LOADING CLOSE

هېوادونه ولې شتمن کېږي؟ – انتارا هالدار

انتارا هالدار
د پوهنتون استاده او څېړونکې

انتارا هالدار د کېمبریج پوهنتون د حقوقي مطالعاتو د تجربوي څېړنو مرستیاله پروفیسوره ده، د هارورډ په پوهنتون کې د مېلمه پروفیسورې په توګه هم دنده پرمخ وړي. دا راز، آغلې هالدار د «قانون او ادراک» په اړه د اروپایي څېړنیزې شورا د یوې سترې څېړنیزې پروژې اصلي څېړونکې هم ده.

لیکواله: انتارا هالدار

منبع: د پراجېکټ سنډیکیټ مجله

ژباړه: د جیو افغانیکا د نړیوالو اړیکو مرکز

هر کال د مني په موسم کې له سټاکهولم څخه یو ټیلیفوني زنګ یو او یا ډېر پوهان د نړیوال شهرت پوړیو ته رسولی شي. هغه مهال چې دوی ته په اقتصادي علومو کې د نوبل یادګاري جایزه ورکول کېږي. دا هغه څه دي چې اېرونګ والس په ۱۹۶۲م کال کې  په خپل ناول «جایزه» کې ډراماتیک کړي دي.

سږکال دا زنګ درېیو هغو پوهانو ته ووهل شو چې لا دمخه مشهور دي: د ماساچیوسټس د ټېکنالوژۍ د انسټیټیوټ (MIT) اقتصادپوهانو دارون عجم اوغلو او سایمون جانسن او د شیکاګو پوهنتون سیاستپوه جېمز اې. رابینسن. دې درېیو کسانو ته د «هغو څېړنو له امله جایزه ورکړل شوه چې له مخې یې بنسټونه څرنګه جوړېږي او پر شتمنۍ څرنګه اغېز کوي». په زړه پورې دا ده چې دا جایزه دقیقاً ۱۵ کاله وروسته له هغې ورکول کېږي چې د نوبل کمېټې الینور اوستروم ته د هغې د خپلواکې څېړنې لپاره جایزه ورکړې وه. په ځانګړې توګه د دې لپاره چې د «اقتصادي حکومتولۍ، په تېره د ګډو سرچینو د مدیریت» په اړه یې څېړنې کړې وې.

عجم اوغلو، جانسن او رابینسن (چې د AJR په نامه پېژندل کېږي) دا جایزه په لومړي سر کې د دې څېړنو لپاره ترلاسه کړه چې د استعمار رول یې د ملتونو د اقتصادي برخلیک په ټاکلو کې څېړلی و. د ماکس وېبر د «پروتسټانتي اخلاق او د پانګوالۍ روح» له کتابه نیولې، د جېرېډ ډایمونډ د «توپکونه، جراثیم او فولاد: د بشري ټولنو برخلیکونه» تر کتاب پورې، د ټولنپوهنې ډېرو مهمو اثارو د اروپا او د هغې شتمنو استعماري څانګو او د نړۍ د پاتې برخو ترمنځ د «ستر واټن» د تشریح هڅه کړې ده. که څه هم د AJR موخه هم همدا وه، خو دوې بیا دې ته له یوې نوې زاویې وکتل: ولې ځینې ټولنې چې پخوا شتمنې وې اوس بې‌وزلې دي او برعکس.

د ۲۰۰۲م کال په یوې اغېزناکې مقالې کې «د برخلیک بدلون: جغرافیه او بنسټونه د معاصرې نړۍ د عاید د وېش په جوړولو کې» AJR دې پایلې ته ورسېدل چې د راتلونکې اقتصادي ودې تر ټولو مهم ټاکونکی دا دی چې ایا یو هېواد داسې «ټولشموله بنسټونه» لري چې اقتصادي لاسته راوړنې په پراخه توګه ووېشي، او که داسې «استخراجي بنسټونه» لري چې شتمني یوازې یوې تنګې ایلېټ ډلې ته انتقال کړي.

دا چې یو استعماري ځواک ټول‌شموله یا استخراجي بنسټونه تر شا پرېښي دي، د بېلابېلو چاپېریالي او نورو عواملو پورې تړلې وه. د بېلګې په توګه، په تر ټولو ډېرې حواله شوې مقاله «د تقابلې پرمختیا استعماري ریښو» کې AJR استدلال کوي چې د راتلونکې اقتصادي ودې تر ټولو پیاوړی وړاندوینه کوونکی دا و چې د اروپایي مېشتېدونکو لپاره خاوره/ځای څومره مناسبه وه. استعمارګرانو په هغو سیمو کې چې د خپلې بقا امکانات یې ډېر وو، ښه بنسټونه جوړ کړل. یعنې د شمالي امریکا، استرالیا او نیوزیلنډ د نوې نړۍ مستعمرې.

د AJR څېړنې ډېرې ژورې او نوښتګرې دي او زه یې د بنسټونو پر موضوع تمرکز ستایم. دوی د نوبل جایزې ګټونکي اقتصادپوه ډګلس نورث هغه دود ته دوام ورکړی چې په خپل ستر اثر «Institutions, Institutional Change and Economic Performance» کې یې بنسټ ايښی و. خو د دوی توصیه کومه نوې خبره نه وه. د «قانون او اقتصاد» دودیزو تیوریو او د واشنګټن اجماع له ډېره پخوا د اقتصادي ودې په تامین کې د قانون حاکمیت پر اهمیت ټینګار کړی دی.

برعکس، د ټولنې په مشرۍ د بنسټیزو حل لارو په برخه کې د اوسټروم په ریښتینې توګه نوښت رامنځته کړ. هغې په بنسټیز ډول زموږ د “پولی سینټریک یا نامرکزي ادارو” رول په اړه درک بدل کړ چې د بازار او دولت له دوه ګوني برخو هاخوا یو بل څه هم شته. تر هغې چې اوسټروم خپل بنسټیز کار پیل کړی نه و (د «ګډو ملکیتونو اداره کول: د ګډ عمل لپاره د ادارو ارتقا» په کتاب کې خلاصه شوی و)، نو تر هغې وړاندې په پراخه کچه داسې انګېرل کېده چې ګډ ملکیتونه په تېره ځنګلونه، د اوبو سیسټمونو، کب نیونه او نړیوالې فضا په څیر مهم ایکولوژیکي تشکیلات په طبیعي ډول غیر موثر وو.

اوستروم د خپلو پراخو میداني څېړنو له لارې، په کالیفورنیا کې د اوبو له مدیریت نیولې بیا په نیپال کې د اوبو لګولو سیسټمونو پورې دا وښودله چې دا ډول انګېرنه تل سمه نه وي. د هغې لابراتواري تجربو هم څرګنده کړه چې خلک د ګډو منل شویو اصولو د عملي کولو لپاره تر پخوا ډېر لېواله دي.

تر ټولو مهمه دا ده چې د اوستروم څېړنو هغه متغیرات څېړلي چې د ګډو ستونزو د حل لپاره د همکارۍ شرایط رامنځته کوي او ورسره تړاو لري. هغې وښودله چې (د ګارېټ هارډین د کلاسیکې څېړنې برعکس) د ګډو سرچینو ستونزې په  حتمي توګه په «تراژیدۍ» پای ته نه رسېږي. اوستروم په دې ټینګار وکړ چې د بنسټونو یا ادارو بریالیتوب تر ډېره د ګډونوالو پر ژمنتیا او پانګونې پورې تړلی دی او په دې سره یې د AJR د پایلو لپاره یوه بله بدیله تشریحي لاره په نښه کړه.

که یاد مو شي د AJR استدلال دا و، چې هغه هېوادونه چې د لوېدیځ له‌خوا پرې بنسټونه یا ادارې تپل شوي، خو په کومو ځایونو کې اروپایان په لوی شمېر مېشت شوي وو، دغو ادارو او بنسټونو ته یې وده ورکړه، او له همدې ځایه وروسته په دغو هېوادونو او سیمو کې ګړندۍ او پياوړې وده رامنځته شوه. لکه څنګه چې ما هم په خپله وروستۍ مقاله کې استدلال کړی، ښایي د دغو ټولنو د بریا سرچینه د دوی د بنسټونو یا ادارو ذاتي برتري نه وي، بلکې شاید له دغو ادارو سره د دغو ټولنو د اوسېدونکو نسبي رواني اشنايي وي. ځکه د بنسټونو یا ادارو او د هغوی د چاپېریال ترمنځ ناسمونوالی له ډېره پخوا راهیسې د «حقوقي انتقال» په ستونزو کې د یوه مهم عامل په توګه پېژندل شوی دی (یعنې د یوه هېواد حقوقي کوډ یا قوانین بل هېواد ته انتقالول او په دې برخه کې له ستونزو سره مخ کېدل).

د والاس په ناول کې مرکزي کرکټر، په زړه‌‌پورې توګه د «کامل دولت» په نامه د لیکل شوي کتاب لپاره د ادبیاتو نوبل جایزه ګټي. تر هغې چې موږ د یو داسې مثالي دولت یا ادارو په لټه کې یو، نو تر هغې به د خپلو بنسټونو یا ادارو د ملاتړ لپاره له نیمګړو انسانانو سره تړلي یو. له نېکه‌مرغه اوستروم وښودله چې دا کار شونی دی. کله چې موږ د AJR لاسته راوړنې لمانځو، باید د اوستروم کار هېر نه کړو. که د عجم اوغلو او جانسن مشهور کتاب «ولې ملتونه ناکامېږي: د ځواک، شتمنۍ او بېوزلۍ ریښې» د هوساینې یو لوری روښانه کوي، نو د اوستروم څېړنې ښيي چې دې موخې ته د رسېدا لپاره ډېرې لارې سیخې دي.

error: Content is protected !!