LOADING CLOSE

د وروسته پاتې ټولنو اخلاقي‌بنسټ (کتابښود) – مشتاق رحیم

مشتاق رحیم
لیکوال او څېړونکی

مشتاق رحیم د جګړې، سولې او امنیت برخې کارپوه دی، او له جګړې وروسته د بیا رغونې په برخه کې عملي تجربه لري. هغه د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې له لارې په افغانستان او سوریې کې کار کړی. همداراز، نوموړي د افغانستان د سولې پروسې مهم غړی پاتې شوی؛ دی د سولې عالي شورا د دارالانشاء مرستیال او د اجرائیه بورډ غړی و. 

ښاغلی رحیم د کابل په کاردان پوهنتون کې د بشري علومو په څانګه کې د ماسټرۍ دورې د مېلمه استاد په توګه دنده ترسره کړې. د نوموړي ګڼ شمېر تحلیلي لیکنې د یو شمېر معتبرو نړیوالو او سیمه‌ییزو رسنیو لکهThe Diplomat،Arab News،The American Thinker،Pajhwok News AgencyاوBBC Pashtoله خوا خپرې شوي دي.

لیکوال: مشتاق رحیم

د ورسته پاتې ټولنو اخلاقي بنسټ کتاب د سیاسي علومو پوه او څیړونکي ایډورډ بانفیلډ لخوا په ۱۹۵۸ کال کې خپور شوی. په دې کتاب کې بانفیلډ د سیاست او پراختیا ترمنځ اړیکې بحثوي، او دا ټینګار کوي چې د یوې ټولنې پراختیا د هغې د وګړو لخوا په سیاسي مسایلو کې د ډلې په توګه د ګډون وړتیا پورې تړلې ده. 

بانفیلډ خپله څیړنه د ایټالیا په سویل کې په یوه کلي کې ترسره کړې، چې په کتاب کې یې د مونټیګارنو په مستعار نوم یاد کړی دی. د څیړنې د ترسره کولو لپاره د ګډونوالو مشاهده (Participant Observation) او ولس پیژندنې (Ethnographic Study) طریقې کارول شوې دي.

بانفیلډ د خپلې څیړنې په مرسته هڅه کوي چې یوه ټولنه ولې غریبه او د سیاسي او ټولنیز اړخونو له نظره ویشلې وي، په داسې حال کې چې له تخنیکي اړخه په ټولنه کې د پراختیا او هوساینې لپاره کافي شونتیاوې شته وي. لیکوال وايي چې کله د مونټیګارنو د غریبۍ او وروسته پاتې والي په اړه پوښتنه کیږي، عموماً ځواب دا وي چې د کلي خلک ډیر غریب دي او له همدې امله د ډوډۍ پیدا کولو پرته پر بل څه فکر کولو ته وخت نه لري. بزګر هر سهار خپل پټي ته ځي او ماښام ستړی ستومانه کور ته راګرځي، او کسبګر هم همداسې خپل کسب پسې ورک وي. همدا لامل دی چې د ټولنې وګړي د خپل وضعیت د بدلون په موخه ګډ ولسي فعالیت نه شي‌ کولی.

دویم دلیل چې لیکوال یې مطرح کوي، دا دی چې ولس ناپوهه او نالوستی دی، او له دې کبله نه شي کولی د خپل وضعیت د بدلولو لپاره داسې سیاسي ډلې او مشران وټاکي چې د دوی لپاره کار وکړي. درېیم استدلال بیا دا دی چې سیاسي نخبه قشر د ولس مشري په سمه توګه نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د غریبو خلکو د غریب ساتلو په مرسته ځان بډایه وساتي، او په دې توګه د بډایو او غریبو تر منځ کرکه رامنځته کیږي. دا کرکه او لریوالی بیا د د دې لامل کېږي چې دواړه د سیمې د پراختیا لپاره ګډ کار نه شي کولی.

بل لامل چې لیکوال ورسره مخ شوی، د تیرو پیړیو په اوږدو کې د دولت لخوا د بزګرانو په وړاندې تېری دی، چې له دې کبله ولس په دولت باور نه لري. دا بې باوري هم د ولس او دولت ترمنځ د ګډ کار او همغږۍ پر وړاندې مخه ډب کړې ده. په پای کې، د مونټیګارنو د وروسته پاتې والي وروستۍ فرضیه دا ده چې دغه سیمه خدای له ازله بدمرغه پيدا کړې، بدمرغي د دې سیمې تقدیر دی او د دې سیمې خلک باید دغه حالت په همدا ډول وزغمي.

خو بانفیلډ دغه دلایل نه مني او د مونټیګارنو د ولسونو د ارزونې پر بنسټ استدلال کوي چې په دې سیمه کې په ولسي کچه د وګړو ترمنځ بې باوري په لوړه کچه موجوده ده. هغه وايي چې د دې بې باورۍ له کبله، ولسونه هیڅ ډول ګډ ولسي او ټولنیز خوځښت نه کوي، او د خلکو تمرکز یوازې د خپلې کورنۍ پر ګټو راڅرخي. بانفیلډ دغه وضعیت د “اخلاقي ارزښتونو بې پروا کورنۍ پالنې” (Amoral familism) په توګه یادوي.

د دې حالت د لا ډېر وضاحت لپاره، لیکوال وايي چې په داسې شرایطو کې، هر څوک هڅه کوي چې یوازې د خپلې کورنۍ ګټې وسنجوي او دا باور لري چې ټول خلک د ټولنې د پرمختګ لپاره یوازې د خپلو کورنیو ګټو ته پام کوي. بانفیلډ په خپل کتاب کې د مونټیګارنو د ټولنې شپاړس ځانګړتیاوې وړاندې کوي چې ورته د خپلې څیړنې پر بنسټ معلومې شوي دي. ډېری یې په دې ټینګار کوي چې د دې ټولنې وګړي په اوږد مهال کې د هوساینې پر ځای، لنډ مهالو ګټو ته لومړیتوب ورکوي.

د بانفیلډ دا کتاب له نیمې پیړۍ ډیر کیږي چې خپور شوی؛ خو لا هم د وروسته پاتې ټولنو په اړه د پوهیدو لپاره د لارښود په توګه کاریږي. د هغه د اخلاقي ارزښتونو بې پروا کورنۍ پالنې اصطلاح د سیاسي علومو د ادبیاتو برخه ګرځیدلې. د بانفیلډ څیړنه د ټولنې د وروسته پاتي والي د ارزونې لپاره یو پیاوړی او عملي چوکاټ وړاندې کوي چې د یوې ټولنې سیاسي فرهنګ او د پرمختګ ترمنځ د کتنې او ارزونې علمي چوکاټ دی. د بانفیلډ دا څیړنه د کلتور او پراختیا ترمنځ د اړیکو اړوند مطالعاتو لپاره بنسټ یادیږي‌ او د همدې کتاب لخوا راپارول شويو بحثونو په رڼا کې نورې نظریې هم زیږیدلي چې یوه یې د ټولنیزې پانګې (Social Capital) تیوري ده. که په ټوله کې وکتل شي‌، د بانفیلډ څیړنه د انتقال (transferability) وړتیا لري‌ او د هغه د وړاندې کړل شوې نظریې په مرسته د متفاوتو ټولنو مطالعه کیدای شي.  

خو د بانفیلډ پر څیړنه تر ټولو ستر نقد دا کیدای شي ‌چې دا کتاب د یوې وړې سیمې د مطالعې په اساس یوه ټولیزه تیوري وړاندې کوي. د بانفیلډ د څیړنو پایلو عمومي والی (generalizability) د پوښتنې وړ دی. د مونټیګارنو په پرتله بدل ټولنیز جوړښت، ټولنیزو کړو وړو او حالاتو کې به دا تیوري څومره د پلي‌ کیدو وړ وي، د پوښتنې وړ ده او لازمه ده چې دا تیوري له منلو دمخه په متفاوتو ټولنیزو جوړښتونو کې وازمایل شي. بله خبره دا ده چې انساني ټولنې د خپل تاریخ، ټولنیز جوړښت، کلتوري کړو وړو، اقتصادي وضعیت او سیاسي سیاق یوه پیچلې مجموعه وي او کوم استدلال چې بانفیلډ کوي، د همدې سرچپه د دغه نورو حقایقو په رڼا کې هم کیدی او ثابتیدی شي.‌ په ټوله کې که وکتل شي، بانفیلډ په خپل کتاب کې له فرهنګي اړخه کلتوري کم کتونکي (cultural reductionist) په توګه راڅرګندیږي.‌ 

د کتاب ژبه اسانه، روانه او ساده ده. بانفیلډ په لږو پاڼو کې ډېرې خبرې کړې دي او د خپل کتاب مباحث یې د مونټیګارنو د ورځني ژوند د بیلګو په مرسته وړاندې کړي دي. د بانفیلډ کتاب په اړه نورې کتنې او ارزونې چې کتل کیږي، نو څرګندیږي چې سره له دې چې پر دې څیړنه او پر پایلو یې نیوکې شته، خو یوه خبره ډېره واضحه ده چې کتاب د ولس په منځ کې خپل منځي تړون او د هغې د ټولنې په پراختیا او پرمختګ اغېز څرګندوي. همدا راز، د ټولنیزې هوساینې لپاره له مطلق اقتصادي فکر سره د ټولنیز بدلون بحثونو ورګډولو او د ټولنیزو جوړښتونو د پیاوړتیا په اړه د فکر زیږولو په برخه کې خورا بنسټیز رول لوبولی دی. کتاب وروسته له نیمې پیړۍ هم د ټولنیز، سیاسي او اقتصادي پراختیا په برخه کې د زده کونکو لارښود او د مباحثو په لړ کې د استدلال لپاره د سرچینې په توګه کاریږي.

په ټوله کې، د بانفیلډ کتاب د ټولنو د وروسته والي لاملونو په لړ کې خورا په زړه پوری لید وړاندې کوي چې څیړونکو او د پراختیايي چارو پوهانو سره د یوې ټولنې د وروسته والي د ارزونې په لړ کې ډېره مرسته کوي.

لیکوال د کتاب خلاصه د فرانسوي سیاسي فلسفي الیکسي ټوکویل په دې قول کوي چې وايي: “په ډیموکراټیکو ټولنو کې د شورا یا انجمن جوړونې پوهه د هرې بلې موضوع په اړه د پوهې مور ده.” د یوې ټولنې هر پرمختګ د شورا یا د وګړو ترمنځ د ګډې همکارۍ د ادرس جوړولو پورې تړلی دی. دا کتاب د سیاسي زدکړو، ټولنپوهنې، او پراختیايي اقتصاد زده کونکو لپاره خورا ګټور اثر دی.

د کتاب نه په تاثیر زما برداشت دا دی چې هره ټولنه، که ډیموکراټیکو ارزښتونو ته پوره، یا نیمه (anocracy) متعهده وي او آن که د دیکتاتورانو لخوا اداره کیږي، د ګډ ولسي خوځښت او ولسي غږ په مقابل کې د ټینګیدو وړتیا نلري او هرو مرو ورته ځواب وايي. که د مونټیګارنو ولس په ګډه د خپل دولت سره محاسبې ته کیني او د خپل وضعیت د بدلون غوښتنه ترې وکړي، دولت اړ کیږي چې د هغوی اساسي اړتیاوو ته ځواب ووايي. خو که د ولس لخوا غوښتنه نه وي، او ټول فکر په دې وي چې څنګه کولی شم د خپل کور د وګړو غم وخورم، د دغه ټولنې د وګړو ټول ژوند په ورځنۍ چارو تیریږي او پایداره پرمختګ او هوساینې ترلاسه کول ورته شونې نه وي.

error: Content is protected !!