د اوږدې امریکايي پېړۍ پای؛ ټرمپ او د امریکا د ځواک سرچینې (درېیمه برخه) – کیوهېن او نای

رابرټ کیوهېن
رابرټ او. کیوهېن (Robert O. Keohane) د پرنستون پوهنتون د نړیوالو چارو افتخاري پروفیسور دی، او همدارنګه د هارورډ د نړیوالو چارو په مرکز کې علمي غړی دی. ښاغلی کیوهېن په آی آر کې د نړیوالو ادارو د تیورۍ په برخه کې ځانګړی ځای لري. دی د یو آی آر د یو شمېر مشهورو کتابونو لیکوال هم دی. د بېلګې په توګه له جوزف نای سره یې په ګډه د Power and Interdependence: World Politics in Transition کتاب لیکلی او د After Hegemony په څېر د مشهور کتاب لیکوال هم دی.

جوزف نای
جوزف اس. نای جونئیر (Joseph S. Nye, Jr.) د هارورډ پوهنتون د جان ایف. کینیډي د سیاسي علومو ډيپارتمنت افتخاري استاد و. هغه د کلنټن په اداره کې د نړیوال امنیت د چارو مرستیال وزیر، او د ملي استخباراتو شورا رییس هم پاتې شوی و. نوموړی د ګڼو کتابونو، په ځانګړي ډول د "A Life in the American Century"، د نرم ځواک؛ په نړیوال سیاست کې د بریا اوزار،او له رابرټ کیوهېن سره په شریکه د Power and Interdependence د مشهور کتاب لیکوال هم و.
د نړیوالتوب شبهه
د لوېدیځو پوپولیستانو، لکه ټرمپ، د ظهور تر شا د نړیوالتوب شبهه ولاړه ده، چې دوی یې د یو شیطاني ځواک په توګه انځوروي. په حقیقت کې دا اصطلاح یوازې د براعظمي فاصلې په کچه د متقابلې اتکا زیاتوالي ته اشاره کوي. کله چې ټرمپ پر چین د تعرفو ګواښ کوي، نو هڅه کوي چې د متحده ایالاتو نړیواله اقتصادي اتکا کمه کړي، څو د صنعتونو او دندو له لاسه ورکولو پړه پرې واچوي. نړیوالتوب بې له شکه منفي او مثبتې اغېزې لري، خو د ټرمپ اقدامات ناسم دي، ځکه چې هغه د نړیوالتوب هغو بڼو ته زیان رسوي چې د متحده ایالاتو او نړۍ لپاره ګټورې دي او د هغو پر وړاندې بې پامي کوي چې زیانمنې دي. په ټوله کې، نړیوالتوب د امریکا ځواک زیات کړی او د ټرمپ بریدونه پرې یوازې متحده ایالات کمزوري کوي.
د نولسمې پېړۍ په پیل کې، بریتانوي اقتصادپوه او سیاستوال ډیویډ ریکارډو دا حقیقت ثابت کړ چې نړیوال تجارت د مقایسوي برترۍ له لارې ارزښت رامنځته کولی شي. کله چې هېوادونه تجارت ته پرانیستي وي، کولی شي په هغه څه کې تخصص وکړي چې تر ټولو ښه یې ترسره کوي. تجارت هغه څه رامنځته کوي چې جرمني اقتصادپوه جوزف شومپیټر ورته “خلاقه ویجاړتیا” وايي : دندې له منځه ځي او ملي اقتصادونه له بهر څخه شاک (لړزې) ته تابع کېږي، چې ځینې وختونه د بهرنیو حکومتونو د قصدي سیاستونو له امله وي. خو دا ګډوډي کولی شي اقتصادونه لا مؤثر او تولیدي کړي. په ټوله کې، د تېرو ۷۵ کلونو په ترڅ کې خلاقې ویجاړتیا د امریکا ځواک زیات کړی. د تر ټولو لوی اقتصادي لوبغاړي په توګه، متحده ایالاتو تر ټولو ډېر له هغه نوښت څخه ګټه اخیستې چې وده رامنځته کوي. له هغې ودې څخه چې د نړۍ په کچه یې اغېزې درلودې.
په عین حال کې، وده دردناکه هم کېدی شي. مطالعو ښودلې چې متحده ایالاتو د ۲۱مې پېړۍ په ترڅ کې میلیونونه دندې له لاسه ورکړي (او دغه راز ترلاسه کړي یې هم دي)، چې د تطابق لګښتونه یې پر کارګرانو واچول او حکومت عموماً هغوی ته کافي جبران نه دی ورکړی. تخنیکي بدلون هم میلیونونه دندې له منځه وړي، ځکه چې ماشینونه د انسانانو ځای نیسي او دا ستونزمنه ده چې د اتومات او بهرني تجارت متقابلې اغېزې جلا کړو. د متقابلې اتکا عادي فشارونه لا هم دوام لري، هغه فشارونه چې د چین د صادراتو د یرغل له امله لا پسې زیات شوي.
حتی که اقتصادي نړیوالتوب د نړۍ اقتصاد تولیدي کوي، دا بدلونونه د ډېرو افرادو او کورنیو لپاره ناخوښه کېدی شي. په ډېرو ټولنو کې خلک نه غواړي هغو ځایونو ته کډه وکړي چېرې چې ښايي اسانه دنده پیدا کړي. البته نور چمتو دي چې د نړۍ نیمایي ته کډه وکړي ترڅو ډېر فرصتونه ومومي. د نړیوالتوب وروستیو لسیزو د ملي پولو څخه وراخوا د پراخو خوځښتونو ځانګړتیا درلوده، چې د متقابلې اتکا بله لویه بڼه ده. مهاجرت کلتوري بډاینه راولي او هغو هېوادونو ته لویې اقتصادي ګټې وړاندې کوي چې مهاجر جذبوي، ځکه چې خلک له مهارتونو سره هغو ځایونو ته رابولي چې له مخې یې دوی کولی شي دا مهارتونه په لا مؤثره توګه وکاروي. هېوادونه چې خلک ترې کډه کوي، ښايي د نفوس د فشار له کمښت او د مهاجرینو د پیسو لیږلو څخه ګټه واخلي. په هر صورت، مهاجرت تمایل لري چې نور خوځښتونه هم رامنځته کړي. که دولتونه لوی خنډونه جوړ نه کړي، نو مهاجرت په معاصره نړۍ کې عموماً یو ځانپالونکی بهیر دی.
ټرمپ مهاجرین د ګډوډیو لامل بولي. که څه هم لږ تر لږه ځینې بڼې د مهاجرت په اوږدمهال کې د اقتصاد لپاره واضحاً ګټورې دي، خو شاکیان کولی شي دا په اسانه توګه زیانمنې وښيي او ښايي د ځینو خلکو لهخوا قوي سیاسي مخالفت راوپاروي، په تېره بیا چې مهاجرین په ناڅاپي ډول زیات شي. مهاجرین عموماً د مختلفو اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو مسؤل ګڼل کېږي، حتی که دوی ملامت هم نه وي. مهاجرت په وروستیو کلونو کې په نږدې ټولو دیموکراسیو کې د واکمنو حکومتونو پر ضد د پوپولیستي سیاسي موضوعاتو اصلي ټکی ګرځېدلی. دا د ټرمپ د ۲۰۱۶ او بیا د ۲۰۲۴ د ټاکنو د بریا لامل هم شو.
پوپولیستي مشران په ډېره اسانۍ کولی شي بهرنیان د اقتصادي ګډوډیو مسؤل وښيي، تر دې چې د تخنیکي بدلون او پانګې ډېر مهم رول ومني. نړیوالتوب په ډېرو وروستیو ټاکنو کې د واکمنو پر وړاندې ننګونې رامنځته کړې. سیاستوال د دې فشارونو په وړاندې تمایل لري چې د تعرفو او نورو خنډونو له لارې نړیوالتوب وځپي، لکه څنګه چې يې ټرمپ کوي.
د نړیوالتوب پر وړاندې د ټرمپ برید متحده ایالات کمزوري کوي.
اقتصادي نړیوالتوب مخکې هم شاته تمول شوی دی. نولسمه پېړۍ د تجارت او مهاجرت د چټک زیاتوالي نښه وه، خو دا بهیر د ۱۹۱۴ کال د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیل سره ناڅاپه ورو شو. تجارت د نړیوال اقتصادي فعالیت په سلنه کې تر ۱۹۷۰ کال پورې بیرته د ۱۹۱۴ کال کچې ته ورسېد. دا بیا هم پېښېدی شي، که څه هم دا به اسانه نه وي. نړیوال تجارت د ۱۹۵۰ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ ډېره چټکه وده وکړه او د ۲۰۰۸–۹ کلونو مالي بحران راهیسې ورو شوی. په ټوله کې، له ۱۹۵۰ تر ۲۰۲۳ کال پورې تجارت ۴۴۰۰ سلنه وده کړې. نړیوال تجارت بیا هم ښايي د زوال لوري ته لاړ شي. که د متحده ایالاتو تجارتي اقدامات د چین پر وړاندې یوه ژوره تجارتي جګړه رامنځته کړي، دا به ډېر زیان ورسوي. تجارتي جګړې عموماً کولی شي پر دایمي او زیاتېدونکي شخړې واوړي.
له بلې خوا، د نیم ټریلیون ډالرو څخه د زیات تجارت له منځه وړلو لګښتونه ښايي هېوادونه د تجارتي جګړو له پیلولو څخه منع کړي او ښايي د مصالحې لپاره ځینې هڅونې رامنځته کړي. او که څه هم نور هېوادونه ښايي د متحده ایالاتو پر وړاندې متقابل اقدامات وکړي، خو دا به لازماً د دوی ترمنځ تجارت محدود نه کړي. جیوپولیټیکي عوامل هم کولی شي د تجارتي بهیرونو کمښت چټک کړي. د بېلګې په توګه، د تایوان پر سر جګړه کولی شي د متحده ایالاتو او چین ترمنځ تجارت ناڅاپه ودروي.
ځینې شنونکي په نږدې ټولو دیموکراسیو کې د ملتپاله پوپولیستي غبرګونونو څپه د نړیوالتوب د زیاتوالي او چټکتیا لامل بولي. تجارت او مهاجرت د سړې جګړې له پای وروسته یو ځای چټک شول، ځکه چې سیاسي بدلون او د مخابراتي ټکنالوجۍ پرمختګ د پولو او اوږدو فاصلو د تېرېدو لګښتونه کم کړل. اوس تعرفې او د پولو کنټرول ښايي دا بهیرونه ورو کړي. دا به د امریکا د ځواک لپاره بد خبر وي. ځکه د خپل تاریخ په اوږدو کې د مهاجرینو د انرژۍ او تولید له امله پیاوړې شوې.