه هم پاکستان یو مهال له طالبانو سره مرستې کړې وې او له همدې امله په کابل کې د دوی بېرته واک ته په ستنولو کې یې مهم رول لوبولی و، خو یو افغانستان چې ډېر نړیوال ملګري ولري د پاکستان په ګټه نه دی، ځکه دا به په افغان چارو کې د اسلام‌اباد د کنټرول کمولو لامل شي.

په همدې معنی، د متقي په کوربتوب سره، ډيلي ښایي هغه درز نور هم ارت کړی وي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ  د وروستیو سرحدي نښتو په جریان کې څرګند شو. دا چې د هند نیت هر څه وي، خو ډېر احتمال لري چې اسلام‌اباد به دمګړۍ له طالبانو سره د ډیلي زیاتېدونکی نږدېوالی د پاکستان ګټو ته د زیان رسولو یوه هڅه وبولي.

خو د هند د عامو خلکو په منځ کې، د ډيلي او طالبانو ترمنځ مخ په زیاتېدونکو اړیکو اندېښنې راپورته کړي دي. خو ډیلي به هڅه وکړي چې د دې اندېښنو او د پاکستان په زیان د سیمه‌ییزې ملګرتیا جوړولو ترمنځ توازن وساتي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

error: Content is protected !!