کتابښود: افغانستان او ملګري ملتونه (د ډاکټر محمد ضامن مومند پر کتاب تبصره) – احمدالله ارچیوال
د کتاب نوم: افغانستان او ملګري ملتونه (۱۹۴۶ څخه تر ۱۹۶۶)؛ یوه سیاسي څېړنه
لیکوال: ډاکټر محمد ضامن مومند
کره کتونکی: احمدالله ارچیوال
د لویدیځ زیاتره څېړونکي په دې اند دي چې د شلمې پېړۍ په نیمايي کې افغانستان د دولت جوړونې په برخه کې د کور دننه په پرتله پر نړیوال ډګر زیات فعال و. افغانستان د ملګرو ملتونو د سازمان له رامنځته کېدو یو کال وروسته د دې سازمان غړیتوب ترلاسه کړ. له دې وړاندې افغانستان په ۱۹۳۴ کال کې د لیګ اف نېشنز (د ملتونو ټولنې) غړیتوب ترلاسه کړی و. ډاکټر ضامن مومند پخپل کتاب کې د افغانستان د دغه فعالیت پر یوې برخې تمرکز کړی او د ملګرو ملتونو د سازمان له رامنځته کېدو څخه یو کال وروسته تر دوه لسیزو پورې يې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان فعالیت څېړلی دی.
دې کتاب کې د ملګرو ملتونو له تاریخي اسنادو څخه په استفادې د موضوع په تړاو لیکل شوي دویم لاس سرچینې ( علمي مقالې او کتابونه) د سرچینو په توګه کارول شوي. دا کتاب پر کیفیتي څېړنو ولاړ او د څېړنې ډول یې تاریخې څېړنو ته ورته دی. ډاکټر ضامن مومند تر ډېره وخته په افغانستان کې د شاهي نظام موجودیت، د اغېزناکو رسنیو د نه موجودیت له امله د افغانستان د باندنۍ تګلارې په اړه د بحثونو نه موجودیت، افغانستان کې د ولسواکه کېدو سوکه پروسه، د حکومتونو لخوا د باندنۍ تګلارې په اړه لږ بحثونه او د افغانستان رواجي ناپېیلتوب، چې د نړیوالو لانجمنو موضوعاتو په تړاو یې د افغانستان د باندنۍ تګلارې بڼه پټه کړې وه، د موضوع په تړاو د څېړنې پر وړاندې د خنډونو په نوم یاد کړیدي.
افغانستان له ۱۹۴۶کال څخه مخکې منزوي باندنۍ تګلاره درلودله. خو په ملګرو ملتونو کې د ګډون له لارې یې باندنۍ فعاله ډیپلوماسي پېل کړه. له دې امله د دې بدلون د مطالعې لپاره دا یو مهم کتاب دی. ملګري ملتونه د نړیوالو اړیکو تر چتر لاندې د نړیوالو سازمانونو په مطالعه کې تر ټولو مهم نړیوال سازمان دی. له دې امله د دغه سازمان سره د افغانستان د اړیکو مطالعه طبعآ د کتاب د ارزښت دویم ستر لامل دی.
د کتاب لیکوال، ډاکټر محمد ضامن مومند، افغانستان او ملګري ملتونه(۱۹۴۶ څخه تر ۱۹۶۶) یوه سیاسي څېړنه کې لاندې بنسټیزو پوښتنو ته د ځوابونو ویلو هڅه کړې: څه شی د دې لامل شو چې افغانستان له دویمې نړیوالې جګړې وروسته فعالې باندنۍ تګلارې ته مخه کړي؟ د افغانستان د باندنۍ تګلارې اصلي موخې څه وې؟ افغانستان د ملګرو ملتونو له پلاټفورم څخه تر کومه برېده د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره ګټه پورته کړه؟ په ملګرو ملتونو کې د نړیوالو لوبغاړو لخوا د کلیدي ستونزو د حل په اړه افغانستان څه فکر درلود؟ افغانستان په خپلو کمو اقتصادي امکاناتو په ملګرو ملتونو کې څه ډول خپل رول تر سره کوه؟ د ملګرو ملتونو نورو غړو د افغانستان پر باندنۍ او کورنیو تګلارو څه اغېزې درلودې؟ او برعکس، افغانستان پر نورو هیوادونو څه ډول اغېزې درلودې؟
د دې کتاب موندنې ښيي چې افغانستان له لومړۍ ورځې د ملګرو ملتونو د ماموریت (منډېټ) ملاتړی و. د دغه سازمان د پراخېدو او بې پرې پاتې کېدو ننګه یې کوله. د افغانستان هڅه دا وه او پدې اند و چې همدا سازمان باید د نړیوالې سولې د ټینګښت وړتیا ولري. سره له دې چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې یو فعال او خپلواک نظر درلود، خو د خپل جیو پولیټیک موقعیت، کمزوري اقتصاد، په څو اړخیزې ډیپلوماسۍ کې د کمې تجربې درلودو، د کابل او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازو تر منځ د تند افهام او تفهیم نه موجودیت په څېر ستونزې درلودلې، خو بېا هم افغانستان د دې څېړنې د کلونو پر مهال په ملګرو ملتونو کې د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه له اخلاقي پلوه غښتلی او له سیاسي پلوه دوامداره دریځ درلود. افغانستان د بشر حقونو سره تړلي موضوعاتو، په ځانګړي ډول د بشر حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په اعلاميې کې ډېر فعال و. په دې اړه د افغانستان سیاست په برابرۍ او ورورګلوۍ، خپل ملي غرور ساتلو او له دې امله چې د افغانستان یوه لویه برخه پښتانه او خاوره یې بریتانوي استعمار له افغانستان څخه جلا کړې وه، نو له نورو محکومو ملتونو سره يې خواخوږي درلوده او ورسره ولاړ و.
افغانستان له ۱۹۴۶ څخه تر ۱۹۶۶ پورې د نړیوالو مسایلو په تړاو د دغه سازمان له پلاټفورم څخه په فعاله توګه خپل دریځ وړاندې کوه. خو وخت نا وخت د ځینو نورو مسایلو په تړاو افغانستان چوپ پاتې کېده، ځینې وختونه یې خپله رایه نه کاروله او په بحثونو کې یې ګډون نه کوه. د کتاب د لیکوال په اند د افغانستان دغه چلند ښايي له کابل څخه د دغو موضوعاتو په تړاو د لارښوونو نه موجودیت وي. لیکوال د افغانستان د هغه وخت حکومت کې د نړیوالو اړیکو د کارپوهانو نه موجودیت د دې چارې بل دلیل بولي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د یو شخص لخوا تر پینځلسو کلونو پورې د دې هیواد د ځانګړي استازیتوب د پر مخ بېولو چاره د دې ادعا ښه بېلګه ده.
افغانستان د ملګرو ملتونو په لومړنیو دوه لسېزو کې د هیوادونو خپلواکۍ ته په فعال ډول د یو اصل په توګه نه یواځې درناوی کړی، بلکې له هغه یې ملاتړ هم کړی. افغانستان پدغه موده کې په سیمه ییزو پوځي او نظامي سازمانونو کې له ګډون ډډه کړې او د ډېرو مسایلو په اړه یې ناپېیلی دریځ غوره کړی. د افغانستان ناپېیلی دریځ په ځانګړي ډول هغه وخت ډېر ښکاره و، کله چې د هغه مهال د دوه نړیوالو قدرتونو، شوروي اتحاد او امریکا، تر منځ د موضوعاتو په اړه د دریځونو ټکر رامنځته کېده. پدغسې حالاتو کې افغانستان زیاتره وخت د اسیایی او افریقايي هیوادونو په پل پل ایښود. دا کار د دې لامل شو چې د دوه نړیوالو قدرتونو د دریځ تر منځ په ۱۹۵۰مه لسېزه کې د اسیايي او افریقايي هیوادونو یوه درېیمه ډله، چې ناپېیلې دریځ یې درلود، رامنځته شي.
افغانستان د ملتونو د خپلواکۍ پلوی و او ان د هېوادونو د دغه حق لپاره یې د ملګرو ملتونو د رامنځته کېدو په لومړیو شلو کلونو کې د ملګرو ملتونو د قراردادونو نه یواځې مخالفت کړی، بلکې د دغو قراردادونو متبادل یې هم وړاندې کړیدي.
د کتاب موندنې ښيي، چې په ټوله کې افغانستان د ناپېیلتوب د سیاست، خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او ازادۍ، د محکومو خلکو ازادولو، د استعمار د پای ته رسولو د چټکتیا، د بشر حقونو ته د ودې ورکولو او د خپلواکۍ د اصولو د خپلې باندنۍ تګلارې د موخو د ترلاسه کولو په رڼا کې د دغه سازمان د رامنځته کېدو په لومړیو دوه لسیزو کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی و.
په ټوله کې د افغانستان د نړیوالو اړیکو او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په لومړیو دوه لسیزو کې د افغانستان د فعالیت په اړه دا کتاب یوه ګټوره څېړنه ده. زه مطمین یم چې د موضوع په تړاو د نورو څېړنو لپاره دا کتاب یوه ښه سرچینه (ماخذ) دی. خو د دود له مخې اړ یم چې زموږ پخواني همکار او د دې کتاب لیکوال ډاکټر محمد ضامن مومند ته پدې تړاو ځینې وړاندیزونه وکړم.
دا کتاب چې د مومند صیب د دوکتورا تېزس دی، هو بهو د تېزس په بڼه چاپ شوی. دا معمول ده، چې څېړونکی خپل تېزس له فراغت وروسته د یو کتاب په بڼه چاپوي، خو فارمټ یا بڼې ته یې تغییر ورکوي. له دې امله کتاب د تېزس له فارمټ څخه باید د کتاب فارمټ ته بدل شي.
په کتاب کې ځینې ټايپي تېروتنې هم موجودې دي. هغه باید سمې شي. له دې سربېره په کتاب کې د یو څو سیمو نومونو کې تېروتنه شوې، هغه باید سم شي. خو له دې مهم دا دي، چې په کتاب کې ځینې اصطلاحات لکه د محکومو خلکو لپاره د Dependent Peoples اصطلاح کارول شوې. دا اصطلاح د کتاب یوه له مهمو موضوعاتو څخه ده، چې په اړه یې زیات څه لیکل شوي. زه ډاډه یم چې مومند صیب پرې له هر چا ښه پوهېږي. خو زما په اند، دې اصطلاح ته که متبادله اصطلاح وکارول شي، د ا کار به د موضوعاتو په سم پوهاوي کې زیاته مرسته وکړي. د کتاب د سرچینو په اړه باید ووایم، چې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت د دې کتاب یوه مهمه سرچینه ده. د کتاب د ارشیفي سرچینو په برخه کې د افغانستان د باندنیو چارو وزارت اسنادو به د کتاب سرچینې لاپسې بډایه کړې وې. د سرچېنو سره تړلې بله موضوع دا ده، چې د کتاب سرچینې باید د الفبا په ترتیب سره لیکل شوې وې، نه د سرچینو د ډلبندۍ پر بنسټ.
زه پدې باور یم چې دا ارزښتاکه څېړنه باید پخوا د چاپ په ګاڼه پسلول شوې وای. خو اوس هم ډېر نا وخته نه دی. هغه څېړونکي چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان د رول په اړه څېړنو سره علاقه لري، د هغو لپاره افغانستان او ملګري ملتونه(۱۹۴۶ څخه تر ۱۹۶۶) کتاب یوه سیاسي څېړنه او یو معتبر کتاب دی.