یوه ریالیسته نړۍ به څه ډول وای؟ – سټیفن والټ

سټیفن والټ
لیکوال: سټیفن والټ
ژباړه: عنایت عازم
ولې د بهرني سیاست یوه مشهوره او پېژندل شوې تیوري د عامه بحثونو له اصلي بهیر څخه څنډې ته شوې ده؟ سره له دې چې دا تیوري په ښکاره له ډېرو نورو بدیلو تیوریو غوره ثابته شوې ده، خو په رسنیو کې یې شتون کمرنګه ښکاري، په ځانګړي ډول د ورځپاڼو په مخپاڼو کې.
زه، طبعاً، د ریالیزم په اړه خبرې کوم. زه نه وایم چې ریالیزم او ریالیستيک اندونه په بشپړ ډول څنډې ته شوي دي. یعنې همدا اوس تاسو د یوه ریالیست لیکنه لولئ؛ خو بیا هم دې تیورۍ ته د سیاست په پرېکړو او عامه نظرونو کې د خپل ظرفیت په پرتله هېڅ برابره ونډه نه ده ورکړل شوې. د دې په پرتله د دیموکراتانو په منځ کې د “لیبرالې نړیوالپالنې” او د جمهوري غوښتونکو په منځ کې د “نیوکانزروېتیزم” نفوذ ډېر زیات دی.
دا وضعیت ځکه حیرانونکی دی چې ریالیزم د نړیوالو اړیکو په څېړنه کې یو پوخ او باوري علمي چلند ګڼل کېږي. د ریالیزم فکر مخکښانو لکه جورج کنان، هانس مورګنتاو، راینهولد نیبور، والتر لپمن او نورو د امریکا د بهرني سیاست په اړه ژور او پر ځای نظریات وړاندې کړي دي. له همدې امله بې دلیله نه ده چې تر اوسه د نړیوالو اړیکو په علمي څېړنو کې بنسټیز رول لري. لږ تر لږه باید دا عقلاني لیدلوری د بهرني سیاست په عامه بحثونو کې مهم ځای ولري او د ریالیزم وتلې څېرې باید د واشنګټن په ځواکمنو کړیو او رسنیو کې ښکاره او روښانه حضور ولري.
په تېرو ۲۵ کلونو کې د ریالیزم وړاندوینې د لیبرال او نویو محافظهکارو نظریاتو په پرتله زیاتې سمې ثابتې شوې دي، خو ولسمشرانو بیا هم د ریالیستانو مشورې له پامه غورځولې دي. په همدې وخت کې، رسنیو هم دا ریالیستيک نظرونه او شننې له خلکو سره لږې شریکې کړي دي.
پایله څرګنده ده.کله چې سړه جګړه پای ته ورسېده، امریکا د نړۍ له ټولو لویو قدرتونو سره ښې اړیکې لرلې. القاعده یوازې یو له سترګو لوېدلی او لږ ارزښت لرونکی ګواښ ګڼل کېده. د منځني ختیځ د سولې پروسه روانه وه. امریکا د خپل نړیوال واک له “طلایي دوران” خوند اخیسته. هغه وخت داسې انګېرل کېده چې ځواکمحوره سیاستونه نور یوه زړه شوې کلیشه ده او انسانان به په یوه نړیواله او اقتصادي نړۍ کې هوسا ژوند وکړي، چې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او اقتصادي پرمختګ په څېر موضوعات به نړیوال بحثونه رهبري کوي.
خو اوس وضعیت بل ډول دی. د روسیې او چین اړیکې خرابې شوې دي، په ختیځې اروپا او ترکیه کې ډیموکراسي په زوال کې ده، په ټول منځني ختیځ کې ګډوډي روانه ده. امریکا په افغانستان کې سلګونه میلیارده ډالر ولګول، خو طالبان لا هم پیاوړي دي، ان ښايي د جګړې ګټونکي وي (دا لیکنه په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وړاندې لیکل شوې.) د ۲۰ کلونو هڅو سربېره د اسراییل ـ فلسطین د سولې پروسه ناکامه شوې ده. ان اروپايي اتحادیه، چې د لیبرالو ارزښتونو یو روښانه مثال ګڼل کېږي، اوس له داسې کړکېچونو سره مخ ده چې حل یې اسانه نه ښکاري.
دا ټول وضعیت یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: که ولسمشرانو د ریالیزم لارښوونې منلې وای، ایا نړۍ او امریکا به په غوره حالت کې وای؟ زما په اند ځواب یې هو دی.
دلته باید یادونه وکړو چې ریالیزم د سیاست اصلي محور زور او ځواک ګڼي او باور لري چې هېوادونه په لومړي سر کې د خپل امنیت ساتلو ته ژمن دي، ځکه په نړۍ کې داسې یو سراسري ځواک نشته چې هغوی له نورو خوندي وساتي. ریالیستان باور لري چې پوځي ځواک د هېواد د خپلواکۍ او خودمختارۍ د ساتلو لپاره مهم دی، خو دا یو خشنه او نیمګړې وسیله هم ده چې ډېر ځله بدې پایلې زېږوي.
همداراز ریالیستان باور لري چې ملتپالنه او سیمهییز هویتونه ډېر پیاوړي او دوامداره وي، هېوادونه زیاتره ځانغوښتونکي وي، په نړیوال سیاست کې قربانۍ په نشت حساب دي، هېوادونه پر یو بل باور نه کوي او بالاخره نړیوال اصول او ادارې د زورورو هېوادونو پر چلند ژوره اغېزه نه شي کولای.
ریالیستان نړیوال سیاست ته په احتیاط او له شکمن نظره ګوري او د نړۍ د بڼې بدلولو لپاره د هر ډول ایډیالوژیکو نقشهکشیو پر وړاندې احتیاط کوي. که بل کلنټن، جورج ډبلیو بوش او باراک اوباما د ریالیزم له تګلارې سره سم عمل کړی وای، له ۱۹۹۳ کال راهیسې به د امریکا بهرنۍ تګلارې د اوس په پرتله ډېر توپير درلودلی وای. په همدې تړاو زموږ استدلال په لاندې ډول دی:
لومړی؛ که بوش د برېنټ سکوکروفت، کولن پاول یا نورو پېژندل شویو ریالیستانو خبرې اورېدلې وای، نو په ۲۰۰۳ کال کې به یې پر عراق یرغل نه وای کړی. بوش به یوازې د القاعدې پر له منځه وړلو تمرکز کړی وای، نه دا چې په عراق کې ښکېل پاتې شوی وای. په دې صورت کې به زرګونه امریکایي سرتېري نه وو وژل شوي او نه به هم ټپیان شوي وو او سلګونه زره عراقیان به هم ژوندي وای. د ایران سیمهییز نفوذ به تر اوسه ډېر محدود پاتې وای او داعش به هېڅ رامنځته شوی نه وای.
له همدې ځایه د ریالیستانو د نظرونو له پامه غورځول د امریکا لپاره د زرګونو میلیارده ډالرو په بیه تمام شول، د انسانانو د ژوند درنه بیه یې پرې کړه او په نړیواله کچه یې لویه سیاسي ګډوډي رامنځته کړه.
دویم؛ که د امریکا مشرانو د ریالیزم فکر حکمت منلی وای، نو دوی به په ۱۹۹۰مو کلونو کې د ناټو د پراخولو هڅه نه وای کړې، یا به یې دا پراختیا یوازې د پولنډ، هنګري او تر چک پورې محدوده ساتلې وای. ریالیستان پوهېدل چې ستر ځواکونه له هغو سیمهییزو امنیتي جوړښتونو سره خورا حساسیت لري چې د دوی له سرحدونو سره نږدې رامنځته کېږي. له همدې امله د جورج کنان په څېر شنونکو ګواښ کاوه چې د ناټو پراختیا به له روسیې سره د امریکا اړیکې حتمن خرابې کړي.
د ناټو پراختیا دا اېتلاف ځواکمن کړی نه دی؛ بلکې برعکس، امریکا یې دې ته اړ کړې چې له هغو کمزورو او له واشنګټنه د ډېرو لرې هېوادونو دفاع وکړي چې د روسیې پولو ته نږدې پراته دي. دا یوه مغروره او ناسمه جیوپولیتیکي محاسبه وه. تر ټولو غوره لاره د “د سولې مشارکت” لومړنۍ طرحه وه چې هدف یې د پخوانیو وارسا تړون هېوادونو، ان له روسیې، سره رغنده امنیتي اړیکې جوړول وو. خو دا ځیرکه تګلاره د ناټو د نویو غړو د ورشاملولو د جذباتي لیوالتیا قرباني شوه او له پامه وغورځول شوه.
ریالیستانو په ښه توګه درک کړې وه چې د ګرجستان یا اوکراین لویدیځ ته د نږدې کولو هڅې به د روسیې سخت غبرګون راوپاروي او روسیه د دې وړتیا لري چې دغه هڅې ګډې وډې کړي. که د امریکا بهرنۍ تګلاره د ریالیستانو په مشوره جوړه شوې وای، ښايي اوکراین به بیا هم له ستونزو سره مخ وای، خو په یو تفاوت چې کریمیا به بیا هم د اوکراین برخه وای او د ۲۰۱۴ کال وروسته جګړې به په احتمالي توګه نه وې رامنځته شوې.
لنډه دا چې که کلنټن، بوش او اوباما د ریالیستانو مشورو ته غوږ نیولی وای، له روسیې سره به اړیکې په نسبي توګه ښې وې او په ختیځه اروپا کې به امنیتي وضعیت هم ډېر ښه و.
درېیم، که یو ولسمشر هم د ریالیزم د فکر له نقشې سره سم عمل کړی وای، د فارس خلیج لپاره به یې د “دوه اړخیز مهار” ستراتیژي نه وای منلې. د دې پر ځای به یې هڅه کړې وای چې د ایران او عراق تر منځ له شدید رقابته ګټه واخلي او هر یو د بل د مهارولو لپاره وکاروي.
دوه اړخیز مهار امریکا دې ته اړ کړه چې له دواړو هېوادونو سره هممهاله مخالفت وکړي. واشنګټن مجبور شو چې په سعودي عربستان او د فارس خلیج په نورو برخو کې د امریکایي ځمکنیو او هوايي ځواکونو دوامدار حضور وساتي. همدا اوږدمهاله نظامي حضور د اسامه بن لادن له اصلي شکایتونو څخه یو و او همدې وضعیت امریکا د ۹/۱۱ بریدونو پر لور یوړه.
ریالیستيک لید ښايي دغو بریدونو ته زمینه نه وای برابره کړې، که څه هم د بشپړ مخنیوي تضمین یې نه شو ورکولی.
څلورم، ریالیستانو ګواښ کړی و چې د افغانستان د ملت جوړونې هڅه له اره بېځایه ده، په ځانګړې توګه هغه مهال چې پر عراق باندې یرغل طالبانو ته د بیا منظمېدو فرصت ورکړ. هغوی وړاندوینه کړې وه چې د اوباما د ۲۰۰۹ کال پوځي پراختیا به هېڅ ستراتیژیک اغېز ونه لري.
که اوباما د ریالیستانو مشورې منلې وای، نو امریکا به له افغانستانه ډېر وخت مخکې وتلې وای او پایله به یې هماغه وای چې نن یې په خپلو سترګو وینو: بېشمېره انسانان به ژوندي پاتې وای، میلیاردونه ډالر به خوندي وای او امریکا به نن ورځ په ستراتیژیک لحاظ ډېره پیاوړې وای.
پینځم؛ د ریالیستانو له نظره، له ایران سره د اتومي تړون لپاره غوره وخت ښایي همغه و چې امریکا جدي او انعطافپذیرې ډیپلوماسۍ ته غاړه ایښې وای. که بوش یا اوباما د ریالیستانو مشورې منلې وای او هغه مهال چې د ایران اتومي بنسټونه دومره پراخ نه وو، له ایران سره یې جدي مذاکرات ترسره کړي وای، ښايي پایله به نن بل ډول وای.
ریالیستانو په وار وار ویلي وو چې ایران به هېڅکله هم خپل د غنيسازي ظرفیت پرېنږدي او په نظامي ګواښ د تهران تهدیدول به یوازې د اتومي وسلو د پټ ظرفیت تقاضا نوره هم زیاته کړي. که امریکا، لکه څرنګه چې ریالیستانو وړاندیز کړی و، له وړاندې انعطاف ښودلی وای، ښايي د ایران اتومي پروګرام پرمختګ به په ټپه ولاړ پاتې وای. ځیرکې ډیپلوماسي کېدای شي د محمود احمدي نژاد د ټاکنې مخه نیولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ به یې رغنده تفاهم ته لاره هواره کړې وای. دا حتمي نه وه، خو یوه خبره روښانه ده: امریکا به د اوسني حالت په پرتله په ډېر بد حالت کې نه وه.
شپږم؛ د ریالیزم بېلابېل مکتبونه د امریکا او اسراییلو ترمنځ پر “خاصو اړیکو” نیوکه کوي او باور لري چې دا اړیکه د دواړو هېوادونو په زیان ده. د اسراییلو ځینې سرسخته پلویان ریالیستان تورنوي چې له اسراییلو سره دښمني لري، خو دا تور ناسم دی. ریالیستان نه له اسراییلو سره ذاتي دښمني لري او نه هم دا وايي چې امریکا دې هېڅکله هم له اسراییلو سره ګډ کار ونه کړي.
دوی یوازې په دې باور دي چې له اسراییلو بې له قید و شرطه ملاتړ به د امریکا نړیوال حیثیت زیانمن کړي، د ترهګرۍ ستونزه به نوره هم پراخه کړي او دې یوازې تلابیب ته دا فرصت ورکړی چې د “لوی اسراییل” جوړولو هڅو ته دوام ورکړي. دا هغه پروژه ده، چې فلسطینیانو ته سخت زیان رسوي او خپله اسراییل ته هم زیانمنه ده.
ریالیستان باور لري چې د اسراییلو او فلسطین تر منځ د دوو دولتونو جوړول یوازینۍ حللاره ده. دوی تقاضا کوي چې امریکا باید پر دواړو خواوو فشار راوړي، نه دا چې یوازې د اسراییلو وکیل شي. اوس چې د بدیلو لارو ناکامي روښانه شوې، څوک په جدي توګه دا نظر ردولای شي؟
او بلاخره، که اوباما د خپلو ریالیستو مشاورینو (لکه رابرت ګېټس) مشورې منلې وای، نو د معمر القذافي د نسکورولو هڅه به یې نه وای کړې او لیبیا به نن یو ناکام دولت نه و. قذافي بېشکه یو ظالم واکمن و، خو د بشري مداخلې ملاتړو د “نسلوژنې” خطر ډېر لوی ښودلی و او هغې ګډوډۍ او تاوتریخوالي ته یې لږه پاملرنه وکړه چې د قذافي له سقوطه وروسته رامنځته شوه.
ریالیستانو به دا هم ویلي وای چې اوباما باید د “اسد باید لاړ شي” خبره نه وای کړې او نه به یې د کیمیاوي وسلو د کارونې پر سر سره کرښه ایستلې وای. دا په دې معنی نه ده چې د بشار الاسد دفاع دې وشي او یا هم د کیمیاوي وسلو کارول دې د جګړې مشروع وسیله وبلل شي، بلکې زموږ اصلي موخه دا ده چې د امریکا اساسي ګټې د دې جګړې په ښکېلېدو کې نه وې. له پیله دا روښانه وه چې اسد او د هغه ملاتړي به د خپل ځواک د ساتلو لپاره له هرې وسیلې کار اخلي.
د ریالیستانو له نظره مهمه دا وه چې کورنۍ جګړه باید ژر او د لږو تلفاتو په بدل کې پای ته رسېدلې وای. که څه هم دې کار له یوه ظالم مستبد سره د معاملې غوښتنه کوله. که اوباما څو کاله وړاندې، د ریالیستو شنونکو مشورې منلې وای، نو د سوریې کورنۍ جګړه به – او زه تاکید کوم – مخکې له دې چې دومره انسانان وژل شوي وای او هېواد تباه شوی وای، پای ته به رسېدلې وای.
په لنډو ټکو کې، که د امریکا د بهرنۍ تګلارې مشري ریالیستانو کړې وای، په تېرو شلو کلونو کې به د دومره سترو تیروتنو احتمال ډېر کم وای او امریکا به ځینې مهمې لاسته راوړنې درلودې. کېدای شي ځینې خلک د دې ادعاوو په تړاو پوښتنه وکړي، خو په مجموع کې ریالیستیکو اندونو تر هغو ډېره غوره نتیجه ورکړې چې له مخې یې تل ټینګار کېږي چې دا د امریکا حق، مسؤلیت او حکمت دی چې د نړۍ نږدې هره نړیواله مسله او ستونزه اداره کړي.
خو اوس یوه معما رامنځته کېږي: په تېرو دوه نیمو لسیزو کې د ریالیستانو سپارښتنې تر نورو ډېرې سمې ثابتې شوي، خو بیا هم دا لیدلوری د امریکا له مشهورو خپرونو له صحنې غایب دی.
د بېلګې په توګه، د نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او والسټریټ ژورنال چې درې واړه د امریکا تر ټولو مهمې مطبوعاتي سرچینې دي او د دوی راپورونه او تبصرې د نورو خپرونو مسیر ټاکي، په دې درېواړو ورځپاڼو کې یو کس هم ریالیست لیکوال نه شته. ان دا واشنګټن پوسټ او والسټریټ ژورنال خو د ریالست نظر پر وړاندې ښکاره دریځ لري، په ځانګړې توګه کله چې خبره د نړیوال سیاست او د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په اړه وي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په نړیوالو چارو کې منظم لیکوالان یو نویمحافظهکار (ډیویډ بروکس) او څو پېژندل شوي نړیواللېبرال پالان لري (توماس فریډمن، نیکولاس کریستوف، او راجر کوهین). راس دوتات یو دودیز محافظکار دی، خو ډېر کم د نړیوالو چارو په اړه لیکي او ریالیست نه بلل کېږي. که څه هم دوی ټول له یو بل سره توپیرونه لري، خو دا ټول لیکوالان د بیلا بیلو دلایلو له مخې د امریکا د نړیوالې مداخلې پیاوړي مدافعین دي.
واشنګټن پوسټ څلور سختدریځه نوي محافظکاران لري: د سرمقالې مدیر فریډ هایات، چارلز کراوتمر، رابرت کیګن او جکسن دیل — چې ویلیام کریستول هم پخوا پکې لیکوال و. دغه ورځپاڼه نور منظم لیکوالان هم لري، لکه د بوش ادارې پخواني وینا لیکونکي مارک تېسن او مایکل ګرسن، سختراسته بلاګرې جینیفر روبین، منځپال ډیویډ ایګنیشس او نور لکه جنګ خوښی ریچارډ کوهین. دا لیکوالان ریالیستان نه دي او ټول د فعالې او مداخلهکونکې امریکاد پالیسۍ ملاتړ کوي.
لکه چې جېمز کارډن او جېکوب هایلبروون تېر کال په The National Interest کې وویل، فریډ هایات دغه ورځپاڼه د جنګ او شر خوښو فکري کسانو لپاره مایکروفون ګرځولې ده او په امریکا کې تر ټولو بې پروا سرمقالهیی پاڼه اداره کوي.
د وضاحت لپاره وایم: زه باور لرم چې دې لیکوالانو ته شهرت ورکول غلط کار نه دی. ډېری یې د لوستلو وړ خلک دي. خو حیرانوونکې خبره دا ده چې هېڅوک نشته چې د نننۍ نړۍ سیاست ته یو ساده ریالیست نظر وړاندې کړي. په نادره مواردو کې، دا درې ورځپاڼې ممکن د مېلمه لیکوال له خوا د کوم ریالیست نظر خپور کړي، خو هېڅ منظم لیکوال نه لري چې د ریالیست فکر ملاتړ وکړي.
تاسې کولی شئ چې یو څو ریالیست اندونه په ځیني خپرونو ، لکه The National Interest) کې ومومۍ خو نه په هغو لوړو مطبوعاتي رسنیو کې چې د امریکا ژورنالیزم ته بڼه ورکوي، فوکس، CNN، یا MSNBC خو پرځای پرېږده.
نو پوښتنه دا ده: دا درې نخبه خپرونې ولې له ریالستي نظرونو سره دومره حساس دي؟ په داسې حال کې چې ریالیستي اندونه تقریباً د ډېرو مهمو موضوعاتو په اړه سم ثابت شوي، خو هغوی چې دا ورځپاڼې خپروي، بیا بیا غلط شوي؟ زه دقیق نه پوهېږم، خو شک لرم چې د نننۍ بهرنۍ تګلارې تبصرهکوونکي ډېر تمرکز پر هیلو او ارزښتونو کوي، نه پر واقعي فکر او حساب — هغه پالیسي چې امریکا باثباته او باثروته ساتلای شي.
نو دا زما پېغام دی روپرټ مورډاک، جیف بیزوس، د سلزبرګر کورنۍ او نورو رسنۍ چلوونکو ته:
ولې یو ریالیست نه استخداموئ؟
که مشورې غواړئ، دا نومونه درته وړاندیزوم : پال پيلر، چاس فریمن جونیئر، رابرت بلیکویل، سټیف کلیمنز، مایکل دیش، سټیف چپمن، جان میرشیمر، باري پوزن، اندرو بېسویچ، یا دانیل لاریسن. هر یو ته یې یو اوونیز کالم ورکړئ او بیا کولی شئ له صداقته ادعا وکړئ چې خپلو لوستونکو ته د نړیوالو چارو په اړه متوازنه او پراخه نظرونه وړاندې کوئ.
بلاخره تاسو له څه نه دومره وېرېږئ؟