LOADING CLOSE

له امریکا سره مخه ښه – کارل بلدت (د سویډن پخوانی لومړی وزیر)

لیکوال: کارل بلدت (د سویډن پخوانی لومړی وزیر او د بهرنیو چارو پخوانی وزیر)

ژباړه: عنایت الرحمان عازم

منبع: پراجېکټ سنډیکټ 

د حیرانتیا خبره دا نه ده چې د ډونلډ ټرمپ وروستۍ واکمني د امریکا له پخوانیو نړیوالو مسوولیتونو لاس اخلي، بلکې د دې بدلون چټکتیا تر ټولو حیرانوونکې ده. دا مهال د نړیوال نظم په جوړښت کې یوه پراخېدونکې تشه رامنځته کېدونکې ده، چې اروپا، چین او نورو لوبغاړو ته د نفوذ د خپرواي فرصتونه برابروي.

ایا موږ یوې داسې زمانې ته دننه کېږو چې د متحده ایالاتو ارزښت به پکې کم وي؟ دا پوښتنه ښايي عجیبه وي، ځکه لا هم امریکا د نړۍ مخکښ پوځي او تخنیکي ځواک، د احتیاطي اسعارو صادروونکې او د نړیوال مالي نظام ستنه ده. خو له هغې راهیسې چې امریکا پریکړه کړې چې خپل نړیوال رول ته به شا واړوي، نو ورو ورو به هغه ځواک او نفوذ هم له لاسه ورکوي چې اوس یې خپل طبیعي او مسلم حق ګڼي.

له شک پرته د امریکا ځواک او نفوذ له مخکې څخه راکم شوی دی. د دویمې نړیوالې جګړې له ختمېدو وروسته متحده ایالاتو د څو لسیزو لپاره و کولای شول چې نړیوال نظام د خپلو ګټو پر محور راوڅرخوي. د شوروي اتحاد له را پرځېدو وروسته د لنډ مهال لپاره په «یو قطبي » پړاو کې د امریکا مقام بې ساری و. خو له هغه راهیسې نور ځواکونه راټوکېدلي او نړیوالې موخې تعقیبوي. چین یې تر ټولو څرګنده بېلګه ده او اروپا هم هڅه کوي چې داسې اتحاد رامنځته کړي څو د نړیوالو چارو یو مهم لوبغاړی شي. همدارنګه ګڼ شمېر منځني ځواکونه هم غواړي خپل نړیوال اعتبار لوړ کړي.

همدا هغه شرایط دي چې له امله یې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د امریکا شاتګ ته سرعت ورکړی دی. که څه هم د “لومړی امریکا” شعار لرونکې ادارې لخوا له نړیوالو مسوولیتونو څخه لاس اخیستل ډېره حیرانوونکی نه ده، خو د بدلون دا چټکتیا رښتیا هم د پام وړ ده. همدا اوس په نړیوال نظم کې یو تشه پراخېدونکې ده.

ښکاره ده چې سوداګري د ټرمپ سره کرښه او د ذهنیت مرکزي ټکی دی. هغه دا نه مني چې تجارت دې ټولو ښکېلو اړخونو ته ګټه و رسولی شي، بلکې دا یوازې داسې لوبه ګڼي چې یا باید ګټونکي ولري یا بایلونکي او دی فکر کوي چې امریکا په کې بایلونکې ده. که څه هم دا فکر د اقتصاد له بنسټیزو اصولو او عام عقل سره تضاد لري، خو ټرمپ دا نه شي زغملی چې امریکا له نورو هېوادونو څخه ډېر توکي وارد او لږ ورته صادر کړي.

د ټرمپ په ګډون هېڅوک هم نه پوهېږي چې د نړیوالې سوداګریزې جګړې پایله به څه وي. هغه جګړه چې امریکا د اپرېل په دویمه د  “ازادۍ د ورځې” تر عنوان لاندې پیل کړه. خو یوه خبره اوس له شک پرته څرګنده ده: د امریکا ونډه به په نړیوال اقتصاد کې ورځ تر بلې کمه شي، ځکه له دوی  سره سوداګري کول ان ورباندې باوري پاتې کېدل ستونزمن کېږي.  

که څه هم امریکا یو ستر سوداګریز ځواک بلل کېږي، ولې حقیقت دا دی چې د هغې سوداګري د ناخالصو کورنیو عوایدو له پلوه د چین یا اروپایي اتحادیې تر کچې نه رسېږي. چین اوس د نږدې ۱۲۰ هېوادونو تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی، اروپایي اتحادیه د شاوخوا ۸۰ هېوادونو، خو امریکا یوازې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو لپاره لومړی لاس شریک ګڼل کېږي. اوس چې ټرمپ پر خپلو متحدینو او سیالانو پراخه ګمرکي تعرفې لګولي دي یا ورته ګواښونه کوي، د امریکا سوداګریز ځای به لا پسې کمزوری شي.

که د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې وي یا له هغه بهر وي، د امریکا نشتون به په نړیوالو همکاریو کې لاڅرګند شي. اوس چې ټرمپ امریکا د نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) څخه ایستلې، چین مخکې راغلی او د دغه سازمان تر ټولو لوی مالي تمویلونکی ګرځېدلی. نور هېوادونه به هم اړ شي چې د نړیوالو بشر دوستانه هڅو زیات مسوولیت پر غاړه واخلي. هغه مرستې چې له اوږدې مودې راهیسې د امریکا پر مالي ملاتړ ولاړې وې او اوس په چټکۍ سره کمېږي لکه د اقلیمي بدلون پر ضد د مبارزې برخه کې مرستې.

ټرمپ  ګواښونه کوي چې ګواکې پاناما کانال، کاناډا یا ګرینلنډ به تر خپل واک لاندې راولي. په همدې وخت کې د امریکا بهرنی سیاست ورځ تر بلې شاته ځي او خپل نړیوال رول پرېږدي. د هغه د ادارې چارواکي وايي چې د روسیې یرغل پر اوکراین د «جو بایډن جګړه» ده. همداراز، کله چې د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی زیات شو، دوی وویل چې دا موضوع له امریکا سره تړاو نه لري. ټرمپ چې په وروستي ځل منځني ختیځ ته تللی و، سفر یې یوازې د سوداګرۍ، پانګونې او د وسلو د قراردادونو لپاره و. سربېره پر دې چې هغه ویلي و غزه به د تفریح ځای (رېزورټ) جوړه کړي، خو په عملي توګه یې د اسراییلو او فلسطینیانو ستونزې ته هېڅ پام نه دی کړی او بنیامین نتنیاهو ته یې پرېښي چې هر څه غواړي هماغه  دې وکړي.

وتل (یا شا ته کېدل) کېدای شي خطرناک وي. که امریکا د هند او پاکستان تر منځ د اوربند هڅولو لپاره هیڅ اقدام نه وای کړی، نو به څه پېښېدل؟ ان ټرمپ، چې د جګړې مخالفت یې د ستاینې وړ دی، هم ښکاري دا درک کړې وي چې له ایران سره د نوي اتومي تړون تعقیب منطقي دی، تر څو نتنیاهو ته د هغه جګړې موقع په لاس ور نه کړي چې کلونه ورته په کمین کې ناست دی. 

خو دغه محدودې دیپلوماټیکې هڅې هغه استثناوې دي چې اصل قاعده (امریکا شاتګ کوي) پیاوړې کوي او لا هم امکان شته چې ټرمپ ترې شا ته شي. د متحده ایالاتو شاتګ روان دی. تر هغو چې نور مسوول لوبغاړي د امریکا ځینې مسوولیتونه پر غاړه وانخلي، یو شمېر دولتي او غیر دولتي ځواکونه به له رامنځته شوي وضعیت څخه د خپلې ګټې لپاره استفاده وکړي، چې له امله به یې نړیواله بې‌ثباتي نوره هم پراخه شي.

اروپايي اتحادیه یوه څرګنده کاندیده ده چې د امریکا له شا ته کېدو وروسته رامنځته شوی تش ځای ډک کړي. دا اتحادیه یو ځانګړی فرصت لري چې په داسې سوداګریز نظام کې، چې نور به د امریکا پر محور دومره متمرکزه نه وي، خپل دریځ پیاوړی کړي.

د بېلګې په توګه، له “د ارام سمندر د هر اړخیز او پرمختللي مشارکت تړون” (Comprehensive and Progressive Agreement for Trans-Pacific Partnership – CPTPP) سره یوځای کېدل کولای شي سترې اقتصادي ګټې ورکړي، لکه څنګه چې له هند سره یو نوی سوداګریز تړون هم دا ډول پایله لرلی شي.

چین به له خپلې خوا ښایي د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې لا زیاته فعاله ونډه واخلي. هلته د قدرتونو توازن ته اړتیا ده او دا توازن به نه یوازې حتمي وي، بلکې امکان لري چې د “نړیوال جنوب” د نفوذ د زیاتولو تر شعار لاندې چټک هم شي.

خو د دې ترڅنګ، په نړیوال اقتصاد کې د چین د ستر وزن له امله تمه ده چې په بېلابېلو نړیوالو ننګونو کې د رهبرۍ یا مدیریت برخه کې د دې هېواد رول لا زیات شي.

اروپایي ټولنه (EU) یو ښکاره نوماند سازمان دی چې د امریکا څخه پاتې شوې خلا ډکولو ته چمتو ښکاري. دا ټولنه فرصت  لري چې په یوه داسې نړیوال سوداګریز سیستم کې خپل موقف لا پیاوړی کړي، چې نور د امریکا پر محور و نه څرخي. د بېلګې په توګه، که اروپايي ټولنه د «ټرانس-پېسفیک پراخ او پرمختللي تړون» (CPTPP) سره یوځای شي، ښايي سترې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي. همداراز، له هند سره نوی سوداګریز تړون به هم ډېر مهم وي.

له بل اړخه، چین هم ښایي د ملګرو ملتونو په سیسټم کې خپل رول پراخ کړي. د ځواک توازن ته بدلون ورکول نه یوازې ضروري، بلکې حتمي ښکاري او دا به د «ګلوبل ساوت» یا جنوبي هېوادونو د اغېز د پیاوړتیا تر عنوان لاندې لا ګړندی شي. د چین اقتصادي وزن ته په کتو تمه ده چې دا هېواد به د نړیوالو ننګونو په حل کې ډېر رول ولوبوي.

له همدې امله د چین او اروپا تر منځ د اړیکو وده هم د ډېر اهمیت وړ ده. که چیرې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په تېرو درې کلونو کې د روسیې  سیاسي او اقتصادي ملاتړ نه وای کړی، نو د راتلونکي لپاره به وضعیت روښانه او اسانه وای. مګر که چین اوس هم وغواړي دا توان لري چې خپله پالیسي بدله کړي.

بله مهمه پوښتنه دا ده چې ناټو به څنګه ځان عیاروي؟ کله چې د امریکا پوځونه له اروپا او منځني ختیځه خپل هېواد ته بېرته ستنیږي، یا دا چې ختیځې اسیا ته انتقالېږي. د ټرمپ هغه نظر چې غواړي د امریکا دننه یو قوي او څو پوړیز دفاعي سیسټم جوړ کړي چې نوم یې “طلایي سرپوښ” (Golden Dome) دی. دا د هغې امریکا سمبول دی چې غواړي له نړۍ ځان ګوښه او یوازې ځان وساتي .د دې “سر پوښ ” یا دفاعي سیسټم نه د باندې، یعنې په هغې نړۍ کې چې امریکا نور د پخوا په څېر مشري نه کوي، راتلونکی لا هم نامعلوم دی او هر هېواد یا ځواک کولای شي په کې خپل نفوذ پراخ کړي.

error: Content is protected !!