کتابښود؛ د پاکستان اتومي وسله: د مقاومت، مخنیوي او انحراف داستان – دکتور اکرام الدین کامل

دکتور اکرام الدین کامل
دکتور اکرام الدين کامل په نړیوالو حقوقو کې د سویلي اسیا له پوهنتونه دکتورا لري. هغه د باختر پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي کې استاد هم پاتې شوی.
د کتاب نوم: د پاکستان اتومي وسله: د مقاومت، مخنیوي او انحراف داستان
د کتاب لیکوال: حسن عباس
د نشر نېټه: ۲۰۱۸
خپرونکی: پینګوین رنډم هاوس، نوی ډهلي
مخونه: ۳۳۹
د کتاب ارزونکی: اکرام الدین کامل
«د پاکستان اتوم بم: د مقاومت، مخنیوي او انحراف داستان» کتاب د ښاغلي دکتور حسن عباس د دکتورا تیسیز څخه په الهام لیکل شوی دی. د کتاب اساسي بحث پر دوه موضوعاتو دی. لومړی څنګه او ولې پاکستان اتوم جوړ کړ او د اتومي پروګرام د خپریدو هڅې او کوښښونه چا، څنګه او ولې وکړل؟ د دکتور عباس کتاب درې موضوعاتو باندې بحث کوي. لومړی د نړیوالو فشارونو پر وړاندې د پاکستان مقاومت؛ د هند پر وړاندې ستراتيژیک بیلانس رامنځته کول او درېیم انحراف دی چې څنګه پاکستان او د ډاکتر عبدالقدیر خان شبکې د اتومي ټکنالوژۍ په خپرولو کې رول ولوباوه. البته د کتاب منځپانګه بیا تر ډېره د ډاکتر عبدالقدیر خان د اتومي ټکنالوژۍ د خپرولو هڅو او کوښښونو ته ځانګړې شوې او پر دې لږ بحث شوی چې پاکستان څه ډول اتومي ټکنالوژي ترلاسه کړه.
د کتاب لومړی فصل مطرح سوالونه، تیوري او ولې دغه کتاب لیکلو ته اړتیا وه بحث کوي. دوهم فصل د پاکستان او هند تر منځ پر اړیکو او د دواړو هیوادونو تر منځ د کشمکشونو باندې بحث کوي. لیکوال استدلال کوي چې پاکستان د یو غیرمصئونه هېواد په توګه وزېږېد، سره له دې چې موخه یې په سویلي اسیا کې مسلمانانو ته سیاسي، ټولنیز او بنسټیز امنیت برابرول وو. خو له هند سره د دښمنۍ له امله، پاکستان پر یو امنیتي دولت بدل شو. په پاکستان کې امنیتي ادارې د تصمیم نیولو اصلي سرچینه ده او اصلي واک لري. لیکوال دا هم تشریح کوي چې پاکستان څرنګه پر یو امنیتمحوره دولت واوښت او په دې تړاو د برېتانوي هند له وېش وروسته پېښو ته کتنه کوي. د بېلګې په توګه، لیکوال استدلال کوي چې د جناح او د برېتانوي وایسرای تر منځ د اړیکو د خرابوالي له امله، پاکستان د شتمنیو په وېش کې متضرره شو؛ ځکه پاکستان ته یوازې یو ثلثه نظامي تجهیزات او ۱۷ سلنه عواید ورکړل شول. همداراز، د کشمیر پر سر لانجه، د بنګلهدېش بېلتون، او نور فکتورونه هغه لاملونه شول چې پوځ په واک کې پاتې شي او پاکستان تر ډېره یو امنیتي دولت شي. د لیکوال په باور، همدغه نامصئونه حالت د دې لامل شوی چې پاکستان د خپلې بقا لپاره هرومرو اتومي وسلې ترلاسه کړي او واک له پوځ سره پاتې شي.
درېیم فصل د پاکستان د اتومي وسلو د پروګرام په اړه په مفصله توګه بحث کوي. لیکوال په ابتدا کې د اتومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره تاریخي اړخونو تر څنګ هغه عوامل هم څېړلي چې له مخې یې پاکستان د اتومي وسلې جوړولو ته وهڅېده. . د لیکوال په اند، د پاکستان لپاره تر ټولو لوی محرک د ۱۹۷۰مې لسیزې پرمهال د هند لهخوا د اتومي وسلو ترلاسه کولو هڅې وې. د دې وېره موجوده وه چې ښایي یوه ورځ ۱۱۰ میلیونه پاکستانيان له خوبه راپاڅي او د ډهلي له راډیو واوري چې هند اتومي وسلې ترلاسه کړې دي. همدغو اندېښنو ته په کتلو، هغه مهال ذوالفقار علي بوټو پارلمان ته په خپله وینا کې وویلې چې که څه هه پاکستان به واښه وخوري، خو اتومي وسلې به هرومرو جوړوي.
ښاغلي عباس د کتاب څلورم، پنځم او شپږم فصلونه، د ډاکټر عبدالقدیر خان د شبکې او له ایران، شمالي کوریا او لیبیا سره د هغه اتومي اړیکو ته ځانګړي کړي دي. لیکوال څېړي چې آیا د اتومي وسلو د خپرېدو هڅې د عبدالقدیر خان شخصي پرېکړه وه، او که د پاکستان پوځ او حکومت هم پکې شریک وو؟ همداراز، دا فصلونه دا هم تشریح کوي چې پاکستان څرنګه د دې شبکې په کنټرول کې پاتې راغی، او هغه کوم فکتورونه وو چې ډاکټر خان یې د اتومي وسلو د خپرېدو هڅو ته وهڅاوه. د لیکوال پایله دا ده چې د اتومي وسلو د خپرېدو اصلي مسوول عبدالقدیر خان و، خو د پاکستان حکومت هم له ده سره شریک و.
اووم فصل د ډاکټر عبدالقدیر خان د ژوند، مذهبي باورونو، غرب ضد نظریاتو او شخصي تمایلاتو ته ځانګړی شوی دی. لیکوال هغه یو مذهبي شخصیت معرفي کوي چې باور یې درلود چې اسلامي نړۍ باید اتومي وسلې ولري، څو د لوېدیځ له تسلطه خلاصون ومومي.
اتم فصل د پاکستان سیاسي بې ثباتي، د ملکي-نظامي ادارو تر منځ کشمکش او د اتومي پروګرام پر مدیریت کمزوري کنترول او همدا راز پر دې چې پاکستان به اتومي پروګرام سعودي یا بل هر هېواد ته ورکړي بحثوي.
د کتاب ژبه ساده او روانه ده. لیکوال یې دقیقه څېړنه کړې او پراخه منابع یې کارولي دي.خو یوه نیمګړتیا چې په کتاب کې لیدل کیږي هغه د کتاب تحلیلي اړخ کمزوری دی. کتاب تر ډېره توصیفي بڼه لري. له دې سره سربېره د کتاب سرلیک هم یو څه مغشوش ښکاري، ځکه ډېره توجه یې د عبدالقدیرخان د اتومي وسلو د خپرولو شبکې ته ځانګړې کړې ده، نه د پاکستان اتومي وسلو د ترلاسو کولو پر بهیر تفصیلي بحث کړی دی.
کتاب د سیاسي علومو محصلینو او د نړیوال سیاست علاقمندانو لپاره د مطالعې وړ اثر دی.