LOADING CLOSE

د یونان د پېلوپونیزین جګړې او نړیوالې اړیکې – داوود محمدي

داوود محمدي
لیکوال او څېړونکی

داوود محمدي د طرزي څېړنیز بنسټ مرستیال دی. نوموړی د افغانستان د سولې بهیر، سیمه‌ییزې همکارۍ، او جیوپولیټیکي مسایلو کې تخصص لري.  محمدي د پاکستان له عبدالولي خان پوهنتونه په سیاسي علومو کې لېسانس او د هند له جنوبي آسیا پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماسټري لري.

د یونان د پېلوپونیزین جګړې د نړیوالو اړیکو او سیاسي علومو په ډګر کې د ګڼو بحثونو او تیوریو زېږنده بلل کېږي. د یونان نومیالي مورخ تیوسیدیدس چې د دغو جګړو د تاریخ په اړه یې کتاب لیکلی، د آتن او میلیوس ترمنځ د جګړې او مذاکرې په تړاو له یوې مکالمې یادونه کوي. د دواړو لوریو ترمنځ دا مکالمه د نړیوالو اړیکو د دوو تېوریو، یعنې د ریالیزم او ایډیالیزم د پیل ټکی ګڼل کېږي، چې ان نن ورځ هم د زورورو او کمزورو دولتونو ترمنځ د قدرت توازن په ښه توګه انځوروي.

دغه مکالمه د میلاد نه وړاندې په ۴۱۶ کال کې شوې وه. آتن، چې هغه مهال یې ځان د یوه سمندري امپراتور په توګه تثبیت کړی و، غوښتل چې د میلوس کوچنی، بې‌طرفه او خپلواک دولت بې قید و شرطه تسلیم شي، او که نه، نو د زور له لارې به یې مستعمره کړي. د دواړو دولتونو د استازو ترمنځ دغه خبرې اترې تر نن پورې د زور (ځواک) او اخلاقو له زاویې لاندې تحلیلېږي.

د آتني استازو قاطع، بې‌پروا او سړه رویه د ریال‌پالیټیک (Realpolitik) ښکاره نمونه وه. دوی د میلیانو د عدالت، اخلاقو، انصاف او ارزښتونو پر بنسټ استدلال بې‌ځایه باله، او یوازې د شته واقعیتونو، واک، ځواک او مادي حقایقو پر اساس یې خبرې کولې. د دوی یو مشهور قول دا و:

“زورور هغه کوي چې کولای یې شي، او کمزوري هغه څه زغمي چې باید یې وزغمي.”

دا په ظاهره متکبرانه جمله د آتن د ریالیستي سیاست اساس وو، چې نن ورځ هم د نړیوال سیاست په ډګر کې لیدل کېږي. د آتن استازو دا باور درلود چې نړۍ یو انارشیک سیستم لري، یعنې داسې یو نړیوال جوړښت او هیڅ مطلق ځواک نشته څو ټول دولتونه کنټرول کړي او د جګړو مخه ونیسي. نو د دوی لپاره یوازینۍ حللاره دا وه چې ځواک تر لاسه کړي، او هغه بیا دومره زیات کړي چې نه ورته کوم خطر پېښ شي، او نه یې هم کوم سیال وده وکړي/یا پيدا شي. د دوی په باور، د ځواک او واک په سیالۍ کې هېڅ الهي، اخلاقي ارزښت یا ټولنیز نورم باید خنډ نه وي. ځان‌ساتنه او د ملي ګټو خوندیتوب له هر څه نه مهم ګڼل کېدل.

بل‌خوا، د ایډیالیزم پلویان، یعنې د میلیوس استازي، که څه هم له نظامي او پوځي پلوه کمزوري وو، خو د حق، عدالت، خپلواکۍ او ان د خدای د انصاف په تمه وو. دوی باور درلود چې که انسانان عدالت تر پښو لاندې کړي، نو یوه ورځ به الهي عدالت حتماً راښکاره شي. هغوی همداراز تمه لرله چې اسپارتا – د آتن ستر سیال – به د دوی له “حقه” ملاتړ وکړي.

خو د نړیوالو اړیکو د ریالیزم د تېورۍ له نظره دا یوه ساده‌ګي او ځان غولونه وه. زورورو آتنیانو دا هیلې غیرواقعي وبللې، او ویې ویل چې هر څوک چې خپله بقاء د بل له مرستې سره تړي، انجام یې تباهي/نابودي ده.

که څه هم تیوسیدیدس چې یو ناپېیلی مورخ بلل کېږي، دغه مکالمه یې په داسې طرز لیکلې چې دا پیغام ترې اخیستل کېږي: امپراتورۍ که هر څومره زورورې شي، خو که انصاف او اخلاقي ارزښتونو ته درناوی او ژمنتیا و نه لري، بالاخره ماتې خوري. آتن، چې د میلیوس استازو له خوا د تسلیمۍ پیغام تر لاسه نه کړ، پرې برید یې وکړ او هغوی یې مات کړل، خو وروسته خپله هم د ځواک له لوړ پوړي مقامه راولوېدل.

نن هم پوښتنه همدا ده چې:
آیا دولتونه باید یوازې د قدرت له عینکو نړۍ ته وګوري؟ که اخلاق، ارزښتونه او انصاف هم مهم رول لري؟

د آتنیانو او میلیانو ترمنځ دغه ډایلاګ، چې احمد بلال ژباړلی، ولولئ، او د نړۍ د اوسني وضعیت په اړه فکر وکړئ.

https://geoafghanica.com/له-میلاده-۴۱۶-کاله-وړاندې-د-میلان-ډایلو/

error: Content is protected !!