LOADING CLOSE

افغانستان او د ثبات پر لور ستونزمنه لاره – سرګي شایګو

سرګي شایګو

سرګي شایګو د روسیې د دفاع پخوانی وزیر او د روسیې د امنیت شورا سکرتر دی.

لیکوال: سرګي شایګو 

د ۲۰۲۱م کال د اګست ۳۱مه د امریکا او ناټو د شل کلنو تر ټولو لانجمنو او رسواکوونکو عملیاتو د پای نېټه وه. دې د امریکايي ځواکونو او د هغوی د متحدینو حضور پای ته ورساوه.

څلور کاله وروسته هم د نړۍ د یو له تر ټولو پرمختللو او ځواکمنو پوځونو د شرمېدلې تېښتې تصویر د خلکو په ذهن کې تازه دی. له افغانستانه د عسکرو بې‌نظمه ایستل د ولسمشر بایډن د ادارې د تګلارې د بشپړې ناکامۍ نښه او د ډیموکراتانو تر مشرتابه لاندې د امریکا د بهرني سیاست ګډوډي ښيي. دا بې‌نظمي د ملکي وګړو د قربانۍ لامل شوه.

د سپینې ماڼۍ د اوسني مشر ډونالډ ټرمپ هغه خبرې رایادېږي چې تېر کال یې د خپلې ټاکنیزې سیالۍ پر مهال کړې وې او ویلي یې و چې د بایډن له خوا د ځواکونو ایستل د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د شرم وړ ورځ وه.

دا کمپاین به د اغېزمنتیا، اړتیا او عقلانیت له اړخه هم په امریکا کې او هم بهر د اوږدې مودې لپاره د نیوکو او بحث موضوع وي. بې‌ساري لګښتونه (د امریکا د دفاع وزارت له مخې شاوخوا دوه ټریلیونه ډالر) او له شخړو ډکې پرېکړې افغانستان ته داسې زیان ورساوه چې اوسنی حکومت یې تر اوسه تر سیوري لاندې دی او دا به کلونه دوام وکړي.

د ۲۰۲۵م کال د جولای په درېیمه نېټه روسیه لومړنی هېواد شو چې د طالبانو اوسنی حکومت یې په رسمیت وپېژاند. دا پرېکړه د سوداګرۍ، اقتصاد، بشري مرستو او سیمه‌ییز امنیت په شمول د ترهګرۍ او مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکاریو د زیاتولو لپاره شوې ده.

د دغو عاجلو موضوعاتو ټولیزه بسته د ۲۰۲۴م کال د نومبر په سفر کې په کابل کې وڅېړل شوه. هماغه مهال موږ د افغانستان د رهبرۍ د رغنده سیاسي ډیالوګ په لیوالتیا ډاډه شوو او د احتمالي اقتصادي همکاریو لپاره مو ځینې لارې وټاکلې. په کابل کې ښه درک شوې چې د اقتصادي پرمختګ لپاره باید له هر څه وړاندې د هغو اقتصادي فعالانو امنیت تأمین شي چې د افغانستان بازار ته د ننوتو نیت لري.

د سیمې ډېری هېوادونه هم له کابل سره خپل فعالیت زیاتوي چې دا د اوسنیو واقعیتونو انعکاس دی. روسیه او د افغانستان ګاونډیان په دې باور دي چې افغانستان د یو خپلواک، له جګړې او ترهګرۍ پاک او دوامدار پرمختګ لرونکي هېواد په توګه د بیا رغونې وړتیا لري. په دې تړاو د شانګهای د همکارۍ له سازمان سره د اړیکو د بیا پیل په اړه د فکر کولو وخت رارسېدلی دی، په ځانګړي ډول چې د دې سازمان ډېری غړي هېوادونه دې ته لېوالتیا هم لري.

سره له دې، د لویدیځ‌هېوادونه باید د دې ډېر ځورېدلي هېواد د بیا رغونې اصلي بوج او مسوولیت په خپله غاړه واخلي. د افغانستان نږدې نهه میلیارده ډالره دولتي زیرمې په لوېدیځ کې کنګل شوې دي چې دا یوه مهمه اندازه ده او کولی شي د خپلواک پرمختګ او د سختو اقتصادي – ټولنیزو ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

پر ځای د دې چې لوېدیځ دا کار وکړي، موږ ته داسې ښکاري چې د افغانستان پرمختګ ټکنی کوي، د بشري مرستو موضوع سیاسي کوي او یوازې د خپلو ګټو لپاره یې کاروي. دا ځانګړې بېلګه د بایډن د واکمنۍ پر مهال تر ډېره څرګنده وه.

یقیناً دا د امنیت پر وضعیت مستقیم اغېز لري. د افغانستان د مخدره موادو ستونزه یوه داسې موضوع ده چې د امریکا د شتون پر مهال ډېره شوه. له ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د اپیمو تولید او صادرات د افغانستان د غیرقانوني اقتصاد تر ټولو لویه برخه جوړوله. په ۹۰مه لسیزه کې د مخدره موادو تولید تر ۱۹۹۹ کال پورې ۴۵۶۵ ټنو ته وخوت چې هغه مهال یې لږ تر لږه د نړۍ ۷۰ سلنه اپیم تولیدول.

په ۲۰۰۰ کال کې د طالبانو د لومړي حکومت پر مهال د کوکنارو په کر رسمي بندیز اعلان شو چې په پایله کې یې د کر ساحې لس چنده کمې شوې او د اپیمو تولید د ۲۰۰۱ کال تر پایه ۱۸۵ ټنو ته راښکته شو. خو د امریکا او متحدینو د عملیاتو په لومړي کال کې یې تولید ۳۴۰۰ ټنو ته ورسېد او وروسته هېڅ راکم نه شو. په درېیم کال کې د هېواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د مخدره موادو کر موجود و. د هغه مهال د تولید شويو اپیمو یوه برخه د «شمالي لارې» له لارې د منځنۍ اسیا له لارې روسیې ته تلله.

د باراک اوباما د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د کوکنارو تولید ۹۰۰۰ ټنو ته ورسېد چې د امریکایانو له راتګه وړاندې حالت سره په پرتله ۴۳ چنده لوړوالی ښيي. د کوکنارو د تولید عمده مرکزونه د هغو ولایتونو په شاوخوا کې وو چې د ناټو ځواکونه په کې ځای پر ځای وو. پوښتنه راپورته کېږي چې د دې بلاک د شتون اصلي موخې څه وې؟

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو لږ تر لږه یو کال وروسته، د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې یو ځل بیا د کوکنارو پر کر بندیز اعلان شو او د نشه‌یي توکو پر کارونې، لېږد او صادراتو هم بندیز ولګېد. په ۲۰۲۳ کال کې د کر ساحه له ۲۳۲ زره هکټاره ۱۰.۸ زره هکټاره ته راښکته شوه او تولید ۳۳۳ ټنو ته کم شو. د ملګرو ملتونو وروستي معلومات هم دا هڅې تاییدوي.

نن د افغانستان له ۳۴ ولایتونو ۲۰ ولایته د کوکنارو له کره پاک شوي دي. د فراه، هلمند او ختیځ ننګرهار په ګډون په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د نشه‌یي توکو کر یا ختم شوی او یا هم ډېر کم شوی دی چې د امریکا د شتون پر مهال یې د اپیمو ۷۵ سلنه برخه تولیدوله. د کورنیو چارو وزارت منظم عملیات کوي او پټ لابراتوارونه له منځه وړي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې په روسیه کې د هیروینو شتون هم کم شوی، د ضبط شویو هیروینو اندازه له ۱.۴ ټنه ۳۱۹ کیلوګرامه ته راښکته شوې ده.  خو په عین حال کې د افغانستان د نشه‌یي توکو قاچاق لا هم ساده نه ده. په ځانګړې توګه د سنتیتیکو موادو د پراخېدو له امله لکه نیتازینونه چې د فینتانیل په پرتله ډېر قوي دي او ان په مایکرو دوزونو کې وژونکي دي. سربېره پر دې، د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې د اپیمو د تولید له کمېدو سره یو ځای د مېتامفټامینو د ضبط شوې اندازې ۷۵ سلنه زیاتوالی ثبت شوی دی. د اپیمو د کیمیاوي تولید مرکز د «طلایي مثلث» هېوادونو ته انتقالېږي. هلته چې د تایلنډ، میانمار او لاوس پوله سره یوځای کېږي.

له نشه‌یي توکو سره تړلی بل مستقیم عامل د ترهګریزو ډلو فعالیت دی. زموږ د اټکل له مخې په افغانستان کې شاوخوا شل نړیوالې ترهګرې ډلې دي چې ۲۳ زره جنګیالي لري او د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی. تر ټولو ډېره اندېښنه د داعش د خراسان څانګې د فعالیت له امله ده (د روسیې په فدراسیون کې پر دې ډلې بندیز لګېدلی او د یوې نړیوالې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي). دغه ډله په ځانګړې توګه په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې روزنیزو کمپونه او اډې لري. کابل د خپلو امکاناتو له مخې د دوی پر وړاندې منظم عملیات کوي او د داعش جنګیالي له منځه وړي، خو که د لوېدیځو هېوادونو پر طالبانو بندیزونه نه وای لګولي، دا مبارزه به لا ډېره اغېزمنه وه.

داسې شواهد هم شته چې له نورو سیمو افغانستان ته د جنګیالیو لېږد کېږي. باور شته چې د دغو کړنو تر شا د لوېدیځو هېوادونو استخباراتي ادارې ولاړې دي چې غواړي سیمه بې ثباته وساتي او د روسیې، چین او ایران په څنګ کې طالب-ضدي افراطي ډلې ځای پر ځای کړي.

روښانه ده چې د لوېدیځ ځواکونه، چې په افغانستان کې یې خپل دریځ له لاسه ورکړی، د ناټو د پوځي اډو د بېرته ترلاسه کولو په تړاو پلانونه لري. سره له دې چې د طالبانو د حکومت دا ډول غوښتنې رد کړي دي. خو لندن، برلین او واشنګټن د کابل له رهبرۍ سره د نږدې کېدو نښې ښيي او له همدې امله په دې وروستیو کې یې استازي په پرله پسې ډول کابل ته ځي.

په پایله کې، داسې ښکاري چې افغانستان ته د ثبات لپاره لا ډېره او سخته مبارزه پاتې ده. روسیه چمتو ده چې په دې برخه کې له طالبانو سره مرسته وکړي، په ځانګړي ډول د امنیتي ادارو له لارې د ترهګرۍ او مخدره موادو پر ضد ګډ کار وکړي. هیله ده چې دغه همغږي او د افغانستان د ګاونډیانو هر اړخیز ملاتړ به د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ او هوساینې لامل شي.

error: Content is protected !!