د میلان مکالمه – د رياليزم او ايډيالېزم تر منځ لومړنی بحث (دویمه برخه) / د سټانفورډ دایرة المعارف

وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ
ډاکټر وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ (Włodzimierz Julian Korab-Karpowicz) یو پېژندل شوی پولنډی فیلسوف، سیاسي مفکر، استاد او لیکوال دی.
لیکوال: ډاکټر وودیمیر یولین کوراب-کارپوویچ (Włodzimierz Julian Korab-Karpowicz)
ژباړه: عنایت عازم
د آتنيانو له ویناوو موږ د رياليستي فکر پیاوړی ملاتړ موندلی شو، خو دا پوښتنه لا هم پاتې ده: آیا د دوی دا رياليستيک دریځ د توسیدیدیس له نظر سره سمون لري؟ که څه هم دمیلان مکالمه او د کتاب ځینې نورې برخې رياليستي مفهوم لري، خو د توسیدیدیس نظر باید یوازې د دغو برخو له مخې ونه ارزول شي، بلکې د هغه د ټول اثر له پراخ سیاق سره باید وکتل شي.
په حقیقت کې، خپله د میليان مکالمه هم د مختلفو لیدلورو تمثیل کوي. په نړيوالو اړيکو کې، پوهان رياليزم عموماً د ايډيالېزم یا لېبراليزم مقابل کې ږدي. دا نظریه پر نړیوالو اصولو، د دولتونو ترمنځ پر یو بل اتکاء او همکارۍ ټینګار کوي. د “میلان مکالمه” چې د توسیدیدیس د اثر تر ټولو مشهوره برخه ده، د ايډيالېزم او رياليزم تر منځ یوه مهمه پوښتنه مطرح کوي: آیا نړیوال سیاست باید د عدالت له اصولو سره سم اداره شي؟ او که نه، دا به تل د ملي ګټو او ځواک د ټکر ډګر وي؟
میليانيانو د اخلاقو او عدالت له نظره استدلال کاوه. د دوی لپاره یوازینی انتخاب تسليمي یا جګړه وه. هغوی زړور وو، خپلواکي یې غوښته، او له دې سره سره چې له آتنيانو په پوځي لحاظ کمزوري وو، خپلې دفاع ته چمتو شول. د دوی استدلال پر انصاف ولاړ وو. هغوی آتنيان ظالمان بلل او باور یې درلود چې خدایان به له دوی ملاتړ وکړي. هغوی تمه درلودله چې متحدین به یې، اسپارتایان، ورسره مرسته وکړي. د دوی په ویناوو کې د ایډيالېستي فکر نښې ښکاري: ملتونه باید خپلواک وي؛ ملتونه باید یو بل ته مسؤلیت ولري؛ تېری کوونکې جګړه ناعادلانه ده. خو ستونزه دا وه چې دوی امکانات، تدبیر او وړاندوينه نه لرله. د دوی پرېکړه د هیلو پر بنسټ وه، نه د واقعي حالاتو یا معقولو محاسبو پر بنسټ.
د آتنيانو استدلال د رياليزم پر بنسټ ولاړ و: امنیت، قدرت، بقاء. هغوی د اخلاقو یادونه ردوله او میليانيانو ته یې ویل چې حقایقو ته ځیر شئ: تاسې له موږ کمزوري یاست؛ د خپلې پرېکړې پایلې وسنجوئ او د بقاء فکر وکړئ. د دوی منطق عقلاني برېښېده: دوی ځانغوښتنه د عقل، محاسبې او امنیت له مخې توجیه کوله. خو که په ژوره توګه ورته وکتل شي، نو دا استدلال هم له جدي نیمګړتیاوو ډک دی. میلوس یو کمزوری ښار-دولت و او آتنيانو ته یې هېڅ حقیقي خطر نه و. په پای کې، د میلوس ورانول د جګړې پایله بدله نه کړه – آتن څو کاله وروسته دا جګړه وبايلله.
توسیدیدیس دا ښيي چې که قدرت د انصاف او اعتدال له لورې مهار نه شي، نو دا د لا زیات قدرت لپاره بېمنطقه تنده پیدا کوي. امپراتورۍ هیڅ منطقي حد نه لري. آتنيان، چې له میلوس وروسته د لا زیاتې بریا خوبونه لیدل، د سیسیلي جګړه پیل کړه. هغوی د میليانيانو دا خبره له پامه وغورځوله، چې عدالت په اوږدمهال کې د ټولو لپاره ګټور دی. خو آتنيان د خپل ځواک له حده زیات باور وکړ، جګړه یې بايلوده، او دوی ته څرګنده شوه چې یوازې پر شخصي ګټو ولاړ منطق، لنډلید او خطرناک وي.
که څوک د نړيوال سیاست په تحلیل کې د قدرت واقعيت له پامه غورځوي، دا خیالپلو دی. خو که څوک یوازې پر زور باور کوي، دا هم ستره تېروتنه ده. توسیدیدیس نه د میليانيانو سادهايډيالېزم تاييدوي، او نه هم د آتنيانو بېرحمه رياليزم. هغه موږ ته دا را زده کوي چې نه باید د نړیوال سیاست په اړه خیالپرسته شو او نه هم باید دومره بېاحساسه شو چې هر څه یوازې د زور په نرخ حساب کړو. که څه هم توسیدیدیس یو رياليست بلل کېږي، خو دا بیا داسې رياليزم نه دی چې اخلاق ردوي او نه هم داسې ساينسي رياليزم دی چې اخلاق له پامه غورځوي (neorealism). د هغه رياليزم د هانس مورګنتاو، ريمون ارون، او د شلمې پېړۍ د نورو کلاسیکو رياليستانو له فکر سره نږدې دی: هغوی د ملي ګټو ارزښت مني، خو په دې هم باور لري چې دولتونه د اخلاقي قضاوت وړ دي.