ایا چین د خلاصو سرچینو پر مټ د مصنوعي ځیرکتیا واکمني ترلاسه کول غواړي؟ – میګها شریواستاوا
لیکواله: میګها شریواستاوا
ژباړه: عنایت الرحمان عازم
سرچینه: دېپلومات
د امریکا د تړلو او خصوصي ماډلونو خلاف، چین د دولت له ملاتړ او خلاصو سرچینو څخه ګټه اخلي، څو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې پرمختګ ګړندی کړي. په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا چټک پرمختګ روان دی. دا پرمختګ د علي بابا، بایدو، ټېنسنټ او ایفلاي ټیک په څېر سترو شرکتونو له لوري رهبري کېږي او اوس د خلاصو سرچینو پر بنسټ مخته ځي. د علي بابا د Qwen 3 لړۍ او Qwen 2.5 په څېر ماډلونه، چې د GPT-4 Turbo سیال ګڼل کېږي، پر پرانیستو چوکاټونو (open frameworks) باندې بنا دي. دا چوکاټونه د مصنوعي ځیرکتیا نور وڼده وال ګډون ته هڅوي او دا ماډلونه له بېلابېلو پلاټفورمونو سره یو ځای کړي. قوین، چې د خلاصو سرچینو سرلاری یادېږي، د نړۍ په کچه د خلاصو سرچینو پر بنا د مصنوعي ځیرکتیا په ډګر کې له درېیو مخکښو برخه والو څخه شمېرل کېږي.
د بایدو ERNIE ماډلونه، لکه مشهور ERNIE Bot او د ټېنسنټ Hunyuan، دواړه د چین د مصنوعي ځیرکتیا له پراخې فضا څخه ګټه اخلي. پدې فضا کې پوهنتونونه، نوې کمپنۍ او تخنیکي شرکتونه خپل وسایل، معلومات او ماډلي جوړښتونه له یو بل سره شریکوي. همدا راز ډ ای فلایټېک Spark 4.0 Turbo ماډل هم ښه ځلیدلی چې دا ټول د دې شریک نوښت بریالیتوب ښیي.
امریکا کې د AI ډېری ماډلونه تړلي او د خصوصي شرکتونو ملکیت وي، خو چین د دوی برعکس د دولت په ملاتړ او خلاصو سرچینو تکیه کوي. دا تګلاره شرکتونو ته د مصنوعي ځیرکتیا د نورو ماډولونو د برابرولو، ازمایښت او پراختیا زمینه برابروي. ځکه خو چین په کور دننه د مصنوعي ځیرکتیا پیاوړی چاپیریال رامنځته کړی دی. ځکه چین غواړي د لوېدیځ له اکمالاتي لارو پرته خپله ټکنالوژي پراخه کړي. همداراز، بیجینګ دا اراده هم لري چې د مصنوعي ځیرکتیا په نړیوال ډګر کې ځان ته ځانګړی ځای ومومي.
چین د دې پر ځای چې د امریکا له خوا د مهمو ټکنالوژیو د مخنیوي هڅو ته د بندیزونو یا صادراتي محدودیتونو له لارې غبرګون وښيي، دا هڅه کوي چې یو غیر متمرکز (غیر مرکزي) روش غوره کړي، تر څو خپله صنعتي زیربنا په اوږدمهاله ډول خوندي کړي. په همدې چوکاټ کې، چین چې اوس د خلاصې سرچینې پر اساس د مصنوعي ځیرکتیا پراختیا ته مخه کړې، دا بدلون یې د یو ډول چریکي اقتصادي تګلارې سره ورته دی. دا ستراتیژي دا مانا لري چې چین هڅه کوي د نړیوالو اکمالاتي زنځیرونو کمزورۍ ومومي، له نړیوال جنوب سره خپلې اړیکې ژورې کړي او خپله کورنۍ نوښتګري د لوېدیځو ټکنالوژیو پر ځای، د یو غوره بدیل په توګه وړاندې کړي. داسې بدیل چې ډېر ګډون کوونکی، غیرمتمرکز، خلکو ته نږدې او د لاسرسي وړ وي.
چین مصنوعي ځیرکتیا د ملي لومړیتوب په توګه نه یوازې د هېواد د سیالۍ ځواک د پیاوړتیا لپاره مطرح کړې، بلکې دا هڅه هم کوي چې وښيي خصوصي سکتور یې څنګه د دولت تر چتر لاندې وده کوي او بریالی کېږي. اوس د چین او امریکا تر منځ د مصنوعي ځیرکتیا سیالي هغه پړاو ته رسېدلې چې تمرکز یې پر دې دی چې کوم هېوادونه به د نوښت مشري د خصوصي سکتور له لارې وکړي او کومه تګلاره به د راتلونکې مصنوعي ځیرکتیا پرمختګ لپاره اغېزناکه وي. دا هم مهمه شوې چې نړیوال ځواکونه ان منځني یا نوي راټوکېدلي هېوادونه به څنګه غبرګون وښيي.
د چین د دې تګلارې قوت دا دی چې خلاصې سرچینې نه یوازې د یو تخنیکي ماډل په توګه کاروي، بلکې د لوېدیځو ټکنالوژیو پر وړاندې یې د یوې فکري او ایډیالوژیکې وسلې بڼه ورکړې ده. چین هڅه کوي چې ځان د نړیوالو اصولو او چوکاټونو د جوړولو مشرۍ ته ورسوي. داسې اصول چې کوچني او نویو مصنوعي ځیرکتیا هېوادونو ته هم فرصت ورکړي. د تیر کال G-20 غونډه کې ولسمشر شي جینپینګ وویل “د AI پراختیا باید یوازې د شتمنو هېوادونو سیالي نه وي.” چین دا موضوع بیا بیا د ملګرو ملتونو په څېر نړیوالو غونډو کې راپورته کړې، لکه د مصنوعي ځیرکتیا وړتیا لوړولو د عمل پلان او د ملګرو ملتونو د مصنوعي ځیرکتیا پرېکړهلیک له لارې. دا تګلاره چین ته دا زمینه برابروي چې د نړیوالو اصولو او چوکاټونو د ټاکلو په روانه سیالۍ کې خپل نفوذ لا پیاوړی کړي.
د خلاصې سرچینې پراخ ملاتړ چین ته دا زمینه هم برابره کړې چې داسې بدیلونه پراخ کړي چې د لوېدیځو اکمالاتي زنځیرونو او د جواز ورکولو له مقرراتو لږه تکیه پرې لري. دا ستراتیژي چین ته دا توان ورکوي چې د صادراتي بندیزونو پر مهال هم خپل تخنیکي ثبات وساتي او ځان د یو باور وړ هېواد په توګه مطرح کړي. داسې هېواد چې د نړیوالې مصنوعي ځیرکتیا رهبرۍ لپاره نوي او بدیل اصول او چوکاټونه وړاندې کولای شي.
د چین د مصنوعي ځیرکتیا ډیپلوماسي د خپلې کورنۍ ټکنالوژۍ د پراختیا له ماډل سره همغږې ده او دا کار کولای شي د لوېدیځو اصولو او ارزښتونو اوسنی اغېز زیانمن کړي. سره له دې چې امریکا د ازادې او دیموکراتې فضا مدافع ګڼل کېږي، خو پر تړلي یا بند سرچینې مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو یې تکیه ښيي چې ښایي نړیوالو بحثونو کې یې د ټول شموله او ګډو نوښتونو مشري محدوده کړي.
خو د دې دوه بېلابېلو ماډلونو تر شا ژور جوړښتي توپیرونه پراته دي. لکه څرنګه چې د مصنوعي ځیرکتیا د ادارې یا تنظیم موضوع ورځ تر بلې حساسه کېږي. د چین خلاص سرچینې ماډلونه ښايي د اصولو د خپراوي له لارې خپل نفوذ پراخ کړي، خو لا هم د شفافیت، د معلوماتو د اعتبار او د خلکو د باور اړوند پوښتنې پر خپل ځای پاتې دي. برسېره پر دې، سره له دې چې چین د مصنوعي ځیرکتیا پرمختګونو په اړه لوړې ادعاوې کوي، د DeepSeek شرکت کیسه تر اوسه د چین د بشپړ بریا واقعي استازیتوب نه شي کولای. د دې ماډل د روزنې مهم معلومات او جزییات لا هم پټ ساتل شوي او د شرکت ژمنتیا د ملي قوانینو پر بنسټ، د نړیوالو د دقیقې څارنې غوښتنه کوي. ځینو اروپايي هېوادونو لا هم دا پلاتفورم د خپلو کاروونکو لپاره بند کړی، ځکه دوی د محرمیت او د معلوماتو د انتقال له خطرونو اندېښنه لري.
په همدې حال کې، امریکا له دې ننګونې سره مخ ده چې څنګه د تجارتي ګټو او د نړیوالو اړتیاوو تر منځ تعادل وساتي. په ځانګړې توګه د خلاص، مسوولانه او عادلانه مصنوعي ستندردونو په برخه کې. که څه هم لوېدیځې ټکنالوژۍ ځان د دیموکراتو ارزښتونو استازي معرفي کوي، خو د دوی د صادراتو ماډل اکثره وخت د شرکت محوره استعمار پر بنسټ ولاړ وي، چې د ګلوبل ساوت یا جنوبي نړۍ څخه سرچینې او انساني ځواک راکاږي.
دا روانه سیالي ښيي چې نه د چین ماډل بشپړ دی او نه د امریکا. راتلونکې مشري به پر دې پورې تړلې وي چې کوم هېواد کولای شي ځان له شرایطو سره عیار کړي او د دواړو سیالو ماډلونو تر منځ یو پل جوړ کړي. سره له دې چې دواړه ځواکونه هڅه کوي خپل موجود جوړښتونه خوندي او خپل ایډیالوژیک اصول وساتي، خو د یو ریښتیني نړیوال مصنوعي چوکاټ اړتیا دا ده چې دا چوکاټ باید پر ګډه اداره، مسوولانه او عادلانه لاسرسي، څو اړخیزې همکارۍ او د امنیت او پرمختګ تر منځ پر تعادل ولاړ وي.