په [نا]لېبراله نړیوال نظم کې “بحران”؟ – احمد بلال خلیل

احمد بلال خلیل
احمد بلال خلیل له قائداعظم پوهنتونه د نړیوالو اړیکو په برخه کې ایمفېل کړی او دا مهال د بارسلونا د نړیوالو مطالعاتو په انستیتیوت کې خپله دویمه ماسټري کوي. نوموړی د «افغانستان او چین؛ دوهاړخیزې اړیکې (۱۹۵۵–۲۰۱۵)» کتاب لیکوال دی او د «افغانستان په تېره یوه نیمه لسیزه کې» د یو تحلیلي او څېړنیز راپور مخکښ څېړونکی پاتې شوی. ښاغلي خلیل نږدې پنځه کاله په افغانستان کې له یو شمېر څېړنیزو مرکزونو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره د څېړونکي په توګه کار کړی دی.
لیکوال: احمد بلال خلیل
“راتلونکی د نړۍپالو نه، بلکې د وطنپالو دی”
— ولسمشر ډونلډ ټرمپ
د ۲۱مې پېړۍ له دویمې لسیزې راهیسې نړیوال لېبرال نظم له دننه او بهر څخه له سختو فشارونو سره مخ دی. له همدې امله د جان میرشایمر په څېر ځینې منتقدین یې مرثیې لیکي او ادعا کوي چې دغه نظم “د ناکامېدو په درشل ولاړ دی”. په داسې حال کې چې د دې نظم پلویان دا مني چې دا نظم له ژور “بحران” سره لاس و ګرېوان دی، خو د دوی په ګومان دا نظم لا اوس هم ژوندی دی، څاه اخلي او مړ نه دی.
د مونیخ د امنیتي کنفرانسونو په څېر فورمونو دا موضوع په ۲۰۲۱ کال کې بحث کړې وه او په خپل رپوټ کې یې منلې وه چې موږ د یوې داسې نړۍ په لور روان یو چې “لویدیځوالی” پکې کمېږي او ان پخپله “لویدیځه” نړۍ د لویدیځوالۍ په څېر ارزښتونو سره په واټن کې ده. د دوی لپاره لویدیځ کومه جغرافیه نه، بلکې د ارزښتونو، نورمونو او ایډیالوژۍ یوه مجموعه ده، یعنې لېبرالیزم. له همدې امله د دوی په وینا اوسنی “نالویدیځوالی” د لېبرالیزم پر شته والي منفي اغېزه کړې ده.
د نړیوال لېبرال نظم د بحران په تړاو اساسي پوښتنه دا ده چې: ولې نن ورځ دا نظم له بحران سره مخ شوی دی؟ ایا دا بحران پخپله د لېبرالو ارزښتونو له امله دی او که له بهر څخه د راپورته کېدونکو ګواښونو له کبله رامنځته شوی دی؟ خلکو دې بحران ته څنګه غبرګون ښودلی او راتلونکی یې څه ډول ښکاري؟ دغه لیکنه د بیاته ژاهن د مقالې “لېبراله نړیوالپالنه: تاریخي مسیر او اوسنۍ تمې” په غبرګون کې لیکل شوې. دې لیکنې ځینې یادې پوښتنې په ژوره توګه څېړلي، خو ځینې نورې یې بیا له پامه غورځولي دي.
د “بحران” روایتونه
په اکاډیمیکو او سیاسي حلقو کې د نړیوال لېبرال نظم د اوسني “بحران” په تړاو دوه سیال روایتونه شته دي. بیاته ژاهن هم دا دوه روایتونه په خپله لیکنه کې تشریح کړي دي.
لومړی روایت په ډېری توګه د لېبرالو له خوا تکرارېږي. دوی استدلال کوي چې ستونزه په خپله په لېبرال نړیوال نظم کې نه، بلکې په امریکایي استثنا پسندۍ او د هغې په ناکامیو کې ده. د دې ترڅنګ د پاپولیستي افکارو راپورته کېدا د اوسني نظم “بحران” ته لاره هواره کړې ده. خو پاپولیزم او د بهرنۍ پالیسۍ هغه ګامونه چې له لېبرالو ارزښتونو سره همغږي نه دي، یوازې تر امریکا محدود نه دي. اروپا هم خپلې تېروتنې او ستونزې لري. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په حقه ویلي دي چې اوسنۍ نړیواله بې ثباتي په منځنيختیځ او نورو سیمو کې د لویدیځوالو د تېروتنو له امله په “ژوره توګه اغېزمنه شوې ده”. له همدې ځایه دوی نور نه شي کولای چې “نړیوال نظم د خپلو ارزښتونو مطابق پرمخ بوځي.”
دویم روایت د ښي اړخو پاپولیستانو روایت دی. دوی استدلال کوي چې لېبرالو ارزښتونو په لویدیځو هېوادونو کې ملي ګټې او د اکثریتو غږونه تر پښو لاندې کړي دي. دوی لېبرالیزم یوازې د نخبهګانو یا ایلیټکلاس ایډیالوژي ګڼي. د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان لېبرالیزم ننګوي او دا له کمې ډیموکراسۍ سره تشبیه کوي، ځکه د ده په وینا دا پاپولیستانو یا “مسیحي” ډیموکراسۍ ته ځای نه ورکوي. دی باور لري چې ډېر ژر به اروپا له لېبرالیزم سره “خدای پاماني” وکړي، ځکه دا یو “نادیموکراتیک” نظام دی. د دې روایت پلویان ساتنپالنې (پروټکشنیزم) ته پر ازادې سوداګرۍ لومړیتوب ورکوي، د کډوالو پر وړاندې د پرانیستو پولو پر ځای د بندو پولو او دروازو تګلارې غوښتونکي دي او له سیمهییزو او نړیوالو ادارو څخه وتل غواړي، نه دا چې پياوړې یې کړي.
د لومړي روایت حللاره د نظام اصلاح کول دي، خو د پاپولیستي روایت حل یوازې د دغه نظم “ماتول” او له منځه وړل دي.
ولې لېبرال نظم له “بحران” سره مخ دی؟
په ډېری توګه او ډېری مهال د پاپولیزم راپورته کېدا او نالېبراله بهرني سیاستونه د اوسني بحران اصلي لاملونه ګڼل کېږي. خو پخپله په لېبرالیزم کې هم ستونزې شته چې دا بحران لا پسې ژوروي:
لومړی؛ لېبرال ارزښتونه ډېری مهال د یو بل ضد وي. اقتصادي تړلتیا او نړیوالتوب د ملي حاکمیت پر ضد عمل کوي. د بشرپالنې او د خونديکولو تر نامه لاندې په نورو هېوادونو کې لاسوهنې، د نه مداخلې له بنسټیز اصل سره په ټکر کې دی. په داسې حال کې چې دا ډول لاسوهنې تر ډېره د لویدیځو د ملي ګټو او ایډیالوژۍ په رڼا کې ترسره کېږي.
دویم؛ د لویدیځوالو ارزښتونه نه نړیوال دي او نه هم تل “لېبراله” وي. نورو هېوادونو ته د دې ارزښتونو صادرول په کوربه هېوادونو کې ستونزې پیدا کوي، چې دا بیا د فردي ازادۍ او انتخاب په څېر اصلونو سره په ټکر کې دي او دا هغه څه دي چې پخپله د لیبرالیزم بنیاد ګڼل کېږي.
درېیم؛ د اوسني نړیوال لېبرال نظم بهرنۍ تګلارې له داخله سرچینه اخلي یا یو inside-outside تعامل دی. په تاریخي توګه، بهرني سیاست د لویدیځ داخلي سیاست ته کار کړی (یا outside د inside خدمت کړی دی)؛ خو اوسنی حالت د دې برعکس دی. پخوا چې غرب له مستعمرو اقتصادي ګټه اخیسته، نن دا هر څه [اقتصادي ګټې] د پانګونو او دندو د outsource کولو په بڼه بیرون ته “صادروي”. همداراز، د کډوالو، مهاجرو او ان “ترهګرو” په بڼه سیاسي شخړې بیا له بهر څخه “واردېږي”. دا بیا هغه څه دي چې پخوا به له لویدیځه نالویدیځې نړۍ ته صادرېدې.
وروستی؛ نړیوال لېبرال نظم له داخلي نظم سره توپیر لري. نړیوال نظم باید د داخلي نظم په څېر ټولشموله وي. قدرت باید له نورو سره شریک شي، لکه څرنګه چې په داخلي سیاستونو کې واکونه په ټولنه کې وېشل کېږي او ډېری مهال نورو ته له ټاکنو وروسته هم ورسپارل کېږي. خو اوسنی نړیوال لیبرال نظم دا اصل هېر کړی دی.
د بیاته ژاهن د انتقاد ستونزې
بیاته ژاهن د لېبرالې نړیوالپالنې انتقاد ته له رغښتیز لیدلوري کتنه کوي، چې د پانګوالۍ، امپریالیزم او د ملکیت حقونو او ډیموکراسۍ ترمنځ اړیکې ترسیموي. چې دا د لینن د امپریالیزم تیورۍ ته ډېر ورته دی. ژاهن د لېبرال نړیوال نظم یو تک تور انځور وړاندې کوي او د دې نظام یو شمېر لاسته راوړنې له پامه غورځوي. له همدې امله، جان ایکنبیري د هغې لیدلوری ډیر “بدبینانه” ګڼي او موراوسچیک خو یې ان “بیځایه، بیځایه، هر چیرې بیځایه!” بولي.
د دې ترڅنګ بیاته ژاهن دا استدلال هم کوي چې د لېبرال نظم د بقاء لپاره یو “بهرنی ګواښ” اړین دی. خو ترڅنګ یې ژاهن د “نورو” ظهور یا د چینايي “ګواښ” راپورته کېدل د اوسني بحران لامل هم ګڼي. دا له یو بل سره په ټکر کې دي. د ژاهن د ادعا برعکس دغو بهرنيو ګواښونو لېبرالیزم بېرته نه دی ژوندی کړی، بلکې ژوند یې ترې اخیستی دی. برعکس دا د پاپولیزم په څېر “کورني” ګواښونه دي چې دغه نظم د چینجیو په څېر له داخله خوري او د نورو راپورته کېدلو په څېر بهرني ګواښونه دي چې دغه نظم یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
د بیاته ژاهن انتقاد په ډېری توګه لویدیځمحوره دی. هغې د لیبرالیزم مفکوره تر لویدیځ محدوده کړې او پر نالویدیځو، خو ډیموکراتو هېوادونو سترګې پټوي. ان که موږ د ژاهن دا نظر ومنو چې اوسنی لېبرال نظم له خپل تاریخه کړېږي او که څه هم لېبرالیزم، امپریالیزم او تبعیضي ډیموکراسۍ ته وده ورکړې ده (لکه تر ۱۹۶۴ کال پورې د امریکا بېلګه)، خو نالویدیځه ډیموکراسي بیا ورته تاریخ نه لري، بلکې هغوی په اصل کې قربانیان دي، نه مجرمین. کله چې غرب خپل تسلط له لاسه ورکوي، نو دا نالویدیځه ډیموکراسي به راپورته کېږي. د لویدیځ برعکس، دا هېوادونه خپل د ازاد بازار اقتصادونه له امپریالیزم سره نه تړي. حیرانوونکې دا ده چې دوی لا هم د نیمګړتیاوو سربېره لېبرالو او ډیموکراتو ارزښتونو ته ژمن دي.
د لېبرال نظم راتلونکی
لېبراله نړیوالپالنه که څه هم کمزورې شوې او له بحرانونو سره مخ ده، خو لا هم د نړیوالو چارو لپاره یو ارزښتناکه لید وړاندې کوي. له خپلو نیمګړتیاوو سره سره د ډیموکراتې سولې تیوري لا هم د ریالیستانو لپاره یوه مهمه ننګونه ده. لېبرالیزم هیڅکله هم بشپړه تیوري نه وه. دې تل بدلون موندلی دی، ځان یې سم کړی او له نویو چېلنجونو سره یې ځان عیار کړی دی. لکه څنګه چې جان ایکنبري وایي، لېبرالیزم یوه مبارزه ده، نه کومه بریا.
همدا لامل دی چې د دې نظم راتلونکی د حالاتو له بدلېدو سره د لېبرالیزم د تطابق له وړتیا سره تړل شوی دی.
د چین، هند او برازیل په څېر راپورته کېدونکي ځواکونه د لېبرال نړیوال نظم سره په بشپړه توګه مخالف نه دي. همدا لامل دی چې یو شمېر منتقدین دوی “محافظهکاره نړیوالپالان” ګڼي. د بېلګې په توګه، چین د اتومي وسلو نه خپرېدل او ازادې سوداګرۍ په څېر د دې نظم یو شمېر برخې مني، خو د AIIB په څېر د متبادلو بنسټونو په جوړولو خپلې یو شمېر نورې ګټې هم خوندي کوي. دغه راز، چین د بشري حقونو په څېر مفکوره د خپلو ارزښتونو سره په همغږۍ مني. همدا لامل دی چې د یو شمېر څېړونکو او شنونکو په وینا چین د اوسني نظم یو شمېر ناسیاسي برخې مني خو د هغې “ایډیالوژیکې” برخې بیا نه مني.
په بل اړخ کې، هند او برازیل له روان نظم ملاتړ کوي، خو ترڅنګ یې ترې ناخوښه هم دي. دوی په اوسني نظام کې داسې اصلاحات غواړي چې د دوی له سیاسي راپورته کېدو سره سر وخوري. له همدې امله، د لېبرال نظم راتلونکی به له دې راپورته کېدونکو قدرتونو سره پر توافق او د دوی اړتیاوو ته له ځواب ورکولو سره تړلی وي.
جان ایکنبیري، چې د لېبرالیزم مفکر دی، د دې نظم راتلونکی نږدې همدا ډول ارزوي. دی څلور اصلي سرچینې ښيي چې دا نظم به ژوندي وساتي:
لومړی؛ د ویسټفالیا نظام چې له ۱۶۴۸ کال راهیسې دوام لري او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ازادې سوداګرۍ نورم، چې تر اوسه پاتې دی، په څېر اوږدمهاله پروژو شتون د دې نظم د بقاء لپاره مهم دی.
دویم؛ دا حقیقت چې هېڅ یو دولت هم پخپله دا نظم نه چلوي، بلکې دا یو پرانیستی او قانوني نظم دی او د جرمني او جاپان په څېر هېوادونو ته هم ګټه رسوي، بل هغه اصل دی چې د دې نظم پایښت به دوامدار کړي.
درېیم؛ راپورته کېدونکي هېوادونه په بشپړه توګه له دې نظم سره مخالف نه دي. دغه هېوادونه لا هم “پرانیستی نړیوال اقتصاد” غواړي. دا د دې نظم د پایښت لپاره هیله بښونکی دی.
وروستی؛ ان که چین وغواړي چې یو بدیل نظم رامنځته کړي، دا به تر ډېره یو سیمهییز نظم وي، نه نړیوال نظم.
همدا لامل دی چې د اوسني نړیوال نظم یو بشپړ بدیل جوړول به ډېر سخت کار وي، په تېره په داسې حال کې چې نړۍ د څو قطبي کېدو پر لور روانه ده او هغه څه چې په نږدې راتلونکي کې تر ډېره شوني برېښي هغه به په اوسني نظم کې اصلاحات او سمونونه وي، نه د کوم بل نړیوال نظم رامنځه کېدل.
پای