د چین پر لور د هند بدلېدونکې پراګماتیکه تګلاره – هرش پنټ او کلپیت مانکیکر

هرش وي. پنټ
پروفېسر هرش وي. پنټ په کینګز کالج لندن کې میلمه استاد دی. دغه راز د هند د ابزرور ریسرچ فاونډیشن مرستیال مشر او د «ډیلي پوهنتون» د نړیوالو اړیکو ډیپارتمنت افتخاري رئیس هم دی. نوموړي د آسیا د امنیتي قضایاوو په برخه کې ډېر کتابونه لیکلي، چې د اکسفورد او کیمبرج له پوهنتونونو خپاره شويدي.

کلپیت ای. مانکیکر
لیکوالان: هرش وي. پنټ او کلپیت ای. مانکیکر
ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز
منبع: د فارن پالیسي مجله
د جولای په ۳۰مه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې پر هندي توکو یې ۲۵ سلنه تعرفه لګولې ده. دا د سوداګرۍ په جګړه کې شدت په داسې یو مهال کې زیاتېږي چې نوې ډهلي هڅه کوي له چین سره خپلې اقتصادي اړیکې ښې کړي، او په دې تړاو داسې تورونه هم لګېدلي چې دا ډول اقدامات به د بیجینګ پر وړاندې د هند “تابعداري” وښیي.
په حقیقت کې، د امریکا، چین او هند ترمنځ په مثلثي اړیکو کې ښکاره بدلونونه رامنځته شوي دي. ټرمپ په دې تړاو ځینې سیګنالونه داسې هم ورکړي چې له مخې یې له چین سره د نږدېوالې هڅه کوي، او دا بیا نوې ډیلي دې ته اړ کوي چې د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ توازن پیدا کړي. خو دا به یوه تېروتنه وي چې له چین سره د اړیکو د ښه کولو په تړاو د هند وروستۍ هڅې د کمزورې ستراتیژۍ نښه وګڼل شي. بلکې، دا په اصل کې د نړیوالو جیوپولیتیکي واقعیتونو له بدلېدو سره سم، یوه تاکتیکي موافقه ده. نوې ډیلي له بیجینګ سره تعامل غواړي څو مشخصې اقتصادي ګټې تر لاسه کړي، بې له دې چې له خپلو بنسټیزو امنیتي ګټو تېر شي.
له چین سره د هند اقتصادي اړیکې له ۲۰۲۰ راهیسې د ګالوان له سرحدي شخړې او ورپسې له پوځي ټکر وروسته کنګل شوې وې. په همغه مهال کې، هند د بیجینګ پر وړاندې، چې د کنټرول کرښې (LAC) وضعیت یې په یو اړخیز ډول بدلاوه، غبرګون وښود او اعلان یې وکړ چې نور به له چین سره عادي سوداګرۍ ته زړه ښه نه کړي. د ټیک ټاک په ګډون له ۳۰۰ څخه زیات چینایي اپلیکیشنونه یې بند کړل، او چینایي مخابراتي شرکتونه په هند کې د ۵ جي خدماتو له پلي کولو څخه منع شول. برسېره پر دې، حکومت دا اعلان هم وکړ چې هغه هېوادونه چې له هند سره ګډه ځمکنۍ پوله لري، باید د پانګونې لپاره له دولتي اجازې پرته اقدام ونه کړي.
خو د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر کې، دواړو هېوادونو پرېکړه وکړه چې دا وضعیت ښه کړي، او د بریکس د مشرتابه غونډې په څنډو کې، له پنځو کلونو وروسته، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي او د چین ولسمشر شي جین پینګ له یو بل سره ولیدل. هند دا نوې هوکړه د یوې بریا په توګه تعبیر کړه. د هند پوځ ته دا توان ورکړل شو چې د پولې په مهمو برخو کې ګزمې وکړي، او هندي شپانو بیا وکولای شول چې هلته خپلې رمې بیا وڅروي. د هندي ګزمو په بیا منلو، چینايي اړخ د نويو حقایقو د تحمیلولو له هڅو پر شا شو. سربېره پر دې، چین تر پنځو کلونو وروسته، یو ځل بیا هندي زایرینو ته اجازه ورکړه چې د کایلش غره، مانسروور او راکشستال جهيلونو ته ولاړ شي. هند هم، په بدل کې، چینايي وګړو ته د سیاحتي ویزو بیا ورکړه پیل کړې ده. تر دې ها خوا، رسنیزې او ټولنیزې تبادلې یو ځل بیا منظمې شوي دي، او دمګړې اوس پر دې خبرې اترې روانې دي څو د هند او چین د ښارونو ترمنځ یو ځل بیا مستقیمې الوتنې پیل کړي.
اوسمهال د هند اقتصادي بیوروکراسي غواړي له چین سره یو ډول نوې تجارتي همکاري پیل کړي. د ماليې وزیرې نرملا سیتارامان په دې وروستیو کې د پانګې د محدودیتونو د نرمېدو په تړاو اشاره ورکړې ده. د حکومت مخکښ اقتصادي تینک تانک، NITI Aayog، هم ویلي چې باید چینايي کمپنیو ته اجازه ورکړل شي څو تر ۲۴ سلنې پورې په هندي کمپنیو کې اسهام واخلي، بې له دې چې له دولته اضافي اجازه واخلي. د دې دلیل دا دی چې بیجینګ د نړۍ د الکترونیکي توکو د تولید ظرفیت ۶۰ سلنه جوړوي او دا به ممکنه نه وي چې چین دې په بشپړه توګه له دې سکتور څخه وایستل شي. سربیره پردې، د هند د ۲۰۲۳-۲۴ اقتصادي سروې هم، چینایي شرکتونو ته بلنه ورکړې چې په هند کې فابریکې جوړې کړي څو د صادراتو د بازار لپاره توکي تولید کړي.
دلته پوښتنه پيدا کېږي چې هند ولې له چین سره د خپلو اړیکو د ښه کولو لپاره هڅېدلې ده؟
لومړی او تر ټولو مهم، د دې تر شا د سوداګرۍ قضیه ده. سیتارامن څرګنده کړې چې په هند کې لویو شرکتونو د پانګونې د محدودیتونو د نرمولو غوښتنه کړې. د الکترونیکي تولیداتو شرکتونو شکایت کړی و چې د عرضه کوونکو د ویزو او تصفیې نشتوالی، د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کال ترمنځ دوی ته نږدې ۱۵ ملیارده ډالر زیان اړولی و او همدا راز یې له یو لکو ډېرې دندې هم زیانمنې کړې وې. په داسې حال کې، چې دغه مهال حکومت هڅه کوله چې تولید له چین څخه کورنیو سرچینو ته واړوي، خو له لوژستیکه نیولې د ظرفیت او ټیکنالوژۍ تر محدودیتونو پورې، دا چاره ستونزمنه شوه.
دلته په څرګنده توګه جیوپولیټیک هم یو بل ډېر مهم لامل دی، په تېره بیا دا باور چې واشنګټن خپل دریځونه د پاکستان او چین پر لور بدل کړي دي. هندي شنونکي په دې باور دي چې د ټرمپ اداره ممکن هممهاله بیجینګ او اسلام آباد ته ور نږدې شي څو پاکستان له چینه بېل کړي. نوی ډیلي، په خپل وار، هیله لري چې له چین سره نږدېوالی به د دغو بدلونونو پر وړاندې د ګواښ د راکمولو لپاره وکاروي.
د روان کال په جون کې، ټرمپ د پاکستان عاصم منیر کوربه و. له هغې وروسته اسلاماباد نوموړی د سولې د نوبل جایزې لپاره نوماند کړ. د امریکا مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کورېلا ته هم د پاکستان له خوا یوه لوړه دولتي جایزه ورکړل شوه، او کورېلا بیا د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې اقدامات وستایل.
د پاکستان او امریکا ترمنځ دغه ناڅاپي نږدېوالی بیجینګ اندېښمن کړی دی، او اوس دا پوښتنې راپورته شوي چې واشنګټن غواړي د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز ګډوډ کړي او یا هم د پاکستان له لارې د چینایي وسلو د موثریت په اړه معلومات ترلاسه کړي. چینايي شنونکي دا هم اټکل کوي چې امریکا پلان لري په پاکستان کې د جنوبي آسیا د encryption facility جوړه کړي، او ښایي د چینايي رینمنبي د تصفیې میکانیزم پر وړاندې ننګونه جوړه کړي. له همدې ځایه، د هند د ستراتیژیکو شنونکو په منځ کې دا احساس ورځ تر بلې پياوړی کېږي چې له چین سره اقتصادي اړیکې بیا پیلول د دواړو هېوادونو په ګټه ده، په تېره بیا چې د چین-پاکستان “اوسپنیزه ملګرتیا” له فشارونو سره مخ ده.
له دې هر څه نه تر ټولو مهمه دا ده چې نوې ډهلي داسې انګیري چې امریکا غواړي له چین سره یو ډول موافقې ته ورسېږي. که څه هم د امریکا وروستیو حکومتونو تل هڅه کړې چې چین ته پرمختللې تېکنالوژي ور نه کړي، خو اوس داسې ښکاري چې شاید د امریکایانو دا دریځ بدل شوی وي. سپینې ماڼۍ پر چین د Nvidia د H20 چېپونو پلورولو ته اجازه ورکړې. داسې انګېرل کېږي چې چین د تعرفې په شخړه او جګړه کې د نادره منرالونو کنټرول د وسلې په توګه کارولی دی. چینایي اقتصاد، د امریکایانو د تعرفو باوجود، له تمې پورته کارنامه ترسره کړې، او د روان کال په لومړۍ نیمایي کې یې ۵.۳ سلنه وده کړې ده. دغه راز، د امریکا او چین ترمنځ له درې پړاوه خبرو اترو وروسته، دواړو پرېکړه کړې چې د تعرفې د جګړې په برخه کې خپل اوربند وغځوي.
تر دې سربېره، دا اندېښنه هم شته چې ټرمپ به د ستراتیژیکو موضوعاتو په برخه کې د چین په تړاو نرم شوی وي. د روان کال د جولای په وروستیو کې راپورونه خپاره شول چې سپینې ماڼۍ د تایوان ولسمشر لای چینګ-ټې ته اجازه ورنکړه چې مرکزي امریکا ته د خپل سفر پرمهال په نیویارک کې د لنډې مودې لپاره تم شي؛ ځکه په دې تړاو بیجینګ اعتراض کړی و. او بیا، تر دې ټولو لویه مسله د ټرمپ او شي تر منځ راتلونکې ناسته ده، چې تمه ده سږ کال به ترسره شي.
هند په علني توګه دا اعلان کړی چې غواړي تر دې لسیزې پورې د نړۍ درېیم ستر اقتصاد شي. پالیسي جوړوونکي هم پوهېږي چې پر پرمختللي هېواد بدلېدلو لپاره د خلکو عاید لوړول هم ضروري دي. خو د دواړو هدفونو لپاره، تیکنالوژي او پانګه حیاتي ارزښت لري. نوې ډیلي، د “لومړی امریکا” شعار په شرایطو کې، د چین لپاره یو نوی رول په نظر کې لري.
خو له دې هر څه سره، نوې ډیلي لا هم له بیجینګ سره د خپلو نظامي ګټو په برخه کې ټینګ دریځ نیولی دی. هند د بېلګې په توګه، د SCO د دفاع وزیرانو له ناستې وروسته، پر هغې ګډې اعلامیې لاسلیک ونه کړ چې د ترهګرۍ په اړه یې د هند اندېښنې منعکسه نه کړې. ورپسې په جولای کې، د هند د بهرنیو چارو وزیر، ایس. جې شنکر، وروسته له پنځو کلونو د SCO د غونډې لپاره چین ته سفر وکړ. نوموړي هلته یو ځل بیا د ترهګرۍ په اړه د هند اندېښنې څرګندې کړې او ویې ویل چې دا سازمان اصلاً د ترهګرۍ، بېلتون غوښتنې او افراطیت پر ضد جوړ شوی و.
او دا خبرې له عمل سره ملې وې. د اپرېل میاشتې د پهلګام له ترهګریز برید وروسته، هند د سېندور عملیات پیل کړل، چې دا بیا د ۱۹۷۱ د هند-پاکستان له جګړې راوروسته تر ټولو لوی او پراخ پوځي عملیات و. د دې نښتې پر مهال، هند ادعا وکړه چې په پاکستان کې یې د ترهګرۍ روزنیز کمپونه او مهم نظامي تأسیسات هدف وګرځول. دغه راز، هند اعلان وکړ چې له پولې اخوا کېدونکي ترهګریز بریدونه به د جګړې په توګه تعبیر شي او همدا یې “نوې عادي تګلاره” وبلله.
هند له بیجینګ سره د احتیاطي بیاپرانیستېدا له لارې، د یوه پېچلي او بدلېدونکي ستراتیژیک چاپېریال پر وړاندې غبرګون ښيي. هند به خپلو داخلي وړتیاوو جوړولو ته دوام ورکړي او له همفکره ملتونو سره به خپلې بهرنۍ ملګرتیاوې پیاوړې کړي. خو هند لا له مخکې ښودلې چې که اړتیا یې وه نو د چینايي تېري پر وړاندې د مقابلې بشپړه وړتیا لري. د بیجینګ له لوري د کنټرول کرښې (د چین او هند ترمنځ متنازعه پوله) حالت په یواړخیز ډول د بدلولو پړه منل، د دې لامل شوه چې د هند او چین ترمنځ یې د نویو نږدې کېدونکو هڅو پېل ته لاره هواره کړه.