د بریکس ډله څه ده او ولې ورځتربلې پراخیږي؟ – ماریل فیراګامو

ماریل فیراګامو
ماریل فیراګامو د بهرنیو اړیکو د شورا لپاره افریقا، منځنی ختیځ، او نړیواله روغتیا تر پوښښ لاندې نیسي. آغلې فیراګامو پخوا د «ډېلي نیوز بریف» مشره ایډیټره وه. د دې ترڅنګ هغې د «Energy for Growth Hub» له ادارې او د متحده ایالاتو په کانګرس کې دندې ترسره کړي دي.
لیکواله: ماریل فیراګامو
منبع: د بهرنیو اړیکو شورا
ژباړه: منتصر خلیلي
سریزه
د بریکس(BRICS) ډلې هېوادونه، چې د برازیل، روسیې، هند، چین او سویلي افریقا له ترکیب څخه جوړ دي او اوس پکې پینځه نوي غړي هم ور اضافه شوي، د مخ پر ودې اقتصادي هېوادونو یوه نارسمي ډله ده، چې په نړیوال نظم کې خپل نفوذ زیاتول غواړي.
دا ډله په ۲۰۰۹ کال کې د دې مفکورې له امله رامنځته شوه چې نړیوال بنسټونه د لویدیځ لهخوا تر ډېره کنټرولېږي او د پرمختلونکو هېوادونو اړتیاوې نه پوره کوي. برېکس هڅه کوي چې د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او دیپلوماتیکې تګلارې همغږې کړي، نوي مالي بنسټونه جوړ کړي او پر امریکایي ډالر خپله تکیه کمه کړي.
خو برېکس له امریکا سره د اړیکو او پر اوکراین د روسیې یرغل په څېر د یو شمېر مسایلو په اړه له داخلي اختلافاتو سره مخ ده. له همدې امله د دې ډلې پراختیا نه یوازې د دې ډلې نفوذ زیاتوي، بلکې نويو اختلافاتو ته هم لاره پرانیزي. که څه هم ځینې شنونکي ګواښ کوي چې دا ډله کېدای شي د لویدیځ تر مشرۍ لاندې شته نړیوال نظم ته زیان ورسوي. شکمن کسان وايي چې د دې ډلې هدفونه، لکه خپله کرنسي جوړول او د موجوده بنسټونو لپاره عملي بدیلونه رامنځته کول، ښايي له نه حل کېدونکو ننګونو څخه وي.
برېکس ډله ولې مهمه ده؟
د برېکس ډله یو رسمي سازمان نه دی، بلکې یوه پراخه ډله ده چې د نالویدیځو اقتصادونو څخه جوړه شوې او اقتصادي او دیپلوماتیکې هڅې د یو ګډ هدف پر بنسټ همغږي کوي. د برېکس هېوادونه هڅه کوي چې د هغو بنسټونو لپاره یو بدیل رامنځته کړي چې دوی یې د لویدیځ د نظریې غلبه ګڼي، لکه نړیوال بانک، د اووه هېوادونو ډله (G7) او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا.
د دې ډلې د ۲۰۲۴ کال پراخېدنه جیوپولیتیکي اغېزې لري. دا د اقتصادي او نفوسو د پیاوړتیا ښکارندويي کوي: اوس د برېکس لس هېوادونه د نړیوال اقتصاد له یوې ربعې ډېره برخه او د نړۍ نږدې نیم نفوس جوړوي. دا ډله چمتو ده چې په غزه او اوکراین کې جګړو، د نړیوال اقتصادي نظام شکل، د چین او لویدیځ ترمنځ سیالي او پاکې انرژۍ ته د انتقال هڅو باندې نفوذ ولري.
خو د غړیتوب پراخوالی نوې ننګونې هم رامنځته کوي، چې پکې د لویدیځو هېوادونو له لوري مقاومت او د ډلې دننه اختلافات شامل دي. کارپوهان وايي چې د برېکس غړي به څنګه له دې فشارونو سره مقابله کوي؟ ایا دا ډله کولی شي په نړیواله کچه یو متحد غږ شي که نه؟
د برېکس ډلې مخینه څه ده؟
دا اصطلاح په اصل کې د ګولډمن ساکس او اقتصادپوه جیم اونیل لهخوا په ۲۰۰۱ کال کې په یوې څېړنیزې مقاله کې وړاندې شوه، چې استدلال يې پکې کړی و چې د هغه مهال د “BRIC” هېوادونو (برازیل، روسیه، هند او چین) اقتصادي وده به د G7 شتمنو اقتصادونو سره سیالي وکړي.
روسیه لومړنی هېواد و چې د څلورو غړو هېوادونو غونډه يې وبلله. دا پرېکړه چې د شنونکو په نظر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري د لویدیځ پر وړاندې د یوه متقابل ځواک د رامنځته کولو د تمایل پایله وه. روسیې په ۲۰۰۹ کال کې د BRIC لومړنۍ رسمي سرمشریزې کوربهتوب وکړ او سویلي افریقا یو کال وروسته د چین لهخوا د بلنې په اساس ور اضافه شوه، چې له دې سره پینځهکسیزه ډله جوړه شوه چې له یوې لسیزې يې زیات دوام وکړ.
د پراختیا بله څپه په ۲۰۲۳ کال کې د برېکس د سرمشریزې پر مهال رامنځته شوه، چې شپږو نویو هېوادونو ته پکې بلنه ورکړل شوه: ارجنټاین، مصر، ایتوپیا، ایران، سعودي عربستان او متحده عربي امارات. ټولو غړو بلنه ومنله، پرته له ارجنټاین څخه، ځکه د دې هېواد نوي ټاکل شوي ولسمشر، جاویر میلي، ژمنه وکړه چې هېواد به يې د لویدیځ خوا ته واوړي او ویې ویل چې ارجنټاین له “کمونستانو سره ایتلاف نه کوي.” راپورونه وايي چې سعودي عربستان غړیتوب منلی، خو تر اوسه یې له ژور وضاحت پرته رسمي ګډون ځنډولی دی.
برېکس ډله څه کوي؟
د برېکس غړي مشران هر کال غونډې کوي، چې پکې یو هېواد د یو کال لپاره مشري پر غاړه اخلي، تر څو لومړیتوبونه وټاکي او د سرمشریزې کوربه شي. دا ډله تر ډېره غیر رسمي ده، چې نه ټاکلی منشور لري، نه دارالانشاء او نه هم ګډ مالي صندوق. پرېکړې یې د اجماع پر بنسټ نیول کېږي.
مهمې متمرکزې برخې
-
په نړیوالو سازمانونو کې استازیتوب زیاتول
برېکس هڅه کوي چې د پرمختللو اقتصادونو ګډ غږ رامنځته کړي او په څو اړخیزو بنسټونو کې د لویدیځ د تسلط پر وړاندې بدیل جوړ کړي. دا هڅې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پراخولو، د ګډو دریځونو غوره کولو او د نویو مذاکراتي ډلو جوړولو بڼه لري. د برېکس ډېری غړو هېوادونو د ملګرو ملتونو لهخوا د روسیې د جګړې پر ضد پرېکړه رد کړې او هڅه یې کړې چې د ایران د اټومي پروګرام، افغانستان، غزې، لیبیا او سوریې په شخړو کې ګډ دریځ غوره کړي.
-
د اقتصادي پالیسیو همغږي
د ۲۰۰۸ کال نړیوال اقتصادي بحران د برېکس هېوادونه سخت وځپل. له هغه وروسته دې ډلې د تعرفو، صادراتي محدودیتونو او پانګونې په برخو کې د ګډو تګلارو په همغږۍ ټینګار وکړ. له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د دې بلاک بهرنۍ پانګونه څلور چنده زیاته شوه. که څه هم دا بهیر ورو ورو کم شوی.
-
د ډالر د واکمنۍ کمول
د برېکس مشران له اوږدې مودې راهیسې له ډالر څخه د لرې کېدو هڅه کوي، تر څو د لویدیځ د بندیزونو له اغېزه ځان وساتي. دوی هڅه کوي چې د خپلو ملي اسعارو یا یوې ګډې برېکس کرنسۍ له لارې خپلواکه تبادلې ترسره کړي.
-
د بدیل مالي نظام جوړول
د نوي پراختیایي بانک (NDB) او د احتیاطي زېرمو تړون (CRA) جوړول د نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) بدیل دی. د برېکس غړي غواړي د سویل-سویل همکارۍ ته وده ورکړي او پر دودیزو سرچینو تکیه کمه کړي.
د برېکس ډلې د مالي ادارو اغېزمنتیا
NDB او CRA د Bretton Woods سیسټم ته بدیل دي، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د لوېدیځو صنعتي هېوادونو لهخوا جوړ شو. د نړیوال سویل هېوادونه باور لري چې نړیوال بانک او IMF د دوی اړتیاوې نه پوره کوي، په ځانګړي ډول د اقلیم د تمویل په برخه کې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي :”دا سیستم د شتمنو هېوادونو لهخوا د هغوی د ګټې لپاره جوړ شوی دی. تقریباً هېڅ افریقایي هېواد د Bretton Woods تړون پر مهال د پرېکړو مېز ته ناست نه و.”
CRA یوازې د برېکس هېوادونو ترمنځ کار کوي او د اسعارو بحران پر مهال مرسته کوي. NDB بیا په ۲۰۲۱ کال کې نورو پرمختلونکو بازارونو ته هم خپل فعالیتونه پراخ کړل.
NDB پورونه، تضمینونه او نور مالي خدمات وړاندې کوي چې د پایدارې پراختیا، زیربناوو، پاکې انرژۍ، ترانسپورت او ټولنیزو پروژو لپاره وي. دې بانک له ۲۰۱۶ کال راهیسې ۹۶ پروژو ته د ۳۲ میلیارد ډالرو څخه زیات پورونه منظور کړي دي، چې ۴۰ سلنه یې د اقلیم بدلون سره مبارزې ته ځانګړې شوي.
خو دا هڅې له خنډونو سره مخ دي. NDB د نړیوال بانک په پرتله پینځه ځله کوچنی دی او ډېر شنونکي شک لري چې دا به یې ځای ونیسي. سربېره پر دې، دا بانک لا هم د نړیوال بانک ځینې کړنلارې لري او د چاپېریال او ټولنیزو معیارونو په برخه کې یې مبهمې ژمنې له نیوکو سره مخ دي.
ایا د برېکس ډلې اسعار به د ډالر ځای ونیسي؟
د بریکس هېوادونه له څه باندې یوې لسیزې راهیسې هڅه کوي چې په نړیوال تجارت کې د امریکايي ډالر واکمني کمه کړي، په ځانګړي ډول د خپلو ملي اسعارو د کارولو له لارې—په تېره بیا د چین رنمینبي (یوان). همداراز، هڅې روانې دي چې یوه ګډه بریکس کرنسي رامنځته شي، چې د برازیل ولسمشر، لوئیز ایناسیو لولا دا سیلوا، یې له سترو ملاتړو څخه دی.
په ۲۰۲۳ کال کې د بریکس د سرمشریزې پر مهال نورې مالي طرحې هم وړاندې شوې، لکه د یوې نوې ډیجیټل پیسې (کریپټوکارنسي) جوړول یا د بریکس د غړو هېوادونو د اسعارو یو ګډ سبد کارول.
خو شکمن شنونکي وايي چې دا ارمانونه تر اوسه له واقعیت ډېر لرې دي. د بریکس کرنسي به لوی سیاسي جوړجاړي ته اړتیا ولري، لکه د بانکي اتحاد، مالي اتحاد، او د پراخ اقتصادي سیاستونو همغږي.
ډالر، چې له اوږدې مودې راهیسې د نړۍ اصلي زېرمه شوې کرنسي پاتې شوې، لا هم د نړیوالو معاملو له ۸۰ سلنه زیات برخه کې کارېږي. ډېری کارپوهان باور نه لري چې یوه نوې بریکس کرنسي به دومره باثباته او د باور وړ وي چې د نړیوالو معاملو لپاره پرې تکیه وشي.
د برېکس ډلې د غړو ترمنځ اختلافات
د کارپوهانو په وینا، د خپل اقتصادي لید د عملي کولو له ستونزو سربېره، د بریکس غړي له زیاتېدونکو داخلي ترینګلتیاوو او د غړو ترمنځ سیالیو سره مخ دي. چین او هند د اوږدمهاله سرحدي شخړو او د نړیوال جنوب د اقتصادي او جیوپولیټیکي مشرتابه لپاره د سیالۍ له امله یو له بله سره ترینګلي شوي دي.
دا ډله لا له وړاندې د پرېکړو په نیولو کې له خنډونو سره مخ ده؛ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په میاشت کې، د بهرنیو چارو وزیرانو د نیویارک په غونډه کې هڅه وشوه چې د نوو غړو د منظم جذب لپاره یو واضح ماډل وړاندې شي، خو بریکس ونه توانېده چې پر کومې هوکړې سره سره توافق ته ورسېږي.
پر اوکراین د روسیې یرغل هم د دې ډلې اختلافات نور ژور کړي دي. دا اقدام پراخه نړیواله غندنه، د لوېدیځ په مشرۍ بندیزونه، او له روسیې سره د سوداګرۍ د بندولو لپاره فشارونه راپارولي، چې د بریکس نور غړي یې سختو دیپلوماتیکو حالتونو ته سوق کړي دي.
د نړیوالې جزایي محکمې (ICC) له لوري د پوتین د نیولو حکم—د روسي ځواکونو لخوا په اوکراین کې د ادعا شویو جنګي جنایاتو له امله—د ۲۰۲۳ کال سرمشریزه پېچلې کړه، او پوتین اړ شو چې غونډه کې ګډون ونه کړي، ځکه چې کوربه هېواد، جنوبي افریقا، د ICC غړی دی او باید هغه نیولی وای.
ډېری بریکس غړي هڅه کوي چې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ یو منځمهاله دریځ غوره کړي، خو ځینې نور غړي بیا د لوېدیځ بندیزونه تر ډېره له پامه غورځوي.
په ورته وخت کې، د بریکس یو شمېر غړو کې اقتصادي او سیاسي بېثباتۍ هم د دې ډلې پر اعتبار منفي اغېز کړی دی. په تېرو لسو کلونو کې، برازیل او جنوبي افریقا له دولتې کمزورتیا، کلونو اوږدو اقتصادي رکودونو، دوامدار فساد، او د بنسټیزو خدمتونو له زوال سره مخامخ شوي دي.
د چین اقتصادي سستوالي هم د دې ډلې د انرژۍ او پرمختګ لپاره یو لوی خنډ ګڼل کېږي.
نور لوی وېش رامنځته کوونکي عوامل د دیموکراتیکو او استبدادي نظامونو ترمنځ سیاسي اختلافات دي، او همدارنګه هغه اوږدمهاله رقابتونه چې د سعودي عربستان او ایران، او د مصر او ایتوپیا ترمنځ شتون لري.
د برېکس ډله ولې پراخېږي؟
د بریکس د غړیتوب پراخوالی د دې ډلې یوه بله اختلاف لرونکې موضوع ده. چین او روسیه د پراخېدو ملاتړي دي، خو برازیل او هند پدې برخه کې ډېر احتیاط کوي، ځکه وېره لري چې دا به د دوی پر نفوذ منفي اغېز وکړي. د هند او چین ترمنځ زیاتېدونکې سیالي دا اندېښنه نوره هم پیاوړې کړې، او هند نه غواړي چې د یوې پراخې ډلې له لارې د بیجینګ نفوذ ته وده ورکړي.
د مصر او ایتوپیا شاملېدل به د افریقا د لویې وچې غږ لا پیاوړی کړي. مصر له چین او هند سره نږدې سوداګریزې اړیکې او له روسیې سره سیاسي اړیکې لري. د بریکس د نوي غړي په توګه، مصر هیله لري چې لا ډېره پانګونه جذب کړي او خپل له اقتصادي ستونزو ځورېدلی وضعیت ښه کړي. چین له ډېر وخت راهیسې له ایتوپیا سره نږدې اړیکې لري—ایتوپیا د سهارا له جنوبه درېیم لوی اقتصاد دی—او چین له میلیاردونو ډالرو پانګونې سره هڅه کړې چې دا هېواد د خپلې “یو کمربند، یوه لاره” ستراتېژۍ لپاره سیمهییز مرکز وګرځوي.
د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو غړیتوب به د عربي نړۍ تر ټولو دوه ستر اقتصادونه او د نړۍ دویم او اتم لوی نفت تولیدوونکي هېوادونه بریکس ته راولي. دغه هېوادونه په نورو سیمو کې هم د منځګړیتوب رول لري: سعودي عربستان د سوډان د کورنۍ جګړې او د اوکراین د جګړې د سولې د هڅو مشري کوي. امارات د هند او پاکستان ترمنځ د ثبات د خبرو کوربهتوب کوي او دواړه هېوادونه له لسیزو راهیسې د لومړي ځل لپاره له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو په اړه غور کوي. خو ځینې کارپوهان خبرداری ورکوي چې د سعودي عربستان او اماراتو ترمنځ سیالي، چې وخت ناوخت یې د شخړو په بیلابیلو اړخونو کې مخالف ملاتړ کړی، ښایي بریکس کې هم داخلي اختلافات راولاړ کړي. نور بیا وايي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي د بریکس له غړیتوبه د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخلي.
سره له دې چې نوي غړي لوېدیځ سره د اړیکو په اړه پوښتنې راپورته کوي. ایران او روسیه د امریکا د نفوذ کلک مخالفین دي، پداسې حال کې چې چین خپل ځان له امریکا سره په دوامداره اقتصادي او جیوپولیتیکي سیالۍ کې ویني. لکه څنګه چې د ایران پخواني ولسمشر، ابراهیم رئیسي، خپل چيني سیال شي جینپینګ ته ویلي، “ایران ته د بریکس غړیتوب د امریکايي یوازيتوب پر ضد دریځ دی.” سره له دې چې برازیل، هند، او سویلي افریقا له امریکا سره نسبتاً ښې اړیکې لري او همدارنګه سعودي عربستان او امارات د واشنګټن مهم امنیتي شریکان ګڼل کېږي.
د برېکس ډلې په تړاو د لویدیځ غبرګون
لوېدیځو هېوادونو د بریکس د پراخېدو موضوع تر ډېره سپکه ګڼلې. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان ویلي، چې واشنګټن بریکس د یوه جیوپولیټیکي سیال په توګه نه ګڼي او د خزانې وزیرې جېنټ ییلن هم له ډالر څخه د لرې کېدو هڅې تر ډېره بېارزښته بللي دي. په ورته ډول، د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېر بوک هم د بریکس غړو ترمنځ د پیاوړو شویو اړیکو ارزښت کم ګڼلی دی. نورې سیاسي شننې دا استدلال کوي چې د بریکس هېوادونو تمې ډېري مبالغه شوي او د غړو داخلي اقتصادي ستونزې دومره ژورې دي چې نه شي کولای د لوېدیځو اقتصادونو لپاره واقعي ګواښ پېښ کړي.
خو بیا هم، ځینې اروپايي سیاستوال خبرداری ورکوي چې د لوېدیځ ضد تمایلات ورځ تر بلې زیات توند شکل خپلوي. دوی باور لري چې د بریکس پراخوالی د هغو ټیټ عاید لرونکو هېوادونو د اړتیاوو په وړاندې د لوېدیځو هېوادونو د بېپامۍ پایله ده. دا سیاستوال وايي چې لوېدیځ باید د مالي بنسټونو د ریښتینې اصلاح لپاره جدي ګامونه واخلي.
ګونتر مایهولد، چې د جرمني د نړیوالو او امنیتي چارو د انسټیټیوټ لوړپوړی غړی دی وايي “دا تور جدي دی، چې وايي لوېدیځ د نړیوال جنوب د اړتیاوو په وړاندې مغرورانه چلند لري. دا موضوع یوازې د ‘ارزښتمحوره شراکتونو’ او ‘قاعدهمحور څو اړخیزوالي’ په ژمنو سره نه شي رد کېدای، په ځانګړي ډول ځکه چې د بریکس تمرکز دا دی چې د نړیوالو مالي، سوداګریزو، او نورو معیار ټاکونکو اصولو په بدلولو کې بدلون راولي.”
نور شنونکي خبرداری ورکوي چې د بریکس له خوا د ډالر د واکمنۍ د کمزوري کولو هڅې بالاخره د ډالر پر ارزښت اغېز کولی شي او له دې سره د امریکا پر اقتصادي ثبات هم ګواښ رامنځته کوي. د ټافټس پوهنتون شنونکي په ۲۰۲۳ کال کې استدل کړی چې “د بریکس د یوه مهم پالیسۍ جوړوونکي ځواک په توګه له پامه غورځول—هغه څه چې امریکا یې په تېرو وختونو کې عادت درلود—نور یو انتخاب نه دی.”
د برېکس ډلې راتلونکی څه دی؟
روسیه سږکال د بریکس نوبتي مشرتابه پر غاړه لري او اراده یې دا ده چې د خپل ریاست پر مهال د یو «عادلانه نړیوال نظم» پر جوړولو تمرکز وکړي او هڅه کوي چې د اکتوبر په کازان سرمشریزه کې د محلي اسعارو او تادیاتو سیستمونو ته د تمایل لاره هواره کړي. دا غونډه په داسې حال کې د روسیې په مشرۍ ترسره کېږي چې کرملین د اوکراین جګړه درېیم کال ته داخله کړې. شنونکي اټکل کوي چې پوتین به هڅه وکړي له دې ریاست څخه د دې لپاره استفاده وکړي چې وښيي روسیه د لویدیځ له فشار سره سره منزوي شوې نه ده.
سره له دې چې روسیه غواړي بریکس یو پیاوړی ضد لویدیځ لوري ته بوځي، خو کارپوهان وایي، هغه غړي هېوادونه لکه برازیل او هند چې له امریکا سره نږدې اړیکې لري، د دې تمایل پر وړاندې به مقاومت وکړي. بوریس بونداریف، چې پخوا په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی و، په ۲۰۲۳ کال کې يې په واشنګټن پوسټ کې ویلي و :”په دې بلاک کې هیڅ غړی نه غواړي خپل ځان هغه حالت ته ورسوي چې روسیه پکې ده – یعنې د لویدیځ او امریکا پر وړاندې پرانستې دښمني، چې ممکن وسلهوالې نښتې ته لاره هواره کړي.”
د ۲۰۲۳ کال نورو لومړیتوبونو کې د نویو غړو یو ځای کول او د بریکس د شریکو هېوادونو لپاره د یوې نوې کټګورۍ رامنځته کول شامل دي، کوم چې ښایي د بشپړ غړیتوب تر کچې و نه رسېږي. په همدې حال کې بریکس لا دمخه د لا زیات پرمختګ لپاره سترګې په لاره ده. اوسني غړي څرګندوي چې غواړي نور غړي او شریک هېوادونه جذب کړي، ترڅو نورو سیمهییزو سوداګریزو بلاکونو ته لاسرسی ومومي. د دې ډلې د دروازې پرانېستل د هغو هېوادونو پام ځان ته رااړولی چې د ګډون هیله لري : له څلوېښتو زیاتو هېوادونو یې د غړیتوب لپاره لیوالتیا ښودلې او لږ تر لږه شلو هېوادونو یې د ۲۰۲۳ کال له سرمشریزې وروسته د ګډون رسمي غوښتنه کړې ده.