د هند تلپاتی ملګری څوک دی؟ – کریستوف ژافرلو

کریستوف ژافرلو
کریستوف ژافرلو فرانسوي سیاسي شنونکی او د سویلي آسیا متخصص دی، چې د هند او پاکستان په سیاست کې ځانګړې پوهه لري او په دې برخه کې یې ډېر کتابونه لیکلي دي. ښاغلی ژافرلو د لندن په کینګز کالج کې د هند د سیاست او ټولنپوهنې پروفیسور دی، په پاریس کې د CERI-Sciences Po/CNRS لوړپوړی څېړونکی دی، او د سویلي آسیا د برېتانوي ټولنې رئیس هم دی. نوموړی همداراز، د کارنیګي بنسټ (non-resident) څېړونکی هم دی.
لیکوال: کریستوف ژافرلو
ژباړه: د جیوافغانیکا د آی آر مرکز
د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جیشنکر په خپل وروستي کتاب کې لیکلي: “په پای کې، دیپلماسي همدې ته وايي چې ملګري پیدا کړې او خلک اغېزمن کړې”.
د روان کال د مۍ په میاشتې کې د پاکستان او هند ترمنځ وسلهواله شخړه رامنځته شوه، چین په دې شخړه کې د یو ځل بیا لپاره د اسلاماباد د “تلپاتي ملګري” په توګه رول ولوباوه. بیجینګ دا ځل د دواړو ګاونډیانو تر منځ د دوی د پخوانیو جګړو سره په توپیر، د پاکستان خوا په خورا څرګنده توګه ونیوله.
کله چې د اپرېل د ۲۲مې نېټې تروریستي برید په غبرګون کې د هند د انتقامي ګام احتمال زیات شو، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي اعلان وکړ: “چین د پاکستان اوسپنیز ملګری او تلپاتې ستراتیژیک همکار دی. چین په بشپړه توګه د پاکستان مشروع امنیتي اندېښنې درک کوي او د دې هېواد له حاکمیته او امنیتي ګټو ملاتړ کوي.”
د هندي سرچینو له مخې، د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې پر مهال، چین له پاکستان سره د هوايي دفاع او سپوږمکۍ انځورونو په برخه کې مرستې وکړې. او کله چې جګړه پای ته ورسېده، او هند چې تازه یې د اندس تړون لغوه کړی و، ته په اشارې وویل ښایي پاکستان ته اوبه بندې کړي. چین هم په غبرګون کې د دې احتمال وښود چې کېدای شي دوی هم هند ته د براهمپوترا سیند اوبه بندې کړي.
چین ولې له پاکستانه ملاتړ کوي؟
لومړی، پاکستان د چینایي وسلو یو ډېر مهم مشتري دی. د پاکستان ۸۰ سلنه وسلې د چین جوړې دي. پاکستان نه یوازې د چین لپاره یو جذاب بازار دی، بلکې دا چین ته دا فرصت هم ورکوي چې هغه وسلې، چې وخت ناوخت یې دواړه هېوادونه په ګډه تولیدوي، په جنګي میدان کې وازمايي.
دویم، چین د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) تر چتر لاندې، چې د “یو کمربند، یوه لار” نوښت بنسټیزه پروژه بلل کېږي، په پاکستان کې ۶۸ میلیارده ډالره پانګونې کړي. دا په داسې حال کې ده چې د بیجینګ او اسلاماباد ترمنځ وخت ناوخت ترینګلتیاوې هم راولاړې شوي، دا که د پاکستان لهخوا د تادیاتو په ورکړه کې ځنډ وي، او یا هم د بلوڅو بېلتونپالو لهخوا پر چینایي انجنیرانو بریدونه. سربېره پر دې، له دغو ۶۸ میلیاردو ډالرو څخه یوه برخه، د ګلګت بلتستان په څېر په هغو سیمو کې چې هند پرې دعوه لري، د سړکونو، رېللارو، او برېښناکوټونو جوړولو ته هم ځانګړې شوي.
درېیم، ډېر احتمال شته چې چین غواړي له دې فرصته ګټه پورته کړي او د هند لپاره ژوند ستونزمن کړي، ځکه له هغه وخته چې نرېندرا مودي واک ته رسېدلی، د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه مهم اختلافونه د یو ځل بیا لپاره راڅرګند شوي: لومړی، د هند د هندي ملتپالنې له ایډیالوژۍ سره سم، د هند حکومت تجدیدطلبه نظرونه څرګندوي، او دا هیله کوي چې د “اکھنډ بهارت” مفکوره بېرته را ژوندۍ کړي. دا یوه داسې مفکوره ده، چې له مخې یې په هند کې هغه سیمې بېرته شاملې کړي، چې د ۱۹۶۲ کال په جګړه کې چین ترې نیولې وې. دویم، هند هڅه کوي چې د بنګلهدېش، سریلانکا او نیپال په څېر د سویلي آسیا په یو شمېر هېوادونو کې د چین د نفوذ مخه ونیسي. همدا لامل دی، چې چین له څو لسیزو راهیسې هڅې کوي هند له پاکستان سره بوخت وساتي. له همدې مخې، چین پاکستان ته وسلې ورکوي، څو هند مجبوره شي پر سیمهییزو سیاستونو خپلې هڅې متمرکزې کړي.
څلورم، هند له امریکا سره د نږدې اړیکو په تعقیبولو چین له ځانه لرې کړی دی. دغه راز، هند هڅه کوي چې هغه امریکایي کمپنۍ ځان ته جذب کړي، چې خپلې فابریکې له چینه ایستل غواړي.
آیا امریکا د هند تلپاتی ملګری دی؟
په داسې حال کې چې اسلاماباد پر خپل ځانګړي او ارزښتناک تلپاتې ملګري حساب کولی شي، چې نه یوازې د نړۍ دویم ستر قدرت دی، بلکې له هند سره هم د ځمکې پر سر شخړه لري. خو نوې ډېلۍ برعکس، د مۍ میاشتې د کړکېچ پرمهال تر ډېره منزوي پاتې و.
د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې، هند پر دې ونه توانېد چې یا د پاکستان نوم او یا هم د هغې ترهګرې ډلې، چې هند د پاهلګام برید پړه پرې اچولې وه، د مطبوعاتي اعلامیې برخه وګرځوي. تر دې تر ټولو مهمه دا وه چې په دې کړکېچ کې د امریکا مداخله، هند په ناڅاپيتوګه حېرانه کړه.
په پېل کې، د ټرمپ ادارې له مداخلې ډډه وکړه، خو د شخړې پر درېیمه ورځ، کله چې د اټومي تاوتریخوالي احتمال زیات شو، سپینې ماڼۍ مداخله وکړه او دا کار یې په داسې توګه وکړ چې هند ته یې د امتیازورکونې موقع په لاس کې ور نه کړه.
د مۍ په ۱۰مه، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د فوري منځګړتوب له لارې یې جګړه بنده کړه، او ښکېلو لوریو ته یې د ښې سوداګرۍ ژمنې هم ورکړې. هغه؛ دواړه هېوادونه د سولې خبرو ته هم راوبلل او خپله یې منځګړتوب ته چمتووالی وښود، څو د کشمیر مسئله حل کړي.
د نوي ډيلي له نظره دا هر څه د دوو لاملونو له مخې د سپکاوي په توګه تعبیرېدلای شو:
لومړی، هر مهال چې د امریکا پخوانیو ولسمشرانو د هند او پاکستان ترمنځ په شخړو کې منځګړتوب کړی، نو دا هر څه د هند په ګټه تمام شوي وو. د ۱۹۹۹م کال د جولای په ۴مه، بیل کلنټن د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف واشنګټن ته راوغوښت او له هغه یې وغوښتل چې خپل ځواکونه د کارګل له لوړو څوکو بېرته په شا کړي. خو دا ځل، ټرمپ ځان د نړۍ د ژغورونکي په توګه معرفي کړ، چې ګواکې نړۍ یې له یوې اټومي جګړې وژغورله.
که څه هم هند ادعا کوي چې په دې شخړه کې یې خپله نظامي برتري ثابته کړې، خو نړیوالو له دې پېښې داسې انګېرنه واخیسته چې دغه شخړه بېګټې پای ته ورسېدله، یعنې هېڅ لوری پکې نه بریالی شو او نه هم ماتې خوړلی. هغه هندیان، چې تر ټولو ډېر دې ته ژمن وو چې “پاکستان باید له منځه یوسي”، او د حکومت تر اغېزو لاندې ملتپالو رسنیو په شدت سره پارولي وو، یوازې یوه ژوره ناهیلۍ احساسولی شوه.
دویم، ټرمپ د هند هغه هڅې زیانمنولې چې له مخې یې د کشمیر موضوع نړیواله نه شي. دا هڅې له هغه مهاله راهیسې روانې دي، چې د اېندرا ګاندهي په مشرۍ د ۱۹۷۲م کال د شملې په تړون کې توافق کړی و چې د کشمیر مسأله به د هند او پاکستان ترمنځ یوازې یوه دوه اړخیزه موضوع پاتې کېږي. دلته هم، ټرمپ د پاکستان په ګټه لوبه وکړه.
په ټوله کې، که څه هم هند له کلونو راهیسې هڅه کوي چې په نړیوال ډګر کې ځان له پاکستان سره ونه نښلوي. خو ټرمپ دا حالت بېرته را ژوندی کړ. هغه یو ځل بیا د “هند-پاکستان د تړاو” په تړاو تاثر ورکړ. دا نو بیا یو داسې تړاو دی چې د هند ارزښت کموي: یو هېواد چې د نه پایېیدونکي سیمهییزې تاوتریخوالی ښکار وي، ستونزمنه ده چې په راتلونکي کې ځان د نړیوال ځواک په توګه وړاندې کړي.
له دې پېښو وروسته، د پاکستان پر لور د ټرمپ سیاست او دریځ لا هم ډېر نرم او ستایونکی دی، ټرمپ و ویل:
“پاکستان ډېره قوي مشرتابه لري. که څه هم پر ځینو به دا خبره بده ولګېږي، خو حقیقت هم همداسې دی. دوی جګړه ودروله. او زه پرې ډېر ویاړم.”
له دې سره په یوه غږ، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مشر، جنرال مایکل کوریلا، هم پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یو “غوره شریک” وباله.
په حقیقت کې، د ترهګرۍ پر ضد جګړه ښايي د امریکا او پاکستان تر منځ د نږدې اړیکو تر شا یو اصلي لامل وي. د فبرورۍ په پای کې، د ټرمپ ادارې پرېکړه وکړه چې له پاکستان سره کېدونکې ۳۹۷ میلیونه ډالره پوځي مرستې د امریکا د بهرنیو مرستو له بندېدو معاف دي. دا پیسې به هغه پروګرام ته ورکړل شي، چې د پاکستان د امریکا جوړو F-16 جنګي الوتکو څارنه به کوي، څو واشنګټن ډاډه شي چې دا الوتکې به یوازې د ترهګرۍ پر ضد کارېږي، نه د هند پر وړاندې.
خو دلته یو ډول تناقض شته: ټرمپ، د پهلګام له پېښې وروسته، له هند او پاکستان سره برابر چلند کوي. ته به وایې چې یو د ترهګرۍ قرباني نه دی، او بل د ګڼو ترهګرو ډلو ځاله نه ده.
شاید دا موضوعات به هغه مهال لا روښانه شي چې کله د پاکستان فیلډ مارشال عاصم منیر د امریکا په غوښتنه واشنګټن ته په پنځه ورځني رسمي سفر ولاړ شي، څو هلته له امریکا سره د نظامي او ستراتیژیکو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
دا چې د پاکستان په اړه د ټرمپ د مثبتې ارزونې تر شا هر دلیل وي، خو دا د هند له هغو هڅو سره په ټکر کې ده، چې له مخې یې غواړي پاکستان منزوي کړي. په حقیقت کې، که څه هم نوي ډیلي له کلونو راهیسې هڅه کوي چې په نړیوال ډګر کې اسلاماباد څنډې ته کړي، خو تېرو څو اونیو وښودله چې پاکستان لا هم ډېر ملاتړي لري او دا ملاتړي یوازې د امریکا په متحده ایالاتو کې نه دي.
هند او نړیوالې ادارې
په هم هغه وخت کې چې هند او پاکستان له یوه جدي کړکېچه تېرېدل، او هند پر پاکستان تور پورې کړ، چې پر خپله خاوره له فعالو جهادي ډلو ملاتړ کوي، د مې میاشتې په ۹مه، د نړیوالو پیسو صندوق (IMF) اجرائیوي بورډ پاکستان ته د اقلیم د مقاومت صندوق له لارې یو نوی ۱.۴ میلیارده ډالري پور تصویب کړ، او همداراز یې د ۷ میلیارده ډالرو پر پروګرام لومړۍ بیاکتنه هم ومنله، او شاوخوا ۱ میلیارده ډالره نغدې مرستې یې هم ور خوشې کړې.
هند د دې صندوق د بورډ په غونډه کې اعتراض وکړ او اندېښنه یې وښوده چې ښايي پاکستان دا پورونه د پولو پورې غاړه د ترهګرۍ لپاره وکاروي. خو د بورډ کوم بل غړي له هنده ملاتړ ونه کړ – آن یې له خپلې رایې ورکونې هم ډډه ونه کړه.
له دې یوه میاشت وروسته، پاکستان ته په ملګرو ملتونو کې دوې مهمې څوکۍ ورپه برخه شوې: له یوې خوا، د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دایمي استازی د د ۱۹۸۸م بندیزونو کمیټې مشر وټاکل شو – دا هغه کمیټه ده چې د طالبانو پر ضد به بندیزونه څاري؛ او له بلې خوا، یو بل پاکستانی دیپلومات د ۱۳۷۳م ترهګرۍ ضد کمیټې مرستیال وټاکل شو.
دا مهمې څوکۍ پاکستان ته یوازې د دې لپاره ورنکړل شوې چې هغه د امنیت په شورا کې نادایمي غړی دی، بلکې دا هم باید له پامه ونه غورځوو چې په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د ۱۸۲ رایو په ترلاسه کولو سره دا غړیتوب ترلاسه کړی و، او دا په خپله ښيي چې پاکستان لا منزوي شوی نه دی.
روسیه؛ د هند پخوانی ملګری
د هند تر ټولو پخوانی شریک روسیه ده؛ خو پوښتنه دا ده چې هغه په روان وضعیت کې څرنګه چلند کوي؟
روسیې تر ډېره هڅه کړې چې د هند او پاکستان ترمنځ په روان کړکیچ کې بېطرفه پاتې شي، بلکې ان یې د پاکستان خوا ته تمایل ښودلی. نه یوازې دا چې مسکو د پهلګام تر برید وروسته چپ پاتې شو، بلکې ژمنه یې هم وکړه چې د کراچۍ ترڅنګ د پخواني شوروي اتحاد د زمانې د پولادو فابریکه به بېرته فعالوي.
پاکستان او روسیه هڅه کوي، چې د منځنۍ آسیا له لارې یو دهلیز رامنځته کړي. دوی په دې تړاو په روانه میاشت کې د لاهور او مسکو ترمنځد یوې نوې رېل پټلۍ د پرانیستلو په تړاو موافقه هم کړې.
د پهلګام له برید وروسته، یوازې دوو هېوادونو له هند سره په ښکاره همدردي وښودله: افغانستان او اسراییل.
افغانستان د هند د هڅو په غبرګون کې دا دریځ خپل کړ، ځکه چې نوی ډیلي او کابل هڅه کوله پاکستان تر فشار لاندې راولي. خو دا ستراتیژي هغه مهال تم شوه، چې کله بیجینګ مداخله وکړه، ځکه چین د “یو کمربند، یوې لارې” نوښت په سیمه کې پر مخ بوځي. د افغانستان او پاکستان تر منځ د چین منځګړتوب د یو ډول روغې جوړې لامل شوه، او په پایله کې یې اسلاماباد په کابل کې خپل سفارت پرانیستلو.
د اسراییلو د جنرال قونسل کوبی شوشاني د وینا له مخې، اسراییل د “هند د ملګري” په توګه د پهلګام له برید وروسته د هغې له غبرګونه ملاتړ وکړ. د اسراییلو ډېرو شنونکو د هند غبرګون د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په ۷مه د حماس د برید پر وړاندې د نتانیاهو له غبرګون سره ورته وباله. دا چې دا ډول پرتله مناسبه ده او که نه، له دې پرته دا روښانه ده چې هند په ملګرو ملتونو کې هغه مهال خپله رایه ونه کاروله چې کله د ۲۰۲۵م کال د جون په میاشت کې په غزه کې د اوربند غوښتونکی شو او تر ۱۴۹ هېوادونو یې ملاتړ وکړ.
دغه راز هند پر ایران د اسراییلو برید هم ونه غنده، او په دې توګه یې ځان د شانګهای د همکاریو سازمان له دریځه جلا کړ – یو داسې سازمان چې چین او روسیه یې اصلي ستنې دي.
ایا له وروستیو پرمختګونو موږ دا نتیجه اخیستلای شو، چې اسراییل اوس د هند تلپاتی ملګری ګرځېدلی؟ دا ډول ادعاوې به له وخته وړاندې وي؛ خو دلته باید یوه بله پوښتنه مطرح شي:
که چین تر پخوا زیات د پاکستان تلپاتی ملګری شوی وي، نو آیا هند کولی شي له چین سره بېتعامله پاتې شي؟
پر چین د هند اتکا
واقعیت دا دی چې چین له هغه هېواده بېدریغه ملاتړ کوي چې د هند سیاسي مشرتابه یې د خپل ولس د لومړي دښمن په توګه پېژني. دا په داسې حال کې ده، چې هند تر بل هر وخته په اقتصادي، صنعتي او سوداګریزو برخو کې پر چین ډېر متکي شوی دی.
په ۲۰۲۴–۲۵ مالي کال کې، هند ته د چین صادرات په بېساري توګه ۱۱۳.۵ میلیارده ډالرو ته ورسېدل، په داسې حال کې چې چین ته د هند صادرات بیا تر ۱۴.۳ میلیاردو ډالرو راکم شول، او له همدې مخې له چین سره د هند په سوداګرۍ کې د ۹۹.۲ میلیاردو ډالرو کسر رامنځته شو. دا شمېره نه یوازې دا ښيي چې د هند صنعت له چینایي تولیداتو سره سیالي نه شي کولای، بلکې دا هم څرګندوي چې هند پر چینایي عرضه کوونکو څومړه تړلی یا متکي دی.
په رښتیا هم، هند ته له چین څخه د وارداتو یوه ډېره کوچنۍ برخه یوازې بشپړې شوې توکي جوړوي (په ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کال کې دغه شمېره یوازې ۶.۸ سلنه وه)، خو د وارداتو لویه برخه بیا منځمهاله توکي (۷۰.۹٪) او د تولید لپاره اړین مواد (۲۲.۳٪) جوړوي، چې د هند صنعت او خدمات ورته د تولید او صادراتو لپاره اړتیا لري.
له همدې امله، څومره چې د هند صادرات زیاتېږي، نو هومره به له چینه واردات هم ډېرېږي. دا منطق په ځانګړي ډول د الکترونیکي او درمل جوړونې په سکتورونو کې هم صدق کوي: که څه هم هند د آیفون په ګډون د سمارټفونونو صادرات زیات کړي، خو د دوی برخې بیا له چینه واردوي؛ او که څه هم هند د جنریک درملو له کبله د ‘نړۍ فارمسي’ بلل کېږي، خو د دې درملو ډېری فعاله مواد هم له چین څخه واردېږي.
دلته باید یادونه وشي چې پر چین د هند اتکا تر هغې زیاته ده چې په رسمي ارقامو کې ښوول کېږي؛ ځکه هند هغه تولیدات هم واردوي چې چینایي شرکتونه یې په مالیزیا او یا هم ویتنام کې جوړوي. دا دوه هغه هېوادونه دي چې چینایي شرکتونه په دې موخه ورته انتقال شول، څو په تخنیکي توګه د تعرفو له بندیزونو او یا هم وارداتي کوټې (سهیمې) ځانونه وژغوري. د بېلګې په توګه، د سولر پېنلونه د همدا ډول وارداتو یوه ښه بېلګه ده، چې د هند د انرژۍ د بدلون یا انتقال بهیر یې له چین سره تړلی دی.
په داسې شرایطو کې، د هند او پاکستان ترمنځ د اپرېل–مې میاشتې کړکېچ، چین ته فرصت ورکړ چې پر نوي ډیلي فشار راوړي. د اپرېل په ۲۸مه، هندي رسنیو راپور ورکړ، چې هند ته د آیفون د پرزو د وارداتو پر وړاندې چینایانو خنډونه رامنځته کړي دي. له دې لږ وروسته، چین پرېکړه وکړه چې د هند لاسرسی نادره معدني توکو (rare earths) ته محدود کړي، او له همدې امله د هند د موټرو تولیدي سکتور هم له ستونزو سره مخ شو. هند په غبرګون کې پرېکړه وکړه چې بیجینګ ته یو پلاوی ولیږي، څو د هند لپاره د یو ځانګړي استثنايي تجارتي رژیم پر سر مذاکرات وکړي.
په رښتیا هم، هند له چین سره د دې موضوعاتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې یو جوړجاړي ته ورسېږي. د روانې میاشتې په پیل کې، د هند حکومت اعلان وکړ چې له چینه به د پانګونې د اسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره ګامونه پورته کوي. د هند دې پرېکړې د ۲۰۲۰م کال هغه پخوانۍ پالیسي لغوه کړه، چې له مخې یې د دواړو هېوادونو د سرتېرو ترمنځ د مخامخېدو له امله رامنځته شوې وه. همداراز، د جون په ۵مه، په چین کې د هند سفیر پردیپ کمار راوت د چین د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر، سن ویډونګ، سره ولیدل، او دواړو خواوو ژمنه وکړه چې د دواړو هېوادونو مشرانو مهم توافق به په ګډه عملي کوي، د خلکو ترمنځ تبادلې، دوه اړخیزې ګټې، او د هند–چین اړیکې به پر یوې سالمې او باثباته لاره پر مخ وړي.
د دې هر څه پایله دا ده لکه څرنګه چې جېشنکر وایي، “ډیپلوماسي د ملګرتیاوو جوړولو او په خلکو کې د نفوذ خپرول دي”. د هند د بهرنیو چارو چارواکي باید دا مهمه پوښتنه له نږدې وڅېړي: د هند هغه ریښتیني ملګري څوک دي چې د سختو حالاتو پر مهال له هند سره ودرېدلو ته چمتو وي او د هغوی د ولس لومړی دښمن یعنې پاکستان منزوي کړي؟
دا پوښتنه ځکه ډېره مهمه ده چې پاکستان پخپله یو داسې تلپاتی ملګری لري چې هند پرې په اقتصادي توګه متکي دی. لا هم د همالیا په غرونو کې او د هند شاوخواوو سیمو کې د چین ګواښ شته. که امریکا او روسیه د هند لپاره د یو داسې دوامداره او وفاداره ملګري رول نه شي لوبولی، نو د چین پر وړاندې به د هند کمزورتیا لا له ستونزو سره مخ شي او هند ته یې جبران بیا ډېر سخت وي.
په همدې تړاو د هند ډیپلوماسي اړ شوه چې له نورو لارو کار واخلي، په تېره بیا نوي ډیلي اووه ګوندي پلاوي ۳۲ هېوادونو ته ولېږل څو هغوی د هند پالیسي په سمه توګه توضیح کړي. هند اوس له دې ننګونې سره مخ ده، چې د چین–پاکستان لهخوا د ګډو ګواښونو پر وړاندې د هند د نسبي انزوا خطر ته حللاره پیدا کړي.
دلته پوښتنه پيدا کېږي، چې ایا همدا اوس یې وخت دی، چې هند د خپلې څو اړخیزې معاملاتي پر فلسفې بیا کتنه وکړي او که نه؟ جېشنکر په خپل ۲۰۲۰م کتاب کې The India Way: Strategies for an Uncertain World لیکلي و:
“دا وخت د دې دی چې له امریکا سره تعامل وشي، له چین سره اړیکې مدیریت شي، له اروپا سره اړیکې وپاللې شي، روس ته ډاډګیرنه ورکړای شي، جاپان ته رول ورکړل شي، او همدا راز ګاونډیانو ته هم د هند په بهرني سیاست کې ځای ورکړل شي…”
خو دلته تر ټولو مهم سوال دا دی، چې د ملګرو جوړولو په اړه یعنې څه؟ په تېره بیا چې د جېشنکر په اند ډیپلوماسي هم د همدې موخې لپاره وي؟
دلته د هند هغه زوړ دود له پوښتنې سره مخ دی چې له مخې یې نوي ډيلي له اېتلافونو ډډه کوي. هند چې له مختلفو هېوادونو سره یې د پلوریلاترال (plurilateral) تګلارې له لارې خپلې اړیکې ډېرې کړي، د ملاتړ سرچینې یې هم متنوع کړي، خو ترڅنګ یې دې چارې دغه «ملاتړ» هم کمزوری کړی دی. ځکه معاملاتي اړیکې د یو متحد لهخوا د رامنځته شویو د ژورو او پایدارو اړیکو په پرتله کمزورې وي.