مهم منرالونه او نادره ځمکني عناصر څه دي؟ – احمد نشاط کلیوال

احمد نشاط کلیوال
احمد نشاط کلیوال په امیر علي شیر نوايي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رئيس دی. ښاغلي کلیوال په نړیوالو اړیکو کې د هندوستان د جنوبي آسیا له پوهنتونه ماستري اخیستې.
لیکوال: احمد نشاط کلیوال
په دې لیکنه کې د مهمو یا حساسو منرالونو او نادره ځمکنیو عناصرو په اړه معلومات وړاندې کېږي؛ چې دا منرالونه او عناصر څه دي او د ټېکنالوژۍ په اوسني دور کې په کومو برخو کې کارول کېږي. سربېره پر دې، د مهمو منرالونو او نادره ځمکنیو عناصرو ترمنځ پر توپیر هم بحث شوی دی. دا لیکنه د یوې اوږدې لړۍ لومړۍ برخه ده، او په راتلونکو برخو کې به د دغو منرالونو او عناصرو په اړه د سترو قدرتونو پر سیالۍ هم خبرې وشي.
لومړی؛ مهم یا حساس منرالونه (Critical Minerals) څه دي؟
مهم منرالونه د هغو منرالونو یوه ځانګړې برخه ده، چې د شرکتونو، صنعتي چارو، هېوادونو او یا هم د نړۍ د تولیدي او تخنیکي اړتیاوو لپاره ډېر ارزښتناک ګڼل کېږي. د مهمو منرالونو طبقهبندي د نادره ځمکنیو عناصرو له طبقهبندۍ سره توپیر لري. دا طبقهبندي نه یوازې د شرایطو او د ښکېلو لورو د لیدلورو پورې تړلې ده، بلکې د وخت په تېرېدو هم بدلېدلی شي. ځکه اوسنی تخنیکي، ټولنیز او اقتصادي چوکاټ د منرالونو د ارزښت کچه ټاکي.
له مهمو منرالونو څخه د برېښنایي موټرو د بېټرۍ په جوړولو، د لمریز تختو په تولید، د انرژۍ د زېرمه کولو په لویو سیستمونو، د بادي برېښنا د توربینونو په ټېکنالوژۍ او ځینو نورو مهمو معاصرو ټېکنالوژیو کې ګټه اخیستل کېږي.
د مهمو منرالونو بېلګې دا دي: کوبالټ (Cobalt)، لیتیم (Lithium)، ګرافایت (Graphite)، نیکل (Nickel) او ګالیم (Gallium).
لکه څنګه چې مخکې یې یادونه وشوه، دا لېستونه تل بدلېدونکي وي، یعنې د ټېکنالوژۍ د اړتیاوو او د نړیوالو عرضو د ځنځیرونو د بدلون له مخې ځینې منرالونه ورزیاتېږي او یا هم ترې ایستل کېږي. یو منرال هغه وخت “مهم” یا حساس ګڼل کېږي، چې د اقتصاد او یا هم د ملي امنیت لپاره ځانګړې حیاتي اړتیا ولري.
د امریکا د جیولوجۍ سروې اداره (The U.S. Geological Survey) د ۲۰۲۲م کال د مهمو منرالونو لېست خپور کړی دی، چې په کې ۵۰ منرالونه شامل دي:
Aluminum, Antimony, Arsenic, Barite, Beryllium, Bismuth, Cerium, Cesium, Chromium, Cobalt, Dysprosium, Erbium, Europium, Fluorspar, Gadolinium, Gallium, Germanium, Graphite, Hafnium, Holmium, Indium, Iridium, Lanthanum, Lithium, Lutetium, Magnesium, Manganese, Neodymium, Nickel, Niobium, Palladium, Platinum, Praseodymium, Rhodium, Rubidium, Ruthenium, Samarium, Scandium, Tantalum, Tellurium, Terbium, Thulium, Tin, Titanium, Tungsten, Vanadium, Ytterbium, Ytterbium, Zinc, Zirconium.
په وروستیو کلونو کې د مهمو منرالونو مفهوم ډېر شهرت موندلی دی. دلیل یې دا دی چې نوې ټېکنالوژۍ د زرغون او ډیجیټلي بدلون (چې ډېری وخت «دوه ګونی بدلون» بلل کېږي) رامنځته کړی دی، چې د پخوانیو دودیزو ټېکنالوژیو په پرتله ډېر زیات منرالونه کاروي.
د بېلګې په توګه، د یوې بادي برېښنا فابریکې جوړول د طبیعي ګاز د یوې فابریکې په پرتله نهه برابره ډېرو منرالونو ته اړتیا لري. د برېښنایي موټر جوړولو بهیر د پېټرولو موټر د جوړولو په پرتله شپږ برابره زیات منرالونه غواړي. همدارنګه، د باد د فابریکو او برېښنایي موټرو په جوړولو کې اووه ډوله بېلابېل منرالونه کارېږي، په داسې حال کې چې د طبیعي ګاز فابریکې او عادي موټر یوازې دوه ډوله منرالونه کاروي. کیدای شي دا پوښتنه مطرحه شي، چې د طبیعي ګاز او تیلو په نسبت په تکنالوژیکې وسایلو کې د مهمو او حساسو منرالونو ډېر مصرف خو پخپله یو تاوان دی نو څنګه دا منرالونه مهم او ارزښتناکه دي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې باید ووایو؛ دا سمه ده، چې ددې منرالونو مصرف زیات او د کیندنې او پروسس مراحل ستونزمن او ګرانه دي، مګر په اصل کې په نوي او زرغون انرژۍ (Green Energy) کې ددې منرالونو استعمال د دودیزو سرچینو (تیل او ګاز) په نسبت د محیطي ستونزو د حل سره خورا مرسته کوي، چې نړۍ یې د لوي ستونزي سره مخ کړې؛ همدارنګه مؤثریت یې زیات دی، په همدې اساس دا منرالونه په نړۍ کې د اقتصادي او ستراتیژیکو مسایلو په برخه کې د لویو قدرتونو د سیالۍ پر موضوع بدله شوې نو ځکه یې ارزښت زیات دی او مهم ګڼل کیږي.
د منرالونو د مهموالي کچه په عمومي ډول د دوو معیارونو له مخې ټاکل کېږي: لومړی؛ اقتصادي اهمیت – یعنې یو منرال د نوو ټېکنالوژیو په تولید کې څومره اړین دی. دویم؛ د عرضې د ګډوډۍ خطر – یعنې د فزیکي کمښت یا د بازار د تمرکز له امله د نشتوالي احتمال څومره دی. د عرضې سلسله (Supply chain ) هغه پروسه ده چې په هغه کې د توليدونکي څخه يو محصول تر مصرف کوونکی رسول کيږي، چې دا برخې پکې شامل دي: خام مواد، تولید، ترانسپورت او ذخیره کول، پلورل، مصرف کول.
د عرضې د ګډوډۍ خطر څخه بیا موخه داده، چې کیدای شي د موادو کيفيت کم وي، يا د موادو مقدار کې ستونزه وي یا هم کیدای شي، چې د ځینو فزيکي خطرونو ( طبيعي افتونه، د فابريکي خرابيدل، لارې بنديدل)، سياسي خطرونه ( تعرفې ستونزه، حکومت بدليدل)، اقتصادي خطرونو (اسعارو بيه بدلون، انفلاسيون، د بازار تقاضا) او یا هم بشري خطرونه( کارګرو کموالی، د کارګرو مهارت نشتون) له امله د عرضې په سلسله کې ګډوډي رامنځته شي. د مهمو منرالونو د عرضې زنځیرونه (سلسلې) ډېر پېچلي دي، ځکه ګډوډي په بېلابېلو پړاوونو کې رامنځته کېدای شي.
ځینې منرالونه ځکه مهم ګڼل کېږي چې یوازې د «اصلي» منرالونو د فرعي محصول په توګه شتون لري. د بېلګې په توګه: روتینیم، روډیم او پلېډیم د پلاتینیم فرعي محصولات دي. نور منرالونه بیا د پروسس د وروستیو پړاوونو د بازار د تمرکز له امله مهم دي. د بېلګې په توګه، د مسو، لیتیم، نادره ځمکنیو عناصرو او کوبالټ د نړۍ له ۴۰ سلنې څخه زیات د ویلي کولو او تصفیې ظرفیت یوازې په چین کې دی.
ولې ځینې منرالونه مهم یا حساس بلل کېږي؟
مهم منرالونه هغه دي چې د یو هېواد د اقتصاد او ملي امنیت لپاره اړین وي او د هغوی د عرضې زنځیرونه د ګډوډۍ پر وړاندې زیان منونکي وي. د امریکا د جیولوجۍ سروې اداره (The U.S. Geological Survey) د امریکا په فدرالي حکومت کې د دغې برخې مشري پر مخ وړي. دا اداره وخت ناوخت د مهمو منرالونو لېستونه جوړوي او نوي کوي، او د دغو منرالونو د شتون، د عرضې د زنځیرونو او اقتصادي اغېزو په اړه مهم او غني معلومات وړاندې کوي.
د همدې ادارې په اساس، هغه منرالونه چې «مهم» بلل کېږي، دوه ځانګړتیاوې لري: لومړی؛ د هېواد د اقتصاد او ملي امنیت لپاره اړین دي. دویم؛ د عرضې زنځیرونه یې د ګډوډۍ پر وړاندې زیان منونکي دي.
دغه منرالونه په ۲۰۲۰م کال کې د امریکا د انرژۍ په قانون کې هم تعریف شوي دي. د دغه قانون له مخې، یو منرال هغه وخت «مهم» ګڼل کېږي چې لاندې درې معیارونه ولري:
لومړی؛ منرال باید د امریکا د اقتصاد یا ملي امنیت لپاره اړین وي.
دویم؛ منرال باید د داسې محصول په تولید کې مهم رول ولري، چې د هغه نشتوالی د امریکا پر اقتصاد یا ملي امنیت جدي اغېزې ولري.
درېیم؛ منرال باید داسې د عرضې زنځیر ولري چې د ګډوډۍ پر وړاندې زیان منونکی وي (په دې کې د بهرنیو سیاسي خطرونو له امله محدودیتونه، ناڅاپي د تقاضا زیاتوالی، پوځي شخړې، تاوتریخوالی، غیر رقابتي یا محافظهکارانه چلند او نور احتمالي خطرونه شامل دي).
د یادونې وړ ده چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو، لکه اروپایي اتحادیه او جاپان، هم د امریکا په څېر د مهمو منرالونو د تعریف لپاره درې معیارونه په پام کې نیسي: اقتصادي اهمیت، د عرضې خطر، او د مناسب بدیل نشتوالی.
دویم: نادره ځمکنې عناصر (Rare Earth Elements)
نادره ځمکني عناصر (Rare Earth Elements – REEs) چې د مهمو منرالونو او موادو یوه برخه جوړوي، هغه بنسټیز منرالونه دي چې د ملي امنیت، د انرژۍ سیسټمونو، طبابت او د مصرفي توکو په بېلابېلو ټېکنالوژیو کې کارول کېږي.
نادره ځمکني عناصر په عمومي توګه د ځمکې د کرې په ښکتنۍ برخو کې موندل کېږي. دا عناصر په جلا بڼه کې، چې د اسانه استخراج لپاره اماده وي، نه موندل کېږي، بلکې د بېلابېلو منرالونو په منځ کې شتون لري؛ لکه موناځایت (Monazite)، بستنایزایت (Bastnaesite) او زینوتایم (Xenotime). همدارنګه، دا د سکرو له اړوندو سرچینو څخه هم ترلاسه کېدای شي.
نادره ځمکنې عناصر د پاکې انرژۍ تولید، د تیلو تصفیه، بریښنایي وسایلو، د برېښنایي موټرو د بېټرۍ، د څراغونو لپاره د فاسفورونو، د ځیرکو موبایلونو او دفاعي ټېکنالوژۍ په برخو کې کارول کېږي، چې د عصري ټولنې د ثبات او ودې لپاره حیاتي ارزښت لري.
دلته یوه مهمه خبره دا ده چې د «نادرو ځمکنیو عناصرو» له نومه داسې ښکاري چې ګواکې دا عناصر کمیابه دي. خو په حقیقت کې ډېری یې نادره نه دي؛ ستونزه یوازې په دې کې ده چې د دوی د کیندنې او جلا کولو پروسه ګرانه او لګښت لرونکې ده. له همدې امله ورته «نادره ځمکني عناصر» ویل کېږي.
نادره ځمکنې عناصر د ۱۷ فلزي عناصرو څخه عبارت دي، چې زموږ د معاصرې ټېکنالوژۍ لپاره خورا اړین دي. د عادي فلزونو برعکس، دا عناصر په معدني زېرمو کې عموماً یو ځای موندل کېږي، او د ورته کیمیاوي ځانګړتیاوو له امله یې یو له بله جلا کول ډېر ستونزمن وي.
د نادره ځمکنیو عناصرو لېست په لاندې ډول دی:
- Lanthanum (La)لانتهانیم-
- Cerium (Ce)سېریم-
- Praseodymium (Pr)پراسیوډیمیم-
- Neodymium (Nd)نیوډیمیم-
- Promethium (Pm)پرومیتیم-
- Samarium (Sm)سماریم-
- Europium (Eu)یورپیم-
- Gadolinium (Gd)ګاډولینیم-
- Terbium (Tb)تېرییم-
- Dysprosium (Dy)ډیسپروزیم-
- Holmium (Ho)هولمیم-
- Erbium (Er)اېرییم-
- Thulium (Tm)تولیم-
- Ytterbium (Yb) اېتربیم-
- Lutetium (Lu) لوټېسیم –
- Scandium (Sc) سکاندیم-
- Yettrium (Y)اېتریم-
په جیولوجیکي لحاظ، دا منرالونه د استخراج له یوې پېچلې پروسې وروسته جلا کېږي. نادره ځمکني عناصر (Rare Earth Elements) ډېری مهال د هر عنصر د جلا کولو لپاره ډېر پېچلي پروسس ته اړتیا لري.
دغه عناصر د معاصرې ټېکنالوژۍ ناپېژندل شوي اتلان هم بلل کېږي. که خپل سمارټفون، برېښنایي موټر یا LED څراغ ته وګورئ، دا عناصر به حتماً پکې کارول شوي وي.
د بېلګې په توګه، نیوډیمیم (Neodymium) او ډیسپروزیم (Dysprosium) دایمي قوي مقناطیسونو په جوړولو کې خورا مهم رول لري، چې په برېښنایي موټرو کې د انجنو او په بادي توربینونو کې د جنراتورونو د اصلي برخو په توګه کارول کېږي. لانتانایدونه (Lanthanides) بیا د نوي کېدونکې انرژۍ په ټېکنالوژیو کې اساسي ونډه لري. دا د لوړ فعالیت لرونکو لمریز تختو، قوي بیټریو او پرمختللو برېښنایي وسایلو په جوړولو کې حیاتي مواد دي.
د دغو عناصرو نړیواله تقاضا په چټکۍ سره ډېریږي، ځکه نړۍ د زرغون انرژۍ (Green Energy) پر لور او د برېښنایي وسایلو د پراخېدونکي بازار پر لور په حرکت کې ده. په ۲۰۲۴ م کال کې په نړیواله کچه ددې عناصرو تقاضا ۳۲۸.۱۹ میلیارده ډالره وه، چې دا بازار دا تقاضا به تر ۲۰۳۲ م کال پورې ۵۸۶.۶۳ میلیارده ډالره ته ورسېږي. د نړیوالو انرژي بدلون لپاره د مهمو او حساسو منرالونو تقاضا د ۲۰۳۰ کال پورې تقریباً ۳ چنده کېږي، او تر ۲۰۴۰ پورې ۴ چنده کېدونکې ده. د یادونې وړ ده، چې اوسمهال چین تر ډېره نړیوال بازار پخپل لاس کې لري او مهمو او حساسو منرالونو د استخراج او پروسس (شاوخوا ۶۰–۸۵٪) د چین لخوا ترسره کیږي.
دمهمو منرالونو او نادره ځمکنیو عناصرو ترمنځ توپیر څه دی؟
مهم منرالونه (Critical Minerals) یوه پراخه کټګوري ده، چې د هغوی د ستراتیژیک اقتصادي اهمیت او د عرضې د خطرونو پر بنسټ تعریف کېږي. که څه هم ټول نادره ځمکني عناصر د مهمو منرالونو په لېست کې راځي، خو ټول مهم منرالونه بیا نادره ځمکني عناصر نه دي.
اصلي توپیر د دوی په اقتصادي ارزښت او د ترلاسه کولو په احتمالي ستونزو کې نغښتی دی:
د نادره ځمکنیو عناصرو (Rare Earth Elements) شمېر ثابت دی، یعنې ۱۷ عناصر دي چې د کیمیاوي عناصرو د جدول له مخې ټاکل شوي دي.
د مهمو منرالونو (Critical Minerals) شمېر بیا ثابت نه دی؛ د دغو منرالونو لېست د اقتصادي او سیاسي شرایطو او اړتیاوو پر بنسټ ټاکل کېږي او تل د بدلون په حال کې دی.